د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دپښتولیکنه به معیاري سي؟

وکيلي 11.02.2015 23:08

زماپه آند داپوښتنه دهريوه زړه سواندي پښتانه سره چي لیکنه کوي یوارئې په سرکي راګرځي . چي داژبه په کلوکلود معیاري کېدو په چوکاټ وه خولاتراوسه معیاري نه سوه؛ددې لامل به څه وي اوکومي ستونزي ئې په مخ کي پرتې دي؟
ترهغه ځایه چي خبریم او زماسره لیکل سوي معلومات سته دپښتو دژبي نه معیاري کېده څو مهم ټکي دي، چي دپښتوژبي د معیاري کېدوخنډګرځېدلي دي؛ دغه څومهم ټکي به په لاند ډول سره تشریح سي .
لومړی : پخپله دپښتو ژبي ژبپوهان دي،چي ژبه ئې پردوبرخوښکاره وېشلې ده یاني ختیزه او سُهیل لوېدیزه ژبه . او ددې وېش سره سم تعصب په لوړه کچه ورسره دی . بله خبره داده؛ که ژبپوهان سره کشېني،چي نوي ګړي جوړي کړي؛ څه کوي؟ دهغه لغتو لپاره ګړي جوړه وي،چي هغه په پښتوکي شتون لري او دود دي . هغه هم داسي بد ډوله ګړه جوړه کړي چي هیڅ خونداو ښکلا نه لري . دګرامر (Grammer) له مخي په هره جمله یاني «ویيګړه » کي کار نسوځني اخِستای . داسي ښکاري،چي دغه ژبپوهان پخپله په پښتو ملنډي وهي . ددې پرځای چي راولاړسي دیوې اصطلاح لپار سمه ژباړه وکي،چي وهغي ته په رښتیاهم اړتیالیدل کیږي؛ هغه نه کوي؛خوسم دودیزلغت ته بل یوناوړه لغت جوړه وي . لکه : «سراښ » لغت په ژبه کي سته؛خونیولوجیست ورته یوناوړه رخشندي ګړه «اسویلاند» جوړکړی دی .
«تلاښ » دپښتوښایسته دودیز ه ګړه ده؛نیولوجست ورته « ډډون » جوړکړی دی . «غوڼی » دودیزه پښتني ګړه ده نیولوجست ورته « بنګن » وایي . نور ډېر دغسي داستاد«هوتک» دکتاب ۶۶تم مخ وګورۍ! دغسي بیکاره ملنډي ګړي جوړي سوي .دمحمدمعصوم «هوتک» کتاب «پرمعیاري ژبه دمعیارپه ژبه یوه څېړنه» وګورۍ . که دغه جوړي سوي ګړي په پښتو ملنډي نه وي نوڅه دي . په نړۍ کي و هیڅ ژبپوه ته داامکان نسته،چي خپله ژبه دي داسي سوچه (pur) کړي،چي دبلي ژبي لغت دي نه وي پکښې . په اروپایي ټولو ژبو کي هغه ګړي چي پائې په (ik) لکه (Phesik) او (logy) لکه (biology) ټوله دغسي ګړي «یوناني» دي او اروپایان ئې پخپله ژبه کي په کار وړي او پخپله لهجه ئې رااړه وُلي دي . او هم عربي لغاتونه په اروپائې ژبو کي سته . لکه : الجبر،کېمیااودغسي نور . یاني دژبي دسوچه کېدو امکان نسته .
دپښتو ژبي نیولوجستان (neologians) که یوه ګړه جوړه کړي زموږ بې خبره ژونالستان، خبرنګاران او«رپوټران» سم دلاسه په پټوسترګو له دوه لحاظه نه هغه په کار وړي :
یووارخوسَمّتي خبره سي؛ داخو پلاني صیب جوړکړې اویابې خبري دپښتو دلغت پوهني څخه وي . نو دغه بې خونده ناموزون لغت په کار وړي .
زموږ دپوهانوشخړه پر « ي ګانو » باندي ده او پر « سو » او « شو » «کي»او«کې»باندي ده .
امیرشرعلیخان په خپل وخت کي پښتو ژبه دافغانستان ملي ژبه اعلان کړه .
غازي امیرامانالله خان دپښتوژبه په قانون کي ملي ژبه وبلل .
اعلحضرت محمدظاهرشاه په ۱۹۶۴ کي دقانون له مخي دپښتو ژبه دافغانستاملي اورسمي ژبه اعلان کړه .خودا ژبه ومعیاري توب ته چمتونه سوه داځکه چي دغه امیرانو پخپله پاړسي ویل اوپښتو ئې سمه نه وه زده . اوله بلي خوادپښتوژبي ژبپوهان په خپل منځوکي نه وه جوړ،چي کومه لهجه یادیالکت (dialekt) راواخلي او معیارئې کړي . دغه بې اتفاقي او دژبي سره تعصب زموږ د«پخوانیو» ژبپوهانوڅخه موږته ديو بد مراث په توګه راپاته سوی .
که موږخپل منځوکي جوړ وای ژبه به موله وخته معیاري او یوه واحده ژبه وای . ترهغه مهاله چي تعصب وي دواړي لهجې به ناکامه وي . اوغیري پښتانه به مو ....... بولي او راباندې خاندي به . پښتوژبه داکثریت ژبه ده خو اوس څه ناڅه پښتو شل په سلو کي په رادیو اوتلوېزوني خپرونه کي ویل کيږي؛په دغه کارپښتانه « رازي» دي،خوبیا ځیني پښتانه په دې ناخوښه دي،چي خپل «دیالکت» نه اوري . دپښتو خاوري پرسر دي .
دوېم لامل ئې ژورنالستان دي . موږ ډير لږ ژورنالستان لرو،چي دوی دپښتوژبي دګرامر (grammer)په پښوئې پوهیږي . سمه لیکنه کوي اودګرامر اصول مراعات وي او دلغتپوهني په قانون لیکنګ کوي . دغسي ژورنالستان ډېرلږ دي . پاتي نور ژورنالستان چي دي؛کې لیکنه وګورې سربېر پرګرامري ناسمتیاوو دګړښودپوهني کموالی هم لري .
رښتیاهم دغه ژرنالستان به د ژونالیستۍ په اصولو اوقانون ښه پوهیږي؛ او ډېر تکړه ژورنالیستان به وي خو دپښتو په لیکدود کي څه خوار دي . که تاسو دالیکني د رادیو اوتلویزون ووینی او وای ورۍ وبې وینۍ،چي څومره تشه په لیکنه کي سته . زه به وروسته دغه ګړي یاني کلمي دلته وښه یم . که چیري موږقوي ژبپوه ژورنالستان لرلای، نو د دوی دلیکني په زور به هم زموږ ژبه ډېر ژر معیاري سوي وای . خودغه ژونالستان دومره کمزوري دي؛که چیري یوه ګړه چاجوړه کړې وه هغه ګړه بېله دېنه چي دګرامر له مخي ئې وګوري اویا دلغتپوهني له مخه ئې وڅېړي هغه ګړه سم دلاسه په خپل لیکنه کي کاروي . چي ددغي نوي جوړي سوي ګړي لغوي ریښي له کومه راځي او ددغي ګړي کورنې څرنګه ده؟ بېله داټولو ژبپوهني سستم څخه دغه نوې جوړه سوې کلمه دی په کاروړي .او یادا چي دغه لغت وګوري،چي په پښتني ټولنه کي دوديز وړتیالري دخلکو په خبرو کي د استعمال قوت لري که څرنګه ؟
دپښتو دیوې ساده خبري جملي جوړښت : بولګه : [ زه پرون سهار کور ته ولاړم . ] دغه جمله د«ویونکي نومځي »یا«ضمیرمتکلم » څخه په سرکي او په پای کي د تېر مهال کړنه « فعل ماضي مطلق » څخه چي په منځ کي ئې اجزا دجملې دي جوړښت لري . دپښتوټوله خبري جملې په لیکنه کي دغسي جوړېږي . یاني لومړی فاعل «کړونکی » په منځ کي دجملې نورغړي او په پای کي کړنه «فعل» راځي . خو زموږ ژورنالستان باید ودې ته ځیر وي . دوی که سمه لیکنه وکي او دهر جوړسوي لغت څخه کار وانخلي زموږ ژبه به ژر معیاري سي .
درېم تاوان دنه معیاري کېدلو دادی،چي هر ژبپوه وزان ته لیکدود لري .
دغه کار لویه ګډوډي رامنځ ته کړې ده . ځینو بیا ځانو ته ګړي جوړي کړي،چي په لیکنه کي له هغونه کاراخلي . ځیني ژبپوهان سَمّتي پیروان لري،چي دده دلیکدود اوجوړوسوو ګړو څخه ئې کاراخلې؛ خودغه پيروان ډېر لږ دي . اوډېری ئې بیاپلوي نه کوي . لیکدودجوړل اوګړي جوړول که څه هم په ډېر زحمت او ربړ سرته رسي خوبیاهم څرنګه چي دژبي دټولني څخه ډېر لیري پاته دي؛ دټولني دژبي او ددغه ژبپوه دجوړو سوو لغاتو تر منځ یو لوی واټن شتون لري نوله دې کبله دغه ځانګړی لیکدود اوجوړسوي لغاتونه ډېر لږ عمرلري اوبېرته له منځه ځي .خوپه ناهیلئ سره به ووایم که چیري دغو ژبپوهانو زیار ایستلی وای چي دخلکو دغوښتنو سره سم بېله تعصبه خپله پوهه پکار اچولې وای اونور ژبپوهان ئې هم دې ته رابللي وای،چي راسۍ په ګډه خپله ژبه معیاري کړو؛نوبه ژبه یوڅه دمعیار خواته تللې وای؛خو دغه کار نه دی سوی او په راتلونکي کي ئې هم هیله نسته .
اوس راځم هغه ګړو ته چي یادنورو ژوبو دګړوڅخه ژباړه سوي اویا « نیولوجستانو » جوړي کړي اوزموږ ژورنالستان ئې په پټوسترګو بې ځایه په کار وړي یائې په کاراچوي .
دساري په توګه : د (لی ف) «live » ژباړه په پاړسي « زنده » ده او په پښتو ئې «ژوندی » ژباړه کوي .
«live » انګریزي کلمه یاګړه ده، چي څومانا وي لري : لومړی مانائې [ژوندکول یا اوسېدل] دي .
بله مانائې [ ژوندی یاپه ژوندي توګه ] ده . درېمه مانائې ده [مستقیم، په نېغه،مخامخ ] دغه د «live»اصطلاح په نوره نړۍ کي دتلوېزوني خپره وني «په نېغه» ښوونه کي په کار وړي .
دالمان ټلویزون تریوڅو مودې پور (Direkt) ګړه یاني کلمه په کار وړه خو اوس المانان د
« live» ګړي څخه کار اخلي .
کله چي ژوندې «خپره ونه» وايو نوضدئې خو مړه خپره ونه ده هغه به بیاڅرنګه «خپره ونه» وي ؟ ولي دغه انګلیسي ګړه « live » « په نېغه » نه ژباړو اونې لیکو : «په نېغه » چي ښکلې پښتو ګړه ده او دلغت سمه مانا هم ده . بله ګړه «بیاځلي » د«تکرار »ژباړه ده . « بیاځلي » د دوو ګړو څخه جوړه سوې کلمه ده،چي یوه ئې « بیا » تړونکی یاني قید « adverb » دی،چي مانائې ده« دوېم وار »یاني تکرار اوبله لیري مانایاني مجازي مانا ئې ده (وروسته ) . دساري په توګه : رحمان بابا وایي :
دبلبل له حاله زده کړه په خزان کي ++ بیادګلوتماشاکړه په بوستان کي
دلته «بیا» د وروسته مانا ورکوي .
«ځل» نرینه نوم دی،چي څوماناوي لري . «ځل » مانا « وار » بله مانائې ده « رڼا» او درېمه مانا ئې ده د آس ځل . داهغه ټغر دی، چي پرآس یاپرخره ئې اچوي . دلته ئې قید ځني جوړکړی دی؛ «ځلي » ئې لیکي .
رحمان بابا وایي : یوځل ولیدای دیارپرېشاني زلفي ++ په عارض باندي حلقه پېچاني زلفي
دلته «یوځل » مانا یووار دی . موږ په سوچه کلاسیکه یاني زَړه خوږه پښتو کي وتکرار ته «بیا»
او یا«بیابیا» لرو، چي بیاځلي ته هیڅ اړتیانه لرو .
رحمان وایي : په یوه نظرئې زړه راڅخه یووړ++خدای دي خبرکاچي لاوکابل نظربیا
په وصال ئې منت باراوسه رحمانه + + په صدف کي دخل نه وي دګوهر بیا
دلته دغه د «بیا» ګړه د «تکرار» یاني د «بل وار » مانا ورکوي .
[بیا ماناپه وارو]، [ځلي مانا واره .]، [دا ولي لیکم ؟ ] دغه جوړسوی لغت هرځای د«تکرار» پرځای په جمله کي سم نه راځي . لکه په دغه جمله کي : [ په کابل کي دجمهوري ریاست دکاندیدانو دهمغږی شورا یوځل بیاخپله داغوښتنه (تکرار) کړه . ] د دغه تکرار پر ځای بیاځلي نه راځي اوکه را همسي دغه جمله به بېخونده وي . کله چي یونوی لغت جوړيږي باید ټول اړخونه ئې دګرامر له مخه دلغت پوهني له مخه وکتل سي . دغه ژورنالست لکه چي دغه جوړسوی لغت نوی پیداکړی هرځای لیکلی دی . لکه په دغه جمله کي : [ټول کاندیدان په بیاځلي انتخاباتو کي د کډون حق ولري . ] ښه خبره به داوای،چي لیکل سوي وای :
[ ټول نوماندان به بیا په ټاکنو کي دګډون رښت ولري . ] دغه ژورنالست د «بیاځلي » د ګړي څخه دلته په دغه جمله کي کار نه سو اخِستای . اوس ئې په دې جمله کي ګورو،چي د«بیاځلي» لیکل نه سو راتلای؛ نو مجبور د «تکرار» کلمه ولیکي . جمله ګورو : [ دا غوښتنه په داسي حال کي تکرار شوې،چي دانتخاباتوورستیونتایجو ته شیبي شمېرل کیږي .] دلته هم ګورو،چي «بیاځلي» نه سو راتلای،کې لیکلي وای جمله به ئې بې خونده وای . لکه : « داغوښتنه په داسي حال کي بیاځلي شوې،چي . . . ] -- خو داسي ویلای شو : [داغوښتنه په داسي حال کي بیا ویل سوې،چي ...]
هغه انګلیسي، عربي اوپاړسي ګړي چي ژونالستان ئې د پښتو ژباړه په خپره ونوکي په کار وړي :
انګلیسي عربي پاړسي پښتو
live مباشر زنده ژوندی ښه به داوي،چي (په نېغه) ولیکل سي . (repetition) تکرار بازبخش بیاځلي ښه به داوي،چي (بیا) ولیکل سي .
(news) اخبار خبر خبرونه (خپرونه )
(reaction) عکس العمل واکنش غبرګون
(growth) نمُو رُشد وده
(challenge) التحدي چالش ننګونه دغه کلمه ئې ناسمه لیکنه ده . «وربَلـَنه» سمه ده .
په پورته کړو کي کله چي کتل کیږي دساري په توګه « ژوندی» یوه نارینه ستاینه ده،ضدئې مړ دی . که چيري ژوندې خپره ونه وي نومړه خپره ونه هم سته . چي له دغي اشتباه نه خلاس شو ښه به داوي،چي د « ژوندی » پر ځای « په نېغه » ولیکل سي او د« بیاځلي » پر ځای یواځي «بیا » ولیکل سي .
ماپخپل څولیکونو کي لیکلي چي « ننګونه » مانا مرسته غوښتنه یا دسر شنخته ښورولو ته وایي . خو دچلنچ مانا نه لري . چلنچ مانا میدان ته راغوښتل یامیدان ته دسیالۍ لپاره رابللو ته وایي . نوښه به داوي،چي سم ئې ولیکو . « رابلنه » یا « راغوښتګ » ئې سمه مانا ده . «راوېباله» یا «راوېغوښته » مانا چلنچ ئې ورکی . دغه ګړي دپښتو سوچه لغاتونه دي .
دیوې جملې یاني وییګړي ژباړه ګړه په ګړه بېخي بله ماناورکوي . یادیوه توکي ژباړه . دساري په توګه سکرو (screw) مانا پېچ تخنیکي توکی؛خوموږ دمعدي یوډول ناروغۍ ته هم پېچ وایو . که اوس دغه ناروغي پېچ په« سکرو» ژباړه کوڅومري ناسمه خبره به وي .دپېچ ناروغۍ ته په انګلیسي (diarrhea) وایي . یا (بندُو واز ) تحت الفظي (open and close)په انګلیسي ژباړه سي؛څه شی به ځیني جوړسي . زه هر وار یا بیابیا په خپلو لیکنو کي دغه لیکم، چي ناسمي جوړي سوي ګړي پخپل لیکنه کي مه راولۍ. ډېري سمي جوړي سوي ګړي هم سته،چي هغوته په رښتیاسره ژبه اړتیالري هغه ولیکۍ . دسمو جوړو سوګړو څخه کارواخلۍ .
«تکرار» عربي ګړه ده مانا دوېم وار او «بیا» پښتو قید دی هم ئې مانا دوېم واردی .
په جمله کي ګورو : [دغه ګړه بیا ولوله! یا دغه ګړه تکرار که!]— [مې تکراروه! یا بیائې مه وایه! ]— [تکرارامي ورته وویل . یا بیابیامي ورته وویل .] او«ننګونه» چي دچلنچ لپار په کار وړه کیږي داسي مانالري لکه «سکرو» چي دپېچ دناروغۍ لپاره په کار یوسي .
کتل سوي ځایونه اوکتابونه :
۱: ویکیپیدیا
۲: Englisch-Deutsch Deutsch-Englisch Wörterbuch
۳: اځکزی پښتوــــ الماني قاموس
۴: (DUDEN Fremd-Wörterbuch)
۵: د رحمان بابا کتاب
۶: پرمعیاري ژبه دمعیار په ژبه یوه څېړنه دمحمدمعصوم «هوتک» لیکنه