د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د نوي فکر شاعر ،،،،،، خالد پښتون

فضل جان سلیم 04.03.2015 17:15

ویلی شي چې هرلوی مفکر او هرلوی ادیب دنیا ته څه نا څه پیغام راوړیدی. دا پیغام د هغه انسان په خپل فطرت کې دا ازل نه راورړیدی. هرلوی مفکرانسان خپل نظر او فکر راتلونکو انسانانو ته د افکارو په زریعه پریږدي چې د نن او راتلونکی انسان څرنګه ترقي او پرمختګ وکړي او خاص کر خپل قوم څنګه د نورو سیالانو سره سیال کړي. د هرې ژبي او هرقام دا سپیڅلي وګړي د انساني ژوند د بقا لپاره په صادقانه ډول هلې ځلې کوي. هر قوم او هر نسل ته خپله ازادي ورکوي. او د هرانسان شعورا واحساس دې ته هڅه وي چې خپل ښه راتلونکی څنګه وټاکي، هرسپیڅلی مفکر غواړي چې خپل قام او نور د نړی پاتی خلک باید په انساني اقداروعمل وکړي، او د ژوند مقصد باندی پوه شي . دې مفکرینو کې د شعر د نړی هنرمندان لکه د فلسفې، روان شناسی او د نوروعلومو په څیر خپل فکر ټولنې ته وړاندې کوي،

د شعر په میدان په یوویشتمه پیړی کې ډیر لوی لوی نومونه راڅرګند شو او ډیره ښه پښتنه شاعري چې د پښتو خپل ځانګری اسلوب یې لرل وړاندې کړه، دې ښو شاعرانو د جملی څخه یو ښاغلی خالد پښتون دی چی د معیار او د هنر نه ډکه شاعري یې خپلی پښتنې ټولنې ته وړاندې کړې ده ( د شعور په نوي پړاو ) یې لومری کتاب د پښتو ادب ته ډالی کړ،


خالد پښتون لکه د خپل تخلص په څیر خپله پښتونوالي وښوده چې پښتون د پښتون ملت لپاره څومره فکري او مالي قرباني ورکولی شي، خالد پښتون د پښتو ادب ژبې یو درویش شاعر دی او خپلې پښتو سره بغیر د څه لالچه مینه او مرسته کوي او د پښتو په سر کومه سودا بازي نه خو ښوي کنه دلته خو پښتانه د پښتو په ویلواولیکلو هم شرمیږي خو ښاغلی پښتون صاحب د خپل هلال رزق تر څنګ پښتو ژبې ته یو سپیڅلی خادم دی او د اکرام الله ګران صیب د فکر هغه بیت دی چې وایي،

د فن د خرچ هنر موزده نه کړلو
د دغې ګټې کاروبار نه راځي

خالد پښتون صیب ریښتیا هم د خپل فن سره کومه دوکه نه ده کړې، ځکه خو یې مالي حالات کمزوري دي او په همدې کمزوري حالات یې کتاب چاپ کړی دی چې زه یې یوه لویه قرباني ګنم د شور په نوی پړاو کې د یو نوي پړاو شاعري ده، یو نوی سوچ پکې ښکاره دی چې هرلفظ یې د معنا ګانو یو باب دی هغه خپل نوي فکري کوشش سره سیال روان دی هغه لفظونه چڼوي او ترې معنوې راوباسي دا لفظونه د خپل قوم او پښتو ژبی د بقا لپاره دي لکه چې وایي،

ما د باور ګډه د حسن به دښت واړوله
د مینی راز نه مې د ژوند نوې مانا واخیسته

دلیل د تغییر د کاینات دی اوکنه
د لمر په پریواته او راخاته کې فاصله

نور یې د شعور فکر کې ځای کړلو
حسن په ادراک څرګندوي کلال

د پښتون صیب پورتنيو بیتونو ځنې دا څرګندیږي چې شعر کې ژوره مشاهده او فکري لوړتیا او تجربه لري په همدې اساس یې شعر کې ځانګري فکري اسلوب ښکاري او د لفظونو معنی یې لکه د لمر روښانه ده هغه کاینات کې هر څیز ته لکه د یو فلسفي په نوي رنګ ګوري هغه په کاینات کې د حسن او ښکلا د یو مرید په شکل خپل ژوند تیروي هغه په زره زره کې دنیا د بقا راز ګوري خالد په دې پوهه دی چې د وخت د تقاضو سره ژوند هم بدل دی هغه د فن او تخلیق په فلسفه نوې نوې فکر او نوې نوې خبرې کوي هغه خپل د احساس کلی د نفرتونو د دنیا نه ځانته لرې ساتي او د هر مظلوم حق پرست ملګری دی هغه د حسین د سقراط او د منصور ملګری دی،

زه د سقراط زه د حسین زه د منصور ملګری،
د ظلم هر ګوزار نه وروسته ژوندی شوی یمه
حقیقت په وقعیت کې پر هر حال څرګندومه ،

ریښتنې شاعري همداسې وي چی هرحال کې واقعیت څرګندوي په نوي تهذیبي فکرونو پوه شي او د خپل احساس په تناب باندې د خپل ملت فکر وژړوي او په هرحال کې د ملت د بقا فکر ورسره وي. بیا همدې شاعر ته د قام سترګې وایي بیا همدې شاعر ته ټولنه او ټولنې ته دی مکلف وي

خالد پښتون د انسانانو دا شریک کلی د ټولو کلی ګڼی هغه د کرکې او نفرت سره مبارزه کوي هغه د دنیا هرمذهب واله خلکو ته د سولې اعلان کوي ، د ښاغلی فکر حقیقت ته تر دې دمه رسیدلی چې خپله هم دا مني چې زه حقیقت ته په مجاز رسیدلی یم لکه چې وایي،

حقیقت ته رسیدلی په مجاز یم
د ښکلا د منطق څه عجیبه رازیم

تقاضې د وخت په ځان پسی را کاږم
په خپل زات کې کرشمه یمه اعجاز یم

حقیقت دا دی چې هر انسان د وخت تقاضی ځان پسې راکاږي ځان کې حرکت راولي او هر څه ته تغییر ورګوي او له خپل مکان نه تا وې شوې دایرې ورانې وي خپل قوم ته نني او راتلونکې حادثی په ګوته کوي، دا روانې حادثې یا پیش ګویي د تیر شوي سبق را اخیستل کیږي، او د پیش ګوی خالق باید په هر دور ژوره مطالعه او تیز نظر واچوي، هغه باید د تیرې زمانې نه منفي او مثبت نظر راوباسي لکه لاندې بیتو کی چې وایي ،

نخښی با دونو دي راوړي سره اورونه راځي
سږ کال سپرلو سره رنګه رنګه غذابونه راځي

نن د پښتون ټوټې ټوټې تهذیب ته څه په هنر
د سمندر نه پورې څنګه سوغاتونه راځي

پورتني شعر سره کتاب کی تاریخ نه دی لیکل شوی خو زما یقین ده چې دا شعر به د سمندر نه پوری د لوی ښامار کیسه ده چې ډیره موده یې پښتنواو افغانانو ته رنګ رنګ سوغاتونه ورکړل خو د کمونیستي رژیم د ماتیدونه وروسته دا سوغاتونه په مرګونو او مرمیو بدل کړل او دا اوس یې هم د پښتون تهذیب د ورانیدو لوی لوی کوششونه روان کړی، همدا د شاعر پیش ګويي ده چې څه په ښه انداز یې خپلې پښتني ټولنې ته وړاندې کړیده، د همدې دور د ښاغلی پیرمحمد کاروان صیب یو بیت دی چې یو لویه رښتینې پیش ګویي ثابته شوه .

خاونده داسې وخت به په نژدې موده کې راشې
چې پورته افغانې وی او کالداره ښویدلې

دا دوه شعرونه ما ته د یوه زمان شعرونه ښکاري چې صداقت یی لکه د لمر روښان دی د خالد پښتون صیب په کتاب کی بلا داسې شعرونه شته چې د ښه راتلونکي او ښو او بدو فیصلې پکې شاملي دي

ښاغلي پوه هنرمند قلم کار دی او قلم یې په رښتیني مخې کارولي دی، هغه زیات د ادب لپاره ژوند د قبیلې غړی دی، هغه د ژوند د تیرولو مختلفې مخی ګانې ښایي که پرون ادب لپارهد ادب کی خدائی بخښلي خاطرافریدی صیب دا بیت چې نن هم ډیر شهرت لري ویلی و،

هجران په شپه ډیوه په لاس کې راغله

خو ښاغلی پښتون په نننی حالاتو دارنګه بیت وایي

د وصال په شپه د هجر لارې څارم
خوشحالي مې ده د غم لباس کې پټه

مونږ په ننني شعرکې د ژوند په هر اړخ موضوعات وینو او ننني شاعر په دواړو اړخونو خپل کلام لیکي هغه که ادب لپار د ادب دی که ادب لپاره یې د ژوند دی،

زه ښاغلي خالد پښتون ته په دی رنګین ټاټل ورقې لرونکي کتاب مبارکي وایم او هیله لرم چې راتلونکي وخت کی هغه نور څه هم د پښتون او د پښتو ژبې د بقا لپاره څه ولیکي دا لومړی کوشش ورته نیک اقدام ګڼم او د کوهاټ ملګرو ته یې یو ښه زیری بولم خپلی خبرې د خالد پښتون په لاندې بیتونو سره ختموم،

سترګې مې پرانیزه رڼا راکړه ما وژړوه
درده ! یوه لپه مسکا راکړه ما وژړوه

د خدای د ذات پیژندګلو نه علاوه ګلابه !
د کاینات بله معنی راکړه ما وژړوه ،