د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

آریوب

عطا محمد میاخېل 17.02.2015 10:15

آریوب د لرغونو آریایانو د اوسیدو تاریخي سیمه ده چې د (آریوب) کلمه د آریایانو سره ګډه ریښه لري ځکه چې د دې سیمې په اوسیدونکو کې اوس هم داسې بیلګې شته چې د لرغونو آریایانو نښې پکې شتون لري .
آریوب د پکتیا ولایت یوه ښکلې شنه او حاصل ورکوونکې سیمه ده چې د ځاځیو د سپین غره د مټو نګۍ او منډئیر له ګڼو اوشنو ځنګلونو څخه پیل کیږي او د ډیورنډ د کرښې په امتداد تر (ډنډې او پټان ) ولسوالۍ پورې چې د دره درنګ علاقه دارۍ هم په بر کې نیسي اوږدیږي ، په دغه شنه او سمسوره سیمه کې شولې ، جوار ، غنم ، اوربشې ، مۍ ، کورخې ، مشنګ ، شاخل او نورې غلې کیږي په اوړي کې د هند د بحر بخارونه د سپین غره او مټونګۍ په لوړه سطحه کې سره راټول او یخ کیږي او د وسی ( پشکال ) په موسم کې د بارانونو په شکل اوریږي له دې کبله د آریوب ټوله سیمه په ونو ډکه ده او ګڼ ځنګلونه لري .
د آریوب هوا چې غرونه او راغونه یې شنه دي او د دې سیمې ونې ، ځنګلونه او شنه فصلونه د هوا په پاکولو او تصفیه کې ډیره ونډه لري ، هوا یې په اوړي کې عموما معتدله او نرمه وي په ژمي کې د آریوب په ځینو محدودو سیمو کې داسې واوره کیږي چې بیا ژر اوبه شي ، په نوره ټوله سیمه کې واوره ډیره اوري اوبه یې پاکې او یخې دي .
د آریوب رودونه  په خپله ټوله ساحه کې په پاکو ، سپینو ، سرو او تورو شګوکې بهیږي له رودو نو پرته په اکثرو کلیو کې پاکې او یخې چینې موجودې دي نو ځکه اکثره خلک د رود اوبه د څښلو له پاره نه کاروي .
د آریوب د سر ګل ( سره ګل ) سپین تنګی ، ګل غونډۍ للیدار (لولۍ دار ) او د لکړۍ د کوتل د بیخ د چینو او د کټه سنګ د شیخ مران د چینې اوبه ډیرې مشهورې دي .
څرنګه چې تر اوسه پورې په آریوب کې علمي او جیولوجیکي څیړنې او لټونې نه دي شوي نو ځکه د دې سیمې معدني اوضاع معلومه شوې نه ده او کانونه پکې څرګند شوي نه دي ، خو د ځینو جیولوجستانو د ظاهري مشاهدې له مخې ویل کیږي چې د وطن د نورو سیمو په شان دلته هم کانونه موجود دي .
د آریوب ښځې هم د دې سیمې د جغرافیایي ځانګړتیا له مخې د نارینه وو په شان غښتلې ، زیار کښه او دیندارې دي ، له خپلو نارینه ووسره مټ په مټ کار کوي .
څرنګه چې د آریوب خلک اکثره په خپلو کې بدۍ لري نو په ځینو سیمو او ځینو وختونو کې ښځې تر نارینه وو زیات کار کوي ، د آریوب خلک د پوهنې له نعمت څخه ډیر لرې پاتې دي دا ځکه چې دوی د لوړو غرونو تر شا په ژورو درو کې اوسیږي ، د دوی له پاره دا زمینه کمه وه چې د کابل او نورو مرکزونو سره تګ ولري .
عصري ښوونځي ، دیني مدرسې هم پکې نه وې ، ماشومانو به په جوماتونو کې هغه هم له عادي او ساده ملایانو درس وایه خو په دې وروستیو کلونو کې چې دوی هیوادونو او ښارونو ته تګ او راتګ پیدا کړ نو خپلې روزنې ته یې خپل پام واړاوه اوس په آریوب کې په مجموعي توګه څلور لیسې ، درې منځني ښوونځي او دولس لومړني ښوونځي فعال دي چې له دې ډلې څخه شپږ لومړني ښوونځي په نجونو پورې اړه لري .
په آریوب کې تر اوسه لوی صنعت شتون نه لري خو خلک یې په ځینو کوچنیو صنایعو مصروف دي .
د آریوب ښځې د میږو له وړیو څخه تارونه غړي چې هغه سنۍ بولي له دغو سنیو څخه د نارینه وو د اغوستلو له پاره کوټونه چې شړۍ ورته وایي او پطلونونه چې د
(راګ) په نامه یادیږي جوړوي همدارنګه له سنیو څخه ځانونو ته کمپلې ، د لمانځه له پاره جای نمازونه (مصلې ) او د ډوډۍ خوړولو له پاره دستر خوانونه جوړوي .
د آریوب حیوانات غوایان ، اوښان ، وزې ، میږې اوپه  ډنډه پټان کې میښې هم روزل کیږي ، خره کچر ، آسان او اوښان د بار وړلو له پاره روزل کیږي ، خو اوس د دغو حیواناتو ځای موټرو نیولی دی ، د نورو حیواناتو په نسبت چې د دغو حیواناتو له وړیو ، پوستکي ، کولمو ، او شیدو ، مستو ، کوچو ، قیماق (رش ) ، غوړیو ، کرتو او خرپین یا رخپین او غوښو څخه یې د خوراک له پاره او له نورویې د خرڅلاو له پاره ګټه اخلي .
د آریوب وحشي حیوانات :  د آریوب غرني حیوانات غرڅه او سوی دي چې خلک یې ښکار کوي ، نور وحشي حیوانات یې لیوان ، ګیدړې او پړانګان دي ، ګیدړې شغالان او بیزوګان د منډئیر او د آریوب په نورو ګڼو او ګورو ځنګلونو کې ډیر زیات ول ، خو اوس د تیر وخت د شل کلنو بمباریو او د ځنګلونو د پریکولو له امله کم شوي دي .
د آریوب کورني مرغان چرګان او تر یوې اندازې هیلۍ او کوترې دي .
د آریوب ښځې له مالدارۍ او مرغانو له روزنې سره ځانګړې علاقه لري .
غرني مرغان یې کوترې ، زرکې ، غرني چرګان ، هیلۍ خړ کوتر ، ډول ډول چوغکې ، ټومټومبي ، تورې مرغۍ ( شامتورې) تر نګړ او چرچرکی دي .
ښکاري مرغان یې شییند (شاهین ) باښه ، وراغ ، ټپوسان ، کجیران او ګوربتې دي .