د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ټولټاکنو نظام، د هغه سمون

احمدجان تڼی 07.02.2015 09:18

د کابل ارګ ، د یوې مطبوعاتی اعلاميی په ترځ کې ویلی دي چی : رییس جمهور غنی په انتخاباتی نظام کی د سمونونو راوستلو ته ژمن دي.
په اعلامیه کی زیاته شوي ده چی د اولسمشر له خوا دوهم مرستیال سرور دانش ګومارل شوی دی چی د ټولټاکنو د مستقل کمیسیون او د مدني ټولنو سره په سلا کولو ، اړوند مسایل تشخیص کړي.
خو مهمه دا ده چې د اولسمشر دوهم مرستیال په رښتیا وغواړي چی هغه بنسټیزې ستونزې چی د ټاکنو په سیستم کې شته دي پيدا او د هغه د لیرې کولو د پاره هڅه وکړي او که د هغه پخواني تنظیمی ذهنیت له مخې، د واقعیتونو به سترګې پټې کړي او د داسې سیستم د پلي کولو به هڅه وکړي چې تر پخوا به په ټولنه کې زیاتې ستونزې وزیږوي.
د بلی خوا د ټولټاکنو اړوند تش په نامه زیاتې مدنې ټولنې د خلکو د باور جوګه نه دي . دې ډلو په تیرو دیارلسو کلونو کې ددی په ځای چی د ټولټاکنو د پاره د رښتینو سمونونو هڅې وکړي د لوټمارانو ، درغلګرو ملاتړ یی کړي دې.
نوموړو تش په نامه د ټولټاکنو اړوند مدني ټولنو د ټولټاکنو په نومونو ټولنو زیاتره مهال د ټاکنو د جنجالی کیدو په صورت کی د خلکو د غوښتنو او د قانون د خلاف دریز نیولی او د خلکو په منځ کې د تورو څیرو په توګه پیژندل کیږي خلک باور لری چی دا ټولنې جوګه ندي چی د ټاکنو په سیستم کې د مثبتو سمونونو وړاندیزونه وکړي.
دا یو واقعیت دی چی د ټولټاکنو اړوند تر اوسه په افغانستان کې داسی کومې اغیزمنې مدني ټولنې چي د کومي بهرني او یا کورني منبع له خوا په ښکاره او یا پټه ملاتړ یی ونشی د هیواد په ټولنیز او سیاسی ژوندانه کې فعاله نه دي
ټول هغه وړاندیزونه چې ددی تش په نامه د ټولټاکنو مدني ټولنو د اشخاصو له خوا وړاندی کیږی تر ډيره بریده به د زورواکانو او متعصبو کړیو د واک د ټینګښت له پاره وي. له دی امله کیدای شی دا سیستم به د پخوا څخه هم خراب شي.
خو مهمه دا ده چی ایا د ټولټاکنو په نظام کی به مثبت بدلونونه رامنځته کړل شی او که داسی بدلونونه به پکی رامنځته شی چې تر پخوا زیاتې ستونزې وزیږوي؟
له دې امله اړینه ده چي د ټولټاکنو د سیستم د اصلاح او د سمون د راوستلو د پاره عامه نظریات او افکار راټول شی.
دا معمول ده چې د مقالو لیکونکی خپل وړاندیزونه د لیکنې په پای کی لیکي مګر زه خپل وړاندیزونه په لومړي کي راولم:
د ښاغلی اشرف غنی څخه غوښتل کیږی چی د لاندې ټکو ته پاملرنه وکړي:
• د ټولو ولایتونو نفوس دی په دقیقه او بې پرې توګه ( د غلطو سندونو له مخې نه ) په واقعی ډول سره ارزیابی کړي. او دا دنده دی داسی ادارې ته ورکړل شي چی د متعصبو پاشیستي کړیو او ایران اغیزه پکی نه وي.
• د هرولایت د هیواد څخه بهر مهاجرین ( ایران او پاکستان ) باید په هغه ولایت په نفوسو کی وشمیرل شی
• د نفوسو د قیق تخمین په بنسټ باندې باید په پارلمان کی د هر ولایت استازیتوب باندی د سره کتنه وشي د ساری په توګه د خوست او پکتیکا ولایتونو استازیتوب د واقعی نفوسو په نسبت خورا کم دی.
• همدارنګه هغه ولسوالی چی د تنظیمونو د واکمنی په دور ، او هغه ولایتونه چی د ښاغلی حامد کرزی د واکمنی په دور کی را منځته شوی دی بیرته لغوه شي. لکه د بدخشان او بغلان ولایتونو ولسوالی ، د پنجشیر او دای کندي ولایتونه.
• هره ولسوالی ( د نفوس او خاورې په نظر کې نیولو سره ) باید د ټولټاکنو په حوزه باندې واړول شی
• په هغو ولسوالیو او یا مرکزونو کې چې د مختلفو عواملو له مخې ټاکنی نه تر سره کیږی د نوموړی ولسوالی څوکی باید په پارلمان کې باید تشه وساتل شی.
• هر وګړی ( باسواده او بیسواده) باید دا حق ( پارلمان او اولسمشری ته ) ولری چی ځان کاندید کړی او یا رایه ورکړي .
• په جنګی جرمونو ، لوټماریو باندی ککړ کسان باید د پارلمان او اولسمشری د پاره کاندید نه شي.
• د کیمپاین له پاره د لګیدونکو روپیو منابع او اندازه باید ښکاره واوسي
• د ټولټاکنو ترسره کونکو ارګانونو کی باید هغه کسان چی سیاسی او پوځی ډلو سره ښکاره او یا پتې اړیکی ولری موجودیت ونلری.
• د ټاکنو او یا کیمپاین په بهیر کې څوک چی جرمونه او جنایتونه تر سره کوي باید سخته د قانون سره سم جزا ورکړل شی
• د ټاکنو د کارکونکو د قانون خلاف کړنو مخنیوی باید وشی.
• هغه څوک چی یو وار پارلمان ( ولسی جرګه او مشرانو جرګه ) کې د وکالت دوره تیروي دوهم وار باید د کاندید کیدو چانس ورنکړل شی.
• د ټولټاکنو کمیسیون او د شکایتونو د اوریدلو کمیسیون باید لغوه او ټولټاکنې باید د سترې محکمی له خوا تر سره شي . په هره ولسوالی او ولایت کی باید محکمه د ټولټاکنو د تنظیم ، کنترول او نظارت دنده په مخ بوزي.
• د افغانستان ټولو خلکو ( نارینه ، ښځینه ، کوچیان ) ته باید په ټاکنو کی د برخه اخیستلوکارتونه ورکړل شی او د هغوی د ونډی اخیستلو زمینه ورته برابره شي.
• هغه کسان چی پخوا د درغلیو له لاری پارلمان ته لاره پیدا کړي وه باید تشخیص او سخته جزا ورکړل شی.
اوسنی انتخباتی نظام د خلکو د پاره د منلو وړ ندی. دا ځکه چی دا نظام په داسی ډول تنظیم شوی دی چی د هغه په پایله کی ، یو زیات شمیر د افغانستان خلک د خپلو روا حقوقو څخه بې برخې شوي دي.
د بن په لومړي کنفرانس ، کله چی د امریکایی پوځونو له خوا د طالبانو حکومت په زور راوپرځول شو، روحیه په دې ډول وه چې طالبان پښتانه دي او هغه د واک څخه ګوښه شوي .
د بن کنفرانس ته داسی ډلو او وګړو ته بلنه ورکړل شوه چی په قومي تعصب را منځته شوي وې. او نوموړو ډلو زیاترو د هیواد د اکثریت د نفوس ( پښتنو ) سره د دښمنی اجندا درلوده. په دې کنفرانس کې د پښتنو ضد متعصبو کړیو او د ملیشایی تنظیمونو خبره وروستی وه. همدا سبب و، چی شهید حاجی عبدالقدیر د نړیوالو په وړاندی خپل ګریوان څیرې کړ.
د لومړي بن په کنفرانس کی په داسی ټکو باندی فیصله وشوه چی په هغه کې دولتی نظام ( د خلکو د غوښتنو په خلاف ) په قومی نظام باندی بدل شو.
په دی کنفرانس کې د قومونو او توکمونو د نفوسو او تناسب اندازه د واقعیتونو په خلاف تثبیت شوه په دی کنفرانس کی پښتنو ته د څلویښت سلنه (د اویا سلنې په ځای) شتوالی تثبیت کړل شو.
د همدې پاشیستی نظر په بنسټ د کابل ادارې له خوا هغه ولایتونه چی سل په سلو کې پښتانه دي هلته د نفوسو اندازه ، یو په دریمه تخمین او په پارلمان کی ونډه ورته وټاکل شوه.
مګر په مقابل کی د یو شمیر نورو توکمونو اندازه یو په لس ضرب کړل شو او د هغوی ولسوالی په ولایتونو او کلي یی په ولسوالی واړول شوې.
له دی امله د افغانستان ټول خلک غواړی چی په دی نظام کی بدلون راشی داسی بدلون ، چې د هیواد ټول خلک د رایو اظهار وکولی شی او د دوی د رایو مطابق هغوی ته په مقننه قوه او دولت کې برخه ورکړل شی.
د کابل اداری چارواکی تل هڅه کوي چی په افغانستان کی د جګړو عوامل بهرنی په ډاګه کړي په داسی حال کی چی تر ډیري اندازی روانه جګړه کورني عوامل لری چی یو د هغوی څخه هم په تعصب ولاړ د ټولټاکنو نظام دي او ددی نظام په بنسټ په کابل کی یوه بیکاره ، په فساد او تعصب ولاړه اداره رامنځته شوي ده.
لکه څنګه چی په افغانستان کی د روانې جګړې علتونه مختلف دي :
• داخلی علتونه
• بهرنی علتونه
په داخلی علتونو کې د جګړې مهم عوامل په دی ډول دي:
په قومي تعصب ولاړه اداره : د هیواد اتیا سلنه خلک په موجوده اداره کې ځان نه وینی او ځانونه ورته محکوم ښکاري . د خلکو په قول په تیرو دیارلسو کلونو کی د هغو متعصبو کړیو په لاس کې و چی په درواغو ځانونه تاجکانو او هزاره ګانو استازی بلل او دې کړیو په ټول ځواک سره زیار ایسته چی ټول قدرت انحصار وساتي.
په اوسنی اداره کې لویه پکتیا،ختیځ ولایتونه ، جنوبی سیمې ( چی دلته د نفوسو تکاثف ډیر دی) هیڅ استازیتوب په دولت نلری. د هیواد په شمال کې پښتانه په دولت کی وجود نلري .
په فساد او دیکتاتوری ولاړ نظام: په افغانستان کی د موجوده ادارې په رامنځته کیدو سره اداری فساد د موجوده نظام په کلتور باندی بدل شو. په دی اداره پنځه نوي سلنه لوړ پوړي او ټیټ پوړي ټول چاوراکی په دی هڅه کی و او دي چی څه ډول خپلي شتمنی زیاتی او د امتیازاتو څخه اعظمی ګټه پورته کړي.
په قومی تناسب کوی د بدلون هڅې : د کابل اداری چارواکو په قصدی توګه د هیواد په شمال کې ( د متعصبو ملیشاو څخه په پټ او یا ښکاره ملاتړ سره ) د خلکو ځپلو ته ملاوتړله د موجوده اداری په حاکمیت کی په لسګونو زره خلک ( پښتانه ، ګوجر ، بلوڅ ) ووژل شول او یا د خپلو سیمو څخه وشړل شول.
دهیواد په مرکزی سیمو کی د کوچیانو شخصی او قباله یی ملکیتونه د کابل د ادارې په مرسته متعصبو ایرانی پلوه ملیشاو له خوا غصب او په دی ډول د هیواد اکثریت اولس د کابل اداری په خلاف ودرید.
قومی تعصب، فساد ، د خلکو د ملکیتونو غصب، د خپلو سیمو څخه په زور کوچول، په سیاسی ډګر کې ګوښه کول ددی سبب شو ، چی یو شمیر کسان ټوپک ته لاس کړي.
په افغانستان کی د جګړو او نا ارامیو مهم عامل په خپله د متعصبو او فاسدو کړیو واکمنی ، په هیواد کی د خلکو د اقتصادی ژوند خرابی ، او په سیاسی توګه د اقلیت واکمنی په اکثریت باندی ، دی.
په قومی تعصب باندې ولاړ ، ټاکنیز نظام دی.
لومړی تر هر څه مخکی باید وویل شی چی د ټولټاکنو د پاره بنسټ د توطیی او تعصب له مخې ایښودل شوی دی.
د حامد کرزی په حکومت کې چی د واک اصلی واګې د متعصبو پاشیستی کړیو ( چې په عمده توګه یی د پښتنو سره د دښمنی اجندا درلوده) په لاس کې وې. دې کړیو زیار وایسته چی د ټولټاکنو د بهیر له پاره داسی میکانیزم را منځته کړي چې په پارلمان کی د پښتنو شته والی محدود کړي نو ځکه :
• دوی پښتنو سیمو کې نفوس تر ریښتینی اندازې څخه یو په دریمه کم تخمین کړی دی تر څو په پارلمان کی د دوی وکیلانو شمیر محدود شی . د ساری په توګه د خوست ولایت چی نږدی یو میلیون نفوس لری یوازی دری ، څلورو وکیلانو برخه ورکړل شوی ده په داسی حال کی چی د قانون مطابق ددی ولایت نفوس سره سم باید لس تنه وکیلان په پارلمان کې ولري. په همدې ډول د پکتیا، پکتیکا،هلمند او داسی نورو د پښتینی سیمو ولایتونو .
• د پورتنی توطیی د عملی کولو د پاره ځینی ولسوالی په ولایتونو تبدیل کړل شوې او کلی یی ولسوالیو ته ارتقا ورکړل شوه. ( بدخشان ، بغلان ، پنجشیر او دای کندي ) په داسی حال کی د هغه ځایونو نفوس د پښتنی سیمو په تناسب خورا کم دی. دلته کوچنی کلی په ولسوالیو اړول شوی دی او د دوی له پاره په جعلی توګه د نفوسو شمیر زیات په ګوته شوي دی.دا ډول ولسوالی په پنجشیر، دای کندی، بدخشان، بغلان رامنځته کړل شوی دی.
• کوچیان ، کوچیان د بدخشان څخه تر نیمروز ، د بادغیس څخه تر خوست پورې خواره واره دی چی د هغوی نفوس کیدای شی د پنځو او اوو میلیونو تر منځ وي مګر په واقعیت کی هغوی ته لس څوکی په پارلمان کی ورکړل شوی دی چی دا د ټولنې د لویې برخې سره لویه جفا ګڼله کیږي.
د ټولټاکنو په میکانیزم په ماهرانه توګه ، فساد او حق د تر پښو لاندی کولو د پاره د زمینی برابرول:
تر ټولو مهمه خبره داده چی په ټولټاکنو کی ولایت ، د پارلمان لپاره په انتخاباتی حوزه باندی واړول شوه. ددی له پاره چی متعصب کسان وکولی شی د جعلکاری له لاری پارلمان ته لاره پیدا کړي . ولایتونه یی د حوزو په توګه وټاکل .
باید وویل شی چی په افغانستان کی د دموکراسی په لسیزه کی، ولسي جرګې ته د ټولټاکنو د پاره حوزه ولسوالی وه. د ولسوالی حوزې څو مثبت ټکي درلودل:
• هغه چا چی غوښتل په اولسي جرګه کی د ولسوالی استازیتوب وکړي د هغه د پاره کیمپاین ډیر اسانه و. هغه د ولسوالی زیاتره خلک د نږدې پیژندل . هغه کولی شول دخلکو د دود او دستور سره سم کیمپاین وکړي او خلکو ته خپل کاري پلان تشریح کړي او د خلکو ملاتړ تر لاسه کړي.
• د خلکو د پاره ساده دا وه ، چی هغه څوک چی غواړی د دوی استازیتوب وکړي د هغه په هکله پوره معلومات ولری او یا په دقیقه توګه معلومات ترلاسه کړي. همدارنګه یو وګړی د نورو دوستانو سره یوځای د نوماندانو په هکله بحث وکړي او په دی هکله تصمیم ونیسی.
• د نوماند د بري په صورت کی ، خلک کولی شی د خپلو ستونزو او وړاندیزونو په هکله د اولسی جرګی استازی سره خبرې وکړی او هغه کار او فعالیت ته وهڅوي،
• د اولسی جرګی وکیل هم کولی شی د خپلو موکلانوسره د نږدی وګوری د هغوی وړاندیزونو او ستونزو په هکله ور سره خبرې وکړي.
ولایت د ټولټاکنو د حوزې په توګه : د ښاغلی حامد کرزی په واکمنی کی د اولسی جرګی او ولایتی شورا د پاره حوزه ولایت وګرځول شو ، چی دی مسلې یو شمیر سترې ستونزی رامنځته کړې :
• د زیاترو کاندیدانو په هکله خلک معلومات نه شی تر لاسه کولی . ټول کاندیدان په خپلو پوسترونو کی ښایسته عکسونه اچوي او خواږې جملی اچوي. همدا خبره ده چی خلک د ټولټاکنو په هکله زړه نا زړه کیږی او زیاتره کسان ، ددی له پاره چی کوم نوماند په هکله معلومات نه لری په خپلو کورنو کی کینی او رایه ورکولو څخه ډډه کوي .
• کم معلومات او قومي توب :
دا چی خلک د نوماندانو په هکله معلومات نه شی تر لاسه کولی ، بیا دوی اړ کیږی چی خپلی رایی د توکم ، مذهب ، ژبې او سیمې په نظر کې نیولو سره وکاروي . د یادولو وړ ده چی د افغانستان پارلمان ته بشپړه اکثریت وکیلان ، د توکم ، ژبی، سیمې او مذهب په بنسټ راغلی دی . له دی امله د دوی د کار اجندا قومي او یوازی د خپل قوم په هکله خبرې کوي او ملی روحیه نلري.ټولټاکنې قومي کیږي :
نوماندان ، نه پوهیږی چی هغه څومره رایو ته اړتیا لری او هغه رایی کوم ځای کی تر لاسه کولی شی؟
د کاندید څخه د کیمپاین کولو لاره ورکیږی .
له همدې امله هغه هم په توکم ، ژبه ، سیمه او مذهب څخه په کار اخیستلو سره هڅه کوي چی د خلکو رایی خپلې کړي.
• د فساد سبب کیږی :
1. د کاندید د پاره د کیمپاین کولو د پاره ډیر مالی امکاناتو ته اړتیا پیدا کیږی همدا سبب دی چی زیاتره کاندیدان هڅه کوي چی د غیر قانونی منابعو په پیدا کولو سره د کمیپاین لګښتونه پوره کړي.
2. او یا د ټولټاکنو د کمیسیون د چارواکو سره ګوتې پټې کړي تر څو هغه بریالی اعلان کړي. همدا خبره ده چی اولسی جرګی ته د بریالیتوب معاملی په شهزاده سرای او یا په دوبۍ کې کیږي.
• بله مهمه خبره داده، چی که چیرې ولایت حوزه وي د اوسنیو شرایطو په نظر کې نیولو سره زیاتره خلک په پارلمان کی د خپلو استازو د شتون څخه بې برخې کیږي
1. افغانستان ګڼ توکمیزه هیواد دی چی په مختلفو سیمو کې مختلف توکمونه اوسیږي. دا روښانه ده چی د پنجاپ استعماری – تروریستی ادارو هڅه وکړه او کوي یی چی د پښتنو سیمی نا ارام کړي او په دی ډول سره پښتانه د ستونزو سره مخامخ کړي. همدا خبره ده چی د ټاکنو په مهال وسله وال ګروپونه پښتنو سیمو ته لیږل کیږی تر څو پښتانه اړ کړی چی په ټولټاکنو کی برخه وانخلی ، همدا خبره ده چی په ټاکنو کې قومي تناسب له منځه ځي د نورو توکمونو په ګټه باندی تمام شی. په غزنی کي پنځلس ولسوالی دی او یوه نیمه یی هزارګان خو په پارلمان کی استازی ټول هزاره ګان دی. باید ووایو چی داهزاره ګان وکیلان ټول ولایت خپل نه بولی اوټول پام یی خپلی ولسوالی ته دی. دا ډول مثالونه په هرات ، کندز، بغلان، بلخ، تخار، بادغیس او نورو ولایتونو کی لیدل شوی دی.
2. ښاری سیمو کې هم دا حال دی، دلته هم یو شمیر سیمو کی مصنوعی ناارامی رامنځته کیږی تر څو یوازی په مشخصو سیمو کی صندوقونه ډک شی او پاتی خلک استازیتوب ونلری. دا بلخ ، کابل ، کندز ښارونو کی لیدل شوی دی.
3. جعلکاری ته ښه زمینه برابریږی. دا ځکه څوک نه پوهیږی چی چیرې او څومره رایی ورکړل شوې ؟ په دی ډول صندوقونه ټاکل شوو کسانو ته ډک کیږي .
دا ډول پلانونه په کندز ، غزنی، وردګ ، بغلان، بلخ ،تخار، فاریاب، بادغیس، هرات، سرپل سیمو کې په دقیقه توګه عملی شوی دی او ددی سیمو د پښتنو څخه ( چی په نوموړو سیمو کې د نورو توکمونو په تناسب اکثریت جوړوي ) ولسی جرګې ته څوک لاره پیدا نکړي.
همدارنګه په نوموړو ولایتونو کی په واکمنو کړیو پورې تړلو ملیشاو د پښتنو په سیمو بریدونه کړی او پښتانه یی نه دی پریښی چی ټولټاکنو ته ولاړ شی چی د دا ډول پیښو ښه مثالونه په کندز ، بغلان ، بلخ او نورو ولایتونو کی ورکول کیدای شی.
ددی په اړخ کی چی دولتی واکمنو متعصبو کړیو هڅه وکړه چی په ټولټاکنو کی د ټولنی اکثریت د رایه ورکولو څخه بی برخی کړي د هغه په څنګ کی یی لټه وکړه چی د دولتی واک او نفوذ له لاری دخپلو خوښو کاندیدانو صندوقونه ډک کړي.
مصنوعی رایه ورکول:
د هیواد کابل زیاتره ښاریان شاهد دی چی د ټولټاکنو په ورځ د یو شمیر واکمنو کړیو له پاره د دوه او یا دری ځلو ډله ایزه رایه ورکولو هڅه کیږي.
د ساري په توګه لوی لوی بسونه په کابل کی تیاریږی چی په کابل کی د رایه ورکولو څخه وروسته نورو سیمو ته ځی هلته هم رایه ورکول کیږی دا ډول کړنی په نورو ولایتونو کی هم تر سره کیږی چی په دی ډول رایه ورکول د واکمنو متعصبو کړیو په ګټه تمامیږي.
په یوه مهال کی په څو ځایونو کی د رایی ورکول ددی سبب شوی دی چی د ډیرو خلکو حقوق تر پښو لاندی کړل شی
د هیواد د اساسی قانون سره سم ټولټاکنی باید سراسري وي. د هیواد هر وګړی دا حق لری چې ځان کاندید کړي او یا کوم کاندید ته رایه ورکړي. هیڅوک دا حق نه لری چې د هیواد یو وګړی هم ددې حق څخه بې برخې کړي.
د یوه وګړي څخه په غیرقانوني توګه د نوماند کیدو او یا د رایی ورکولو د حق اخیستل ، دهغه د جسمی له منځه وړلو څخه هم لوی جنایت دی.
په دی ورځو موجوده پارلمان یو قانون تصویب کړی دی چی په هغه کی په ډاګه شوی ده چی پارلمان ته هغه څوک ځانونه کاندید کولی شی چی د لیسانس په اندازه تحصیل ولری.
د ویلو وړ ده چی د دا ډول مادی تصویب کول د افغانستان لسګونو میلیونو حق چی په اساسی قانون کی تسجیل شوی دی تر پښو لاندی کول دی. د اساسی قانون له مخی د افغانستان ټول خلک د برابرو حقوقو درلودونکی دی په اساسی قانون کی یوازی د وزیرانو د پاره د لیسانس درجه زده کړه په نظر کی نیول شوي ده.

که چیری د کابل د ادارې د مشر ښاغلی اشرف غنی له خوا پورتنی ټکی په نظر کی ونیول شی او یو داسی د ټولټاکنو نظام رامنځته کړل شی چی په قومي او تنظیمی تعصب باندی ولاړ نه وي په هغه صورت کی کیدای شی په افغانستان کي په راتلوکی کی رڼې ټولټاکنې ولرو او ټولو خلکو ته د هغو حقوق په پارلمان کی ورکړل شی.
افغانستان به هم د سولی ، ارامی او دموکراسی خواته ګام پورته کړي.