د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د اسلام اقتصادي مکتب

ا. پروفیسور محمد ظریف "امین یار" 04.02.2015 23:14

Islamic Economic School
لومړئ برخه
لیکوال: ا. پروفیسور محمد ظریف "امین یار"



د اقتصاد لفظي معنا:
د الاقتصاد لفظ د قصد څخه مشتق شوئ دئ. د قصد معنا دا ده چې د معاملاتو په بهیر کې اعتدال او میانه روي اختیار شي. په همدې هکله راغب اصفهانی داسې لیکي:
القصد: استقامه الطریق، یقال: قصدت قصده اي نحوت نحوه ومنه الاقتصاد.
ترجمه: "د القصد معنا د لاري سیدها کول دي، وویل کیږي چې قصدت قصده یعنې ما قصد وکړو او سیدها د هغه طرف لاړم او د همدې قصد څخه مراد اقتصاد دئ".

په النهایه کې داسې راځي:
القصد من الامور والمعتدل الذي لایمیل الي احد طرفي اتفریط والافراط.
ترجمه: "قصد د هغه معتدل امور څخه مراد دئ چې د هیڅ ډول افراط او تفریط په سبب ډیر نشي".

په الصحاح کې د قصد داسې ذکر کیږي:
القصد: بین الاسراف والتقتیر
ترجمه: "د اصراف او بخل تر مینځ لارې (د اعتدال لاره) ته قصد وویل کیږي".

ابن منظور افریقایی په اساس:
القصد في المعیشه: ان لایسرف ولایقتر.
په اقتصاد کې د قصد څخه مراد داده چې نه اصراف وشي او نه هم بخل.

په اوسني دور کې د اقتصاد تعریف:
په نوي دور کې اقتصاد د مالي او معیشتی امور مفهوم ورکوي. یعنې په نوې دور کې اقتصاد هغه علم ته وویل کیږي چې د شتمنو د خلق او ویشلو په اړه بحث پکې کیږي.

المعجم الاقتصادي الاسلامی په اساس اقتصاد د داسې تعریف کیږي:
الاقتصاد: علم یبحث فی کل یتعلق بالثروه والمال والتکسب والتملک والانفاق.
والا اقتصاد یبحث ایضآ فی مسایل الانتاج والاستثمار و مسایل الانتفاع والخدمات و مسایل الغنی والفقر.
ترجمه: "د اقتصاد علم د شتمنو د کثرت، د رزق ګټل، د کوم شي مالکیت درلودنې او د خرڅونې څخه بحث کوي".
د اقتصاد علم د تولید او محصولاتو ډیرښت سره تړلي مسایل، د ګټې او ضرر مسایل او د مالداره کیدنې او فقر پر مسایلو بحت کوي.

د اقتصاد پيل:
الله تعالی موږ انسانانو لپاره په دې نړئ کې هرڅه خلق کړي دي. انسان یې د دغو هرڅه مامور یا خلیفه په توګه وټاکه او بیا یې د هر انسان در رزق رسولو اهتمام وکړو اما بیا یې د سرچینو کموالی(Scarcity)  سره آشنا کړو دا ځکه چې انسانان نفس لري نو په دې اساس انسان د هغه وخت نه چې خلق شو او نړئ ته راغئ کموالي سره وپیژندل شو او اقتصاد نړئ ته راغلو چې د وخت په تیریدو سره او د انسان ترقی سره یوځائ اقتصاد هم وده وموندله.



اقتصاد د انسان فطری اړتیا ده
دا چې د انسان د پیدایښ مقصد به څه وي د دغه موضوع نه پرته انسان د هغه وخت نه چې نړئ ته راغلئ په اړتیاو او خواهشاتو کې ګیر ده او کوښښ کوي چې د ژوند تر اخیرو شیبو پوري دغه اړتیاوو او خواهشاتو ته ورسیږي.  توماس مالتس یو پیاوړئ لویدیځ اقتصاد پوه په دې آند وو چې انسان ګټو باندې خوځول کیږي او تمرکز لري او تر هغه وخته پورې چې د دې نړئ څخه سترګې پټوي د شتمنو ټولولو لپاره فعالیت کوي. د هغه ورځ څخه چې انسان دغې نړئ ته یې پښه ایښي ده د هغه ورځ نه د کموالی اصل سره آشنا شوئ او هڅه یې پيل کړه تر څو د کموالي اصل په نظر کې نیولو سره سم اقتصادی ټاکنې وکړي. یعنې دغه ټاکنې د معاوضې او فرصتي لګښت په نظر کې نیولو سره اجرا کړي چې وتوانیږي ګټورتوب، مثمریت او تلپاتې وده تر لاسه کړي.  

د اقتصاد لپاره د انسانانو د هڅو پیل
لومړئ انسانانو په اولیه کمون کې ژوند کولو یعنې په مغارو کې یې ژوند کولو او ژوند یې ډیر ابتدایی وو مثلآ  د جنګلی ځناورو ښکار او د ونو د پاڼو او نورو طبیعی سبزیجاتو په وسیله یې خپل ژوند چلولو. بیا وروسته د خلکو آبادي زیاته شوه او انسانان سیندونو او باغونو کې میښت شول او د ځناورو د ښکار په ځائ هغه یې ځان سره  وساتل او د شیدو او غوښې څخه یې کارول پیل کړل.  د دغه مرحلې نه وروسته بیا کلي جوړ شول او مسلک مینځته راغئ او بیا بالاخره انسانان ښاري شول.
د انسانانو په اړتیا او خواهشاتو کې اضاضه هغه وخت مینځته راغله کله چې انسانانو ساینسی ترقی وکړه. دا د تذکر وړ ده چې د نن ورځې انسانی اړتیا خورا فرهنګی توکو باندې نسبت په اړتیایزو توکو تمرکزیت لري. کله چې انسان ماشینی دور ته داخل شو د هغه اړیتاوې په ډیریدو شوې او کوښښ وکړو چې دخپل ژوند دوامداره توګه باندې رنګین کړي. نن چې انسان د ترقی اوج ته رسیدلئ فرهنګي توکي دومره د اهمیت وړ شوي دي چې انسانان یې هڅولي چې د  خپل توان نه هم ډیر کار وکړي ترڅو ټولنې کې خپل اقتصادی موقف پیدا کړي. د انسانانو تر مینځ دومره سیالئ پیاوړې شوې چې هغه نور هرڅه هیر کړي دي او ډیرو عواید په خوا حرکت کولو ته چمتو شوئ دئ.

د مسلمان مفکرینو پر بنسټ د اقتصاد تعریف
اګر چې د اقتصاد کلمه وروسته تعریف او توضیح شوه مګر اسلامی مفکرینو د اقتصاد تعریف د مختلفو تفکراتو په اساس کړئ دئ چې څو نمونې یې په لاندې ډول دي:



جناب الماوردي
ابو الحسن علی بن محمد الماوردی (۴۵۰ ه) خپل کتاب کې یې پر اقتصاد مختصر بحث کړئ دئ. الماوردی اقتصادي توکي یا محصولات چې د اقتصاد اساسي موضوعاتو څخه دئ د یو مرکزي نقطې په اساس یې پرې توضیحات ورکړيدي او اقتصادي محصولات یې د اقتصاد بنسټ په عنوان توضیح کړي. هغه د اقتصادي محصولاتو په هکله د اقتصاد چتر لاندې داسې لیکي:  
والاموال ضربان: ظاهره وباطنه. فالظاهره: مالا یمکن اخفاءه کالزرع والثمار وامواشي. والباطنه: ما امکن اخفایه من الذهب والفضه وعروض التجاره.
ترجمه: "د محصولاتو دوه ډولونه دي: ظاهري محصوالات او باطنی محصولات. ظاهری محصولات هغه محصولات دي چې موږ یې نشو پټولئ لکه فصل، میوې او وغیره او باطنی محصولات هغه محصولات دي چې پټیدۍ هم شي لکه طلا، نقره او نور سوداګریز توکي."

الماوردي معتقد وو چې د اقتصادی محصولاتو د پیژندلو علم ته اقتصاد وویل کیږي. یعنی د الماوردی په اساس اقتصاد د محصولاتو د پیژندې علم دئ.

جناب اما غزالی
اما غزالي (م ۵۰۵ ه)  د اقتصا په هکله داسې لیکي:
" نړۍ کې پرته له خوراک او څښاک څخه ژوند کول ناشونې دۍ یعني دلته د ژوند لپاره عواید لاسته راوړل ضروري او لازمی ګنل کیږي، نو پدې اساس د ګټو د معقولو لارو څخه آګاهی هم ضروري ده".

امام غزالي په ډیرو نورو اقتصادی مسایلو باندې لکه د ګټو فضیلت، د معاملاتو درستوالۍ ، په سوداګریز مبادلاتو کې د عدل څخه کار اخیستل، په تجارت کې احسان او نیکي اختیار کول وغیره تر سرلیکونو جامع بحثونه تر سره کړي دي.

جناب ابن خلدون
ابن خلدون (۸۰۸ ه) اقتصاد په لاندې توګه تعریف کوي.
ان المعاش هو عباره عن ابتغا الرزق والسعی فی تحصیله
" اقتصاد د رزق لټون او تر لاسه  کولو سره تړلي هڅو او جدوجهد ته وویل کیږي".


 جناب شاه ولی الله محدث دهلوی
شاه ولی الله ( ۱۱۱۴- ۱۱۶۴ ه) اقتصاد تعریف په لاندې څیر کوي.
هر الحکمه الباحثه عن کیفیه اقامه المعادلات و المعاونات والا کساب علی الارتفاق الثانی
د ثانی ارتفاق په منظر کې د ټولنې د وګړو یو بل سره د محصولاتو راکړه ورکړه، د یو بل سره اقتصادی مرسته او اقتصاد ذرایع او د عایداتو د حکمت څخه خبرې کولو ته اقتصاد وویل کیږي.

د لویدیځ مفکرینو له نظره د اقتصاد تعریف
مسلمانانو سره سره غربی نړئ هم اقتصاد ته کافي پام کړئ او د دغه علم ودې کې یې مرسته کړېده. په دې وروستیو پیړیو کې په ځانګړئ توګه لویدیځ اقتصادی آندونه او نظریات کافی د اهمیت وړ دی ځکه چې نن د نړئ ټول هیوادونه د لویدیځ اقتصادی نظام په اساس خپل اقتصادی – سیاسی فعالیتونه تر سره کوي چې کافي بریالي هم دي. په غرب کې د اقتصاد د علم بنیاد آدم سمیټ (Adam Smith, 1723-1790)  ایښۍ دۍ. آدم سميټ په لومړي ځل د اقتصاد علمی تعریف وړاندې کړ او اقتصاد ته یې د یو علم په اساس وکتل چې په همدغه اساس هغه ته دې اقتصاد د پلار لقب ورکړل شو. د آدم سميټ سره سره نورو پوهانو هم اقتصاد ته کار وکړو چې په دریو مراحلو یې ویشو:

۱. د کلاسیکانو فکری مکتب (Classical School of Thought)
۲. د نیو کلاسیکانو فکری مکتب (Neo Classical School of Thought)
۳. نوئ فکری مکتب (Modern School of Thought)

د کلاسیک فکری مکتب کې د آدم سميټ نوم تر ټولو مخکې شمیرل کیږي. هغه په ۱۷۷۶ کې د ملتونو شمتني (Wealth of Nations)  په نوم کتاب ولیکه چې په دغه اساس هغه ته موږ د اقتصاد د پلار یا هم د سیاسی اقتصاد پلار(Father of Political Economy)  خطاب ورکړو. هغه د ملتونو شتمني کتاب کې د اقتصاد تعریف داسې کوي.
اقتصاد د شتمنیو علم دئ. د هغه په آند اقتصاد داسې یو علم دئ چې د شتمنیو د تولید څخه بحث کوي.

یو شمیر نورو اقتصاد پوهانو هم د آدم سمیټ همنظره او همفکره وو لکه جرمی بینتم (Jeremy Benthem, 1748-1832) ، تامس رابرت مالتس(Thomas Rober Malthus, 1766-1834) ، ډیوډ ریکارډو (David Ricardo, 1772-1823) ، جې بي سې (John Stuart Mill 1806-1873)، ایلې (Elley) ، فرانسس ای. واکر (Fracis A. Walker) ، فاسټ (Fawcett)، والرس (Walrus)، چپمین (Chapman)، این ډبلیو سینیر (N. W. Senior)  وغیره.

نیو کلاسیک فکری مکتب (Neo Classical School of Thought)
نیو کلاسیک فکری مکتب د اقتصاد دوهم مکتب په توګه هغه وخت مینځته راځي چې د ډاکټر الفرید مارشال (Alfred Marshall 1842-1924)  له طرفه د آدم سمیټ تعریف تنقید کیږي. الفرید مارشال په هغه څیر چې آدم سمیټ اقتصاد تعریف کړئ وو هغه ته شیطانی علم (Dismal Science) او د شتمنیو لمانځنې (Mammon Worship) نوم ورکوي. هغه اقتصاد ته یو نوۍ جهت ورکوي او اقتصاد داسې تعریف کوي:  

په اقتصاد کې انسان هغه سرګرمی ګانې مطالعه کوي چې د انسان ورځنی معاملاتو سره تړاو لري. د اقتصاد په وسیله موږ دا معلوم کولای شو چې څنګه دولت لاسته راوړو او څنګه یې بیا مصرف کړو،  د اقتصاد علم د انسان انفرادی او ټولنیز ژوند د هغه هڅو ارزونه کوي چې دغه موضوع سره ډیره اړیکه ولري چې د خوشحال ژوند تیرولو  لپاره توکي څنګه تر لاسه کیږي او هغه څنګه کارول کیږي، نو پدې اساس اقتصاد د یو اړخه د دولت(شتمنو) علم دئ او د بل اړخه د انسانی ژوند یو اړخ هم دۍ.

د اقتصاد علم په ودې که الفرید مارشال یو ځانګړې برخه لري. د هغه نظریات تر ډیر وخته پوړې مسلطه او اساس ګنل کیده. په دغه مکتب کې الفرید مارشال سره بیا پیګو(Pigou)، کینن(Cannon)، بیوریج (Beveridge)، کونټ ویکسل (Knut Wicksell) ، جې بي کلارک (J.B. Clark)، ټازګ (Taussig) او ارونګ فشر (Irving Fisher)  وغیره همنظري درلوده.  

نوئ دور (Modern School of Thought)
د اقتصادي نظریات وړاندې کولو کې پروفیسور لونیل رابینز مخکښ دۍ. روبینز د لندن د اقتصاد او سیاسی علومو پوهنتون(London School of Economics and Politics)  سره تعلق درلوده.  هغه د خپل معروف کتاب یعنې د اقتصاد ماهیت او اساسات په کتاب کې چې ۱۹۳۲ کې چاپ شوئ وو اقتصاد ته یې یو نوۍ اړخ ورپه برخه کړ.  پروفیسور رابینز د الفرید مارشال په تاریخ باندې نیوکې کوي او تنقیدی تبصره په توګه یې  وړاندې کوي. هغه وایی چې د مارشال تعریف د اقتصاد د علم دایره لیږوي او خپله بیا اقتصاد په لاندې توګه تعریف کوي:
اقتصاد د انسان هغه طرز عمل مطالعه کوي چې د خواهشاتو نا محدود کیدل او د سرچینو محدود کیدلو په اساس اختیار شوي یي چې دغه سرچینئ د متبادل موخو لپاره کارول کیږي.
ګرچه د پروفیسور رابینز تعریف ډیر واضح او جامع دۍ او د نوي دورې اقتصاد پوهان دغه تعریف ته ترجیح ورکوي اما دا هم درسته ده چې تراوسه پورې د اقتصاد کوم حتمی او قطعي تعریف نده وړاندې شوئ. رابینز سره کینز (Keynes)، میلر (Miller) ، ارما ایډلمین وغیره همنظري درلوده.

په دې وروستیو کې اقتصاد پوهانو لکه ښاغلي پاول سمیولسن اقتصاد ته د ګټورتوب او د ودې علم وایی. یعنې د اقتصاد ټولې هڅې او فعالیتونه د ګټورتوب او پایدارې اقتصادی ودې تر لاسه کولو لپاره پلي کیږي.

د اسلام اقتصادی مکتب په اوسني دور کې  
نن نړئ یوې نوې پړاو کې ګام ایښئ ده. دغه فیز(Phase)  د دین باندې د بیا اعتقاد او څیړنې پړاو دئ. د رنسانس دورې(Renaissance)  او صنعتي انقلاب (Industrial Revolution) څخه وروسته په ادیانو باندې عقیده په چټکئ سره په لیږه کیدو شوه او د اتیستانو(Atheists)  شمیړ ورځ په بله په ډیریدو شو. لیکن کله چې نړئ اقتصادي او سیاسي کړکیچونو کې ښکیل شوه او د دغو اقتصادي بحرانونو څخه د وتلو لاره په دین کې ګواکي پیدا شوه نو نړئ یو ځل بیا دین او د الله تعالی وحدانیت ته مخه کوي. په همدې ترتیب  کله چې اسلامی هیوادونه اقتصادی، سیاسی او ټولنیز ودې کې پاتې راغلل د غربي نړئ  ځینې خلکو داسې فکر وکړو چې ګواکې اسلام سره به دې خلکو مینه په نړئ کې د اسلامی نړئ د ودې زوال سره لیږه یا پائ ته ورسیږي. اما لکه څنګه چې قرآن اعظیم الشان کې وویل شوي دي چې قرآن الکریم یعنې اسلام د تل لپاره ده نه د یوې خاصې مودې یا مرحلې لپاره نو ځکه نن باوجود د دې چې افغانستان هم لکه نورو هیوادونو عصری منل شوئ غربی سیسټمونه او نظام یې قبول کړئ بیا هم د اسلامي ارزښتونو او سیسټمونو پلي کولو ته اړتیا په ډاګه شوې. لومړئ پوښتنه داده چې  دا اړتیا په افغانستان کې د کوم ځائ نه شوه او په کومو مسایلو کې ډیره محسوس کیږي؟  دا اړتیا په ټولو مسایلو کې د بحث وړ ده اما په اقتصادي بخشونو کې غیر قابل اجتناب ده. اقتصادی مسایلو کې د اسلامی سیسټمونو پلي کولو اړتیا د بهر او هم د افغانستان داخل څخه را منځته شوېده. مثلأ له هغه ځائ څخه چې افغانستان یو اسلامی هیواد دئ او اکثره وګړي یې مسلمانان دي نو دلته یو غیر ربوي بانکي مالی او اقتصادی سیستم ښه پایله درلودئ شي ( په هغه شرط چې د پلي کیدو شرایط آماده  وي). په اسلام (قرآن او حدیث) کي ربا په هیڅ ډول د منلو وړ نده. په قرآن الکریم کې مکررآ د ربا(Interest)  څخه د ډډې آیتونه راغلي او په همدغه ډول په احادیثو کې ربا ناجایزه او ګناه بلل شوې. مخکې له دې څخه چې نور اقتصادی بحث وکړو دا مهمه ګڼل کیږي چې اسلامی نظام سره آشنا شئ او د اقتصاد ځائ پکې په ګوته ګړئ شئ.

















Figure #1: Islamic Construct
لومړئ انځور: اسلامی نظام

اقتصاد بیشکه د یوې ټولنې د ملا تیر په څېر حیثیت لري. ټول نورې چارې هرومرو د اقتصاد په شاوخوا کې څیړل کیږي یا داسې که ووایو چې اقتصاد هسته ده او نور علوم په مدارونو کې قرار لري بې ځایه به نه وي. کارل مارکس( د کمونیزم بانی) سیاست د اقتصاد پر بنسټ خلاصه کوي. موږ په دې پوهیږو چې فقر د یوې ټولنې تر ټولو څخه لویه ننګونه ده. په اسلام کې بار بار د فقر له منځه وړلو لپاره تاکید شوئ او داسې هم وویل شوي چې "فقر د ایمان زوال ده". په دې معنا چې که فقر شتون ولري ایمان چې د اسلام لومړنئ رکن ده د خنډ سره مخامخ کیږي. په قرآن کریم کې تجارت او اقتصادي چارې روا ګڼل شوي اما ربا، غرر، قمار او غیر مشروع اقتصادي فعالیتونه بیا حرام. "د اسلام اقتصادي مکتب ته موږ یو اخلاقی اقتصادي مکتب ویلئ  شو ځکه چې دا نظام په واقعي توګه فضل او احسان باندې ولاړ ده. نو په دې اساس زه معتقد یم چې تر هغه وخته پوره چې انسان معنویاتو ته خوا نکړي او اخلاقی ارزښتونو ته په خپل شخصیت کې وده ورنکړي هیڅکله هم شونې نده چې یو واقعی اسلامی اقتصاد پلي شي".
اما بیا ستونزه داده چې انسان د ماهیت څخه داسې معالومیږي چې حریص(Greedy)  دئ. توماس مالتوس چې یو پیاوړئ اقتصاد پوه تیر شوئده د انسان په هکله داسې وایی: "انسان د شخصي ګټو په اساس خوځول کیږي او تر هغه وخته پورې چې قبر ته لاړ نشي د شتمنو راټولو ته خوښ وي". زه هم دغه خبره تر یو څه حده تاییدوم ځکه چې انسان واقعآ په ماهیت او برخورد کې بعضآ حریص ښکاري او دا ځکه ده چې انسان نفس لري. مثلآ حتا کله چې یو ماشوم پیدا شي نو خپله مور پیژني او د خوراک لپاره خپلې مور خوا ته ځي پلار خواته نه ځی. دغه پخپله یو سیاسی – اقتصادی حرکت ده چې د پیدايښت سره انسان کې څرګند کیږي. بل مثال  د آدم(ع) او بی بی حوا ده. پرته لده څخه چې الله سبحان و تعالی دوئ د یو خاص شي څخه منع کړي وو بیاهم شیطان وشوه کولای چې د انسان حراصت څخه په استفاده انسان دې ته آماده کړي چې د الله تعالی امر څخه سرغړونه وکړي. همدغه څیر که تاسو د انسان او اسلام لرغونئ تاریخ وګورئ نو په آسانه به په ډاګه شي چې انسان ماهیتآ حریص دئ.
اسلامی فیلسوفانو(Philosophers)  او پوهانو د اسلام اقتصادی مکتب ودې لپاره ډیر اساسی فعالیتونه په ۱۲ پیړئ کې کړیدي. د یونان اقتصادی تصورات او اصولو په اساس اسلامی پوهانو د اقتصاد علم ته د اخلاقیاتو او مذهب بعد ورپه برخه کړو او د اروپا د منځنئ قرن سکولیستیزیم(د منځني قرن د تعلیم او فلسفې لاره)  ته یې خوځښت ورکړو. اسلام اقتصادي ستونزو ته نوې اشتراکي میکانیزم معرفی کړو چې د یو عادل پولي نظام بڼسټ ګنل کیدلائ شي." د اسلام اقتصادی نظام اساسی موخه د ټول بشري کورنئ اقتصادی وده ده چې د ګډو ګټو د تیوری (Shared Profit Theory ) په اساس لاسته راوړل کیدئ شي."
د ښاغلي الیور جیمز په آند ډیرخلک د "خود غرضي" کلمه د سنتی اقتصاد نظام په اړه کاروي چې واقعآ د کپیتالیستی اقتصاد(Capitlaistic Economy)  مخکې یو بنیادی ننګونه ده او په ډیرو مسایلو کې ثابت شوې هم ده چې سنتی اقتصاد چې د کپیتالیزم د اصولو په اساس تشکیل شوئ ده خود غرض برخوردونه منځته راوړي. بله اساسی ستونزه بیا د غریب او مالدارو مینځکې د فاصلې شتون ده. نوي سروې ګانو او څیړنو دا ثابته کړېده چې د کپیتالیزم تطبیق د طبقاتو سبب کیږي چې د اعتدال او برابری اصل(چې د ټولو سیاسی او اقتصادی نظامونه اساسی اصل بلل کیږي) سره په ټکر کیده.
اسلامی اقتصاد یو جامع او خپلواکه اقتصادی مکتب دئ چې اصول یې د اسلامی شرعیت په اساس ايښودل شوي دي. هیڅ ډول مغایرت د اسلام اصولو سره په اسلامی اقتصاد کې د تحمل وړ نه دي. هرڅه په اسلامی نظام کې باید د قرآن، حدیث، اجماع او قیاس سره سمون او همغږي ولري. په هر اسلامی اقتصادي معاملې کې باید مقاصد الشرعیه په نظر کې ونیول شي. دغه اقتصادی مکتب د الهی احکامو په اساس تشکیل شوئ ده او د انسانانو مادي، معنوي، سیاسي او ټولنیز اړخونه ( مسوولیت او ګټورتوب د اصولو په اساس) پکې په نظر نیول شوي دي.
عمر چوپرا چې  پیاوړئ اسلامی اقتصاد پوه ده  د اسلامی اقتصادی نظام په هکله داسې  نظر لري. "اسلامی اقتصاد د سنتی اقتصاد پرتله د ښه نظام او عادل اقتصادي نظام رامنځته کیدلو په باب کې موثره ده او اسلامی اقتصادی نظام کې د شتمنو ویشل، اقتصاد وده او موثریت ډیر ښکاري." زما په آند هم که واقعآ اسلامی اقتصادی نظام ته وده ورکړل شي دا به د لویدیځ اقتصادی نظام  په نسبت یو ښه نظام ثابت شي. اما باید کافی کار ورته وشي ځکه چې تر اوسه پورې اسلامی اقتصادی نظام یو اقتصادي مکتب دئ چې لاتراوسه حتا اساسات یې هم د پاراداکسونو څخه ډک دي. لیکن یو ډیره قوي فرضیې په توګه بالکل د څیړنې او پام ارزښت لري.
دا یو ځل بیا د تذکر وړ ده چې اسلام لکه نوور ادیانو غوندې یواځې یو مذهب نه دئ بلکې اسلام یو بشپړ دین (د ژوندانه بشپړه لاره چې یواځې د الله سبحان وتعالی څخه انسانو ته راغلې) ده. لکه څنګه چې لومړني انځور کې مو ولیده اسلام ټولو مسایلو ته د عقیده څخه شروع تر ټولنیزو مسایلو احکام او اصول لري. نو پدغه اساس اسلامی باور داسې وایی : اړتیا نشته چې نوي خپلواکه سیسټمونه ته چې اسلامی اصولو سره په ټکر کې وي انکشاف ورکړو بلکې زموږ د ژوندانه هره پروسه، نظام یا اصول باید اسلامی وي او د اسلامی اصولو په رڼا کې وده ورکړل شوي شوي.  
د سید وقار(د اسلامی تفکر کتاب) د څیړنې په اساس د قرآن ۶۲۲۶ آیاتو کې کابو ۱۴۰۰ آیات د اقتصاد په هکله دي. چې د ۲۰۰ څخه ډیر کلیدي کلمات کارول شي دي چې  په مستقیم او غیر مستقیمم توګه اقتصاد سره رابطه لري. دغه آیات د کوچني او ملي اقتصاد(Micro and Macroeconomcis)  ټول اساسي موضوع ګانې د مقدس اقتصادي نظام په چوکات کې احاطه کوي.  د قرآن کریم د ۲:۲۰۱ او ۷:۱۵۶ آیاتو پر اساس اسلام موږ انسانانو ته د اوسني (فاني ژوند) او راتلونکي(ابدي ژوند) ژوند د ښې ګنې لپاره کار کولو ته هڅوي. یعنې اسلام د فاني ژوند او ابدي ژوند مینځ کې مساوات غواړي چې دغه فلسفه د لویدیځ اقتصادی نظام په خلاف ده. ځکه چې لویدیځ اقتصادی نظام ( د آزاد بازار نظام یا مختلط اقتصادی نظام) یواځنئ موخه د دنیايی ژوند هیلې برابرول دي.
یو سوال چې تکرآ پښتل کیږي دا ده چې آیا اسلامی اقتصاد یو خپلواکه اقتصادي نظام دئ؟ آیا اسلامی اقتصاد یو ځانګړئ پارادیګم تشکیلوي؟ آیا د اسلامی اقتصاد فرضیات او تحلیلی ابزار د سنتی اقتصادی نظام څخه توپیر لري؟
په منځني قرن تفکراتو کې اسلامی اقتصاد خپلواکه ځائ ځانته نه درلوده بلکې د اسلامي اخلاقیاتو او قانون په چوکات کې مطالعه کیدو. ابن خلدون(۱۴۰۶-۱۳۳۲)  چې یو پیاوړئ عالم تیر شوئ ده او کله کله ورته د عصري اقتصاد پلار هم وایو کوښښ یې وکړو چې د انسانانو انفرادی او جمعي رفتار (پرته د آیدیالوژیکي، مذهبي او اجتماعی فشارونو څخه) باندې  ځان پوه کړي. د خلدون د ټولو کارونو څخه پیاوړئ کار یې المقدینه وو چې په هغه کې یې د عصري اقتصادي ټول اساسي عناصر تشریح کړي دي. مثلآ د تولید تیوري، د قیمت تیوري، د بازار تیوري، د توزیع یا ویش تیوري، د عامه مالی امور، د کاروبار دوران او نړیوال اقتصاد وغیره. ابن خلدون خپل اقتصادی عقاید بر خلاف د نیو کلاسیکانو ماډل (Neoclassical Model) (چې اساسآ د اقتصادی ارزښتنو پورې اړه لري) د دوراني څو اړخیزه متحرک اقتصادي ماډل(Multidisciplinary Circular Dynamic Model)  په توګه توضیح کړ.
اسلامی اقتصاد هم لکه نورو اقتصادی نظامونو غواړي چې بشپړ اشتغال، د شتمنو په ویش کې برابري، او د خلکو د اړتیاو تامین او رضایت ته ورسیږي. اما دغه اقتصادی نظام ځینې ځانګړتیاوې لري چې د دغو اصولو په اساس کولاي شي اقتصادي موخو ته ورسیږي. مثلآ غیر ربوي اقتصادي نظام، د دولتي او هم شخصي مالکیت شتون ، زکات او وقف( خودمختاره مرسته د اقتصادي بهبود او پرختیا لپاره) او داسې نور. یعنې اسلامي اقتصاد د کپیتالیزم او کمونیزم(Communism)  په مینځ کې یو معتدل نظام دئ چې ښکاري په راتلونکې کې به د نړئ هر اړخ ته پرختیا وموندي او دا بالکل  شونې ښکاري چې دغه نظام یو ورځ د نړئ تر ټولو پیاوړئ اقتصادي نظام باندې مبدل شي او نړئ کې د یو مسلط اقتصادي نظام په توګه وګڼل شي.
په اسلامی اقتصاد کې تر ټولو څخه عمده بحث د ربا ده. ربا په اسلامی کې حرام ګڼل کیږي او سخت مجازات په قبال کې لري. د ډیرو پیاوړو اقتنصاد پوهانو په آند د ربا (سود) شتون په سنتي اقتصاد کې د نوساناتو او ناپایدارئ یو اساسی لامل دئ. ځیني اقتصادپوهان ربا ته د پرازیت یا وایرس په توګه ګوري او تاکید کوي چې د اقتصادي بحران راتګ ربا سره تړاو لري. دوئ وایی چې تر کله چې ربا په اقتصادي نظام کې شتون ولري تر هغه پوري مطلق اقتصادي ثبات مینځته نشي راتللئ. دوئ د ۱۹۳۰ او ۲۰۰۴ اقتصادي ته اشاره هم کوي. په اسلام کې د ربا باندې بندیځ ډیر لاملونه دي خو یو لوئ علت یې د عدالت او برابری اصل سره تناقض او دوهم  یې دا ده چې د ربا شتون سبب د مصنوعی شتمنو کیږي چې اقتصاد ته په اوږد مهال کې ضرر رسولئ شي.
د سکیولر اقتصاد پوهانو په آند د اقتصادي ستونزو اصلي لامل د کموالي اصل ده یعنې اقتصادي سرچینې محدودې دي او د انسانانو اړټیاګانې او خواهشات لامحدوده دي. په سنتی اقتصاد کې تاکید کیږي چې باید د عرضې موانع له مینځه لاړې شي ترڅو د انسانانو لامحدوده خواهشاتو ته رضایت ورکړل شي. اسلامی اقتصاد برخلاف داسې وایی چې الله سبحان و تعالی کافي اقتصادي منابع انسانانو ته ورکړي دي اما د انسانانو د غلط مدیریت او نا کنترول شوي خواهشاتو په نتیجه کې کموالئ مینځته راتللئ شي. نو که انسانان ښه او موثر مدیریت وشي کړئ هیڅ انسان به فقیر پاتې نشي. خلاصه دا چې سیکولری اقتصاد پوهان وایی کموالئ یو حقیقت دئ اما اسلامی اقتصاد پوهان وایی کموالئ اصلآ نشته البته د ضعیف او کمزوري مدیریت پایله ده.

د عرضې طرف ته بیا اسلام وایی چې الله سبحان و تعالی انسانانو ته کافي اقتصادي سرچینې مهیا کړي دي او یواځې جایزه خواهشات د منلو وړ وي. یعنې هغه اړیتاوې باید تامین شي چې جایزې وي او ناجایزه اړتیاوې او خواهشات د قبولیدو وړ نه دي. مثلآ شراب، مخدره توکي او داسې نور ناجایزه خواهشات. د قرآن کریم په ۲:۱۷۷ آیت کې داسې راغلي دي: "منابع باید د خپل فامیل، د هغو لپاره چې کورنئ نلري، هغه څوک چې اړتیا لري ورته، د مهاجرو لپاره، هغو لپاره چې ستاسو څخه د مرستې غوښتنه کوي، او د غلامونه د خپلواکئ لپاره او د دوامداره خیرات لپاره،  وکاروئ."   

د سنتی اقتصاد بنیادي اصول په لاندې توګه خلاصه کیدلائ شي.
۱. د کموالي اصل(Principle of Scarcity) : یعنې منابع محدود دي او اړتیاګانې لامحدودې
۲. د فرصتي لګښت اصل(Principle of Opportunity Cost) : د یو شي لاسته راوړلو لپاره یو بل شئ باید له لاسه ورکړئ
۳. د ګټې او ضرر اصل(Principle of Profit and Loss) : هرڅه د ګټې او ضرر په تلې کې تللئ کیږي
۴. د آزاد بازار اصل(Principle of Free Market)  : د عرضه او تقاضا قوتونه د بازار تعادل مینځنه راوړي او ټولې اقتصادي پریکړي د بازار د میکانیزم په اساس اجرا کیږي.

بله خبره داده چې د سنتي اقتصاد اساسات ربا باندې ایښودل شوي دی. ربا په سنتی اقتصادي نظام کې تر ټولو نورو عناصرو څخه اساسي او مهمه عنصر دئ چې پرته له ربا څخه اصلآ د  آزاد بازار اقتصادي نظام تصور هم نشي کیدئ.  اما په اسلامی اقتصادي نظام کې پیسې باندې تجارت صحي نه بلل کیږي ځکه چې پیسې کوم ذاتي ارزښت(ثابت یا متغییر) نلري.
په سنتي اقتصاد کې بانکونه او نور مالي نهادونه دا کولائ شي چې مصنوعي پیسې بازار ته عرضه کړي. اما په اسلامي اقتصادي نظام کې بانکونه او نور مالي بڼسټونه نشي کولائ چې مصنوعي پیسې بازار ته عرضه کړي. همدغه ډول په اسلامی اقتصاد کې ټول اقتصادي معاملات باید یو حقیقی اقتصادي شتمنئ یا فعالیت سره اړه ولري. نور دا چې په اسلامی اقتصادي نظام کې  پیسو د وخت (Time Value of Money) ارزښت موجود نه دئ. یعنې د نن یوه افغانئ د راتلونکي یوې افغانئ څخه په ارزښت کې لیږه نه ده. سنتي اقتصاد بې خطره پانګه اچونې ته اجازه ورکوي اما په اسلامی اقتصاد کې بې خطره پانګه اچونه هم جایزه نه بلل کیږي.

ټول راکړې ورکړې په اسلامی اقتصادي نظام کې د مقاصد الشرعیه په اساس سنجول کیږي. د شرعیت اساسي موخه د اعتدال تامین کول دي.  د قران کریم  په ۵۷:۲۵ آیت کې په واضح توګه الله تعالی وویلي چې د پیغمبرانو او قرآن رالیږلو اساسی موخه داده چې انسانان مساوات باندې پوه شئ او غلط د صحی څخه جلا کړئ او پخپلو کړنو کې عدالت برقرار کړئ. نو هره هغه معامله چې پکې عدالت یا انصاف تر پښو لاندې کیږي د شرعیت لحاظ نه نا رواح او حرام ګڼل کیږي. قرآن کریم کې انسان ته د الله سبحان و تعالی خلیفه وویل شوي دي او بار بار انسانانو ته وویل شوي چې غلطې کړنې چې انصاف پکې د پښو لاندې کیږي ونکړي.

امام غرالي یا الغزالي ((d. 1111CE چې د اسلام یو پیاوړئ او نامتو پوهانو څخه یو تن وو د انساني شخصیت د ودې لپاره او د مقاصد الشرعیه لاسته راوړلو لپاره پنځه اساسی ځانکړتیاوې وړاندې کړي. غزالي لیکلي چې د انسان اساسی موخه د خلکو  د بهبود وده ده  چې هغه د عقیدې حفاظت، ودې او غني سازي په واسطه حاصل کیدئ شي، د انساني ژوند حفاظت، د علم  یا هوش حفاظت،  د نسل حفاظت، او د شتمنو حفاظت. نو هره هغه کار یا فعالیت چې دغه پنځه برخو ته ګټه رسولئ شي صحی کار  یا فعالیت بلل کیږي.

Figure #2: Imam Ghazali Five Attributes
(For developing the human personality and realizing Maqasid Al Shariah)
دوهم انځور: د امام غزالي پنځه ځانګړتیاوې
( د انسانی شخصیت د ودې او د مقاصد الشرعیه تامین لپاره)
مقاصد الشرعیه ثانوي موخي هم لري چې په لاندې توګه یې خلاصه کولائ شو.
۱. د برابری او عدالت تامین
۲. د ټولنیز خوندیتوب او د همغږئ وده.
۳. د فقر له مینځه وړل او غریبانو سره مرسته
۴. د امنیت او صلح برقراري.
۵. الامر بالعمروف والنهی  عن المنکر
۶. د اخلاقیاتو او ټولنیزو ارزښتنو وده
۷. د چاپیریال د حفاظت لپاره هر ممکنه هڅې
۸. تعلیم او تربیه

اسلام غواړي چې یو اخلاقی اقتصادي نظام ( د فضل او احسان پر بڼسټ) ولري چې په لاندې ډول یې اصول خلاصه کولائ شو.
۱. امانت داری
۲. د نورو لپاره پاملرنه
۳. په مصاروفو کې میانه روي
۴. ګټور تولیدات د خدمات په توګه
۵.  د ټولنیزو مسایلو حل لپاره شورا یا جرګه
۶. شتمنئ ته د یو اړتیا په حیث نه د ژوند مقصد په توګه اهمیت ورکول
۷. د سودګري وده او د ربا منع کول
۸. د قمار او غرر منع کول

بعضآ تاسو ته با داسې ښکاري چې اسلامی اقتصادی نظام ډیر خیالي نظام دئ. زه به داسې ووایم چې هر اخلاقی اقتصادي نظام خیالي دئ البته تر هغه وخته چې شرایط ورته د پلي کیدو آماده نوي. اسلامی اقتصادي نظام د اوس لپاره یوه فرضیه یا مکتب دئ چې راتلونکئ یې روښانه ښکاري. په لویدیځ نړئ کې د اسلامی بانکوالئ چټکه وده دا ښکاره کوي چې دغه مکتب منطقی دئ او که کار پرې وشي راتلونکي کې کیدائ شي چې د سنتی اقتصادي نظامونو په اړخ کې یو پرتله سیسټم په څير مطرح شي یا هم ګواکې دغه نظامونه عوض کړي.
ډیري خلک حتی مسلمانان  تر اوسه پورې د دغه نظام څخه بې خبره یا بې اعتنا وو اما اوس اسلامی اقتصادي مکتب حد اقل دومره یې کړي چې دغسې خلک یې ځانته مایل کړي. نن دوئ غواړي چې د اسلامی اقتصادی مکتب په باره کې معالومات پیدا کړي او ځیني د اسلام وفادران هم نن اسلام ته په یو نوي دید سره ګوري او په دې باورمند دي چې باید د اسلام په اړه عمیق تر معالومات پیدا کړي. دا کوم کړکیچونه چې نړئ کې را پیداشوي مونږه مجبوروي چې د یو بل اقتصادی نظام باندې کار وکړو چې بیشکه اسلامی اقتصادی مکتب کیدئ شي چې پرې کار وشي. موږ مسلمانان پدې باورمند یو چې اسلامی نړئ یو اساسی علت چې پرتله د لویدیځ هیوادونو شاته پاتي دي ، د اسلامی ارزښتونو او اصولو نه تطبیقول یا هم غلط برداښت ده.


یوه پوښتنه دا  هم ده چې آیا اسلام یو بشپړ اقتصادي نظام لري یا موږ باید د لویدیځ اقتصادي نظام ته لاس مخکې کړو؟
ځواب د پورتني تشریحاتو په اساس ډیر روښانه ده هو اسلام یو خومختاره اقتصادي سیسټم لري اما تر اوسه پورې بشپړ شوئ نه دئ او موږ تاسو باید د قرآن، حدیث، اجماع او قیاس په رڼا کې دغه مکتب په یو جامع او ګټور نظام مبدل کړو ترڅو وتوانیږو د لویدیځ د طرز تفکر د اغیزو څخه خلاصون پیدا کړو. دلته یوې نکتې ته باید هرومرو پام وکړو. هغه دا چې د اسلامی اقتصادي مکتب اصالت باید حفظ کړو. موږ باید د موجوده اقتصادی مکاتبو اغیزو لاندې رانشو. یا مثلآ داسې د اغیزو لاندې رانشو چې نور مکاتب ( کمونیزم یا کپیتالیزم ) ته "اصل" ووایو او اسلامی اقتصادی مکتب ته د "فرع" په توګه نظر واچوو. دغسې کسان چې په دغه تفکر کې دي اصلآ اسلامی نظام د اصالت حفاظت ته اهمیت نه ورکوي او غواړي چې د اسلام څخه هم د یو ابزار په توګه استفاده وکړي. په افغانستان کې د اسلامی بانکوالئ اوسنئ تمرین همدغه ډول دئ. دلته مجریان غواړي چې د اسلام نوم څخه سوداګریزه ګټه واخلي. دا کار هم د اسلامی ارزښتونو سره په تګر کیده هم د اخلاقی اړخ سره په تضاد کیده.

پای لیک:
د لومړي برخې بحث به خلاصه کړم، اسلامی اقتصادي مکتب یو نوئ تفکر دئ چې د اسلام مقدس دین د اصولو په اساس تشکیل شوئ ده. دغه اقتصادي مکتب دا توان لري چې د نورو اقتصادي نظامونو په عوض کې واقع شي اما باید صادقانه کار ورته وشي او د قرآن، حدیث، اجماع او قیاس په رڼا کې انکشافات مینځته راشي. یوه لویه انديښنه داده چې مولانا طارق جمیل هم ورته په ۲۰۰۵ کال کې اشاره ورکړي هغه د الهی احکام او اصولو څخه سرغړونه ده. موږ باید متعهد او صادق خلک چې واقعآ غواړي د اسلام د اصالت حفاظت لپاره فعالیت وکړي د اسلامی اقتصادي نظام د ودې لپاره څیړونکي او پلي کوونکي یا مسوولین وټاکو. د هغه دلیل پر بنسټ چې تر اوسه پورې موږ نه یو توانیدلي چې د اسلامی اقتصادي نظام  لپاره یو جامع اصول تعریف او توضیح کړو  باید هڅه وشي چې د قرآن، حدیث، اجماع او قیاس او عقل روښنایی لاندې په دغه زمینه کې ګټور فعالیتونه اجرا شي او باید د منافعو او مفکرو توحید اسلامی مکاتبو کې د اسلامي اقتصادي لپاره مینځته راشي که داسي ونشي اسلامی اقتصادي نظام به د مینځته راتللو نه مخکې ناکامه شي.  



Asst. Prof. M. Zarif Aminyar
Kabul, Feb 04.15
اخځلیکونه:
الف:
۱. القرآن الکریم
۲. ابن خلدون، عبدالرحمن (۷۳۶-۸۰۸ ه) – مقدمه کتاب العبر و دیوان المبتدا والخبر فر العرب والبربر ومن عاصر هم من ذوی التخویف من النار – دمشق ، شام: مکتبه دار البیان ، ۱۳۹۹ ه.
۳. راغب اصفهانی ، ابو قاسم حسین بن محمد ( م ۵۰۲ /۱۱۰۸ ع) – المفردات الفاظ القرآن – دمشق ، شام: دارالقلم .
۴. شاه ولی الله، محدث دهلوي (۱۱۱۴- ۱۱۷۶ ه) – حجه الله البالغه – لاهور ، پاکستان: المکتبته السلفیه
۵. شاه ولی الله، محدث دهلوی (م ۱۱۷۴ه/۱۷۲۶ ع) – ازاله الخفا عن خلافه الخلفا – کراچی ، پاکستان: قرآن محل

۵. غزالی ، حجت الاسلام اما ابو حامد محمد ( م ۵۰۵ ه) – کیمیای سعادت – لاهور، پاکستان: المکتبته السلفیه
۶. غزالی ، حجت الاسلام امام ابو حامد محمد ( م ۵۰۵ ه)- الوجیز – بیروت ، لبنان: دار المعرفه، ۱۳۹۹ ه
۷. غزالی حجت الاسلام امام ابی حامد محمد بن محمد (م ۵۰۵ ه) – (م ۵۰۵ ه) – المستصفی من علم الاصول – قم ، ایران : منشورات الشریف الرضی ، ۳۲۶ ه.
۸. غزالی حجت الاسلام اما ابی حامد محمد بن محمد (م ۵۰۵ ه) – الاسلام والا وضاع الاقتصادیه – قاهره ، مصر : دارالصحوه، ۱۴۰۸ه/۱۹۸۷ع.
۹. سید قطب (۱۹۰۳-۱۹۶۶ع) – فی ظلال القرآن – بیروت ، لبنان: احیا التراث العربی، ۱۳۸۶ ه/ ۱۹۶۷ ع.
۱۰. ماوردی، علی بن محمد بن حبیب البصری (۴۵۰ ه) – الاحکام السلطانیه والولایات الدینیه – مصر ، مکتبه التوفیقیه
۱۱. ماوردی،. علی بن محمد بن حبیب ، البصری (۴۵۰ ه) – نصیحه الملوک – بغداد ، عراق: دارالحریه ، ۱۹۸۶ ع.
۱۲. بخاری، ابو عبدالله محمد بن اسماعیل بن ابراهیم بن مغیره ( ۱۹۴-۲۵۶ه/۸۱۰-۸۷۰ع) – الصحیح – بیروت ، لبنان، دمشق ، شام: دار القلم ، ۱۴۰۱ه/۱۹۸۱ع.
۱۳. امین یار، محمد ظریف ، د پیسو سیاست او اسلامی اقتصاد ، ۲۰۱۴ ، کابل ، افغانستان



ب:
    •    Yusuf Kamal Muhammad (1996). The principle of Islamic economic system.
    •    Abdul-Gafoor (2003). A. Islamic Banking.
    •    Ayub, M. (2002), Islamic Banking and Finance: Theory and Practice, Lahore: State Bank of Pakistan.    
    •    El-Gamal, M. (2000). A Basic Guide to Contemporary Islamic Banking and Finance.
    •    Yusuf Kamal Muhammad (1996), The principle of Islamic economic system.
    •    Siddique (1973). Banking without interest.
    •    Dr. Masood Mashkoor Siddique (2011).An Islamic model of interest free banking.
    •    Paul Mills (Undated).An Interest Free Financial System: Viable alternative or religious pipe dream.
    •    Huston Smith (1989). The concise Encyclopedia of Islam.
    •    Yahia Abdul Rahman (2010).The Art of Islamic banking and finance
    •    Mufti Muhammad Taqi Usmani (1998). An introduction to Islamic finance
    •    Muhammad Ayub (2007). Understanding Islamic Finance.
    •    Dr. Imran Ashraf Usamni (2002), Meezan Bank’s Guide to Islamic Banking.
    •    Chapra, M.U. (1992), Islam and the Economic Challenge (Leicester, UK: The Islamic Foundation).
    •    Khan, M.A.(1989), Economic Teachings of Prophet Muhammad (Islamabad, Pakistan: International Institute of Islamic Economics).
    •    Masood, W.K. (1983), Towards an Interest Free Islamic Economic System: A Theoretical Analysis of Prohibiting Debt Financing (Leicester, UK: The Islamic Foundation).
    •    Siddiqi, M.N. (1985), Partnership and Profit-Sharing in Islamic Law, (Leicestershire, UK: The Islamic Foundation.
    •    Iqbal, M. and P. Molyneux (2005), Thirty Years of Islamic Banking (Basingstoke, UK: Palgrave).
    •    Iqbal, M. and D. Llewellyn (2001), Islamic Banking and Finance: Current Developments in Theory and Practice (UK: Edward Elgar).