د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ماشومان او ناقانونه سفرونه

یاسر الهاشمی 08.02.2015 00:06

د اروپايي هيوادونو د داخلي تګلارې پر اساس هغه وخت د يو شخص د پناه غوښتنې درخواست ته رسيده ګې کیږي چې نوموړی شخص د ۱۸ کلنې عمر بشپړ کړي.
هغه اشخاص چې عمرونه يي له ۱۸ کالو څخه ټيټ وي او په غير قانوني ډول انګلستان او يا کوم بل اروپايي هيواد ته داخل شي تر هغه وخته پورې چې د ۱۸ کلنۍ عمر ته نه وي رسيدلی نشي کولای چې د پناه غوښتنې درخواست ورکړي.
ځينې افغانې کورنۍ د دې لپاره خپل ماشومان انګلستان او يا هم کوم بل اروپايي هيواد ته استوي چې هلته په اسانۍ سره قبليږي، خو دوی له حقیقت څخه ناخبره دي او حقيقت دا دې چې:
هر کله چې يو شخص د انګلستان پولو ته ورسيږي د سرحدې پوليسو لخوا نيول کيږي، په لومړي قدم کې د ده عمر معلوموي چې د دی کار لپاره ځانګړی او مسلکي اداره ده.
که چيرې د عمر د ثبیت ادارې د څېړنې په نتیجه کې د يو شخص عمر له اتلس کالو څخه ټيټ وګڼل شی بیا نو دغه شخص ځانګړي ځايونو ته انتقاليږي چې د ماشومانو کډوالو لپاره جوړ شوي او تر هغې پورې له دوی څخه څارنه او مراقبت کيږي چې دوی ۱۸ کلنې عمر ته ورسيږي.
کله چې دغه ماشومان د اتلس کلنې عمر بشپړ کړي بیا ځانګړي زندانونو ( توقیف ځایونو) ته استول کېږي او کولای شي چې د پناه غوښتنې درخواست ورکړي.
په ځانګړو محيطونو کې د اوسيدلو وخت مشخص دی، يعنې که چيرې یو ماشوم ۱۶ کلن وي بیا نو دوه کاله په دغه ځانګړي محیط کې ساتل کيږي او که چيرې ۱۵ کلن وي بيا نو درې کاله په دغه محيط کې ساتل کيږي.
اروپايي هيوادونه او انګلستان هرکال د ماشومانو په ګډون د سلګونو زرو غير قانونې کډوالو کوربه وي او دا کار د دی سبب شوی چې د اروپايي هيوادونو او انګلستان سرحدي پوليس د ماشومانو په وړاندې هم له سخت چلند څخه کار واخلې.
ځينی وختونه داسې هم کيږي چې د عمر د تثبیت اداره د ماشومانو په اړه له بې غوري څخه کار اخلي او ماشومان د ځوانانو سره يو ځای په بنديخانو او زندانونو کې ساتل کيږي چې د دې کار پايلې ډير خطرناکې دي. په داسې حالاتو کې د دې امکان شته چې د ماشومانو څخه ناوړه استفاده وشي.
هغه ستونزې چې يو نا قانونه کډوال ماشوم په انګلستان کې ورسره مخامخ کيږي په لاندې ډول دی:
- ماشومتوب د ژوند يو حساس پړاو دی، د ارواپوهنې د علم پراساس که چيرې يو شخص د ماشومتوب په دور کې د کورنې له مينې څخه محروم شي په ځوانې کې هميشه مضطرب او عصبي وي.
- په انګلستان کې کډوال ماشومان په ځانګړي محيطونو کې ساتل کيږي او کيدای شي چې ځينې وختونه په جلا خونو کې وساتل شي، دا کار ددې سبب ګرځي چې ماشوم په منزوي (ګوښه ګير) شکل رشد وکړي چې بيا نشې کولای په اسانۍ سره ځان د ټولنې سره عيار کړي او دغه ګوښه ګيري شخص د مجرميت خوا ته سوق کوي.
- لکه څرنګه چې مخکې مو يادونه وکړه ځينې وختونه داسې امکان هم لري چې ماشومان د لويانو سره يو ځای په زندانونو کې و ساتل شي چې په داسې حالاتو کې بيا د فزيکې او روانې ستونزو سره مخامخ کيږي، د دې ترڅنګ د تعليم څخه هم بې برخې کيږي.