د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

سوله او د کورنیو ښکېلو اړخونو حساس موقعیت

عبدالغني (هاشمي) 23.02.2015 11:51

همداسې چې په افغانستان کې جګړه لسګونه کلونه غزېدلې، ورسره جوخت د سولې هڅې او فعالیتونه هم له لسګونه کلونو راهیسې روانې دي، خو د ملي وحدت دولت له خوا په دې وروستیو کې د بېلابېلو ځانګړو کورنیو، سیمه ییزو او بهرنیو طرحو، پلانونو، پروګرامونو او عملي ګامونو له لارې په دې اړه هڅې تر پخوا ډېرې چټکې او پراخې شوې دي. که څه هم په سیاسي او امنیتي برخو کې د ملي وحدت دولت په لومړیو ورځو کې د بېلابېلو ډلو او اشخاصو له خوا تر سختو نیوکو لاندې راغلی وو او دا لړۍ لا هم دوام لري، خو د سولې په برخه کې وروستیو هڅو او پرمختګونو ددې نیوکو او منفي انګېرنو بهیر سست کړی او خلک یې سولې ته هیله من کړي دي.
که څه هم تر اوسه د دې مسئلې جزئیات په روښانه توګه نه دي راڅرګند شوي، خو د ځيو رسنیو د رپوټونو له مخې د چین په منځګړتوب وسله والو طالبانو هم د سولې خبرو ته خوشبینې او چمتوالی ښودلی او په دې وروستیو کې د وسله والو طالبانو د قطر دفتر مسوولینو هم په افغانستان کې د سولې خبرو اترو په بهیر کې د ګډون اعلان کړی، خو دا چې دا دریځونه، هڅې او خوځښتونه لا په عملي او روښانه توګه ډګر ته نه دي راوتلي او په ډېر تیت او کمرنګه حالت کې روان دي، نو په اړه یې په زغرده توګه قضاوت او تحلیل هم نه شي کېدای، خو هغه څه چې د سولې په برخه کې د دغو کورنیو او بهرنیو هڅو او پرمختګونو په اړه د هیلو زېری ورکوي، هغه دا چې د وسله والو طالبانو په ګډون ټول کورني او بهرني ښکېل اړخونه دغو هڅو او او خوځښتونو ته خوشبینه دي او هیڅ یوه، په ځانګړي ډول وسله والو طالبانو د تېر په څېر منفي او مخالف دریځ نه دی خپل کړی او د سولې لپاره یې کوم ناشونی شرط يا شرطونه نه دي ایښي، چې دا پخپله ددې څرګندويي کوي، چې اوس ټول (کورني او بهرني) اړخونه په رښتینې توګه په افغانستان کې د سولې راتګ او ټینګښت ته ژمن دي.
زما په اند په افغانستان کې د سولې او جنګ مسئله هیڅکله په بشپړه توګه په یو ځانګړي لوري پورې تړاو نه درلود او نه یې لري، بلکې په دې برخه کې هم کورني، هم سیمه ییز او هم بهرني اړخونه او لاملونه شامل دي، ځکه نو په افغانستان کې د سولې مسئله هم باید په ځانګړي ډول په یوه لوري یا اړخ پورې ونه تړل شي. خو ترڅنګ یې مهم اصل دادی، چې په دې بهیر او ښکېلو اړخونو کې باید د لومړیتوب او تر نورو اړخونو د ډېر اعېزمنتوب مسئله له پامه ونه غورځول شي.
زما په اند هغه لوري او اړخونه چې د سولې په ټینګښت کې د پام وړ او بنسټیزه ونډه ترسره کولای شي، هغه په جګړه کې کورني ښکېل اړخونه دي، ځکه همدا کورني اړخونه دي، چې بهرنیو لاملونو، مداخلو او هدفي لاسوهنو ته هم لاره هواروي، نو که کورني ښکېل اړخونه سره تفاهم ته ورسېږي، بې له شکه بهرني اړخونه او لاملونه هم تر خپل اغېز لاندې راولي.
له بل لوري که کورني اړخونه سره تفاهم ته ونه رسېږي، نو همدا ځواکونه او اړخونه (دولت او د هغه وسله وال مخالفین) به د سیمه ییزو او بهرنیو ښکېلو لوریو له خوا په افغانستان کې د جګړې د دوام او په افغانستان او سیمه کې د بهرنیو اړخونو د بېلابېلو اهدافو د پلي کېدو وسایل شي او په دې توګه به جګړه لا پسې وغزېږي او تر هغه مهاله به دوام ومومي، چې بهرنی لوری او لوري خپلو اهدافو ته ورسېږي، چې دا به ډېر اوږد وخت ونیسي او پایلې به یې هم د افغانستان او سیمې لپاره ښې نه وي. ځکه نو غواړو د کورنیو ښکېلو لوریو د همدغه بنسټیز رول له مخې، د سولې په راوستو کې د هغوی پر ونډې او مسوولیتونو لږ څه تم شو او دا چې په کورني اړخ کې ملی وحدت دولت او وسله وال طالبان شامل دي، نو د سولې په راوستلو او ټینګښت کې باید دا دواړه لوري تر نورو ډېره خپله ونډه او مسوولیت ترسره کړي.
لومړی؛ ملي وحدت دولت: مخکې مو وویل، چې ملي وحدت دولت په دې وروستیو کې د سولې هڅې ډېرې ګړندۍ او پراخې کړې دي. زما په اند شرایطو ته په پام دغه هڅې باید د وروستي امکان تر بریده لا پسې چټکې او پراخې شي.
له بل لوري تراوسه د دولت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې خبرې اترې په عملي توګه نه دي پیل شوي، خو له چټکو پرمختګونو او دواړو لوریو له چمتوالي او همدا راز د چین او ځينو نورو هېوادونو له رښتینو هڅو او منځګړتوبونو داسې ښکاري، چې دا خبرې اترې به ډېر ژر پیل شي او طبیعي ده، چې له عملي خبرو اترو څخه مخکې او د هغې په لړ کې به د دې بهیر پروړاندې ځنیې بې باورۍ، شکونه، ستونزې، ننګونې، آن لاسوهنې او خنډونه رامنځته شي، ځکه نو دا د ملي وحدت دولت بنسټیزه دنده ده، چې دغو حساسیتونو ته بشپړ ځير اوسي او د خبرو اترو بهیر داسې عیار او چمتو کړي، چې وسله وال طالبان په ډاډ او باور په دغو خبرو کې ګډون وکړي.
د سولې خبرې اترې باید د قومي، مذهبي، ژبنیو او نورو مسایلو تر سیوري لاندې رانه وستل شي، بلکې د سیاسې ښکېلتیا پر بنسټ باید ترسره شي. ملي وحدت دولت باید د وسله والو طالبانو په ګډون ټولو ښکېلو سیاسي ډلو ته ارزښت ورکړي او ټولو اړخونو ته په خبرو اترو کې د ګډون زمینه برابره کړي او داسې فضا رامنځته کړي، چې ټولې ښکېلې ډلې په دې برخه کې په رښتینې توګه هڅه او هاند وکړي.
وسله وال طالبان: که څه هم له وروستیو سوله ییزو هڅو او پرمختګونو او په دې اړه د پخوا په پرتله د وسله والو طالبانو له نرم دریځ او چمتوالي څخه په روښانه توګه څرګندېږي، چې وسله وال طالبان داځل د سولې خبرو اترو ته لېوالتیا لري او شاید په رښتیني ډول غواړي په افغانستان کې جګړې او ورور وژنې ته د پای ټکی کېږدي، خو بیا هم موږ له وسله والو طالبانو څخه داهیله لرو، چې دوروستیو څو لسیزو جګړو له اورني بهیر څخه په تجربې اخستنې دې حقیقت ته رسېدلي وي، چې د افغانستان څو کلن سیاسي او امنیتي کړکېچ د جګړې له لارې نه هوارېږي، نو بیا خو بله لار همدا د خبرو اترو او سیاسي تفاهم لاره ده او بس.
اوس نو که دواړه لوري په رښتینې توګه دې نتیجې ته رسېدلي وي، نو په بشپړ باور سره ویلای شو، چې په هېواد کې دسولې بهیر له کوم شک پرته مثبتې پایلې او بریا ته رسېږي، ځکه په دې توګه سوله یو رښتینی بنسټیز هدف ګرځي، نه اوزاري وسیله، چې له بده مرغه په وروستیو لسیزو کې کورنیو او بهرنیو اړخونو له دغه سپېڅلي ارزښت څخه تر ډېره بریده د اوزاري وسیلې په توګه کار اخستی، نه د یوه رښتینې ارزښت او داعیې په توګه.
زه د یوه افغان په توګه چې ددې وطن په ویجاړېدو او سوزېدو سوزېږم او د خپلو هېوادوالو په درد او کړاو دردېږم، پر ملي وحدت دولت او وسله والو طالبانو غږ کوم، چې افغانستان د خپل تاریخ په ډېرو حساسو شېبو کې قرار لري، د افغانستان ژغورنه او بربادي دواړه ستاسې په لاس کې دي، اوسمهال چې له هر وخت څخه ډېره سولې ته لار هواره شوې او ورته پراخ امکانات او زمینه برابره شوې ده، دواړه لوري باید په بشپړ رښتینوالي او انعطاف له دې طلايي چانس، فرصت او زمینې څخه اعظمي ګټه پورته کړي. زه په دې بارو یم، چې که داځل په جګړه کې ښکېلې ډلې له دغه فرصت څخه پر ګټې پورته کوونې سولې ته ونه رسېږي، نو د تېرو تجربو له مخې به جګړه بیا هم کلونه کلونه دوام ومومي، هېواد او هېوادوال به له سختو کړاوونو او تباهیو سره مخ شي، داسې زمینه به بیا ژر لاس ته رانشي، ښکېل لوري به د پښېمانۍ لاسونه مروړي او ارمان به وکړي، خو وخت به ترې تېر وي.
موږ ټول افغانان یو وجود او یو تن او دیوه واحد هېواد لرونکي یو، موږ ډېر دیني، فرهنګي او نور بې شمېره سپېڅلي ګډ ارزښتونه او مشترکات لرو، چې دا کوچني اختلافات یې پروړاندې د زرې په اندازه ارزښت او اهمیت هم نه لري، راځئ دغو بې شمېرو ګډو مقدساتو او ارزښتونو ته په درنښت او ورنه پر ګټې اخستنې خپل کوچني او بې ارزښته اختلافات یو لوري ته پرېږدو، له روانو فرصتونو او زمینو څخه او په هېواد کې د رښتینې او تلپاتې سولې د رامنځته کېدو لپاره له هیڅ راز هڅې او هاند څخه ډډه ونه کړو.
زه په زغرده وایم، چې که د هېواد په دې حساسو شېبو کې موږ ټول په خپلو ځانونو کې د انعطاف، همپالنې، زغم، منطقي تدبیر او تدبر او خپلو ګډو ارزښتنو څخه د ګټې اخستنې وړتیا پیدا نه کړو، نو د سولې راوستل خو ستره ملي مسئله ده، بلکې موږ به د خپل هېواد د ډېرو کوچنیو مسائلو او ستونزو د هواري وړتیا، پوهه او ځواک هم ونه لرو او تل به پردیو د شومو اهدافو او ناوړه پلانونو ښکار یو. ښه به وي له دې فرصته پر ګټې اخستنې د سولې پر راوستلو هېواد له راتلونکو تباه کوونکو بحرانونو او ناورینونو وژغورو او ورته د سولې، پرمختګ، پراختیا، ښېرازۍ، غوړېدا او نېکمرغۍ پر لور ډاډمن یون ته لار پرانیزو.