د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د بهرنیو چارو وزارت باید دیوقام او یوی سیمی له انحصارڅخه خلاس شی

زلمی پښتون 15.02.2015 11:40

دافغانستان برنیو چارو وزارت له هغه وخت نه دیوقام او یوی سمیی په انحصار کې ده له کوم وخت نه چی د دی وزارت وزیر ډاکټر عبدالله عبدالله وه دافغانستان ټول سفیران او دسفارتو ټول کارکونکی ډاکټر عبدالله ولیږل دنړی ډیری هیوادو ته ټول دیوی ولسولی او یو قوم خلک وه له هغه ورځی نه پښتانه مسافرین چی دنړی ګوټ ګوټ کی میشت دی دافغانستان له سیاسی نماینده ګیو سفارتونو قونسول ګریو شکایت کوی خو تر نن ورځی پدی وزارت کې هیڅ ډول اصلاحات ندی راغلی دیو ډیپلومات دوره دری کلنه ده په یو هیواد کې خو دافغانستان ډیپلوماټان چی هغه لس کاله دمخه یو هیواد ته تللی دی بیرته راستانه شوی ندی هغه یو هیواد کې خپل دنده ترسره کوی،
دافغانستان هر سفارت ته چی پښتون زی دیو پاسپورټ اخیستلو لپاره او یا بل کوم کار لپاره داسی پښتنی تری کیږی چې لکه کوم مجر نه څارنوال پښتنی کوی اخر ولی آیا دافغانستان قانون کې کوم ځای کی راغلی دی چی پښتون اوسیدل جرم ده .

او که نه دا دافغانستان بهرینو چارو وزارت کی دا بنسټ ایښودل شوی ده
پدی وزارت کی ځنی پښتانه هم شته چی نوم سره یی یو زی ورکړی خو هغه هم یوټکی پښتو نه پوهیږی دا کسان بیا تر دی نورو هم پښتنو سره بد چلند کوی

دافغانستان ډیری سفارتونو او قونسول ګریو کی هغه فورمی هیڅ په پښتو نشته چي دپاسپورټ نوی کولو او یاهم اخیستلو لپاره دی یاهم نوری داسی فورمه

دا لیکنه نن ځکه کوم چي ډیری افغانان ماته شکایت کوی چی کوم هیواد کی دوی ژون کوی له دوی سره بد چلند کیږی او دوی ته پاسپورټونه نه ورکول کیږی ورته وایی چی تاسو پاکستانیان یاستی

یو کس له اټالیا نه څه موده دمخه ماته مسیج کړی وه چی دوی دننګرهار دی او په اټالیا کی اوسیږی دوی تللی وه چې نوموړی هیواد کې دافغانستان سفارت څخه پاسپورټ واخلی له دوی څخه پدی سفارت کې غوښتنه شوی وه چې دی سفارت ته دخپلو کورونو او یا جایدادونو قوالی دویته له افغانستان نه راوغواړی چي دی سفارت دا ثابته شی چي دا کسان افغانان دی که نه، دی کسانو چی له افغانستان نه له خپلو کورنیو نه دا اسناد راغوښتی وه بیا سفارت کی ورته ویل شوی وه چی مونږ ته دا دمنلو وړ ندی ځکه چې د دی اسنادو حعل  او یا اصل توب مونږ ته نه معلومیږی

کچیری دولت د دی ستونځی دحل لپاره اقدام ونه کړی بیا نو یواځنی لار بیاهغه داعتراضی لاریون ده هر هیواد کې چې یاستی او ژوند کوی چی داسی ستونځی سره مخ کیږی په اعتراضی لارینو لاس پوری کړی ویډیو او انځورونه له خپلو لاریونو ونیسی او دټولنیزو رسنیو له لاری شریک کړی او افغانستان کی دننه ل رسنیو سره یی شریک کړی چی دولت مجبورشی ستاسو ستونزی حل کړی

مونږ هم یونان کی یوزل داسی ستونزی سره مخ شوو چی له بلجیم نه راغلی افغان قونسول یوه پښتو فورمه هم نوه راوړی کله چی تری مونږ پښتو فورمه وغوښته ځواب یی داوو چی بهرینو چارو وزارن پښتو فورمه نه لری ځکه چی پښتو سیسټیم کمپیوټرونو کی نشته چی مونږ لاریون وکړ بیایی په سبا پښتو فورمی ا هم راوړی او پښتو سیسټم هم د دوی

کمپوی ټرونو کی پیدا شو


 په یونان کې دافغانانو د ټولنی مشر زلمی پښتون