د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ادعانه کوم حق غواړم

وکيلي 25.02.2015 11:51

دافغاني پوهانو او دلوېدز پوهانو توپیر؛ څه چي مادرک کړی، په دې کي دی، چي لوېدیز پوهان پخپل برخورد کي خپل دپوهي په کچه تر افغاني پوهانو ډېرنرم برخورد لري . دائې یوښه والی .بل ښه والی ئې دادی،هر راز نیوکه مني . دوی نېوکه دپوهي یو ډول وده بولي او په اداري سستم کي نیوکه یاغندنه زغمل دمنجر سمه پالیسي بولي . دغه کړنه زده کوي . زموږ پوهان که په عامه توګه افغانان دي اوکه په ځانګړي توګه پښتانه دي دنيوکي زغم چندان نه لري . په خوله وایي په لیکنه کې لیکي،چي سالمه نیوکه اصلاح راولي خو په بنسټ کي ئې رده وي . ماچي خپل د«پېداګوژۍ» دماستري تقریري امتحان ورکاوه زماڅخه لومړې پوښتنه دا وه چي ته نیوکه منې که څه هم پرحق نه وي؟ د ډېر لږ ځنډ ورسته مي ورته وویل هومنمې! پوښتنه ئې وکړه، چي ولي دي ځنډ وکی؟ په ځواب کي مي ورته وویل : په هرشي کي سم فکر کول اړین وي .
لکه چي پرما دا ادعاسوې ده،چي زما انشا او املا نه وي سمه! دغه خبره غیر مستقیم که څوک زما لیکنه «دپښتولیکنه به معیاري سي؟»ترسریزه لاندي چي سم ولوستل سي مالیکلي دي، چي زموږ ژبپوهان هریو ځان ته ژبښوداو لیکدود لري اوځینوئې ځانوته نوي ګړي جوړي کړي په هغه لیکنه کوي . دغه خبره دغه مانا ورکوي،چي دلیکني املا دهغو داملا سره مغایرت لري . نو زمااملااو انشابه ددوی پرګرامرسمه نه وي . زه په دې هیڅکله نه خوابدی کېږم،که چيري رښتیاهم زمااملااوانشا د دوی له ګرامره سره جلاوالی درلود . زمازبښودیاني «ګرامر» نورمال لکه دنورو هېوادوګرمر په شان دی .خــَبَري وییګړه یاني جمله د [کړونکی «فاعل» دجملې غړي اوکړنه «فعل »] څخه جوړه ده،چي له ځانه مي ګړي نه دي جوړي کړي؛سمه سوچه زړه خواږه پښتو لغاتونه مي پکار وړي .
داچي پښتانه ژبپوهان له یوبل سره تعصب لري؛داترلمرسپینه خبره ده. تاسي لیکني وګورۍ او یوپربل لیکنیزبریدونه وګورۍ او یوبل نه منل وګورۍ . دغه کارمي ډېر ځوروي ؛ځکه دپښتو دژبي ادب څوګامه شاته اچوي اوموږخپل منځوکي مصروف ساتي . موږ پخپل هېواد کي اکثریت یو خو ژبه موپه اقلیت کي ورورو ساه ورکوي .موږ ترخپل ځانوتېرنه سو! متل دی،چي وایي : « لکه دخوګیاڼوباز خپل چرګان وهي .» پرما مه غُصه کېږۍ . زه دهيڅ شي ادعانه کوم مګر حق باید خپل ځای ونسي . زموږ ژبپوهان په پوهه کي ترغربي ژبپوهانوکه پورته نه وي په کمه ئې هم نه دي .دپښتوژبپوهان بایدسره کښېني یوه لیکنیزه پښتوژبه منځ ته راولي!
پښتوسخته ده که آسانه ده مورنې ژبه مو ده . په لیلو لیلو کي موراته ویله ده . ترپښتو ژبي دالماني ژبه زیږه اوستونزمنه ژبه ده . درې جنسه لري یاني (مذکر؛ مؤنث ؛ مُخنث » دغسي هم چینایي ژبه تر پښتوستونزمنه ده . داسي چي فکر کیږي دپښتو ژبه ستونزمنه نه ده . «نیولوجستان» ئې ستونونزمنه کوي . یوه سمه دپښتوګړه راواخلي په بدل ځای کي ئې په کار واچوي . دغه کار ژبي ته په تیرو شلوکلو کي تر «سود» زیان ډېر کړی .
هو هرشی به په پردو جوړسي خومورنې ژبه خپل خلک جوړه وي،چي اتفاق ولري .
دحمزه بابا شعر دي لکه چي هېر سوی! وایي: اغیار ،چي ددوږخ ژبه ده . زه به جنت ته دپښتو سره ځم
پښتو دټولوپښتنو که لر دي اوکه بر دي ژبه ده؛ دویلو،دنیوکو او دمعیارولو حق ئې لري . کېدای سي،چي پښتو پښتو ووایي او په ویبپاڼو کي پوښتني وکي اولیکني وکي اوخپل حق ئې وبولي په دې کي مه شکمن کيږۍ . له دې نه داسي ښکاري که چاڅه لیکلای سوای یوازي دي هغه شی لیکي اوهغه دي پښتو پښتو وایي دانور دي ورته ګوري . په دې موباید سرخلاس وي،چي هرپښتون که عام دی که خاص داحق لري (حتی زه هم)،چي دپښتو دښه والي لپاره خپل نظر څرګندکړي . دهرچا خپل نظردی،کې وایي او کې څرنګندونه کوي . که چيري یوه لیکل سوې املا ديوه ژبپوه له پښویې سره سمون نه لاره،خو دا به په هیرانتیا سره ووایم،چي زموږ دژبپو هانو ګرامرونه داسي ډېر دي، چي داملا له کوم ګرامرسره باید سمون ولري؟ په هیڅ هېوادکي دژبپوهانوئې شخصي ګرامرونه نسته؛خویوازي زموږ پښتوژبپوهان ځان له ګرامرونه لري . غوښتل مي، چي ډېرڅه ولیکم خوپر دغه ځای بسنه کوم .