د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ککړې اوبه

سیدآغا(نورزاد) 05.02.2015 10:57

سریزه
څرنګه چې اوبه دپاک الله(ج) هغه نعمت دی چې په څښلو یی خلک نه مړیږی اوهره شیبه ورته ضرورت لری ترڅوپه مختلفوساحوکی یی داستعمال څخه استفاده وکړی نویوه ساحه چې هغه یی دڅښاک څخه عبارت ده ډیرزیات احتیاط پکار دی. کله چېاوبه څښل کیږی باید یوځل دهغی څخه لید نه وشی چې ترڅود امراضودپیښیدو سبب ونه ګرځی، داچې زما موضوع دابتدایی د وری شاګردانوته داوبودککړتیاپه اړوند پوهاوی ورکول دي.نوغواړم چې په خاصه توګه نظرورکړم،داچې اکثره شاګردان دپاکواوککړو اوبوپه جدایی نه پوهیږی نولازمه ده چې هغوی ته دککړو اوبوپه اړه عامه پوهاوی وکړل شی،ترڅوشاګردان دککړواوبو په هکله پوهاوی ترلاسه کړی چې داستعمال څخه یی ځانونه وساتی.اوبه دستر څښتن تعالی هغه نعمت دی چې په شتون کی یی دټولومخلوقاتوپایښت دی پاکي اوصفأ اوبه ټولوموجوداتوته ضرورت دی باالخصوص دانسانانولپاره که چیرته په ټولنیز ژوندکی پاکی اوبه ونلرو دبیلابیلوستونزو اوناروغیو سره به مخ شو.دهمدی ستونزودحل لپاره می پورته ذکرشوی سرلیک لاندی موضوع دخپلی لنډی څیړنې لپاره غوره کړه په دی څیړنه کی می دڅیړنې مساله،دڅیړنې موخی،دڅیړنې ارزښت اواړتیا،دڅیړنې پوښتنی دڅیرنی پیشینه ،دڅیړنی میتودولوژی اود میتودولوژی ځینی نوری برخی لکه دڅیړنې دمعلوماتو دراټولولاری، دڅیړنې پوښتنلیک، دڅیړنی مصاحبه، دڅیړنې مشاهده،
دڅیړنې ګډونوال، دڅیړنې ځای،دڅیړنی د نمونی دټاکلولاری،دڅیړنی اخلاقی مسله، دڅیړنې اعتبار اوباور، دڅیړنې محدودیتونه اوپروړاندی یی خنډونه،نتیجه،مناقشه، نتیجه ګیری اوضمیمی شاملی دی.
دڅیړنې مساله
د ښوونځیودابتدایه دوری زده کوونکی دڅښاک اوبوته اړتیا لری اواکثراَ اوبه ککړی وی چې دمختلفوامراضولامل ګرځیدای شی داړوندوچارواکو،ښوونکو اوزده کوونکی جدی توجه اړولولپاره ددی څیړنې مساله موداموضوع وټاکله ترڅوپایلی یی دحالت په ښه والی کی مرسته وکړی.
دڅیړنې موخی
څرنګه چې هره موضوع ځانته موخی اواهداف لری نوماهم دککړو اوبودپوهاوی لپارو لاندی موخی ټاکلی دی.
 دککړو اوبوپه اړوند دپوهاوی لاری چاری موندل.
 شاګردانوته دککړواوبوپه اړوند معلومات ترلاسه کول.
 دښووونکو،اداری اورهبری دمکتب مسولیتونودککړو اوبوپه اړوند دمعلوماتوکچه پیداکول.
 شاګردان دککړو اوبو داستعمال په چارو پوهیدل.
 دشاګردان پواسطه دککړو اوبوپه هکله خپلۍکورنۍ پوهول.
 شاګردانو ته دککړو اوبوڅخهځان ساتنی لاری چاري برابرول.
 دښوونکو له خوا شاګردانوته دککړو اوبوعامه پوهاوی ورکول.
 په دی اړوند دمکتب درهبری دهڅواندازه معلومول.

دڅیړنېارزښت اواړتیا
مونږ باید په دی با ندی زده کوونکی پوه کړو چې دپاکواوککړواوبو ارزښت څه شی دی. شاګردان باید دا درک کړی چې ککړی اوبه دمختلفو ناروغیودپیداکیدو باعث ګرځی.همدارنګه شاګردان باید داکسب کړی چې دککړو اوبو استعمال خپله کورنۍ وپوهوی،دککړو اوبوداستعمال څخه ځان ساتل دژوند څخه خوند اخیستل دی.پرته داوبوڅخه ژوندون ګران دی نوبایدهروخت دضفأ اوبو په لرلوسره ځانونه سمبال کړو. داوبو دمقدارکچه له یوانسان څخه بل ته توپیرلری لکه صحت،دبدن حجم،جنس او دکارکولوډول خویوشی چې تر ټولو مهم دی هغه دصفأ اوبو ساتل دی چې هروخت ورته انسان ضرورت لری.باید ټول افراد دککړو اوبو څخه ځانونه وساتی همداککړی اوبه دی چې دافرادو دمختلفوناروغیو سبب ګرځی لکه دسترګوناروغی،دګیډی ناروغی، دستونی ناروغی،کولرا اوهمدارنګه نوری ناروغی منځته راځي. نوبا ید ټول زده کوونکو ته دصفأ اوبو زمینه برابره شی،ټول زده کوونکی صفأ اوبوته زیاته اړتیا لری باید دپیداکولو لپاره ورته لاری چاری ولټول شی. په یوټولنه کی دککړو اوبو دپوهاوی لپاره بایدمختلفی لاری چاری برابری کړی شی.بدن لپاره د اوبو اهميت ته په پام سره هڅه وکړو چې دپاکو اوبو څښل خپل دايمي عادت وګرځوو له خوبه د پاڅيدو پر مهال يو ګيلاس صفأ اوبه هضم او معدې په روغ ساتلو کې مرسته کوي .دصفأ اوبوګټه هم ښوونکوته، زده کوونکوته اوهم د زده کوونکو کورنیو ته رسیږی همدارنګه اوبه په کورونو اومکتبونوکی ډیری کارول کیږی.


دڅیړنې پوښتنی
لومړی اصلی پوښتنه:
۱ ــ آیا معلمین زده کوونکی دککړو اوبواضراروته متوجه کوی؟
فرعی پوښتنی :
۱ ــ په ښوونځی کی ترکومه اندازی پاکی اوبه شتون لری؟
۲ ــ په تعلیمی نصاب کی په کومه اندازه دککړواوبومعلومات شتون لری؟
۳ ــ ښوونکی ترکومی اندازی د ککړو اوبو په باره کی زده کوونکوته معلومات ورکوی؟
دوهمه اصلی پوښتنه:
۲ ــ آیا دمکتب رهبر اوښوونکی په ګډه دپاکواوبوپه برابرولوکی هڅی کړی دی؟
فرعی پوښتنی:
۱ ــ په ښوونځی کی دپاکواوبومنابع شتون لری؟
۲ ــ شاګردان ترکومی اندازی دککړو اوبو په اضراروپوهیږی؟
۳ ــ په نوی نصاب کی د ککړو اوبو په اړه معلومات راغلی دی؟
۴ ــ دککړواوبوعام امراضوپه باره زده کوونکی ترکومی اندازی معلومات لری؟

دڅیړنې مخینه(پیشینه)
ژوند تر هر څه ډېرپاکو اوبو ته اړتيا لري ، د ځمکې د کرې له څلورو برخوڅخه درې برخې يې اوبه دي د انسان د بدن جوړښت له ۵۵ ـ ۷۵ ٪ پورې اوبه جوړوي ، د انسان د وينې وزن ۸۰ ٪ اوبه دي ، هډوکي يې ۲۰ ٪ عضلات يې ۸۰ ٪ دماغ يې ۸۵ ٪ سلنه جوړوي . انسان دنيا ته له راتګ څخه مخکې د اوبو په منځ کې ژوند کوی.له پورتنيونقطوڅخه څرګنديږي چې يو ګيلاس پاکی اوبه د انسان په ژوند کې څومره اهميت لري . نو ځکه باید شاګردان په دی اړوند باندی پوها وی ورکړل شی چې صفأ اوبه زموږ ورځني ژوند سره څومره تړاو لري اوهمدارنګه باید دککړواوبوداستعمال څخه ځان وژغورو.هڅه وکړوچې د دايم لپاره صفأ اوبه له ځان سره ولرو، هر وخت ممکن ورته ته اړتيا پيدا شی ، ځکه صفأ اوبه د وينې د چلند تصفيه کولو په برخه کې مهم رول لريله هرو خوړوڅخه يو ساعت وروسته او يو ساعت مخکې يو ګيلاس صفأ اوبه وڅښلی شی، د خواړو د خوړولو پر مهال ډيرې اوبه باید ونه څښلی شی چې د هاضمې په پروسه بده اغيزه کوي .کله چې د ګرمۍ احساس وکړو نو يو ګيلاس صفأ اوبه باید وڅښلی شی او دپوهاوی لپاره یی شاګردانوسره مرسته وکړی شی ترڅوهغوی هم تری خپل ځانونه وساتی. همدارنګه دصفأ اوبواستعمال د پوستکي ، ويښتانو او بندونو خاليګاوې تازه کوي او دبدن دنورو نيمګړتياو د پوره کولو په برخه کې اغيزمن دي نو ځکه خو له هر يو ساعت وروسته باید يو ګيلاس صفأ اوبه وڅښلی شی.هڅه وکړه چې په خپل ځانګړي ګيلاس يا لوښې کې په اوبو څښلو ځان عادت کړې ترڅو دناروغیوڅخه وژغورل شی. (http://www.ez-afghanistan.ed)
دپاکواوبولګښتونه کورنیو،ټولنواو غړوپوری تړاولری چې د بدرفت،اشپزخانی ،دڅښلو ، پریمنځلو،لمبولو،تشناب اونوراهداف په برکی نیسی.چې ددغه اوبو اندازه یی مختلفه ده اوداجتماعی کورنیو اومتمدنه افرادو او کورنیو دژوند څرنګوالی په ځانګری توګه اسلامی ټولنی زیاتی پاکی اوبه مصرفوی چې د ۷۵ لیترو څخه تر ۲۳۰ لیترویا(۳۴۰ــ ۱۹۰) لیترو یا (۹۰ ــ ۵۰) ګیلنوپوری وی(حسنیار،۱۲۷۷، ص ،۲۷ ).
دځمکی دسطحی پاکو اوبو ککړتیا په چټکی سره په وحشت ناک ډول چې چټلی اوبه دشاروالی،صنعتی ساحواونورو ځایونوداوبوپه تولیدوسره جریان لری نه یوازی مخ په پراختیایی ملکونوکی بلکه ډیرصنعتی هیوادونه دخطرسره مخ کیږی،اګرچې په شمالی امریکا عربی اواورپا کی ددی سیستمونودکنترول پلانونه په پام کی نیول شوی دی اوکوشش کوی چې د تشنابونواوبه دریابونواوبهرونوته دتویدو مخه ونیسی ولی اوس هم دا مشکل په ځای پاتی دی. تراوسه هم دنیمایی څخه زیات نفوس داروپا ګډ بازاریوشت ۲۱ هیوادونه (OECD)Organization of economic cooperation developmentدبدرفت سیستمونوڅخه برخورداره دی چې دریابونوته تویږی دسویډ ن هیوادچې د دنیالوی صنعتی هیواد ګرځیدلی دی په دی کی چټلی کار خانی موجودی دی اوټول ماهیان یی له منځه تللی دی نن ورځ یویوماهی دوباره تریو اندازی کنترول شویدی آما دریابونه یی اوس هم ککړدی.(متوافع ، ۱۹۹۸ ، ص ۶۵ــ ۶۴)
په هیوادونوکی دڅښلوداوبو لوی منابع موجودی دی چې خوش بختانه زیاته اندازه دهغی تراوسه ککړی شوی نه دی اودڅښلواوبیاری په موخه دهغی څخه ګټه اخستل کیږی دزیاتونا درسته یاغیری منظموکلیو له امله دغه دڅښلواوبه ککړیږی،یوازی په کال کی اټکل کیږی چې په دی وروستنی کلونوکی اویا(۷۰) متره دځمکی لاندی اوبه دککړوموادو دنفوس اغیزمنتیا له امله چې نایتروجنی منابع لری،همدارنګه دبدرفتونو نه تنظیم له امله اوکانالیزسیون نه شتون په وجه اکثره فضله مواد هغه که دهری منبع څخه وی دجاری اوبوسره وصل شوی دی اوداوبو دککړتیا باغث ګرځیدلی دی.
همدارنګه ککړی اوبو استعمال دمختلفوامراضودپیداکیدوسبب ګرځی چې دغه ناروغتیاوی اکثره وخت دهغه څاه ګانو څخه چې سرپوخ نه لری مینځته راځی په اکثره ولایتوکی دصحی اوبوکمبود دی نوبعضی کورنیو اوبه دژوند دتیرولولپاره په حوضونو،تالارونواوډنډونوکی دڅه وخت لپاره جمع کوی اوغواړی چې دهغی څخه استفاده وکړی دغه ډنډونه دی چې حیوانات اومربوطه کورنۍ تری یوځای استفاده کوی. چې د وخت په تیریدوسره دمختلفوامراضوپه پیښیدو اخته کیږی ټول زده کوونکی بایددهغه اوبو څخه استفاده وکړی چې سرپوخ لرونکی وی دحزنده ګانواونورو اشیاووڅخه مخفوظی وی اوهغه افراد چې دی ته پاملرنه نه کوی په ناروغیو اخته کیږی.(ملکیار ، ۱۳۸۳ ، ص ۱۴ )
ډاکټران وایی د دوی څیړنومعلومه کړی چې د زړه د دریدو یا قلبی سکتی پیښی ډیری مهال په سهارکی وی او دلیل یی هم دا وی چې ناروغ تری وړاندی په سهار کی اوماښام دوروستی ځل لپاره پاکی اوبه نه وی څکلی هرسهار له خوبه د بیداریدو پروخت کی باید یو ګیلاس پاکی اوبه څکل ستاسو دبدن ارګانونه فعالوی اوسستی یی له منځه وړی پردی سربیره چې اوبه دپوستکی په شفافیت ساتلو اوښکلا کی مرسته کوی، ترغذاخوړلونیم ساعت وړاندی یی څکل په هضم کی هم له تاسوسره ډیره مرسته کوی. وړاندی تردی چې حمام وکړی یو ګیلاس پاکی اوبه څښل له تاسو سره مرسته کوی چې دوینی فشارموټیټ وساتی ځکه دوینی دفشارلوړیدل دمرګ باعث هم کیدای شی ترخوب وړاند ی اوبه څکل خپل عادت وګرځوی داکار د زړه د دریدوله ناروغی تاسی ژغوری دککړواوبوداستعمال څخه ځانونه وساتی ترڅودروغ صحت خاوندان شی.(بشیر ، ۱۳۷۹ ،ص ۲۷ )
کثیفی اوبه د اوبو رسولو ویجاړی شوی شبکی او دڅښلو د اوبو غیرفعاله اداره – دا ټول هغه تاثیرات دی چې د اوږدو کلونو جګړو د افغانستان د اوبو رسولو پر شبکو باندی پریښی دی . دکابل د پنځو اوسیدونکو څخه یوازی یو دڅښلو پاکو اوبو ته لاسرسی لری. په کلیوالی سیمو کی دا رقم ۱۳٪ ته رسیږی. د خلکو زیاتره برخه مجبور دی چې یا له ټانکرونو څخه په ډیره ګرانه بیه هغه اوبه چې د کیفیت له نظره مشکوکی دی رانیسی اویا له کثیفو اوبو څخه استفاده وکړی . دودیزی څاګانی یا وچې شوی دی اویا په میکروبونو لړلی دی . ماشومان په خاصه توګه په اسهال، کولرا اونورو ورته ناروغیو اخته کیږی .لاتراوسه هم په افغانستان کی د ماشومانو د مړینی انډول په نړیکی تر ټولو لوړ دی .برسیره پر دی افغانستان له مکررو وچکالیو سره مخامخ دی . د اوبو ډیرو کمو سرچینو ته دلاسرسنی پر سر سخته سیالی روانه ده او نباتات د اوبو د نشتوالی له امله مړاوی شوی دی . له همدی امله د اوبو د سرچینو سالم مدیریت یو ضروری امر دی . آلمان د یوه مخکښ مرستندویه هیواد په توګه د اوبو په سکتور کی د راښکیلو نورو برخه اخیستونکو سره په ګډه د افغانستان دښارونو لپاره د اوبو رسولو په اوږد مهاله او دوامداره اصلاحاتو کی د ګډون ژمنه کړیده . د آلمان دولت د اوبو رسولو د شبکو د پراخولو او د دایمأ فعالو جوړښتونود رامنځته کولو په برخه کی له افغانستان سره مرسته کوی.(جلال ، ۱۳۸۰ ،ص ۱۶۷ـ ۱۶۸)
هغه اوبه چې په څښلو یی خلک نور نه ناروغه کیږی سیرین ښه پوهیږی چې که یو ماشوم یی د څاه اوبه وڅښی نو دا به ده ته په کومه بیه تمام شی . دولس ډالره – دا د هرات په ولایت کی د اوبو د څښلو له لاری د هضمی سیستم د ساری ناروغیو د اخته کیدو په صورت کی د ډاکتر او روغتون فیس او د درملو قیمت دی . سیرین ۵لوڼی او ۸ زامن لری. سیرین او زامن یی د روزمزده کار له لاری د ورځی ۳-۱ ډالره عاید لری . دا د پیښی د تکرار په صورت کی د ډاکتر فیس نشی پوره کولی . اوس مهال د څښلو د اوبو له لاری د هغه د ماشومانو د ناروغتیا امکانات ډیر کم دی ځکه چې حتی دا د هرات په لیری پرته سیمه کی د خټو جونګړه هم د څښلو پاکی اوبه لری. (ګاول،۲۰۰۸،ص ۷۱)
سکتور په برخه یو مهم مرستندوی دی له ۲۰۰۲ کال څخه راپدی خوا د ښارونو د اوبو رسولو د
سیستم په اصلاحاتو کی مرسته کوی او دفاضله اوبو د پروسس په برخه کی یی پاملرنه ورځ په
ورځ مخ په زیاتیدو ده .
په عین وخت کی BMZ،ییDeutsche Gesellschaft fur International Zusammenarbeit
GIZ) GmbH) اود KfWEntwicklungbank ته صلاحیت ورسپارلی چی د افغانستان له
دولت سره د اوبو رسولو د سکتور د زیربنایی جوړښتونو په بیا رغونه ، پراخولواو ایجادولو کی مرسته وکړی.(عظیمی،۱۳۸۲،ص ۴۱)
دانسان په بدن کی چې په شریانو(Arteries) اویاپه وریدو(Veins) کی وینه حرکت کوی، اویادانسان په بدن کی خپل دوران کوی دهغې زیاته برخه اوبه دی؛ دوینې په حجروکی چې پروتینونه، هارمونونه اونوربیل شی نوپاته برخه ئې دوینې پلازما(Blood Plasma) ده چي ۹۵ سلنه ئې اوبه دی۔
دادالله جل جلاله ښکلی اودرست نظام دی چې دوینې لپاره ئې دومره اوبه ټاکلی دی، که چیری اوبه تردې اندازې کمی شی نووینه خټه (Viscous) کیږی، چې بیاد داسی وینې پمپ کیدل دزړۀ لپاره بدعواقب اوستونځې لری، اوکه ډېره خټه شی نوزړۀ نشی کولای چې وینه پمپ کړی۔ نوداوینه (خټه وینه) نه پمپ کیږی،چې مطلب ئې دادی چي داوینه وعروق شعریه (Capillaries) یعنی هغونریو اوکوچنیورګونوته چې دوېښته په شان دی نشی داخلیدلای چې داپایلې ورڅخه راوځی چې وینه زموږوټول بدن ته نه ځی۔ (امیری ، ۱۳۸۳ ، ص ۱۲۳)
د تازه اوبو ځیرمی د بارانونو او واوری د اوبو څخه عبارت دی. دا اوبه په لوړو ارتفاعاتو کی ټولیږی او بیا د هغه ځایونو څخه نورو ځایونو چی لږ ارتفاع لری بهیږی . ددی ترځنګ دا ډنډی اوبه یا ټولی شوی اوبه څمکه هم جذبوی چی د هغه له لاری د چینو ، کاریزونو او رودونو پشکل بهیږی.
(http://www.ez-afghanistan.ed)



دڅیړنې میتولوژی
داچې څیړنه له دری برخوڅخه جوړه شوی وه چې هغه کی می په ترتیب سره له کمی،کیفی اومختلط څخه څخه کارواخست نوپه دی څیړنه کی هم دکمی ،کیفی اومختلط میتودونوڅخه په پراخه توګه استفاده وشو.همدارنګه په دی څیړنه کی دکمپیوتری پرګرامونو لکه MS word ، MS excel ریاضیکی عملیه اوداسی نورو وسایلو څخه په پراخه توګه سره کار واخستل شو. دا ددی لپاره چی نوموړی څیړنه په تمامه معنی سره ښکلی اوزړه پوری شی.
دڅیړنې دمعلوماتو دراټولولاری
داچې دڅیړنې دمعلوماتوراټولول کوم اسانه کارنه دی نودهغی لپاره باید مختلفی طریقی او روشونه وکارول شی ترڅوښه څیړنه ترسره شی نوپه دغه څیړنه کی معلومات دپوښتنلیک،مصاحبی،مشاهدی اونورواسنادو له مخی راټول شول چې وروسته به یی هریویی په ترتیب سره په روښانه ډول واضیح شی. همدارنګه په دی څیړنه کی د پوښتنلیک ،مصاحبی ،مشاهدی اودسوابقودبرسی څخه کارهم واخستل شو، لیکن دفلمبرداری څخه داسی خاص استفاده نه ده شوی چې دعکسونوپه اخستلوسره څیړنې ته بعضی مشکلات جوړیده.
دڅیړنې پوښتنلیک
کله چې هم یوڅیړنه ترسره کیږی نوباید دهغی لپاره یو پوښتنلیک موجود وی چې په دی څیړنه کی هم دزادو اوخلاصو پوښتنوڅخه استفاده شویده اوهمدارنګه کوشش شویدی چې زده کوونکوته پوښتنی واضیح شی چی دمسلی او اهدفو سره ارتباط لری،همدرنګه دنوموړی څیړنې پوښتنلیک د( ۶۰) تنوزده کوونکو څخه( ۲۰) تنه جنکی او( ۴۰) تنه یی هکانو څیړنه وشوه. چې ددی پوښتنلیکونوڅخه یی ( ۴۸ ) تکمیل شویدی اوباقیمانده یی لادرکه اومسترد شویدی، همدارنګه په نوموړی پوښتنلیکونو کی پوښتنی په مختلفوکټګوریوسره تر سره شوی چې نمونه یی په اخرکی ورسره ضمیه شویده.
دڅیړنی مصاحبه
دهرنوعه څیړنې لپاره مصاحبه کول حتمی اوضروری ده نوپه دی څیړنه کی مصاحبه دشاګردانوڅخه په انفرادی ډول سره دپوښتنوڅخه کاراخستل شویدی،همدارنګه دغیری منثجم شوو پوښتنوپه اساس د ( ۴) تنه زده کوونکو سره مصاحبه وشوه چې ددی مصاحبی ګډنوالوڅخه یی( ۲) تنه د شپږم ټولګی زده کوونکی،( ۱) تن دپنځم ټولګی زده کوونکی ( ۱) تن دڅلورم ټولګی زده کوونکی وو.
همدارنګه دمصاحبی په وخت کی اخلاقی معیارونه په جدی ډول سره په نظر کی نیول شوی دی چې په لومړیو وختونوکی مصاحبه کیدل دمصاحبی اهداف اووخت روښانه دی.همدارنګه په واضح ډول سره هغوی ته اطمنان ورکړل شویدی چې ستاسی مصاحبه به یوازی دمصاحبه کوونکی سره مخفوظ ساتل کیږی دمصاحبی لپاره ارام محیط جوړشودی بل داچې دمصاحبه کیدونکی زده کوونکی نوم هم وانه اخستل شو.
چې د مصاحبی جدول په دویمه ضمیمه کی وړاندی شویدی.
دڅیړنې مشاهده
داواضح ده چې کله هم یوه څیړنه ترسره کیږی نوباید د مشاهدی برخه هم په نظرکی ولری په دی څیړنه کی مشاهده ترسره شویده چې دغه مشاهده یوازی دمشاهده کیدونکی اومشاهده کوونکی له خواترسره شوه په دی مرحله کی نورالکترونیکی وسایل په کارنه دی وړل شوی مطلب دفلمبرداری څخه دی.ددی څیړنې مشاهده دکابل ښارد مختلفوناحیود ښونځیوپه ابتدایی دوره کی ترسره شوه چې مثالونه یی په لاندی ډول سره دی.
ا ــ په کوټه سنګی کی درحمان باباعالی لیسی په ابتدایی دوره کی دککړو اوبوپه اړوند د (۵ ) تنه زده کوونکوسره چې ( ۳) تنه زده کوونکی دشپږم ټولګی او(۲) تنه زده کوونکی دپنځم ټولګی او(۱) تن زده کوونکی یی دڅلورم ټولګی څخه دی د څیړنې مشاهده ترسره شوه.
۲ ــ په دارالامان کی د حبیبی عالی لیسی په ابتدایی دوره کی دککړو اوبوپه اړوند د(۵) تنه زده کوونکوسره چې ( ۳) یی هلکان او(۲) یی جنکی دی د څیړنې مشاهده ترسره شوه.
۳ ــ په ارزان قیمت کی دابراهم خلیل الله عالی لیسی په ابتدایی دوره کی په ابتدایی دوره کی دککړو اوبوپه اړوند د( ۵) تنه زده کوونکوسره چې (۳ ) یی هلکان او( ۲ ) یی جنکی دی د څیړنې مشاهده ترسره شوه.
۴ ــ په ده افغانان کی استقلال عالی لیسی په ابتدایی دوره کی دککړو اوبوپه اړوند د ( ۵ ) تنه زده کوونکوسره چې (۳ ) یی هلکان او(۲) یی جنکی دی د څیړنې مشاهده ترسره شوه.چې د مشاهدی جدول په دریمه ضمیمه کی وړاندی شویدی.
دڅیړنې ګډونوال
هره څیړنه چې ترسره کیږی نوباید ګډونوال ولری پرته دګډونوالوڅخه صورت نه شی نیولی چې ددی څیړنې ګډونوال دیولړښوونځیو دابتدایی دوری زده کوونکی دی چې دمختلفوټولګیولکه داول،دوهم،دریم،څلورم،پنځم اوشپږم ټولګیوپوری شاګردان پکی شامل دی خوپه دغه ګډونوالوکی هم هلکان اوهم جنکی واړه طبقی پکی شاملی دی.
دڅیړنې د ګډونوالو دپیژند لولپاره موپه لاندی ډول سره جدول ترتیب کړ.
دمعلوماتودراټولولولاری دڅیړنې ګډونوال تعداد
هلکان جنکی مجموعه
پوښتنلیک دابتدایی دوری زده کوونکی ۱۰ ۱۰ ۲۰
مصاحبه دابتدایی دوری زده کوونکی ۱۰ ۸ ۱۸
مشاهده دابتدایی دوری زده کوونکی ۳۶ ۱۶ ۵۲

دڅیړنې ځای
داچې دککړو اوبو دڅیړنې ځایونه په پرخه اندازه وجود لری نو داڅیړنه یوازی دکابل ښاردمختلفوناحیودمختلفولیسوپه ابتدایی دوره کی ترسره شویده چې دڅیړنې ځا یونه په ترتیب سره په کوټه سنګی کی درحمان بابا عالی لیسی ابتدایی دوره،دارالامان کی د حبیبی عالی لیسی ابتدایی دوره،ارزان قیمت کی دابراهم خلیل الله عالی لیسی ابتدایی دوره اوده افغانان کی داستقلال عالی لیسی ابتدایی دوره په ترتیب سره شاملي دی.
دڅیړنی د نمونی دټاکلولاری
چې د نمونی په توګه څوسا حی ترڅیړنی لاندی نیول کیږی نو په دی څیړنه کی ټولی ساحی نه کتل ځکه دامشکله ده چې دیوولایت ټولی لیسی دی وڅیړل شی نوباید دټولو ساحوڅخه یوڅومختلفی لیسی ترڅیړنی لاندی ونیول شوی چې داد ټولو لیسو لپاره حسابیږی. نوپه دی څیړنه کی نمونه په فکری اوعلمی توګه ټاکل شویده چې وروسته بیاپه منظمه توګه تری استفاده وشوه چې نمونی دټاکلولپاره یی عمومآپه تصافی خوپه بعضي ښوونځیوکې دغیری تصادفی معیارونوڅخه ګټه واخستل شوه داچې نمونه په صحیح توګه صورت ونیسی نوپه دی څیړنه کی دابتدایی دوری د زده کوونکوعمرونه اواستعدادونه هم په نظرکی ونیول شوه ترڅوچې دیوی مثبتی لاسته راوړنی باعث وګرځی.
دڅیړنی دمعلوماتوتخلیل اوتجزیه
کله چې هم یوه څیړنه ترسره کیږی نوهغه لاسته راوړنی چې په دی څیړنه کی شوی دي باید هغه تخلیل اوتجزیه شی څرنګه چې داڅیړنه په لیسوکی دابتدایی دوری دشاګردانو لپاره دککړو اوبو پوهاوی دی نوباید دککړو اوبوپه پوهاوی باندی ددی دوری زده کوونکی پوه شی اوپه عمل کی یی راولی نوددی څیړنې معلومات دمختلفولاروڅخه لکه د پوښتنلیک،مصا حبی اومشاهدی په اساس منځته راغله وروسته زده کوونکوته ددغه موادو لپاره عامه پوهاوی ورکړل شی دککړو اوبو دنا روغیو څخه خبرشی همدارنګه زده کوونکی ککړی اوبه وپیژنی ترڅودخپلی کورنۍ لپاره ګټورتمام شی اوقانع شی چې ککړی اوبه دکومونقصانونودرلودونکی دي.
دڅیړنی اخلاقی مسله
مخکی له دی چې دښوونځیو په ابتدایی دوره کی زده کوونکوته دککړو اوبو دپوهاوی په اړوند مصاحبه،مشاهده اوکومه بله لاری چاره ترسره شی نو زده کوونکوته لومړی باید موضوع روښانه شی اوهمدارنګه دوی ته واضح شوه چې ستاسی ټول نظریات محفوظ ساتل کیږی دویری اوترس ډارمه لری هیڅ نوعه مشکل تاسی ته نه مواجع کیږی همدارنګه داحترام په سترګه ورته وکتل شی ترڅوپه خوښی سره جلب کړی شی اودڅیړنې په اړه ټول معلومات تری ترلاسه شی.
دڅیړنې اعتبار اوباور
دیوی څیړنې اعتباراوباورهغه وخت په سمه توګه دمنلووړدی چې هغه څیړنه په واقعی اوحقیقی توګه ترسره شوی وی چې دی څیړنې هم دمختلفولارولکه دمشاهدی له لاری،مصاحبی له لاری،دپوښتنلیک له لاری ځانته اعتباراوباور حاصل کړیدی نوهغه معلومات چې په دغه څیړنه کی راغونډ شوی دی دمنلووړمعلومات دی همدارنګه ددی څیړنې اعتباراوباور په دی کی دی چې افراد یی دمختلفوناحیودمختلفوښوونځیوڅخه دی.
دڅیړنې محدودیتونه اوپروړاندی یی خنډونه
داچې هره څیړنه څه خاص محدودیتونه اوخنډونه لری نو داڅیړنه هم دځینومحدودیتونواوخنډونوسره مخ ده چې په لاندی ډول سره واضیح شوی دي.
۱ ــ په کافی ډول سره دڅیړنې علمی منابعوته نه لاس رسی.
۲ ــ دڅیړنی ترسره کولوسا حولریوالی یو دبل څخه.
۳ ــ دڅیړنې دسا حی ټولوخواوته درسیدولپاره وخت کموالی.
۴ ــ زده کوونکوته دنوموړی څیړنې کم پوهاوی ورکول.
۵ ــ دڅیړنې لپاره دابتدایی شاګردانود مشاهدی،مصاحبی اوپوښتنلیک ګډون لپاره نه حاضریدل.
۶ ــ زما لپاره ددغی څیړنېزی موضوع لومړیتوب.
۷ ــ دڅیړنې لپاره د نجو نونه حاضریدل.
۸ ــ څیړنې ته د زده کوونکی بی اهمیتی.
۹ ــ د څیړنې په اړه زده کوونکوته دښوونکونه پاملرنه.
۱۰ ــ دصحیح څیړنېترسره کولولپاره دامنیت کموالی.
نتیجه
په دی څیړنه کې د ددریو روشونو (پوښتنلیک ،مشاهدی اومصاحبی ) څخه کاراخستل شویدی چې نتیجه یی په لاندی ډول سره ده.
۱ ــ دڅیړنې پوښتنلیک دزده کوونکولپاره
شپیته (۶۰) تنه زده کوونکوته موپوښتنلیکونه ویشلی دی دځوابونولنډ یز یی په لاندی ډول سره دی،اودسوالونوجدول یی په اخره کی ضمیمه شویدی.
داول سوال ځواب
دپوښتنلیک داولی پوښتنی په ځواب کې ۱۲ تنه زده کوونکې چې فیصدی یی(۲۰٪)کېږی داوبو دکککړتیا په اړوند لږه، ۱۸ تنه نورزده کوونکې چې فیصدی یی(۳۰٪)کېږی دککړواوبوپه اړوند پوهاوی تریواندازی،لیکن ۳۰تنه زده کوونکې چې فیصدی یی(۵۰٪)کېږی دوی وایی چې مونږته دککړواوبوپه اړوند زیات پوهاوی راکړل شویدی.

ددوهمی پو‎ښتنی ځواب
ددوهمی پوښتنی په ځواب کې ۱۰ تنه زده کوونکې چې فیصدی یی(۱۶٬۶۶) کېږی د ککړتیا اوبو له امله ناروغی لږ ه،۳۰ تنه نورزده کوونکې چې فیصدی یی(۵۰٪)کېږی د ککړتیا اوبو له امله ناروغی تریواندازی،لیکن ۲۰تنه زده کوونکې چې فیصدی یی(۳۳٬۳۳٪)کېږی دوی وایی چې مونږته د ککړتیا اوبو له امله ناروغی په زیاته انداز پیداشوی ده.
ددریمی پوښتنی ځواب
د ریمی پوښتنی په ځواب کې ۱۲ تنه زده کوونکې چې فیصدی یی(۲۰٪) کېږی دڅښاک اوبه په لږه ،۲۰ تنه نورزده کوونکې چې فیصدی یی(۳۳٬۳۳٪)کېږی دڅښاک اوبه تریواندازی،لیکن ۲۸تنه زده کوونکې چې فیصدی یی(۴۶٬۶۶٪)کېږی دوی وایی چې زمونږ دڅښاک اوبه په زیاته اندازه سره پاکی دی.
دڅلورمی پوښتنی ځواب
دڅلورمی پوښتنی ځواب کې ۱۰تنه زده کوونکې چې فیصدی یی(۱۶٬۳۳٪) کېږی چی کورنۍ یی داوبو دککړتیا په اړوند لږ پوهاوی،۱۸تنه نورزده کوونکې چې فیصدی یی(۳۰٪)کېږی چی کورنۍ یی دککړواوبوپه اړوند تریواندازی پوهاوی ،لیکن ۳۲ تنه زده کوونکې چې فیصدی یی(۵۳٬۳۳٪)کېږی دوی وایی چې زمونږکورنیوته دککړواوبوپه اړوند زیات پوهاوی راکړل شویدی.


دپنځم سوال ځواب
دپنځم سوال ځواب کې ۸تنه زده کوونکې چې فیصدی یی(۱۳٬۳۳٪) کېږی وایی چی دسرلوڅوڅاه ګانواوبه لږی،۲۲تنه نورزده کوونکې چې فیصدی یی(۳۶٬۶۶٪)کېږی وایی چی دسرلوڅوڅاه ګانواوبه تریواندازی،لیکن ۳۰ تنه زده کوونکې چې فیصدی یی(۵۰٪)کېږی وایی چی دسرلوڅوڅاه ګانواوبه په زیاته اندازه ککړی دی.
شپږمه پوښتنی ځواب
شپږمه پوښتنی ځواب کې ۱۶تنه زده کوونکې چې فیصدی یی(۲۶٬۶۶٪) کېږی د دککړواوبو په اړوند لږ ،۱۹تنه نورزده کوونکې چې فیصدی یی(۳۱٬۶۶٪)کېږی دککړواوبوپه اړوند تریواندازی،لیکن ۲۵ تنه زده کوونکې چې فیصدی یی(۴۱٬۶۶٪)کېږی دوی وایی چې مونږته دککړواوبوپه اړوند زیات پوهاوی راکړل شویدی.
داومی پوښتنی په ځواب
داومی پوښتنی په ځواب کې ۱۳تنه زده کوونکې چې فیصدی یی(۲۱٬۶۶٪) کېږی دویلیواوبه په لږ ه،۲۰تنه نورزده کوونکې چې فیصدی یی(۳۳٬۳۳٪)کېږی دویلیواوبهتریواندازی،لیکن ۲۷ تنه زده کوونکې چې فیصدی یی(۴۵٪)کېږی دویلیواوبهپه زیاته اندازه ککړی دی.
داتمی پوښتنی ځواب
داتمی پوښتنی ځواب کې ۱۲تنه زده کوونکې چې فیصدی یی(۲۰٪) کېږی دسرلوڅوڅاه ګانوڅخه په لږه ،۲۵تنه نورزده کوونکې چې فیصدی یی(۴۱٬۶۶٪)کېږی دسرلوڅوڅاه ګانوڅخه تریواندازی،لیکن ۲۳ تنه زده کوونکې چې فیصدی یی(۳۸٬۳۳٪)کېږی دوی وایی چې دسرلوڅوڅاه ګانوڅخه په زیاته استفاده کیږی.
دنهمی پوښتنی ځواب
دنهمی پوښتنی ځواب کې ۱۰تنه زده کوونکې چې فیصدی یی(۱۶٬۶۶٪) کېږی ککړی اوبه په لږه،۲۰تنه نورزده کوونکې چې فیصدی یی(۳۳٬۳۳٪)کېږی ککړی اوبه تریواندازی،لیکن ۳۰ تنه زده کوونکې چې فیصدی یی(۵۰٪)کېږی دوی وایی چې ککړی اوبه په زیاته اندازه دامراضوسبب ګرځی.
دلسمی پوښتنی ځواب کې ۱۱تنه زده کوونکې چې فیصدی یی(۱۸٬۳۳٪) کېږی دکابل دښاردښوونځیواوبه لږی،۲۴تنه نورزده کوونکې چې فیصدی یی(۴۰٪)کېږی دکابل دښاردښوونځیواوبه تریواندازی،لیکن ۲۵ تنه زده کوونکې چې فیصدی یی(۴۱٬۶۶٪)کېږی وایی چې دکابل دښاردښوونځیواوبه په زیاته اندازه پاکی دی.
په لاندی ګراف دزده کوونکو دپوښتنلیک فیصدی را په ګوته کړی ده
۲ــ مصاحبه
دڅلورتنه زده کوونکوسره دککړواوبو په اړوند مصاحبه شویده چې د ځوابونولنډ یز یی په لاندی ډول سره واضیح شویدی.
داول سوال ځواب
دری تنه زده کوونکې چې فیصدی یی (۷۵٪) کېږی دسرپوخ څاه ګانو څخه استفاده کوو لیکن یوتن زده کوونکې چې فیصدی یی (۲۵٪) کېږی وایی چې مونږدبمبو داوبو څخه استفاده کوو.
ددوهمی پوښتنی ځواب
څلورتنه زده کوونکې چې فیصدی یی (۱۰۰٪) کېږی وایی چې مونږ ځکه دککړواوبواستعمال نه کووچې د ناروغیودپیداکېدو سبب ګرځی.
ددریمی پوښتنی ځواب
دوه تنه زده کوونکې چې فیصدی یی (۵۰٪) کېږی وایی چې زمونږ نظر نه منل کېږی لیکن دوه تنه نورزده کوونکې چې فیصدی یی(۵۰٪) کېږی وایی چې زمونږ نظرته داحترام په سترګه نه کتل کېږی.
دڅلورمی پوښتنی ځواب
دری تنه زده کوونکې وایی چې فیصدی یی (۷۵٪) کېږی دڅاه ګانوڅخه استفاده کوی، لیکن یوتن زده کوونکې چې فیصدی یی (۲۵٪) کېږی وایی چې زمونږ کورنۍ دبمبو څخه استفاده کوی.
دپنځمی پوښتنی ځواب
څلورتنه زده کوونکې چې فیصدی یی (۱۰۰٪) کېږی وایی چې دککړواوبوپه استعمال سره مختلفی ناروغی زده کوونکوته پیښیږی.
دشپږمی پوښتنی ځواب
دری تنه زده کوونکې وایی چې فیصدی یی (۷۵٪) کېږی چې ککړی اوبه دناروغیو سبب ګرځی، لیکن یوتن زده کوونکې چې فیصدی یی (۲۵٪) کېږی وایی چې کوم نواقص نه لری.
د اومی پوښتنی ځواب
دوه تنه زده کوونکې چې فیصدی یی (۵۰٪) کېږی وایی چې داوبوڅاه ګانی ویلیوسره ویستل زیات نقصانونه لری، لیکن دوه تنه نورزده کوونکې چې فیصدی یی(۵۰٪) کېږی وایی که څاه ګانی په برمه ووهل شی نوکوم نقصانونه نه لری.
داتمی پوښتنی ځواب
دوه تنه زده کوونکې چې فیصدی یی (۵۰٪) کېږی وایی چې (۴۰٪) فیصده زده کوونکې ناروغه شویدی،لیکن دوه تنه نورزده کوونکې چې فیصدی یی(۵۰٪) کېږی وایی چې (۶۰٪) زده کوونکې دککړو اوبو له امله په ناورغی باندی اخته شوید ی.
دنهمی پوښتنی ځواب
دری تنه زده کوونکې وایی چې فیصدی یی (۷۵٪) کېږی چې مونږتراوسه دسرلوڅوڅاه ګانو څخه استفاده کوو،لیکن یوتن زده کوونکې چې فیصدی یی (۲۵٪) کېږی وایی چې مونږ دسرپوخ څاه څخه استفاده کوو.
دلسمی پوښتنی ځواب
دوه تنه زده کوونکې چې فیصدی یی (۵۰٪) کېږی وایی چې دهغه څاه ګانواوبه پاکې دی چې دبرموپواسطه وهل شوی وی،لیکن دوه تنه نورزده کوونکې چې فیصدی یی(۵۰٪) کېږی وایی چې دهغه څاه ګانواوبه پاکې دی چې دلاس پواسطه وهل شوی وی.
۳ ــ مشاهده
دښوونځیو کې دابتدایی دوری شل(۲۰) تنه زده کوونکې مشاهده کړی شوی دی چې مشاهده یی په لاندی ډول سره روښانه شویده.چی دسوالونوجدول یی په اخره کی ضمیمه شویده.
داولی پوښتنی ځواب
داولی پوښتنی په مشاهده کې اته (۸) تنه زده کوونکې چې فیصدی یی (۴۰٪) کېږی په «هو» ویلوسره مشاهده کړی شول،لیکن دولس (۱۲) تنه زده کوونکې چې فیصدی یی (۶۰٪) کېږی په «نه» ویلوسره مشاهده کړی شول.
د دوهمی پوښتنی ځواب
د دوهمی پوښتنی په مشاهده کې دیارلس (۱۳) تنه زده کوونکې چې فیصدی یی (۶۵٪) کېږی په «هو» ویلوسره مشاهده کړی شول،لیکن اوه (۷) تنه زده کوونکې چې فیصدی یی (۳۵٪) کېږی په «نه» ویلوسره مشاهده کړی شول.


د دریمی پوښتنی ځواب
د دریمی پوښتنی په مشاهده کې شپاړس(۱۶) تنه زده کوونکې چې فیصدی یی (۸۰٪) کېږی په «هو» ویلوسره مشاهده کړی شول،لیکن څلور (۴) تنه زده کوونکې چې فیصدی یی (۲۰٪) کېږی په «نه» ویلوسره مشاهده کړی شول.
دڅلورمی پوښتنی ځواب
د څلورمی پوښتنی په مشاهده کې نهه (۹) تنه زده کوونکې چې فیصدی یی (۴۵٪) کېږی په «هو» ویلوسره مشاهده کړی شول،لیکن یوولس (۱۱) تنه زده کوونکې چې فیصدی یی (۵۵٪) کېږی په «نه» ویلوسره مشاهده کړی شول.
دپنځمی پوښتنی ځواب
دپنځمی پوښتنی په مشاهده کې لس(۱۰) تنه زده کوونکې چې فیصدی یی (۵۰٪) کېږی په «هو» ویلوسره مشاهده کړی شول،لیکن لس (۱۰) تنه زده کوونکې چې فیصدی یی (۵۰٪) کېږی په «نه» ویلوسره مشاهده کړی شول.
دشپږمی پوښتنی ځواب
دشپږمی پوښتنی په مشاهده کې یوولس(۱۱) تنه زده کوونکې چې فیصدی یی (۵۵٪) کېږی په «هو» ویلوسره مشاهده کړی شول،لیکن نهه (۹) تنه زده کوونکې چې فیصدی یی (۴۵٪) کېږی په «نه» ویلوسره مشاهده کړی شول.


داومی پوښتنی ځواب
داوومی پوښتنی په مشاهده کې اوه(۷) تنه زده کوونکې چې فیصدی یی (۳۵٪) کېږی په «هو» ویلوسره مشاهده کړی شول،لیکن دیارلس (۱۳) تنه زده کوونکې چې فیصدی یی (۶۵٪) کېږی په «نه» ویلوسره مشاهده کړی شول.
داتمی پوښتنی ځواب
داتمی پوښتنی په مشاهده کې دولس(۱۲) تنه زده کوونکې چې فیصدی یی (۶۰٪) کېږی په «هو» ویلوسره مشاهده کړی شول،لیکن اته (۸) تنه زده کوونکې چې فیصدی یی (۴۵٪) کېږی په «نه» ویلوسره مشاهده کړی شول.
دنهمی پوښتنی ځواب
دنهمی پوښتنی په مشاهده کې پنځلس (۱۵) تنه زده کوونکې چې فیصدی یی (۷۵٪) کېږی په «هو» ویلوسره مشاهده کړی شول،لیکن پنځه (۵) تنه زده کوونکې چې فیصدی یی (۲۵٪) کېږی په «نه» ویلوسره مشاهده کړی شول.
دلسمی پوښتنی ځواب
دلسمی پوښتنی په مشاهده کې اتلس (۱۸) تنه زده کوونکې چې فیصدی یی (۹۰٪) کېږی په «هو» ویلوسره مشاهده کړی شول،لیکن دوه (۲) تنه زده کوونکې چې فیصدی یی (۱۰٪) کېږی په «نه» ویلوسره مشاهده کړی شول.


دپورته زده کوونکو دمشاهدی ګراف په لاندی ډول سره دی.
همدارنګه دمشاهدی په اړوند ځینونوری پوښتنی مشاهده شوی دی چې په (عالی،ډیرعالی،ښه،منځ مهاله اوکمزوری ) سره واضح شوی دی،چې د مشاهدی ګراف یی په لاندی ډول سره دی.
مناقشه
همدارنګه د ټولومعلوماتو څخه چی د څیړنیزی پروژی له لاری د کابل ښار په کوته سنګي دارالامان، ده افغانان، او ارزان قیمت سېمو کې په څلورو لېسو کې د لېسې دابتدایی د ورې په ټولګیو، کی زده کوونکو باندې سرته رسیدلو په ذریعه په ښوونځیوکی په (ابتدایی دوری زده کوونکوته دککړواوبو په اړوند پوهاوی ورکول ) تر سرلیک لاندې ترسره شوه، دغه معلومات کوم چې ما د څیړنیزی پروژې څخه ترلاسه کړي دي په مخکینیو کتابونو کې هم ډېرو پوهانو دغې برخې ته توجه کړې ده، ولي یو اساسي ټکی چې په دغه څیړنیزه پروژه کې لاسته راغلی هغه دا دی، چې د دغه میتود د عملي کولو پروړاندې یو لړ ستونزې په ګوته شوې، چی هغه عبارت دې د وخت کمښت، په ټولګیو کې د زده کوونکو د شمېر زیاتوالی، د ټولګیو یو د بل څخه لرلیوالی، د بشپړو امکاناتو نه شتون.
چې په یادو ټکو باندې په مخکینو کتابونو او څېړنېزو مقالو کې بحثو نه شوی وو، په ځینو کتابونو کې ددې څېړنې په اړوند زده کوونکوته دککړواوبو په هکله پوهاوی ورکول وو، همدارنګه کارپوهان په دې عقیده وو، چې باید ټول زده کوونکی دککړو اوبو په هکله مکمل معلومات تر لاسه کړی چی داضراروڅخه یی ځانونه وساتی، اود نورولپاره درهنمایی باغث وګرځی.
حسنیار ویلی دی چی دپاکواوبولګښتونه کورنیو،ټولنواو غړوپوری تړاو لری چې د بدرفت،اشپزخانی ،دڅښلو ، پریمنځلو،لمبولو،تشناب اونوراهداف په برکی نیسی.چې ددغه اوبو اندازه یی مختلفه ده اوداجتماعی کورنیو اومتمد نه افرادو او کورنیو د ژوند څرنګوالی په ځانګری توګه اسلامی ټولنی زیاتی پاکی اوبه مصرفوی.
ملکیار اوداوسنیوزده کوونکونظرونه سره مشابی دی لکه چی وایی همدارنګه ککړی اوبو استعمال دمختلفوامراضودپیداکیدوسبب ګرځی چې دغه ناروغتیاوی اکثره وخت دهغه څاه ګانو څخه چې سرپوخ نه لری مینځته راځی.
امیری وایی چی دانسان په بدن کی چې په شریانو(Arteries) اویاپه وریدو(Veins) کی وینه حرکت کوی، اویادانسان په بدن کی خپل دوران کوی دهغې زیاته برخه اوبه دی.
نتیجه ګيري
په خلص ډول سره ویلی شو، چې ّپه عمومی ډول دککړو اوبوپه هکله پوهاوی ګران کار دی نو دښوونځي په ابتدایی دوره کی زده کوونکوته دککړو اوبو په اړوند پوهاوی ورکول کیدی شی چی یواندازی صورت ونیسی اوکومی ستونزی یی چی په اړه معلومی شوی دی په ښنه شی اوله منځه یوړل شی ، ترڅو د ککړو اوبوپه اړه زده کوونکی خپله پوه شی اودنورولپاره درهنما یی سبب وګرځی او کورنی یی دپاکو څاه ګا نو څخه استفاده وکړی داچی مادکابل دښار ځینو ناحیو کی دښوونځیو څخه لیدنه وکړه نو ومی لیدل چی بعضی څاه ګانوپه داسی ځایونوکی موقعیت درلوده چی دهغی څخه داوبوکولواستفاده غیری ممکنه وه همدارنګه په بعضو ښوونځیوکی زده کوونکودیوګیلاس څخه استفاده کوله چی دزده کوونکودناروغیو لامل ګرځیده، زده کوونکوله جملی څخه ځینویی بعضی وړاندیزونه کول چی سره دی.
۱–باید زمونږ د څښاک اوبه د داسی څاه ګانوڅخه وی چی دناروغتیا باغث ونه ګرځی.
۲– مونږ ته باید د ککړو اوبو په هکله پوهاوی راکړل شی ترڅودناروغیو څخه یی وژغورل شو.
همدارنګه زه د چارواکوڅخه هم یوڅووړاندیزونه لرم خدای(ج) دی وکړی چی ترسره یی کړی.
۱ ــ باید ددغه فقیراوغریب ملک اوسیدونکوته دککړواوبو په اړه باربار سیمنارونه جوړشی.
۲ ــ کوشش وکړی شی چی دککړو اوبوداستعمال دمخنیوی لپاره لاری چاری ولټول شی.
۳ ــ دهرکورلپاره باید داسی څاه ګانی ووهل شی چی دهرډول ککړتیاڅخه عاجزی وی.
۴ ــ باید ټول افرادپه دی قانع شی چی دککړو اوبواستعمال دمختلفوامراضودپیداکیدوسبب ګرځی ترڅوځانونه تری وساتی.









مأ خذونه
۱ ــ امیر،پوهاند محمد ظاهر.(۱۳۸۳ هـ ش،۲۰۰۹ ). چاپیریال ساتنه. جلال آباد افغانستان.
۲ ــ بشیر،سیدشریف.(۱۳۷۹ هـ ش، ۲۰۰۰ م ). حفظ ومراقبت وترمیم کانال ها.پشاور پاکستان.
۳ ــ جلال،پوهاند دوکتوراحمدشاه.(۱۳۸۰ هـ ش،۲۰۰۱م).کابل افغانستان.
۴ ــ حسنیار،پوهاند دوکتور امیرشاه.(۱۳۷۷ هـ ش،۱۹۹۸م).حفاظت محیط زیست درافغانستان.
۵ ــ عظیمی،علی.(۱۳۸۰ هـ ش،۲۰۰۱م).محیط زیست درتحول.کابل افغانستان.
۶ ــ متوافع،انجینرغلام حضرت.(۱۳۷۷ هـ ش،۱۹۹۸م).محیط زیست. کابل افغانستان.
۷ ــ ملکیار،انجینرغلام محمد.(۱۳۸۳ هـ ش،۲۰۰۹م).محیط زیست افغانستان.
8-Industry and Environment Publication of the united Nation Environment Industry and Environment – UNEPIE (October –December – 1995)
9- Jump up↑ Water Vapor in the Climate System, Special Report, [AGU], December 1995 (linked 4/2007). Vital Water UNEP.