د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ځوانان او سبا!!‎!

سیف الله څرګند 11.02.2015 12:04

ځوانان او سبا!!‎!
د ټولنپوهنی د علم له نظره تر ټولو باثباته او باوري بقا لرونکي ټولنه هغه ده چه وکړي یی د شته ستونزو د له منځه وړلو، اصلاح،رغښت او سمون په لارو چارو د فکر کولو او هغوۍ ته د عملي جنبي ورکولو توان ولري. دیوی ټولنی د پرختګ او ټاکل سو اهدافو د لاسته راوړلو لپاره یو ښه هبریت تر نور اړین او لمړیتوب لری. خو رهبریت یو مناسب محیط ته اړتیا لری ترڅو وکولای سی د هرڅه د ذهن څخه د عمل تر ډګره پوری ورسوی. چه دا د ټولنی د ملا په تیر یا د هغی ټولنی په محراقی قوی پوری اړه لری. چه هغه ځوانان دی. ځواني د زوند تر ټولو د حوصلي، مقاومت، توان، یاغی توب... مرحله ده چی د تیرولو لپاره یی ډیر احتیاط، ښه او په ځآی مشورو اخیستولو ته اړتیا سته کنی دا هرڅه به د مجاز د نړی قربان سی او بیرته وقعی نړی ته راتګ د مسؤلیتونه د اجرا لپاره به ډیر ناوخته وی. لکه خان عبدالغفار خان رحمته الله علیه چی په ډیر حسرت سره وایی(چه عمر ډیر وو عقل کم وو خو چی عقل ډیر سو عمر کم سو) که څه هم خان رحمته الله علیه ناکام نه وو خو د ته د هرڅه دزوند په اخیر که ډیر ښه معلوم سو. که خدای بخښلی سره هغه فکر چی دزوند په ورستیو کی ورته د ډیرو تجربو څخه حاصل سوی وو وای شاید د د مبارزی به نن زموږ اوستاسو په منځ کی یو بل رنګ لرلای. نو بنآ د یوی باثباته، پرمختللی او رڼي ټولنی د لرلو لپاره دوه فکټوره ډیره مهم دی.
۱: منظم لیډرشیپ
۲: ویښ او روڼ اندی ځوانان
خو بد بختانه په افغانستان کی هرڅه په ډیر غټ انحراف سره یو نامعلوم لوری ته روان دی. نه مو پرون د نن غم و خوړ او نه مو نن د سبا غم وخوړ. پرون مو نن او نن مو سبا خرابه کړه. د نن د امید سترګی مو چی پرون نوی زیږیدلی ماشوم وو تر ټولو اول د ټانګ، ماین، جنګ، ورور وژنی، خواری او غوربت سره اشنا سو چی تر ټولو ډیر یی متاثره او اغیزمن کړ او ځینه په ځینه یی بل ته وفاداری، د خپل دښمنی د مندیت ضد کیدنه، د وطن د ورانی چل او طریقی... د "الف" او "بی" په ځای په ماشومانه زبه او ماشومانه انداز سره له کرکجنو خولو څځه په یوه سپیڅلی جامه کی زده کړل چه پدی برخه کی څو عملونه لکه د خپل پلارنی مېنی څخه لری کیدل؛ د مینی څخه یی محرومه کیدل؛ د پردو په جګړره کی بی شمیره قربانی ؛ د وطن مادی او معنوی هستی نیسته ته رسول؛ د خپل په جامه کی د نورو په اشاره په ډیر ناځوانمردانه ډول سره د دی وطن د لویشتی لویشتی ورانولو ته د سر په سترګو کتل؛ د پردی پالنی مفکوره چه په ملبس کید کی یی د دین، مذهب، او انسانیت... څخه د هر ډول اوصلو خلاف استفاده سوی وه مهم رول ولوباوه. چه د یو روښانه نن په ځایی د ماښامونه میلمانه کړو. که د پرون په پله پل کیښودل سی او د نن ماشوم( د سبا رڼا،جوړونکی، رهبر،لارښود...) په حق کی همداسی ظلم روان وی ماښامونه به مو تورتمونه سی او شاید د یو داسی سبا خاوندان سو چه مآورا یی تصور وی. هیله، ارمان، امید مو دادی چی نور ځوان د یو وسیلی په ډول استعمال نسی. نور ځوان د لیدو، اوریدو، دځآن اونور هکله د فکر کولو د ریشتونی حق څخه محروم نسی.
له تیاری څخه و تیارو ته د تګ مخه ونیسی!
پرون ته په ګوته نیو سره سبا درک کړی. دنن ځواب باید پرون ا د سبا ځواب باید نن ورکړی. روښانه سبا مو د ریښتونی مسؤلیت د ادایني زیږنده ده.
نو هیله کوو...