د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د جوماتونو مقررات

حفیظ الله خالد 11.02.2015 12:06

 پدی ورستیو ورځو کې د جوماتونو د مقرراتو په هکله یوه په زړه پورې لیکنه ټول افغان په ښکلي ویب پاڼی کی خپورسوې چې پکې ډیرې ګټوری لارښونې شته او په جوماتو کی د بوټونو د غلا نه نیولې بیا د عطرو او مشکو تر استعماله پوری پرټولوحالاتو باندی رڼا اچول شوئ ده، زه د لیکنې لیکوال محترم مطمئن صیب هلې ځلې د ستاینې وړ بولم، خو هغه څه چی زما په آند پدی یوویشتمی پیړئ کی غیرعملي او حتی د پوښتنې وړده په لیکنی کی دا حکم ده چې لیکي:
 
              ( د ښځې اواز اوریدل د نامحرم له پاره پرته له ضرورت څخه حرام دی )  

  نه پوهیږم مطمئن صیب د کوم صریح آیت اوحدیث له مخې داسې حکم صادر کړې کاشکی زموږ دا ځوان لیکوال د دی حکم لپاره سندهم وړاندی کړاې وای ځکه ترهغه ځایه چې ټولو ته معلومه ده د خدای پیغامبرحضرت محمد مصطفی (ص ) مخکی له دی نه چی له حضرت بي بي خدیجې (رض ) سره نکاح وتړي څو ځلي د هغې لخوا د تجارت لپاره شام ته سفرونه کړې، واضح خبره ده چې سوداګري او راکړه ورکړه بی له مستقیموخبروامکان نلري، حضرت بی بی عایشه (رض) خو حتی پخپله د جمل جنګ کې نورو صحابوو کرامو ته د جنګ لارښونه کوله.

  نن که موږ د مطمئن صیب دا خبره ومنو چې د ښځې اواز اوریدل د نامحرم له پاره حرام دی نو د تلویزیونو دخبرونو او تبصرو د اوریدو نه چې اکثرأ د ښځینه نطاقانو لخوا پرمخ بیول کیږي باید لاس واخلو، نن صبا د تلویزیونونو په ګردي میزونو کې اکثرأ میرمنې اوښځینه کار پوهان برخه اخلي د هغوي تحلیلونه او نظریی هم پدی خاطر چی موږ ته د یو نامحرم حیثیت لري باید د اوریدو نه یی ډډه وکړو ځکه د عادی خبرونو اوسیاسی تحلیلو اوریدو ته کوم عاجل ضرورت نه لیدل کیږي اکثرخلک د وخت د تیریدو پخاطردا پروګرامونه ګوري .

وائي سیاف صیب یو وخت په پیښورکی کله به چی په ټی وي کی کومه ښځینه نطاقه ښکاره سو د تلویزیون مخ ته به یي پرده ځړول خو خبرونه به یې تر آخره اوریدل او هیڅ کله یی هم پدی هکله کومه فتوا نه ده صادر کړې خو دا دې مطمئن صیب د خبرونو د اوریدو اجازه هم له موږه اخلي.

 البته دلته ستونزه یوازی په تلویزیونوکې د ښځینه نطاقانو او تحلیلګرو په خبرو او اوآز نه تمامیږي، په ولسي جرګې او مشرانو جرګی کی هم ډیرښځینه د ملت استازي شتون لري دوي دنده لري د خپلوخلکو ستونزی د مسئولینو غوږونو ته ورسوي دلته د مسئولینو ترڅنګ چی خبری هغوي ته متوجه دي ډیر نور استازي هم دي چي خبری هغوي پورې تړاو نلري د ښځینه استازي خبری اوري، دلته نو د مطمئن صیب د لیکنی پراساس د یو ښځینه وکیلی د خبرو په پیل سره د ولسی جرګی یا مشرانو جرګې ټول نارینه استازي چی خبري هغوي پورې تړاو نلري او ټول هغې ښځینه وکیلی ته   ( نامحرم ) ګڼل ګیږي د شورا له تالاره ووځي ، د ولسی جرګی او مشرانو جرګی مشران او اداری هیات هم باید د خبرو تر پایه تالار پریږدي تر څو د یوی نامحرمی ښځی د آواز د اوریدو نه ځان وساتي آیا دا کار عملي او منطقي بریښي ؟ مطمئن صیب دی د دی ستونزې لپاره هم کومه لاره پیدا کړي.
 که داسې حکم د یو نالوستي ملا لخوا شوی وای د چا ګیله هم نه راته محترم نظر محمد مطمئن په خپل بیوګرافي کی لیکلي چی هغه په کابل کی د ملګرو ملتو (یوناما) اداری او نور بهرنيو موسسو کی دنده تر سره کړی ، په دننه او بهر کی په  زیاتو کنفرانسو کی یی برخه اخستی، که داسی وي نو زه  هم ( مطمئن) یم چی مطمئن صیب به هیڅ کله هم د خپلو ښځینه همکارانو د خبرو په وخت کی خپل دواړه غوږونه نوي تړلي او یا په کنفرانس کی د ګډون په وخت کی د یوی میرمنی د خبرو په وخت کی د یوې نامحرمی ښځی د آواز پخاطر د کنفرانس له تالاره نوي وتلې، داسې ښکاري چې مطمئن صیب یوازی نورو ته لارښوونې کوې، ښه خو به دا وو چې هغه دا حکمونه اول له خپل ځانه پیل کړای واې .

 مطمئن صیب څخه د یو تحصیل کړي ځوان او دیني عالم په حیث تمه کیږي چی د اسلام د مبین دین حقیقي څیره خلکوته معرفی کړي، زموږ خلک د پاکستان د مدرسو نه راغلي نیمچه ملا یانو د فتواګانو نه بیخي په پوزه راخلي، نن که د دنیا په هری سیمی کی کومه ناوړه  پیښه وشي د ټولو نه مخکې زموږ وطن کی باید عامه شتمني لوټ شي، څو تنو ته مرګ ژوبله واړوي د کنډو رنډو او یتیمانو پر اوسني لښکر چې د یونیم ملیونو نه یی شمیر اوښتی دی نور هم زیاتوالې راشي، دا ټول د همدی نیمچه ملایانو د پارونکي سیاسي مغرضانه حکمونو نتیجه ده چې نن زموږ په ټولنه په تیره بیا زموږ ځوانانو کی د سولې، زغم، اعتدال او ورورګلوئ  په ځای د افراطیت، تشدد او تیري روحیه مخ په زیاتیدو ده که دا حالت همداسې دوام ومومي فکر نه کوم موږ به په نږدی راتلوکي کې په خپل جنګ ځپلي هیواد کې د سولې او امن شاهدان اوسو. والسلام