د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پر افغان کډوالو څه تيريږي

یاسر الهاشمی 08.02.2015 00:07

کلایس د فرانسې يوه ساحلي سيمه ده چې د پاريس ښار په شمال کې موقعیت لری. دغه سیمه انګلستان ته تر ټولو نږدې پرته سيمه ده او د انګلستان له سرحدي ولايت (دوور) څخه ۸۳ کيلومتر فاصله لرې چې دغه فاصله د کښتۍ پواسطه په يو ساعت او (۲۸ ) دقيقو کې وهل کيږي.
د کډوالو په اړه د ملګرو ملتونو د ادارې د راپور پر اساس، هرکال د لسو زرو په شاوخوا کې ځوانان له يونان څخه د باروړونکیو لاریو او کانتينرونو له لارې او يا هم د نورو ناقانونه لارو څخه په استفادې ځان د فرانسې کلايس سيمې ته رسوي چې بيا له کلايس څخه انګلستان ته ولاړ شي.
افغان ځوانان هم د نورو آسيايي هيوادونو د اوسيدونکو په څير له ورته لارو څخه په استفادې ځانونه کلايس ته رسوي، په ۲۰۱۳ کال کې د انګلستان ټيلګراف رسنۍ له افغان کډوالو سره په کلايس کې مرکې کړي چې مونږ د ځينو کډوالو خبرې دلته را نقلوو:
(( نجیب جبارخيل د افغانستان د شرقي ولايتونو اوسيدونکې دی چې د ۶ میاشتو راهيسې په کلايس کې اوسيږي د خپل زړه حال داسې بيانوي:
موږ دلته په ځنګل کې ژوند کوو ځينې وخت داسې کيږي چې موږ ته د درېوو ورځو لپاره ډوډۍ نه راکوي، زه په يو وړوکې کوټنۍ کې ژوند کوم چې د دوو کسانو لپاره مناسب دی خو د شپې لخوا زموږ شمير اوه تنو ته رسيږي.
که څه هم دلته د سره صليب د نړيوالې کميټې (ICRC) لخوا يو کيمپ جوړ شوي خو د دې کيمپ امکانات ډير محدود دی يوازې د دوو زرو کسانو لپاره بسنه کوي، پداسې حال کې چې زموږ شمیره تر لسو زرو لوړه ده.
هوا سړه ده په تيرو دوو مياشتو کې د هوا د خرابوالې له امله ۵ تنو خپل ژوند د له لاسه ورکړی او دغه شميره مخ په زياتيده دی.
نصير خان، چې يو بل افغان کډوال دې او ۱۹ کاله عمر لري، وايي له اتو مياشتو راهيسې په کلايس کې ژوند کوي او دلته واړه ماشومان هم شته چې عمرونه يي ۱۲ او ۱۳ کلونو ته رسيږي، نصیر خان زياته کړه چې پدې عمر کې موږ بايد تعلیم وکړو او درس ووايو.
خو له بده مرغه مونږ دلته راغلې يو او په ځنګلونو کې شپې او ورځې سبا کوو او د مرګ سره لاس او ګريوان يو.))
افغان کډوال خان عابد، چې پنځه ورځې مخکې کلايس ته راغلی، وايي: (( ما ۷۰۰۰ ميله سفر کړې تر څو دې ځايه پورې را ورسيږم، اروپا ته له راتګ څخه زما هدف ارامه ژوند ته رسيدل و.
دلته حالات ډير خراب دی پر افغانستان شکر وباسم، که زه دلته پنځه ورځې نور پاتې شم ليونی کيږم، ځکه دلته زه هره ورځ د مرګ سره مخامخ کيږم او هره ورځ مړ کيږم.))
که څه هم له یادو شویو کسانو سره شاوخوا دوه کاله وړاندې مرکې شوي. خو دا د ټولو هغو خلکو برخلیک دی چې په ناقانونه لارو بهرنیو هیوادونو ته سفرونه کوي.
درنو لوستونکيو!
په ناقانونه لارو سفرونه د ژوند سره لوبې او دغه لوبې ډيرې خطرناکې او حتی وژونکي دي. انساني قاچاقبر د خپلو شخصي ګټو لپاره دغه خطرونه پټ ساتي تر څو خلک پر دوی باور وکړي.
قدرمنو! بهر ته تګ په دې نه ارزي چې تاسې خپل وخت، پيسې او حتې تر دې چې خپل ځان ترې قربان کړی.