د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دافغانستان امنیت دنړیوالو مسؤولیت دی

محمد انور ولید 10.02.2015 12:03

افغانستان په نړۍ کې یوه جیو جغرافیکه او جیو پو ليتیکه سیمه ده چې د آسیا په زړه کې موقعیت لري . خو دې هېواد په وچه کې غرب له شرق سره تړلی ، چې د تاریخ په هره مقطع کې د لویو تمد نونو کاروانونه ور باندې تللي او را غلي دي .
دا هېواد ، او په کې مېشت افغانان له تېرو څو لسیزو را په ایسته د لا علاجه ور پېښې وارداتي ناروغۍ له امله د مرګ په بستر کې پرته له کوم معالج طبیب او کومې مد وا څخه د خپل ژوند پاتې شېبې شمېري . دا مهال کوم مسیحا هم نه شته چې په خپل د م سره ددې خاورې پخواني مېړني را پاڅوي ، او پر افغانستان او افغانانو باندي اوسنیو نادودو ته د ځواب ویلو جوګه شي .
 افغان ناورین (۳۶) کلن شو ، دوی د ایوب (ع) په څېرلسګونه کلونه په دغه ور پېښه سیمه ییزه استخباراتي جګړه کې صبر وکړ . نور یې د صبر کاسه پر سر ور اوښتې ، له کلونو را هیسې اوږدې آزمویښتي تپل شوې وارداتي جګړې یې ښارونه ، کلي  او ؤلسونه ټول ور تباه او بر باد کړل . افغان کورنیو خپل عزیزان ، هستۍ او عزت په کې له لاسه ور کړل . او دا ؤلس له ډېرو قربانیو ورکولو وروسته بیا هم ژوندی دئ .
خوسره له دې بیا هم فغانان د خدای ورکړي خصلت له مخې په یوه خوله او یو لاس پر (حَبلِ اللهِ ) باندې د اعتصام او یو والي قابلیت په خپل ځان کې لري . په خپل کور کې د خپل سر ، مال او ناموس په بیه د نورو درناوی او ننګه کوي . مېړانه او غرور یې د نړۍ زبر ځواکونو هم منلی ؤ . نارینتوب یې ټولې دنیا ته معلوم دئ . په افغانانو کې د عاصي د ندامت په صورت کې د بښنې قابلیت هم شته. خو چې یو ځل یې تور ته تور ـ او سپين ته سپین وویل ـ بیا به هېڅوک خپله خبره ور باندې بدله هم نه کړي . له همدي امله خو یې وګړي د بني آدم په ټوله ذُریه کې داسې انسانان دي چې په خپلو ذات البیني ، ملي او بین المللي ستونزو او کشالو کې پرته له حق ویلو او پر ځای عمل څخه د بل هېچا خبره نه اوري ، او نه یې مني .
افغانانو هېڅکله پر بل باندې تېری او تجاوز نه دئ کړی . خو که چا ور سره زور زیاتی کړی ، نو بیا یې له خپل حق څخه ددفاع په خاطر داسې ګوزارونه ور کړي چې تر ننه یې ماغزه په قلار نه دي .
که څه هم افغانان یوه بشپړه سنتي ټولنه ده ، ا وخپلې ملي ـ او له دوی سره شریکې پردۍ ( سیمه ییزوې او بین المللي ) کشالې د ( وَشاوِر هُم فِی الاَمرِ) له حکم سره سمې پر مخ وړي . ځکه دا هېواد د مرکو او سنتي جرګو هېواد دئ . ولې کومې ستونزې چې له بهره پرافغانستان باندې ور تپل کېږي ، دامونه ور ته ږدي او په کورنیو خامو او نیمه خاموځایونو کې ځالې ور ته جوړوي ، هلته د نفاق تخمونه او هګۍ اچوي ، بچوڼي باسي ، پرهغوی باندې نومونه ږدي ، روزنه ورکوي ، اکمالات یې کوي ، او د افغان کور ورانولو قوماندې ورکوي ، افغانستان دارالحرب ـ او جهاد په کې روا ګڼي ،  تر څو دا هېواد بې ثباته ـ او د افغان نظام مشروعیت تر سوال لاندې راولي .
له یوې خوا ترورېستان خپله روزي ، تمویل او تجهیز یې کوي ، او افغانستان ته یې را لېږي ، خو له بل پلوه یې په پلمه له نړیوالې ټولنې جزیه اخلي . خو په نړیوالو امنیتي غونډو کې بیا د افغانستان د غمیزې ګېم پر بله خوا وهل کېږي . ځکه موږ ولیدل چې د شمالي اتلانتیک ( ناټو سرمشریزې ) په امنیتي غونډو کې چې هر کال د مونیخ ( مونشن ) او بروسل (بروکسل)په څېر ښارونو کې جوړېږي  ـ هلته بیا د افغانستان نوم له اصلي آجنډا ( په افغانستان کې امنیت او ټیکاو) څخه ایستل کېږي .  
داسې ښکاري چې د افغانستان او سیمې په دغه نړیواله لوبه کې د افغانستان د ګاونډیانو تر شا د ملاتړ کوم مرموز او پټ لاسو نه هم شته . ځکه د افغانستان ځینې ګاونډ یانو په سیمه او نړۍ کې په تېره د افغانستان ، هندوستان او منځنۍ آسیا په وړاندې هم د ترورېزم ، القاعده ، حزب تحریر ، امارت اسلامي ، خلافت اسلامي او دا عش په نومونو څو ډلګۍ نالوستي او د سیمي او نړۍ له سیاست څخه نا خبره کسان له تېرو څولسیزو را په ایسته روزلي او ګومارلي دي ، هم یې پردۍ جګړه د سترو اهدافو له پاره پر افغانانو باندې ور تپلې ده ، هم یې د نړیوالې ټولنې له سر مشریزې سره دوستي او پټه یارانه ورځ تر بلې پیاوړې کېږي او د هغوی په مرستو ځان او ترورېستان دواړه اکمالوي ، او هم یې د خپلو بې کیفیته تولیدي توکو د پېر او پلور له پاره افغانستان همداسې ړنګ مصرفي مارکېټ ځانته پرې ساتلی ، هم یې افغانستان بد نام کړی او باج یې هم هغوی اخلي ، هم یې خپل اقتصاد او اتومي پرو ګرام ور باندې پیاوړی او غني کړی دئ  ، هم یې چین د ځان ملګری کړي ، او هم یې امریکا او ناټو د چین د پېشقراول خولې ته درولي دي .
دغه دئ د افغانستان د ګاونډ یانو څو اړخیز سیاست ، چې هم ټولې خواوې وهي ، او هم یې له ټولو خواوو خوري .ځکه اوس خو یوازې  ځینې افغان ګاونډیان په دې لو به کې چاغ شو ل او بس .
زما له نړیوالې ټولنې دا تمه ده چې نوردې د مور او میرې خپل دغه  دوه ګوني سیاست ته د افغانستان او ګاونډ یانو په اړه د پای ټکی کېږدي ، او دهغوی له خوا دې  د داعش ، خلافت اسلامي او امارت اسلامي په نومونو د ترورېزم لاسونه له افغانستان او سیمې څخه ور لنډ کړي ، ترڅو په افغانستان ، سیمه ټوله نړۍ کې امنیت او ټیکاو را مینځته شي . نړیوالو له لومړي سره له افغانانو سره ژمنه کړې وه چې په افغانستان کې به ترورېزم او القاعده له مینځه وړي ، او افغانستان به یوازې نه پرېږدي چې بیا د ترورېستانو په ځالو بدل شي . اوس خو د ترورېستانو د پټن ځایونو ، ټرېنېنګ ، تمویل او تجهیز ځایونه هم معلوم شول ، نو څه ټکه را ولوېده چې اوس د خره پر ځای پر کته باندې ګوزارونه کېږي . ځکه د افغانستان امنیت خو د نړیوالو مسؤولیت دئ .