د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغان کډوال به له اروپايي هيوادونو څخه وويستل شي

یاسر الهاشمی 02.03.2015 11:40

هغه افغانانو چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال او يا هم تر هغې مخکې اروپايي هيوادونو ته سفر کړی او هلته اوسيدلې دي په دې وروستيو کې د هغوي کډې بار دي او افغانستان ته را شړل کيږي.
د کورنيو جګړو په جريان کې او بيا له هغې وروسته د طالبانو د واکمنۍ پر مهال هيواد له يو لوي ناورين سره مخامخ و، د افغانانو ژوند په افغانستان کې خوندې نه و او فقر خپل اوج ته رسيدلی.
هماغه وه چې بهرنۍ هيوادونو خپلې دروازې د افغانانو پر مخ پرانيستې وي، خو بهرني هيوادونه د افغانانو اوسيدل په دې هيوادونو کې په يوه شرط پورې تړلي و.
هغه شرط دا و چې کله په افغانستان کې روانې ستونزې حل شي او د افغانانو ژوند په افغانستان کې خوندي شي نو دغه افغانان به بيرته خپلو هيواد ته واستول شي.
هغه کسان چې په يو ځانګړې ګوند کې د شموليت په وجه او یا هم د نژادې او قومي ملحوظاتو پر بنا د طالبانو د واکمنۍ څخه وړاندې له افغانستانه بهر ته کډوال شوي و د حامد کرزي د حکومت په راتګ سره د هغوي د ډيپورټ (را شړل) کيدو سلسله شروع شوه چې لا تر اوسه روانه ده.
د دې تر څنګ هغه اشخاص چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال انګلستان او يا نورو هيوادونو ته کډوال شوی و د طالبانو د حکومت د نسکوريدو سره افغانستان ته د دوې د ډيپورټ کيدو سلسله هم شروع شویده.
پدې وروستيو کې مونږ د داسې ډيرو پيښو شاهدان وو چې افغانان له اروپا څخه افغانستان ته ډيپورټ شول چې ژوندې مثال يي د ډاکټر نجيب د وخت د امنيت کارمند ښاغلې عبدالهادی و چې له هالند څخه افغانستان ته ډيپورټ شو او دی ته ورته نور هم روان دې.
افغانان نه يواځې د کورنيو جګړو په جريان کی او یا د طالبانو د واکمنۍ پر مهال له افغانستان څخه د اروپا هيوادونو په لورې مسافرتونه کړې بلکه د طالبانو د واکمنۍ څخه وروسته هم د اروپايي هيوادونو او بيا په خاصه توګه انګلستان هيواد ته د رسيدلو په منظور په ناقانونه لارو سفرونه کوي.
هغه ځوانان چې د طالبانو د واکمنۍ څخه وروسته په ناقانونه لارو اروپايي هيوادونو او يا هم په ځانګړي توګه انګلستان ته سفرونه کړي، د دوي د قبليدو چانس ډیر کم دي او په ډيری مواردو کې دوی ته د اوسيدو جواز نه ورکول کيږي.
دا چې ولې اروپايي هيوادونه او يا هم انګلستان دغه ځوانانو ته د اوسيدو او کار جواز نه ورکوي لاملونه يي ښکاره او واضح دي.
له يوې خوا د افغانستان شرايط اوس تغير کړی او هيڅوک د سیاسي فعالیت، ژبې، قوم او مذهب په نوم نه ځورول کیږي.
او له بلي خوا د ګارډین اخبار له قوله په اروپا کې له ۲۶ ميليونو څخه ډير کسان وزګار ګرځي او اروپايان خپله له بيکارۍ سره لاس او ګريوان دي.
پورتنۍ لاملونه د دې سبب شوی چې اروپايي هيوادونه هغه افغانان هم له اروپا څخه ډيپورټ (شړل) کړي چې د کورنيو جګړو په جريان کې او يا هم د طالبانو د واکمنۍ پر مهال دغه هيوادونو ته سفرونه کړي.