د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

سخته ژبه

نجیب منلی 21.02.2015 12:31

کله به چې شاګردانو را ته وویل «پښتو سخته ده» نو ما به ځواب ورکاوه چې تا فرانسوي (یا انګلیسي یا فارسي یا پولنډي...) په دوه کلنۍ زده کړې ده او ما پښتو په دوه کلنۍ زده کړې ده نو دا د سختوالي خبره په کې له کومه شوه؟

اوس چې ګورم چې هر څوک په فېسبوک کې پښتو! پښتو! چغې وهي، هر یو ادعا لري چې په پښتو خبرې کول، لیکل او لوستل یې خپل حق دی او د مرګ تر دمه به ترې دفاع کوي، هر څوک د هرې خبرې سره درې کرته نور متعصب بولي خو په خپله یې نه د پښتو املا سمه وي او نه یې انشاء، نو پوښتنه را ته پیدا شي چې لکه وطن چې په نورو ابادوو، همداسې به خپله مورنۍ ژبه هم په نورو جوړول غواړو او که څنګه؟

داسې خو به نه وي چې د پښتو ملي ژبې زده کول دې د افغانستان د نورو ژبو ویونکو باندې فرض وي خو پښتو ژبي دې تر معاف وي؟

راځئ چې د مورنۍ ژبې د نړۍوالې ورځې په مناسبت دغه ساده سوال ته ځواب ولټوو؟ لومړی باید څوک پښتو زده کړي؟ پښتانه او که دا نور؟

 

پلمې خو شکر دی ډېرې دي. معیار نه منو، لیکدود مو پېچلی دی، د پرنګیانو دې خونه ړنګه شي قاموسونه را ته نه جوړوي، عربي لیک د پښتو دښمن دي (که په دنیا کې تر سلو زیاتې ژبې په همدې لیک لیکل کېږي نو هغه خو د وروسته پاتې، احمقو ولسونو ژبې دې، پښتانه خو شکر دی هوښیار دي، لاتیني لیک یې لیکلی دی او هر څوک پوهېږي چې د انګلیسي Caugh څنګه تلفظ کړي، ځکه چې لاتیني توري اسانه پېژندل کېږي!)

 

د مورنۍ ژبې ورځ ده. موږ باید تعلیم په مورنۍ ژبه وکړو. منم یې. ړوند دې شم که به یې نه منم. خو که په چم ګاونډ کې دې تعلیم په بله ژبه و نو ته خو په دې نه کافر کېږې چې خپله مورنۍ ژبه هم ورسره زده کړې؟ دا پلمه څومره معقوله ده چې زه خو کتابونه په پښتو نه لیکم ځکه چې تعلیم مې په فارسي، اردو، انګرېزي کړی دی! انصاف دې روزي شه، خوشال او پیر روښان په کومه دولتي لېسه کې پښتو لیکل زده کړي وو؟ علي شېر نوایي په کوم پوهنتون کې اوزبيکي لوستې وه؟ شکسپیر ته په کومه کلیسا کې چا انګرېزي ورزده کړې وه؟ دانتې الیګیري ایټالوي په کوم انستیتوت کې له کوم مسلکي استاد سره لوستې وه؟

 

د مورنۍ ژبې ورځ ده، باید چې تلویزیونونه مو په پښتو خپرونې ولري. هغه چې د پښتو په نامه جوړ شوي، تر کومه دغه ژبه سمه کاروي؟ که هغه هم باید طلوع او سعد محسني را ته معیاري کړي؟

 

د مورنۍ ژبې ورځ ده. خلک د ایرانۍ، کابلۍ او تاجیکۍ فارسي د یو والي خبرې کوي خو زما  لویو لویو استادانو  د انټرنېټ پاڼې د ننګراري، پېښوري، کنداري استعمار په غندلو ډکې کړې دي او که څوک ورته د پلاني ټکي د معمولې املا د سم والي «منطقي دلیل» و نه وایي نو ولاکه یې د چا پلار پرې ومني!

 

د مورنۍ ژبې نړۍواله ورځ ده. د افغانستان د پوهنې وزارت به ښکنځو ځکه چې کتابونه غلط لیکي، د علومو اکاډیمي به په کاڼو ولو ځکه چې کار نه کوي، خو که کوم خدای شرمولی استاد پیدا شو او د دوزخ په ژبه یې طبي کتاب ولیکه نو بیا به ترې ګیلې کوو «استاد کاشکې چې په پارسي دې لیکلی وای، پښتو سخته ده!»

 

د مورنۍ ژبې نړۍواله ورځ ده. راځۍ چې همدا نن سره پرېکړه وکړو چې پښتو ډېره سخته ژبه ده، پښتانه ډېر زیږه خلک دي، پښتون شډل قوم دی، پښتو به په ډېر درناوي خښه کړو. یوازې لنډۍ به په پښتو وایو  ځکه چې په بله ژبه کې نه شته او بیا شفاهي ادب دی لیکل نه غواړي.

 

راځئ چې د مورنۍ ژبې د نړۍوالې ورځې په ویاړ له خپلې مورنۍ ژبې سره په درناوي خدای پاماني وکړو او لکه نن چې د باختري ژبې پر اهمیت سیمینارونه جوړوو، زر کاله وروسته به بیا د پښتو څېړنو له پاره د لرغون پېژندنې په انستیتونو کې یوه ښه غوښنه څانګه جوړه کړو. ایله په زر کاله کې موږ دا وس پیدا کړو چې د دغو څېړنو له پاره دوه درې تنه څانګوال ژبپوهان وروزو.

 

د مورنۍ ژبې نړۍ واله ورځ ده. راځئ چې د پښتو فاتحه واخلو.