د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ښاروندۍ ارزښت

ميراغا ملت مل 03.03.2015 11:06

په دې پروګرام کې د ښاروندۍ مضمون د داخليدو توجيه
په اوسنۍ نړۍ کې د ښاروندۍ زده کړه دېره مطرح ده، په نړۍ کې ټول هېوادونه کوښښ کوي، چې د خپلې ټولنې لپاره د ښاروندۍ د روزنې ښه امکانات برابر کړي او نړيوال پوهان هم په دې اړه څو نظريې لري، يوه ډله وايي چې د ښاروندۍ په اړه بايد خلکو ته پوهه ورکړل شي، بله ډله وايي چې د ښاروندۍ له لارې بايد خلکو ته زده کړه ورکول شي او په پای کې د ښاروندۍ لپاره بايد خلکو ته زده کړې ورکول شي. خو په هر لحاظ د ښاروندۍ په زده کړو باندې ډېر ټينګار کېږي او د ښوونې او رزونې سره ټينګې اړيکې لري.
ښاروندي هغه پوهه، پراختيا ، مهارتونه او ليد لوري دي، چې زده کوونکو ته دا توان ورکوي، چې د فعالواو پوهو ښاروندانو په حيث په ټولنه کې ژوند وکړي. په ټولنه کې د هغې د ارزښتونو او شرايطو سره سم ګډون وکړي، نو له دې کبله په دې پروګرام کې د ښاروندۍ د کورس داخيلول زموږ لپاره يو غوره او پر ځای انتخاب دی او د ښاروندۍ د مضمون په وسيله موږ کولای شو، چې په ټولنه کې د ښاروندۍ مهمې دندې او ارزښتونه په لاس راوړو، چې ځينې يې په لاندې ډول دي.
ارزښت: ښاروندي په ښوونه او روزنه کې يو ارزښت شميرل کېږي، نو اړينه ده چې دا ارزښت موږ په ټولنه کې ايجاد او غښتلی کړو او د ښوونې او روزنې په وسيله موږ کولای شو، چې په خپله ټولنه کې خلکو ته د ښاروندۍ روزنه ورکړو او له همدې پروګرام څخه زيات شمير ښوونکي دا ارزښت د ځان سره وړي او نورو زده کوونکو ته يې انتقالوي، چې له دې اړخه د دې کورس لوستل ډېر اړين دي.
د ښوونې او رزونې سره تړاو: ښاروندي د ښوونې او روزنې سره نېغ په نېغه تړاو لري. موږ په ښوونه او روزنه کې زده کوونکو ته د ښاروندۍ روزنه ورکوو، هغوی ته د ښوونې او روزنې په بهير کې د چاپيريال ساتنې، پاکوالي، مسوليت منلو، فعال اوسيدلو، يوبل منلو، د ټولنيزو چارو څخه خبرتيا او په هغې کې د ونډې اخستلو لارښوونې کوو او موږ په ټولنه کې دې مفاهيمو ته نوره اړتيا هم لرو، چې دا مفاهيم او ارزښتونه نور هم غښتلي کړو، نو په دې پروګرام کې د دې مضمون ځای کول غوره انتخاب دی.
د اخلاقو تدريس دی: ښاروندي د سمو اخلاقو تدريسول دي، دغه زده کړې د ټولنیزو، محلي، ملي او نړيوالو اخلاقو د غښتلتيا سبب ګرځي. د ښاروندۍ دسلوکو زده کړه په يو سازمان کې د کړنو په کيفيت ډېره مثبته اغيزه کوي.
ښه ښاروندي زموږ اسلامي دنده ده: د اسلام له نظره هم په دې پروګرام کې د دې کورس ځايول مهم دي، ځکه د يو ښه ښاروند روزل د اسلامي ارزښتونو څخه ګڼل کېږي. موږ ښه مسلمان هغه چاته وايو چې هغه په ټولنه کې د اخلاقو نمونه وي. د پاکوالي ، مسوليت منلو، ګاونډيو حقوقو، فعال اوسيدلو، سمې لارې ته رابلل او داسې نور زموږ د اسلامي ارزښتونو څخه شميرل کېږي؛ نو ځکه دا غوره کار دی او دا ارزښتونه موږ د ښاروندۍ په مضمون کې لولو، په ژوند کې يې پلي کوو او نورو ته يې انتقالوو. که د ښاروندۍ اصولو ته وګورو نو زموږ خوږ پيغمبر هم يو ښه ښاروند و او موږ ته يې هم په دې اړه لازمې لارښوونې کړې.
په ټولنيزو چارو څارنه: د فعالو ښاروندانو دنده دا ده، چې په ټولنه کې د نورو سازمانونو تر څنګ د دولت کړنلاره تر څارنې لاندې ونيسي، نو زموږ لپار په دې پروګرام کې د ښاروندۍ مضمون ډېر مهم او د يو ځانګړي ارزښت لرونکی دی، چې موږ راتلونکی نسل داسې وروزو چې په ټولنيزو چارو کې ښه ونډه ولري او هم د ټولنې لپاره ښه ښاروندان و اوسي.
د ملي او نړيوالو چارو څخه خبرتيا: د ښاروندۍ په زده کړې سره موږ له ټولنې څخه خبرتيا ترلاسه کوو. د رسنيو په وسيله د ټولني په چارو کې ونډه اخلو. د دې پروګرام په ځانګړي ډول د ښاروندۍ مضمون په وسيله په موږ کې دا ارزښت ډېر غښتلی شوی، چې هره ورځ رسنۍ تعقيب کړو او د هغې په وسيله د ټولنې له حالاتو ځان خبر کړو او په ټولنيزو چارو کې فعاله ونډه واخلو او هم په دې ډول زده کوونکو ته دا مفاهيم انتقال کړو، چې په راتلونکي کې ښه ښاروندان وروزو.

په ټولنه کې د ښاروندۍ د روزنې رول په لاندې اړخونو کې رانغاړو:
 ښاروندي د دوستۍ يو ډول دی، چې ښاروند يې د زده کړې له امله د خلکو سره په خپله خوښه ترسره کوي.
 په ښاروندانو کې د ځوانمردۍ فکر، رفتار او کړنې غښتلې کېږي، د يو بل غيب نه بيانوي او د يو بل په اړه منفي فکر کميږي.
 د ښه خوی او اخلاقو زده کړه ترسره کوي او کړنې د وګړو په ګډون او مسولانه ډول ترسره کېږي.
 د ښاروندۍ په زده کړې سره په اشخاصو کې ادب او مهرباني پيدا کېږي، چې دا بيا په ټولنه کې د ستونزو د کموالي لامل کېږي.
 د ښاروندۍ د زده کړې په وسيله په وګړو کې د دندې پيژندنې ارزښت غښتلی کېږي او هر ښاروند د خپلې دندې او مسوليت د ښه ترسره کولو کوښښ کوي.
په يويشتمه پيړۍ کې ښاروندي د واقعيتونو په توګه
په نړۍ کې اوس د ښاروندۍ زده کړې ته په ټولنيز لحاظ په ټولنه کې د ژوند کولو لپاره، په روزنيز لحاظ د روزنې لپاره، په سياسي لحاظ په سياست کې د لوبيدلو لپاره او په کلتوري لحاظ د کلتور ساتلو او غښتلي کولو لپاره يوه اړتيا بلل کېږي؛ نو د دې واقعيتونو په اساس موږ په ښوونه او روزنه کې د ښاروندۍ مضمون ته ډېره اړتيا لرو.
د ښاروندۍ زده کړه د يو ټولنيز واقعيت په توګه
د ښاروندۍ زده کړه يوه ټولنيزه پديده ده، چې په يوه مدني ټولنه کې خلکو ته د اصولو په رڼا کې د ازادۍ حق ورکوي. خلکو ته موډرن او ټولنيز نقش او په ټولنه کې په سياسي، کلتوري، اقتصادي او نورو برخو کې د ونډې اخستلو بلنه ورکوي.
د ښاروندۍ زد ه کړه د روزنيز واقعيت په توګه
د ښاروندۍ د زده کړې مفهوم يو ټوليز مفهوم دی، چې د ټولنې د کلتوري، ټولنيزې، سياسي او اقتصادي مطالعې پورې تړلی او د ښاروندۍ زده کړه په واقعيت کې د ژوند کولو يو طريقه ده، چې په ځانګړي ډول په يوه ټولنه او په عام ډول په نړيواله ټولنه اطلاق کېږي، نو موږ اړ يو چې د ښاروندۍ زده کړه په لاندې ډول ترسره کړو.
 د ښاروندۍ زده کړه د يو وګړي په توګه.
 د ښاروندۍ زده کړه د يو کورنۍ د يو غړي په توګه.
 د ښاروندۍ زده کړه د ټولنې د يو غړي په توګه.
 د ښاروندۍ زده کړه د نړۍ والې ټولنې د غړي په توګه.
د ښاروندۍ زده کړه د سياسي واقعيت په توګه
د ښاروندۍ زده کړه له سياسي اړخه په ټولنه باندې د سياسي نظام لخوا تعيين او امشخص کېږي. په واقعيت کې دولت يا حکومت د زده کړه يزو سازمانونو د درسي او غير درسي پروګرام په اړه له کوچني والي څخه د پوهنتون تر دورې پورې خلکو ته حاکم سياسي جوړښت په اړه د پوهاوي زده کړه ورکوي.
د ښاروندۍ زده کړه د يو کلتوري واقعيت په توګه
د ښاروندۍ زده کړه د کلتوري ودې سره مستقيمه اړيکه لري او په ټولنيزو کارونو کې د ښاروندانو د کړنو او رفتارونو د ګډون کيفيت معلوموي او همدغه رفتارونه د ټولنې له کلتوري پانګې څخه شميرل کېږي.
د پورته ارزښتونو، دندو او واقعيتونو پر بنسټ د ښاروندۍ زده کړه زموږ لپاره دېره اړينه ده او په دې پروګرام کې زما په اند پر ځای انتخاب دی.
په اوسنۍ نړۍ او اوسني ژوند کې د ښاروندۍ د زده کړې لپاره ډېره اړتيا ځکه ليدل کېږي، چې د ښاروندۍ په وسيله موږ کولای شو چې د ټولنې په ټولنیزو، اقتصادي، سياسي، کلتوري ښوونيزو او روزنیزو چارو کې ځان دخيل کړو او د ښاروندۍ د اصولو په مراعت کولو سره په دې برخو کې فعاله ونډه ولرو او د دې فعالې ونډې لپاره د دې مضمون تدريس ته اړتيا ليدل کېږي، چې موږ ته لازمه ده، چې د ښوونکو په توګه د ښاروندۍ زده کړه ترلاسه او بيا يې خپلو زده کوونکو ته انتقال کړو، چې په راتلونکې کې زموږ زده کړيالان په دې برخه کې غښتلي وروزل شي.