د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ولسوالیو اوسنی وضعیت دزغم وړنه دی

بریالی اتل 25.02.2015 23:55

 په تېره یوه نیمه لسیزه کې څنګه چې په کار وه ولسوالیو ته  هسې لازمه   پاملرنه ونه شوه، دولسوالیو په ادارو کې دپرسونل کمبود، دقضا او څارنوالی نه شتون او په کم تعداد شته مامورینو ته د لازمو کاري فرصتونو نه برابر ول، د امنیتي ځواکونو کمښت  او ددښمن پر وړاندې دجدیت نه کار نه اخیستل هغه لوی ستونزې وي چې تر ډیره  يې شته وضعیت ته لاره هواره کړې وه ،یادې ستونزې لاهم پر ځای پاتې ده،چې له امله په لرې پرستو سیمو ،ولسوالیو،کلیو او بانډوکې دخلکو ارام ژوند نا رامه او تریخ کړی دی،دملي وحدت حکومت د رامنځته کیدو ترپنځو میاشتو تېریږي خو بیا هم دولسوالیو وضعیت ته هیڅ ډول پاملرنه  نه ترسترګو کیږي.
دهمدې نه پاملرونو  له امله   دهېواد په ډیر ی ولسوالیو کې چې دولتي حاکمیت پکې کمزوری دی په رڼا ورځ ددولت وسلوال مخالفین لویو لارو او سرکونو ته را وځې،دسپرلیو موټر  تلاشي کوي او ددولت سره  دهمکارۍ په تور خلک له موټرو ښکته کوي او په صحرا يې محکمو کې مرګونې سزا ورکوي، دې جدي امنیتي ستونزو ته ددولت نه پاملرنه  او په دولتي ادارو ،قضا او څارنوالۍ کې پراخ فساد او دکار ځنډ ددې لامل شوی چې ددولت او ولس ترمنځ واټن نور هم زیات شي، په دولتي ادارو ،قضا او څارنوالۍ کې پراخ فساد او دچارو ځنډ عام ولس اړ کړی چې خپلې ستونزې او شخړې ددولتي ادارو پرځای دوسلوالو مخالفینو صحرايې محکموته  دحل په موخه وړاندې کړي.
دچارو دسمون او ذکر شویو ستونزو دحل لپاره په کار ده چې دملي وحدت حکومت مشرتابه دولسوالیو د اوسنۍ وضعیت دښه والي،دولتي حاکمیت دټېنګښت ،د نا امنیو لمن ټولونې او پر دولت د ولسي باور خپلو لو لپاره دټولو ولسواليو ادارې کمبودات پوره او تشکیلات پراخ کړي، په ټولو ولسوالیوکې دقضا او څارنوالۍ سهولتونه رامنځته،دچارو دسمون او بهبود لپاره دې  په کار پوه، وړ او داسې کسان په  وګمارل شي چې  له قومي ،سمتي او ژبني  تعصب پاک وي، په ولسوالیو او اداراتوکې دې  دغوره ولسي خدماتو وړاندې کولو په موخه قوي کارې سیستم رامنځته او مامورینو ته دې په ولسوالیوکې کاري فرصتونه رامنځته کړي،ترڅو په مټ يې ولس ته غوره خدمات وړاندي کړي.
  که په ولسوالیوکې دخلکو دخدمت او ستونزو دحل په موخه ذکر شوې ادارې فعالی ،ادارې تشکیلات يې پراخ  او پرته  له ځنډ او خنډ څخه ولسي خدمات  وړاندې کړي، په چاروکې دفساد او ځنډ مخه ونیول شي،د ولسوالیو ټول ضرور تونه په پام کې ونیول شي، نو په مټ به يې ددولت او ولس ترمنځ شته واټن راکم،د نا امنیو لمڼ به ټوله او  دخپلسرو وسلوالو ډلو،غلو  او غاصبینو مخه به هم ونیول شي، کوم چې په اوس کې يې ددولت پر وړاندې جدي ننګونې را ولاړې کړې دي.