د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغانستان؛ د سولې هیلې او د جګړې اندېښنې

عبدالغني (هاشمي) 02.03.2015 21:35

په دې وروستیو کې د سولې ګړندیو هڅو که له یوې خوا یو ځل بیا د افغانستان جګړو ځپلو خلکو په ژوبلو زړونو کې د هیلو غوټۍ راوسپړلې او سولې ته یې ډېر هیله من کړل؛ نو له بل لوري د تېرو تجربو او نوو تبلیغاتو او معلوماتو له مخې د پسرلي په راتلو سره د دولت وسله والو مخالفینو د جګړې پېلېدونکې تازه پړاو هم افغانان له اندېښنو او ناهیلیو سره مخ کړي دي.
د افغانستان ملي وحدت دولت د خپلو وروستیو خپلواکو هڅو له لارې او د چین په ګډون د ځينو هېوادونو په منځګړتوب د افغان دولت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې خبرو اترو د پیلېدلو اوازو او تودو ګونګوسو، چې دا ځل وسله والو طالبانو هم ورته د تمې خلاف لېوالتیا او چمتو والی ښودلی؛ په افغانستان کې څه ناڅه د سولې هېلې ټوکولي او سولې ته یې لاره رالنډه کړې ده. ددې ترڅنګ بله هیله مندي دا هم ده، چې د پاکستان په ګډون، چې په افغانستان کې د جګړې، وسله والو طالبانو ملاتړ او نورو سیاسي لاسوهنو مهم لوری ګڼل کېږي؛ د افغانستان په کړکېچ کې ډېریو سیمه ییزو، بهرنيو او کورنيو ښکېلو ډلو او اړخونو هم تر پخوا په دې برخه کې نرمښت او چمتو والی ښودلی، چې دا پخپله سولې ته د رسېدو لپاره د افغانانو هیلې زیاتوي.
له بده مرغه له دې سره جوخت په دې وروستیو کې بېلابېلې سرچینې د پسرلي په راتلو سره د جګړې نوي پړاو پر پیلېدو، د وسله والو طالبانو د پراخو بریدونو او نورو تخریبي پلانونو او کړنو خبر ورکوي، چې خلک له دې امله ډېر اندېښمن دي.
پر نورو سرچینو سربېره د امریکا استخباراتي سازمان سي . آي . ای ویلي، چې په راتلونکي کال کې به طالبان په افغانستان کې د ځينو سیمو نیولو لپاره خپل بریدونه او هڅې پراخې کړي.
په هغه رپوټ کې چې د تېرې پنچشنبې په روځ د دې سازمان مشر جېمز کلیر له خوا خپور شو، پکې ویل شوي، چې د افغان دولت ځواکونه به په ډېریو ښاري سیمو خپله ولکه ټینګه کړي، خو امکان لري چې لرې پرتې سیمې له لاسه ورکړي.
په رپوټ کې همداراز راغلي، چې طالبانو د لا پراخو بریدونو تګلاره غوره کړې. هغوی چمتوالی نیسي، تر څو د افغانستان په سوېل کې لرې پرتې سیمې تر خپلې ولکې لاندې راولي او په دغو سیمو کې د خپل نفوذ او واک پر پراخولو په ۲۰۱۵ کال کې د لا ډېرو سیمو د نیولو لپاره ځانونه چمتو کړي.
 تېرو تجربو هم ښودلې، چې وسله وال طالبان په ژمي کې د سړې هوا او واورو له امله سیمې پرېږدي، خو د پسرلي په راتلو سره بېرته هغو سیمو ته راځي او هڅه کوي د جګړې نوی پسرلنی پړاو پیل کړي.
خو د افغانستان ملي دفاع وزارت بیا وايي، چې د افغانستان په هره ګوښه کې به د طالبانو هر ډول بریدونو ته غاښ ماتوونکی ځواب ووايي، ددغه وزارت چارواکي وايي، په داسې حال کې چې اوسمهال هم د هغوی پوځونه له وسله والو طالبانو سره په جګړه کې ښکېل دي او ډېرې بریاوي هم لري؛ د پسرلنیو پوځي عملیاتو پلانونه یې هم مخکې له مخکې چمتو کړي او د مخالفینو د هر راز تخریبي پلانونو د شنډولو چمتوالی لري.
بله اندېښنه په افغانستان کې د جګړې ډګر ته د نوي او خطرناک لوري په توګه د اسلامي دولت (داعش) ځواکونو ظهور یا هم د هغوی ترنامه لاندې د شته و وسله والو طالبانو تر پخوا چټک او بې رحمانه فعالیت دی. که څه هم تر اوسه په روښانه توګه په کومه سیمه کې د دغه ځواک شتون نه دی په ډاګه شوی، خو په اړه یې بېلابېلې تبصرې، شننې او انګېرنې کېږي.
همداراز تجربو ښودلې، هر کله چې د سولې د خبرو اترو مسئله رامنځته کېږي، واړه لوري هڅه کوي د یو بل پر وړاندې خپل جګړه ییز فعالیتونه چټک کړي او په دې توګه پر مقابل لوري د فشار پر راوستلو د سولې په خبرو او د هېواد په راتلونکو سیاسي جریانونو کې ډېر امتیاز ترلاسه کړي، چې دا هم یوه بله اندېښنه او ننګونه ده.
د سولې خبرې اترې نه باید خونړۍ پیلامه ولري !
موږ د افغانستان په کړکېچ کې پر ټولو کورنیو او بهرنیو اړخونو، په ځانګړي ډول وسله والو طالبانو او دولت ته، چې د جګړې عمده لوري دي، غږ کوو؛ چې د سولې له خبرو اترو وړاندې د امتیاز اخستنې په موخه د یو بل پر وړاندې له زور ازموینو څخه، چې د دواړو لوریو او ملکي وګړو د مرګ ژوبلې لامل ګرځي، ډډه وکړي او هڅه وکړي د سیاسي څرګندو دریځونو پر خپلولو د خبرو او منطق له لارې خپلې سیاسي ستونزې هوارې کړي، سوله ټینګه او د سوله ییزې سیاسي مبارزې له لارې د هېواد راتلونکې ښېرازۍ او پرمختیا لپاره سره په ګډه کار او فعالیت وکړي.
موږ له ټولو ښکېلو اړخونو غواړو، چې د سولې په خبرو اترو کې د زورازموینې چال، فریب، تاکتیکي حرکتونو او ناوړه لوبو پرځای له نرمښت، زغم، رښتینوالي او منطقي چلند څخه کار واخلي.
د اوسني وضعیت ځینې غوښتنې:
۱ – دولت باید له استثنايي حالاتو پرته د وسله والو مخالفینو پر وړاندې د عملیاتو له پراخولو او چټکولو څخه چې له یوې خوا د دواړو لوریو او ملکي مرګ ژوبلې، له بل لوري بې ځایه درنو لګښتونو او له بل لوري هم د وسله والو طالبانو د بې باورۍ له امله د سولې خبرو اترو پرمخ د خنډ لامل ګرځي؛ ډډه وکړي او پرځای یې د استخباراتي او نورو پوځي کړنو له لارې د تخریبي کړنو شنډوونکي امنیتي تدابیر ټینګ او پراخ کړي.
۲ - دولت باید د سولې په خبرو اترو کې تر خپلې وسې او امکاناتو خپلواک عمل وکړي او هڅه وکړي، دغه خبرې اترې د بهرنیو فشارونو او فرمایشونو له سیوري وباسي او سوچه افغاني رنګ خپل کړي.
۳ – دولت باید د هغو بهرنیو لاسوهنو او استخباراتي تاکتیکونو او پلانونو پر وړاندې ډېر هوښیار او ویښ اوسي، چې د سولې پر خبرو منفي اغېز ښندي، البته دا هیله نه یوازې له دولت څخه، بلکې له مقابل لوري نه هم کېږي.
۴ – دولت باید د سولې په خبرو اترو کې له ملي باوري شخصیتونو او دیني علماوو، په ځانګړې ډول هغو ملي شخصیتونو او دیني علماوو مشورې واخلي او د سولې خبرو په بهیر کې ورته فعاله ونډه ورکړي، چې یو ډول نه یو ډول پر وسله والو طالبانو اغېز لري.
-موږ بیا هم په دې اند یو، چې افغانستان د خپل تاریخ په ډېر حساس پړاو کې قرار لري او له لسیزو خونړیو جګړو وروسته ورته یو ځل بیا د سولې د خبرو ډېره ښه زمینه برابره شوې ده، چې ټول ښکېل لوري، باید په ډېرې هوښیارۍ او ځيرکۍ او ویښتیا له دې زرین چانس څخه ګټه پورته کړي او د تل لپاره له هېواده د مرګ ژوبلو، مصیبتونو، کړاوونو او ناورینونو خونړۍ او ورانوونکې لمنه راټوله کړي، له دې پرته به په هېواد کې د جګړې پر دوام دوی او زموږ ټول هېوادوال کلونه کلونه له بېلابېلو کړاوونو او مصیبتونو سره لاس او ګرېوان وي.