د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ناشولته اختراعات

نجیب منلی 19.02.2015 11:05

زه د مشکڼو بنجاره یم. د لارې پر سر مې څادر غوړولی. هغه څه چې زما په بوخڅه کې دي د زرګر په دوکان کې ځای نه لري. زما غاړکۍ د ښيښو او پلاستیکو له مریو جوړې دي، بنګړي مې د رنګ شوي ټیم دي، غوږوالۍ مې د زېړرنګه بې ارزښته فلز دي، د دروغو غمي په کې لګېدلي دي. هر څه مې همداسې دي.
دلته د دروغو سودا نه شته. څوک چې زما غوړېدلي څادر ته تم کېږي، ښه خبر دي چې دلته څه پراته دي خو ما ته داسې ښکاري چې هر څه چې له دې ځایه یې اخلي، په خوشالۍ یې اخلي. یا به وس نه لري چې د زرګر دوکان ته ورشی او یا به یې د یوې شېبې د سینګار تنده په همدغو مریو او ټیمبانکیو ماتېږي.
هغه څه چې ما په خپله بوخڅه کې، د نړۍ له بېلابېلو برخو څخه راټول کړي، او یوه برخه یې دغلته، پر دغه څادر پرته ده، په شاوخوا بازار کې یا نه شته، یا په اسانه د چا لاس ته نه ورځي. هغه څوک چې تر ما ښه سودا راوړي، ظاهراً دې کوڅو ته نه راځي. یا به ځان ورته ښه نه ښکاري چې خپل ارزښتناکه توکي دلته د لارې پر سر وغوړوي.
کور یې ودان، شاوخوا خلک راځي، زما په خاورو خړ څادر ته تم کېږي، دلته پراته توکي په ګوتو کې اړوي را اړوي. کله نا کله یو نیم شی له ځان سره هم وړي او د تلو پر مهال ما هم د مینې په یوه موسکا نازوي.
هلته نېږدې، د بازار په دوکانونو کې دې ته ورته مالونه پراته دي. ارزښت به یې ضرور زما تر سودا ډېر وي، ځکه چې بیې یې پرې لوړې ایښې دي.
دغه د بنجاره ګانو بازار، زموږ په هېواد کې د فکري توليداتو، او په فکري تولیداتو کې د بشري علومو، بازار دی.
انسانان حقایقو ته د رسېدو دوه لارې لري چې کله یې بېلې بېلې او کله یې هم مهاله وهي. یوه لار د تجربې او مشاهدې لار ده او بله یې د تیوریک لټون لار ده.
تجربه او مشاهده یوازې هغه حقایق را په ګوته کوي چې دلته شته او تر دې د مخه ورته یا چا پام نه و کړي یا یې له بلې زاویې لیدلي وو. تیوري بیا هڅه کوي چې د پېژندل شویو واقعیتونو او د هغوی تر منځ د شته اړیکو له لارې ځان ناپېژندل شویو واقعیتونو ته ورسوي.
د طبیعي ښکارندو پېژندل هم د تجربې او مشاهدې له لارې نسبتاً بې جنجاله دي او هم یې تیوریک اړخ دومره اغزن نه دی. دا ښکارندې د کتونکي، څېړونکي، د پلټونکي له شخصیت څخه بېل عیني وجود لري او تر منځه یې اړیکي تر ډېره ثابت دي، د کتنې او مشاهدې تابع نه دي. که د مشاهدې شرایط مو کله کله ناسمو لوریو ته بیایي خو دویمه او دریمه مشاهده کولای شي چې شوې اشتباه ته مو پام کړي. د ارسطو نظریو څو پېړۍ د پوهانو اندېښنو ته د قناعت وړ ځواب ورکړ خو کله چې د مشاهدې شرایط بدل شول، انسانانو له خپل مستقیم چاپېریال وراخوا نور څه ولیدل نو نوې نظریې راغلې، په هغو مواردو کې چې زړو نظریو خپل باور له لاسه ورکړی و، د هغوی ځای یې ونیو. د نیوټن نظریې ډېر کلونه د مادي کتلو تر منځ روابط روښانه کړل خو یو وخت د کوانتوم نظریې ته اړتیا پیدا شوه، بیا د نسبیت وار شو او ورپسې نورې ګڼې تیورۍ را منځ ته شوې. هغه ښکارندې چې د دغو نظریو د تطبیق ساحه یې جوړوله، کاملاً، د څېړونکو د «نړۍ لید» تابع نه وې، د ښکارندو اندازه کول مکن وو، یوه تجربه بیا بیا تکرارېدای شوه او د شتو نظریو په مرسته د نوو تجربو پایلې مخکې له مخکې سنجول کېدای شوې نو پوهانو ته پر دغو نظریو راټولېدل هم اسانه وو.
په بشري علومو کې بیا وضعیت یو څه بدل دی. دلته انسان هڅه کوي هغه واقعیتونه رابرسېره کړي چې دی په خپله په کې دخیل دی. دلته تجربې ډېرې لږې او په ګرانه تکرارېدای شي، او د موجودو واقعیتونو پر بنسټ د راپیداکېدونکو ښکارندو د حدودو او څرنګوالي وړاندوینه اسانه نه ده. په دې ډګر کې هر څېړونکی، یا کم له کمه د ورته نظر خاوندان څېړونکي، د خپلو عقایدو، فرضیو، تجربو، فرهنګي مخینې او قضاوتونو پر بنسټ یو واقعیت په بل، بل ډول ویني او نورو ته یې ښیي. له همدې امله په بشري علومو کې د یوې ښکارندې د پېژندلو له پاره هم په یوه وخت کې ګڼې نظریې مطرح کېږي چې هره یوه یې هغه نورې نفی کوي او هم د وخت په تېرېدو، د نوو پوښتنو د ځوابولو له پاره نوې نظریې جوړېږي. دا نظریې په یوه خاصه زماني مقطع کې، په یوه خاصه جغرافیایي ساحه کې، په یو خاص فرهنګي چاپېریال کې د پوهانو د یو خاص ټولي تولید وي چې نه په خپل وخت کې ټولمنلی، نړۍوال ارزښت لري او نه د وخت په تېرېدلو په یو شان بدلون مومي.
د طبیعي علومو په ډګر کې هم کله کله یوه تیوري نورې ټولې تیورۍ نفی کوي خو عیني واقعیتونه همېشه د مطلقیت مخه نیسي. په بشري علومو کې چې کله د یوې تیورۍ پلویان خپل نظر تر نورو ټولو نظرونو غوره وبولي او بیا دا وس هم پیدا کړي چې دغه نظر پر نورو تحمیل کړي نو تاریخي فاجعې زېږوي. همداراز، کله چې یوه نظریه په یوې خاصې جغرافیې کې د خاصو فرهنګي او تاریخي شرایطو په رڼا کې ایجاد شي، په یوه بله جغرافیه او بل وخت کې یې تطبیقول څېړونکی هرومرو په داسې لارو بیایي چې د خپلې ټولنې فکري بهیر شنډولای شي. تر دې بتره یې لا دا چې په پور اخیستل شوې تیوري د خپل ایجاد په جغرافیه کې څو څو ځله بدلون ومومي خو پور اخیستونکي څېړونکي یې یوازې څو محدودې تکاملي مرحلې په نظر کې ونیسي.
د بېلګې په توګه به دوو اوروپایي مفاهیمو ته لږ له نېږدې ځیر شو:
    •    په افغانستان کې ځینې فرهنګي کړۍ د ادبیاتو، فرهنګ، هنر، فلسفې او حتی تاریخ د څېړلو له پاره د «پست مدرن» یا «پسا مودرن» مفاهیم سره اړوي را اړوي خو هېڅکله د دغو مفاهیمو پر ریښتینې محتوا نه تم کېږي. د «مودرن» اصطلاح په غربي ادبیاتو کې په شپاړسمه میلادي پېړۍ کې د «نوي عصر» د انسانانو له پاره و کارول شوه چې د «زاړه عصر» له انسانانو یې بېل کړي. په شپاړسمه پېړۍ کې د نوي عصر انسان هغه څوک و چې د یونان او روم د عتیقو افکارو منلو ته یې نوره غاړه نه ایښوده. له شپاړسمې پېړۍ بیا تر ننه، په غربي نړۍ کې هغه څه چې د حاضرې زمانې له شرایطو سره برابر وي «مودرن» بلل کېږي. په ۱۸۷۰ میلادي کې انګرېز انځورګر جان وټکینس چاپمن د فرانسې د «امپرسیونیزم» له هنري مکتب څخه د بېلېدلو په نیت خپل هنر «پست مدرن» یانې له مدرن څخه وروسته یا په بل عبارت د راتلونکي وخت هنر ونوماوه. په تېره یوه نیمه پېړۍ کې، په غربي نړۍ کې، هم د «مودرن» مفهوم او هم د «پوست مودرن» مفهوم څو ځله پوټکی اړولی دی خو ختیځ وال څېړونکي، پرته له دې چې په خپله ټولنه کې «مودرن» تعریف کړي د «پسامودرن» خبرې کوي. دا چې دغه مفهوم د یویشتمې پېړۍ د دویمې لسیزې په افغانستان کې کوم واقعیت بیانوي، څوک پسې نه ګرزي.
    •    د ژبپوهنې په ډګر کې چې له پېړیو راهیسې ژبه د مستقلو واحدونو (لغاتو او ګرامري شکلونو) یوه مجموعه بلل کېدله. د شلمې پېړۍ په پیل کې، سویسي ژبپوه، فردیناند دو سوسور دې نتیجې ته ورسېد چې ژبه تر ډېره پر تفاوتونو نه ده ولاړه بلکې د بېلابېلو عناصرو تر منځ پر اړیکو او تقابل ولاړ جوړښتونه لري. په ۱۹۱۶ میلادي کال کې د «ستروکتورالیزم» اصطلاح جوړه شوه چې د ژبې دغه خاصیت په کې ښه انعکاس ومومي. د جوړښتونو، اړیکو او تقابل دغه نوې نظریه ډېر ژر نورو بشري علومو ته هم وروغځېده او د شلمې پېړۍ د لومړۍ نیمایي په علمي پرمختګ کې خورا اغیزمنه وه. پر ستروکتورالیزم ستر اعتراض دا و چې خپل ټاکلي بنسټونو ته یې د «دوګم» (نه ماتېدونکي اصل) بڼه ورکړې وه. په ۱۹۶۰ او ۱۹۷۰ لسیزو کې د جوړښتونو له تیوري څخه د بېلېدلو هڅو ته امریکایي پوهانو د «پوست ستروکتورالیزم» اصطلاح جوړه کړه. په ۱۹۷۰ او ۱۹۸۰ لسیزو کې د کمپیوټر له عامېدلو او مصنوعي ژبو د رامنځ ته کېدلو په بهیر کې ګڼ نور فکري مکتبونه رامنځ ته شول (سیستمیک Systemic، تولیدي ژبپوهنه Generative Linguistics، د ټولو ژبو ګرامر Universal Grammer، د بیان ژبپوهنه Enunciation Linguistics، ادراکي ژبپوهنه  Cognitive Linguistics یې یوازې څو بېلګې دي). که موږ د وروستۍ نیمې پېړۍ پر فکري تولیداتو سترګې پټوو او د یویشتمې پېړۍ په دویمه لسیزه کې لا بیا هم ستروکتورالیزم او حتی پوست ستروکتورالیزم ته د نجات د کيښتۍ په سترګه ګورو نو د علمي پرمختګ ډېرې لارې به مو پر خپل مخ بندې کړې وي.
د دې دووبېلګو له یادولو څخه مې موخه دا وه چې که موږ غواړو چې د خپل وخت، د خپلې ژبې او د خپل ولس واقعیتونه و څېړو نو ګرانه به وي چې ټول سم ځوابونه په ناخپلو شویو غربي نظریاتو کې پیدا کړو.
افغان څېړونکی چې په بشري علومو او خصوصاً پر ژبو او ادبیاتو باندې کار کوي، اړ دی چې د امکان تر حده د بهرنیو پوهانو له ډېرو تازه نظریو هم خبر و اوسي (یوازې غربي پوهان نه یادوم، اوس په منځني ختیځ، لاتینې امریکا، ختیزې او سوېلي اسیا کې هم د پام وړ څېړنې کېږي چې په کمه ورته نه شي کتل کېدای) او په خپله هم د خپلو ژبو، تاریخ، فرهنګ، سیاست، اقتصاد او نورو په اړه نوي تیوریک مبحثونه پرانیزي.
زما یو ډېر دروند استاد، په دې برخه کې زما هڅې «ناشولته اختراعات» بولي. زه یې نظر ته درناوی لرم او د «ناشولته اختراعاتو» پړه هم منم. زه هڅه کوم چې افغان ځوانانو ته په ساده ژبه، یو شمېر هغه مفاهیم ورسوم چې زه ورسره په خپل ژوند کې مخ شوی یم خو تراوسه یې په اړه د افغانستان په پوهنتوني کړیو کې دومره څه نه دي لیکل شوي چې هر څوک ورته لاسرسی ولري.
زما د لیکلو ژبه، هغه وسایل چې زه یې د خپلو خبرو د خپرولو له پاره کاروم (راډیو، تلویزیون، انټرنېټ، عمومي چاپي رسنۍ) او زما ډېر محدود اکاډیمیک مالومات ماته دا اجازه نه راکوي چې زه خپلې لیکنې علمي وبولم او همدا علت دی چې د افغانستان د علمي موسسو د خپرونو د مسوولینو له ګڼو غوښتنو سره سره، زه هغو خپرونو ته د امکان تر حده له لیکلو ډډه کوم.
په علومو کې یوه برخه د تعمیم یا Popularization په نامه هم شته. د تعمیم غوښتنه دا ده چې سړی دې هم د مسلکي څېړونکو په خبره پوه شي او هم دې دا وړتیا ولري چې پېچلي مفاهیم په ساده ژبه بیان کړي. د دې له پاره چې په افغانستان کې علمي څېړنې لازمه وده وکړي نو له یوې خوا دې ته اړتیا ده چې زموږ اکاډیمیکې موسسې نوي فکري تولیدات ولري او بلې خوا دا هم په کار ده چې ګڼ خلک له نوو مفاهیمو سره اشنا شي.
له هغو استادانو او پوهانو چې «ناشولته اختراعات» ورته د منلو نه دي، په ډېر درناوي هيله کوم چې دومره علمي اثار ټولنې ته وړاندې کړي چې ټولنه په خپله د علمي نظریاتو او ناشولته اختراعاتو د تفکیک وړتیا پیدا کړي.
تر هغو چې داسې علمي پانګه جوړېږي، زه په ريښتني باور سره وایم چې لا هم د مشکڼو بنجاره په دې هېواد کې ځای لري.