د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د چاپيريال ساتنې د کړکيچ حل

ميراغا ملت مل او اکرم احمدزی 12.02.2015 10:28

سریزه
دژوند مناسب چاپېریال د الله جل جلاله له غورو نعمتونو څخه ګڼل کېږي؛نو ساتنه یې پر هر انسان لازمي ده او دهغوشیانو، چې خیر یې هر ژوندي موجود ته رسېږي باید په کلکه ترې حفاظت وشي او په ساتنه کې یې هرډول هڅې ونه سپمول شي.
نړیوال اقتصاد، سیاست، سوله، د ژوند چاپېریال، ښوونه او روزنه د نننۍ نړۍ تودې او ستونزمنې مسلې دي، چې په اړه یې پراخ تاوده بحثونه دوام لري. دژوند د چاپېریال ساتنې په اړه نړیوال تړونونه د ډېرو هیوادونو تر منځ لاسلیک شوي، چې دژوند چاپېریال ساتنې نړیوال معیارونو په مراعتولو مکلف ګڼل کېږي.
د ژوند چاپېریال د نړۍ د اکثرو هیوادونو د ښوونیز نظام له ارزښتونو څخه یو ارزښت ګڼل کېږي اوله نېکه مرغه د چاپېریال ساتنې د ارزښت په اړه په اسلامي متونو کې ډیرې لارښوونې موجودې دي. د نبي کریم صلی الله علیه وسلم په احادیثو کې د ونو، بوټو کښېنول، ساتنه او د شاړوو ځمکو ودانولو ارزښت، خیر او ثواب او ددنیا او اخرت ګټې ښودل شوې او د چايېریال د کړکېچ د مخنیوي لارښوونې شوې دي.
په دغه مقاله کې د ژوند د چاپېریال د کړکېچ لاملونه، ستونزې، حل لارې او وړاندیزونه د یوه لنډ؛خو جامع بحث په ترڅ کې وړاندې شوي دي.
چاپيريال ته ورپېښ ګواښونه يا ستونزې
د يويشتمې پيړۍ او اوسني عصر لويه ستونزه محيطي ستونزې جوړوي. د چاپيريال ككړتيا اوسني نسل ته لوى ګواښ متوجه كړى دى. پوهانو ته ثابته شوې ده، چې د چاپيريال ساتنې په برخه كې څيړنې نظر نورو ټولو څيړنو ته ستونزمنې، مهمې ، د بيلابيلو برخو لرونكې او ضروري دي. چاپيريال ساتنه او د طبيعي توازن حفظ هم د بشريت او هم د ټولو نورو ژونديو موجوداتو په خير ده.
د څيړنو په اساس هر کال په ټوله نړۍ کې لږ تر لږه درې ميلونه وګړي د ککړ چاپيريال له لاسه خپله ساه ورکوي، چې په دې کې (۹۰٪) سلنه په پرمختلليو هېوادونو او نور مخ په وده او وروسته پاتې هېوادونو کې شتون لري.
د چاپيريال د ستونزو څخه يوه لويه ستونزه د ميده (کوچنيو) ګردونو ده، میده گردونه هغو گردونو ته وایي چې قطر يې له (۱۰) مایکرونو څخه کم وي او مایکرون د ملي متر زرمې برخې ته وایي. دا میده گردونه په اسانۍ سره سږو ته دتنفس له لارې ننوځي او هلته ځای نیسي، چې د امبولي او سر طان ناروغیو باعث گرځي او دا میده گردونه د زړو ډیزلي ماشینونو، موټرونو او تولیدي کارخانو څخه راوځي، چې له بده مرغه په افغانستان کې ددغې ستونزې د کنټرول لپاره کومه ملي پالیسي نه شته.
د چاپيريال بله لويه ستونزه د څښلو د پاکو اوبو نشتوالی دی، چې په اوسني وخت کې ډېری وګړي د پاکو اوبو له نشتوالي سره مخ دي او له همدې وجې ورته ډېرې روغتیایي ستونزې پيدا کېږي، چې د ټولنې پر اقتصاد باندې هم ناوړه اغېزې ښندي.
په افغانستان کې د ژوند چاپيريال د ګواښونو لاملونه
په افغانستان کې د ژوند چاپيريال وضعيت هم د نورو وروسته پاتې هېوادونو غوندې ځورونکى او د زياتې اندېښنې وړ دى؛ خو بيا هم د بېلابېلو دلايلو له امله دا موضوع له خلکو پټه او بې اهميته پاتې ده، په اړه يې معلومات نه لري او حتى په اړه يې لږ سوچ هم نه کوي. دې موضوع ته تر ډېره دولتونو او حکومتونو هم پام نه دى کړى او يوه ډېره حياتي موضوع يې له پامه غورځولې ده. که له هره اړخه دې موضوع ته وګورو؛ نو د لاملونو يوه برخه يې بيا هم امنيت ته راګرځي، يعنى سياسي او امنيتي ستونزو بيا هم د ژوندچاپيريال د ژوند نورو برخو غوندې زيانمن کړى دى.
همدې ستونزو ياني تېرو جګړو او غربت زموږ خلک دومره ځورولي، چې يواځې د ژوندي پاتې کېدو په اړه سوچ وکړي، نه دسالم ژوند کولو او ژوند چاپيريال په اړه د فکر کولو.
دې ټولوټکو ته په پام سره کولى شو، چې په افغانستان کې د ژوند چاپيريال ته ور پېښې ستونزې په دوو لویو طبیعي او انساني عواملو پورې وتړو. همدا عوامل هغه څه دي، چې د ژوند چاپيريال يې تخريب او چټل کړى دى او په لاندې توګه نوموړي لاملونه سپړو.
طبيعي عوامل
• د اورښت کموالی: افغانستان د بحر څخه د لري والي له امله د لږو اورښتونو هېواد ګڼل کېږي. د دې هېواد د باران کلنۍ اندازه د نړۍ د کلني باران د منځنۍ کچې نه هم ټیټه ده، چې په همدې توګه د لږو ځنګلونو درلودونکی هېواد دی. د همدغو لږوځنګلونو او بوټو په وجه يې د ژوند چاپيريال د يو لړ ستونزو سره مخامخ دی.
• جغرافيوي موقعیت: افغانستان يو غرنى او په وچه کې را ايسار هېواد دى، چې له همدې امله يې هوا ګرمه، وچه او د نړۍ د نيمه بياباني او وچې سيمې په هېوادونو کې راځي، ددې هېواد د خاورې يوه زياته برخه په سويلي، سويل لوېديځو، لوېديځو او شمالي برخو کې دغه لويې وچې دښتې موجودې دي لکه: (د بکواه دښته، دريګستان دښته،د مارکو دښته اود ليلې دښته).
• طبيعي پېښې: د هېواد په ګڼو برخو کې ځنګلونه د وچکالۍ، واورې ښوېدنې، طبیعي اورلګېدنې او نورو ستونزو په سبب له منځه تللي. څړځايونه او کروندې څه د وچکالۍ او څه هم د د طبيعي افتونو او سيلابونو له امله زيانمن شوي، چې د ژوند چاپيريال ته يې ګواښ پېښ کړى او هوا يې چټله کړې ده.
انساني عوامل
• د چاپيريال ساتنې په اړه د دولت نيمګړې پاليسي: انساني عوامل هم په خپل نوبت په مستقيم او غير مستقيم ډول د طبعي سرچينو او ژوند چاپيريال په تخريب کې خپل اغېز لري؛ نو په همدې توګه د چاپيريال د ساتنې په اړه زموږ د دولت نيمګړې پاليسيانې چاپيريال ساتنې ته ستر ګواښ ګڼل کېږي.دولت د شته ځنګلونو په ساتنه کې پاتې راغلی، د ځنګلونو له وهلو څخه مخنيوی نه کېږي، نوې ونې په ډېره کمه کچه کښېنول کېږي، خو ساتنه ترې نه کېږي. د هغه کارخانو او زړو موټرو مخه نه نيول کېږي، چې هواته مضر غازونه خپروي.
• یوې نقطې ته د نفوسو دراټولیدو نه کنټرول: د امنيت، پانګونې، ښوونې او روزنې، روغتيا او د ژوند نور سهولتونه او امکانات په ښارونو پورې محدود شوي دي، نو له همدې کبله د هېواد د نفوس اکثريت څو محدودو نقطو ته راټول شوي دي، چې له امله يې د ژوند چاپيريال له يو لړ ستونزو( د څښلو پاکو اوبو ته لږ لارس رسی، د پاکې هوا کموالی، د کانالايزيسيون نشتوالی، د روغتيا امکاناتو ته کم لاس رسی او صحي غذايي موادو کموالي) سره مخ شوی.
• د استوګنې په ځایونو کې د کارخانو شتون: د دولت د ناسمې پاليسۍ او پلان له مخې اکثرو هغو کارخانو ته د کار د فعاليت جواز ورکړل شوی، چې د ځينو توليداتو له امله هوا ته مضر غازونه د ځينو بې کيفيته سون توکو له امله خپروي، چې په پايله کې يې نه کنټروليدونکې ناروغيانې رامنځته کېږي.
• ټیټ اقتصاد: دولت او ټولنه د خپل ټيټ اقتصاد له کبله نه شي کولای، چې د ژوند د چاپيريال ساتنه په سمه توګه وکړي، څنګه چې د ژوند د چاپيريال ساتنه ډېرو امکاناتو او پوهې ته اړتيا لري، نو زموږ دولت او ټولنه په اوسنيو امکاناتو نه شي کولای، چې د ژوند لپاره يو مساعد چاپيريال رامنځته کړي. نو د دې لپاره لازمه ده، چې دولت يو پياوړی اقتصادي پروګرام په لاره واچوي.
• د لوست ټيټه کچه: زموږ د ډېری خلکو د لوست کچه ډېره ټيټه ده، چې د لومړني ژوند مخته وړلو په چل هم نه پوهيږي، اکثره عادي کارونه، چې په اقتصاد پورې کوم تړاو هم نه لري نه شي کولای ترسره کړي لکه: د پاکو خوړو تيارول، د کور او کوڅې پاکوالی، د کور د نا پاکو اوبو او اړين ځايونو(ټټيو) حفاظت او مناسبو ځايونو ته ايستل.

د ژوند د مناسب چاپيريال لپاره وړانديزونه
• په ښوونيز نظام کې په پراخه کچه دچاپيريال ساتنې مضامينو ته ځای ورکول.
• د ځنګلونو د روزنې او ساتنې لپاره د دولت غوره پاليسي رامنځته کول.
• د استوګنې په ځايونو کې هغو توليدي کارخانو ته د فعاليت جواز نه ورکول چې د ژوند چاپيريال ته زيان رسوي.
• د عامه پوهاوي لپاره پروګرامونه د راډيو، اخبار، مجلو او تلويزيونونو له لارې خپرول.
• د ښارونو د نفوس کنټرولول.
• په کليوالي سيمو کې خلکو ته د کار او ژوند امکانات برابرول.
• کارخانو او عامو خلکو ته د برېښنا رسول.
• د طبيعي پېښو د رامنځته کيدو په صورت کې د دولت له لوري له چاپيريال څخه ساتنه.
• دولت بايد يوه پياوړې اقتصادي پاليسي رامنځته کړي، چې د ټولنې اقتصاد وده وکړي او د خلکو د ټکس او ماليې له لارې د چاپيريال ساتنه وکړي.
د نوموړې مقالې په پای کې د چاپيريال ساتنې ارزښت په اړه یو لوی او هر اړخیز فکر جوړول اړین برېښي له ماشومانوڅخه نیولې تر لویانو پورې باید دخپل ژوند د چاپېریال په اړه دساتنې هڅې وکړي او نوموړی عمل باید په شعوري توګه تر سره کړي. د ونو، بوټو کښېنول . دخپل کور، کوڅې او چاپېریال ساتنه د خپل ژوند له لومړي توبونو څخه وګني. د ژوند چاپېریال د کړکېچ دحل لپاره بايد د ټولنې د نورو وګړو په څنګ کې ښځې په ځانګړې توګه ميندې هم خپل قوي ، لطیف او ځانګړی رول ولوبوي او د ميندو رول به ډېر مهم او اغيزمن ځکه وي، چې يو خو ميندې د ټولنې لويه برخه ده او کولای شي ، چې خپل لوی ځواک په دې برخه کې په کار واچوي او بل دا ،چې همدا ميندې دي، چې ټول وګړي د خپلوغېږو له مدرسو څخه ټولنې ته وړاندې کوي او د ټولنې استوګن ګرځي؛ نو ميندې کولای شي، چې په ټولنه کې د نورو برخو سربيره د چاپيريال ساتنې په برخه کې هم خپل اغيزمن رول ولوبوي؛ خو متاسفانه، چې زموږ د ټولنې د ميندو زياته برخه نالوستې دي، چې نوموړو ارزښتونو ته، د ميندو روزنه په سم ډول نه ده ترسره شوې.
د چاپيريال ساتنې لپاره بايد دولت دنړیوال چاپېریال ساتنې په رڼا کې یوه ملي پالیسي جوړه کړي او په تطبیق کې یې د سپين ږيرو، ښوونکو ، ډاکټرانواو ملا امامان په واسطه دعامه پوهاوي له لارې تر سره کړي. دچاپيريال د پاک ساتلو په اړه ددولت پالیسي ډېر ارزښت لري، چې د ککړ چاپيريال بدې اغيزې او حل لارې په کې ښودل شوې وي.
دولت بايد د هوا پاکيدو لپاره په ښارونو کې نیالګي کښېنوي او د اړونده چارواکو له خوا د هغې ښه پالنه وشي او سر بيره پر دولت بايد عام وګړي هم دې ته وهڅول شي، چې په خپلو شخصي ځمکو کې نیالګي کښېنوي. دولت بايد دسون توکو لکه: ډبرو سکرو، پلاستيکي توکو، لرګيو... د سوزېدو مخه ونيسي او پر ځای يې د ګازواو برېښنا د بيو په کموالي او دنفوسو په کنټرول سره د ژوند له چاپېریال څخه په سمه توګه ساتنه وکړي.


ماخذونه
• سلطاني، کامبیز بهرام. محیط زیست. دچاپ کال: ۱۳۸۶. ددرسي کتابونو دچاپ مرکز، تهران.
• ظاهر، مصطفی. استراتیژی ملی محیط زیست. د چاپ کال:۱۳۸۷. د محیط زیست ملي اداره.
• قیومي، عبدالرشید. د محیط زیست د قانون رسمي جریده. د چاپ کال: ۱۳۸۶. ازادي مطبعه.
• ملکیار، غلام محمد. د افغانستان محیط زیست. د چاپ کال ۱۳۸۲. د افغانستان د محیط زیست اداره.