د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د تصمیم نیونې د مهارت ارزښت او اړتیا

اخترغني (احسان) 14.02.2015 12:02

د سالم ژوند کولو له مهارتونو څخه یو مهم مهارت د تصمیم نیولو مهارت دی. تصمیم نیونه د بررسۍ، وړاندوینې او ارزونې عملیه ده چې د موجوده حل لارو څخه موخې ته د رسیدلو له پاره د یوې حل لارې ټاکل ښيي. تصمیم نیونه د هغه مهارتونو څخه شمېرل کېږي چې له تا سره مرسته کوي ترڅو د تصمیم نیونو د ځایونو په باره کې اقدام او یا د خطر نه ډکو کردارونو پېژندل او له هغې څخه ګرځيدل او د پېښو ترسره کولو څخه مخکې هغه درک او احساسول، دغه وړتیا او توانائي د خلکو او افرادو سره مرسته کوي ترڅو په اغېزمنه بڼه د خپل ژوند د مسائلو په مورد کې تصمیم نیونه وکړي، هغه څه چې ارزښت لري، دا دی چې تصمیم نیونه د خلکو د رواني، عقلي، عاطفې او ټولنېزې ودې د پېژندلو له پاره مهم هنر او شاخص (ځانګړنه) ده، همدارنګه تصمیم نیونه لاندې ځانګړنې هم په برکي نېسي:
۱ – په نفس باندې د باور د زیاتوالي او په خلکو کې په خپل ځان باندې د باور د زیاتیدو سبب کېږي.
۲ – د ازادۍ غوښتنې حس او اړتیا ته خوښي وربخښي.
۳ – د خلکو د مسؤلیت منلو حس ته زیاتوالی ورکوي او د هغوی سره مرسته کوي، ترڅو د خپل تصمیم نیولو چارې په غاړه واخلي.
۴ – په تصمیم نیوونکي کې زیاته رواني،عاطفې او ټولنېزې ودې ته زمینه برابره وي.
۵ – سم او سنجیده تصمیم نیونه د بریالیتوب لامل ګرځي او په نتیجه کې په خلکو کې خورا زیات د خوشحالۍ او خوښۍ احساس پېدا کوي.
د تصمیم نيونې د مهارت تکتیکونه
۱ – په تصمیم نیونه کې پلټنه وکړئ، ترڅو د پوهو، متخصصو او باتجربه خلکو سره مشوره وکړئ.
۲ – په تصمیم نیونو کې ډله یېزه یا کورنۍ تصمیم نیونه بهتره ده، د ډلې او کورنۍ د ټولو افرادو نظرونو پلټل او باید وپوښتل شي.
۳ – په شخصي برخه کې په نفس باندې د باور ځواکمنولو او ساتلو سره اجازه ورنه کړي، ځکه چې نور ستا په اړه تصمیم نېسي.
۴ – د خپلې تصمیم نیونې چارې او پيښې په خپله غاړه واخلئ.
۵ – د خپلو هیجاناتو او احساساتو د کنترول او کابوکولو له پاره خورا منطقي تصمیم نیونې ولرئ.
۷ – د حضرت علی (رض) ارزښتمنده وینا ده، چې فرمایي: هغه وخت چې غصه یاست، تصمیم مه نېسئ، مه چاته توصیه او سزا ورکړئ او نه چا ته امر او دستور ورکړئ. یاد ټکو ته د هر کار له پاره د تصمیم نیولو په وخت کې لومړيتوب ورکړئ.
۸ – د تصمیم نیونې پروخت د موضوع ټول اړخونه په نظر کې ونېسئ.
۹ – کوښښ وکړئ د خپل تصمیم د ترسره کولو څخه مخکې د پيښو ټول مثبت او منفي خواوې بررسي کړئ.
۱۰ – د تصمیم نیونې پروخت مثبت لید ولرئ او هغه څه په باره کې چې تصمیم نېسئ، ټول فکر د هغې د بلدتیا او پېژندګلوی په باره کې ولرئ.
۱۱ – د نورو څخه د تصمیم نیونې مؤقع سلب نه کړئ او هغوی ته اجازه ورکړئ چې د خپلو کارونو له په خپله تصمیم ونیسي.
۱۲ – په تصمیم نیونې باندې اغېز اچونکي لاملونه لکه: سم اطلاعات، د دوستانو او ډولو فشار، د ټولنې دودونه، قواعد او رسمونه، فرهنګ، مذهب، ټولنېزې رسنۍ .... ته پاملرنه وکړئ.
۱۳ – په ژوند کې موخه ټاکل د تصمیم نیونې مقدمه او سرېزه ده، باید په نظر کې ونیول شي.
۱۴ – د علم، ادب، اقتصاد.... او نورو برخو کې د بریالیو انسانانو ژوند لیکونه مطالعه کول، ددې سبب کېږي ترڅو تصمیم نیونه له هغې څخه تومنه واخلي.
د تصمیم نیونې پړاوونه:
۱ – د ستونزې یا موضوع مشخص کول: په دغې پړاو کې ستونزه یا موضوع مشخص او وپېژنئ او همدارنګه یې تعریف کړئ.
۲ – د اطلاعاتو راټولول: په دغه پړاو کې ټولې موجوده حل لارې له فکري فلټر څخه راټولي کړئ. ټولې حل لارې څه ښې او څه بدې چې ستا ذهن ته رسېږي یاداښت کړئ او وروسته هریوه ترتیب کړئ، بیا وروسته د ارزښت له مخې یې ډلبندي کړئ.
۳ – د هرې ټاکل شوي پيښې بررسي کول: په دغه پړاو کې د هرې وړاندې شوې حل لارې څخه له مخکینو پړاوونو څخه بررسي کړئ او هره یوه منفي او مثبته پیښه په جلا ډول سره بررسي، تجزیه او تحلیل کړئ.
۴ – د تصمیم نیونې ترسره کول: په دغه پړاو کې د بررسي شو حل لارو څخه د خورا بهترینې حل لارې ټاکل او هغه بیا د ترسره کولو پړاو ته واچوئ او خپلې تصمیم نیونه ته عملي بڼه ورکړئ.
۵ – نوې ارزونه یا له سره ارزونه: په دغه پړاو کې تصمیم نیونه، وروسته له ترسره کولو څخه وارزوئ، که چېرته یې مثبته، اغېزمنه او ګټوره نتیجه درکړه، دا دا په نښه کوي چې تصمیم نیونه په سم ډول ترسره شوې ده، که چېرته په دې برخه کې د نظر وړ نتایج په لاس در نه کړل، نو بیا د مخکینیو حل لارو په بیا بررسۍ سره مناسبه تصمیم نیونه ورته ونېسئ.
د تصمیم نیونې ډولونه
د تصمیم نیونې ډولونه عبارت دي له:
۱ – احساسي تصمیم نیونه: ددغې ډول تصمیم نیونې بنسټونه د خلکو اګاهانه یا نااګاهانه احساسات دي، د بېلګې په ډول: ویره، شرم، غصه، د ګناه احساس کول یا د وجدان عذاب، د افراطي بې دلیله او غیري منطقي مسؤلیت احساس او له دې نه په مخکو برخو کې د انسان احساسات په چټکئ سره تيرېږي او نه شي کولی چې د تصمیم نیونې بنسټ شي. د تصمیم نیونې له اصولو څخه نه خبریدل او په هغې باندې پوهه نه درلودل او په کارکولو کې د تفکر او فکر کمزوري د احساسي تصمیم نیونې باعث کېږي.
۲ – ناڅاپي او لړزنده (تکانشی) تصمیم نیونه: په دغه ډول تصمیم نیونه کې پرته له دې چې شخص خپل ځانته د فکرکولو اجازه ورکړي په ناڅاپي ډول ځانګړي تصمیم نېسي، ناڅاپي او لړزنده تصمیمونه د تیزۍ، چټکۍ، بيړې او ورخطايۍ څخه اخیستل کېږي. په همدې دلیل خلک فکر او سوچ کولو ته وخت او موقع نه لري، په عادي ډول دغه ډول تصمیم نیونې بې شمېره او زیاتې ستونزې له ځان سره لري.
۳ – پرهېزي تصمیم نیونه: په دغه ډول تصمیم نیونه کې شخص پلټنه کوي ترڅو تر هغه ځای پورې چې شونتیا لري، خپله تصمیم نیونه وځنډه وي، دغه ډول تصمیم نیونې بنسټ د ویرې، پریشانۍ او اضطراب په شان وي. د نن ورځي کار سبا ته ځنډول، ددغې ډول تصمیم نیونې مشخصه او معلومه بېلګه ده.
۴ – مطیعانه تصمیم نیونه: په دې ډول تصمیم نیونه کې شخص په خپله تصمیم نه نېسي، بلکې مطیعانه تصمیمونه چې نیول شوي وي ترسره کوي، دغه ډول اشخاص فکر کوي چې نور ځانګړي کارونه ترسره کوي. پس زه یې هم ترسره کوم، لکن پوهېږم چې دغه اظهارات د خبر ویلو نه زیات څه نه دي، همدارنګه ناسالم او له خطر نه ډک کار دی. کوم چې هغه خلکو زیات ترسره کړی.
۵ – منطقي تصمیم نیونه: د سالمي تصمیم نیونې یوازینۍ بڼه منطقي تصمیم نیونه ده، چې د تفکر، بررسۍ او ارزونې پربنسټ نیول کېږي. ددې ډول تصمیم نیونې بنسټ تفکر او سوچ دی.
د منطقي تصمیم نیونې اصول: منطقي یا عقلاني تصمیم نیونه بې شمېره اصول لري. ددې له پاره چې وکولی شو منطقي تصمیم نیونه ونېسو؛ باید د لاندینیو اصول څخه پیروي وکړو:
۱ – د تصمیم نیونې ځای او وخت په نسبت هوښیار واوسئ، هغه وخت چې د لاندېنیو شرایطو سره مخامخ یاست، یعنې د تصمیم نیونې په ځای کې قرار ولرئ باید تصمیم ونېسئ لکه:
 هغه وخت چې ستونزه موجوده وي.
 د ستاسو د ژوند شرایط ګډوډ یا خراب وي.
 بلا یا زیات تکلیف او رنځ وي، تردید او بد ګمانې درلودل.
 د موضوع په نسبت پریشاني درلودل.
 لړزنده، دوه زړی او پریشان شوي یاست.
 له هغه حالت نه چې په هغې کې قرار لري، خوښ نه یاست.
 اړونده موضوع مو ناراحته کوي.
 په دوو کې حیران یاست.
په هر حال هغه وخت او وضعیت کې قرار لري درک یې کړه، چې باید د هغې له پاره تصمیم ونېسي. بیا د تصمیم نیونې عملیه یا بهیر پیل کېږي.
۲ – د تصمیم نیونې ځای مشخص کړئ: په دې پړاو کې مشخص کړئ چې د کومې ستونزې په باره کې تصمیم نېسئ.
۳ – بېلابېلې او بې شمېره حل لارې مطرح کړئ! هغه وخت چې د تصمیم نیونې ځای معلوم شو، د مختلفو ډولونو څخه حل لارې مطرح او وټاکئ! ددې منظور ته د رسیدلو له پاره:
 له فکري جوفوې روش څخه استفاده وکړئ.
 مختلف اطلاعات وپلټئ.
 له نورو څخه مرسته وغواړئ، د لارښوونو او مشورو په اخیستلو سره بې شمېره حل لارې پېداکړئ.
۴ – د پیغامونو او نتایجو له حل لارو څخه هر یوه بررسي کړئ!
له روش څخه په استفادې سره که چیرته.... هغه وخت..... معلوم کړئ، که چیرته هغه کار ترسره کړئ څه ستونزې به رامنځته شي.
۵ – خپله یې په یوې حل لارې پورې وتړئ: هغه وخت چې متوجې شوئ حل لاره مناسبه او وړ ده په هغې پورې یې وتړئ ترڅو ترسره یې کړئ، کله چې زړه تنګی او وسوسه کې شوي چې خپل تصمیم د پښو لاندې کړئ لکن باید نیول شوي تصمیم ته وفاداره واوسي، مګر هغه وخت چې شواهدو، دلایلو او مدارکو په نښه کړ، چې ستاسو تصمیم اشتباه دی.
۶ – د خپل تصمیم اجرائیوي پروګرام مشخص کړئ: تراوسه پورې مو چې هر کار ترسره کړی دی په تفکر ساحه کې وو او هغه باید په چټکۍ سره اجرا کړئ، وروسته د خپل تصمیم اجرائیوې پروګرام قدم په قدم معلوم کړئ.
۷ – خپل تصمیم ترسره کړئ: په دغه پړاو کې هغه پروګرام او برنامه ترسره کړئ چې د خپل تصمیم له پاره مو طرحه کړې ده.
۸ – هغه پيښې او کارونه مو چې ترسره کړي دي واروزئ: هغه څه مو چې ترسره کړي دي بررسي یې کړئ، چې څه نتایج لري. ایا خپلې موخې ته رسیدلي یاست؟ له پورته پړاوونو څخه مو کوم یو سم نه دی ترسره کړی؟ دویم ځل له پاره هغه ترسره کړئ.