د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د شارلي هېبدو مالي ستونزې نورې ختمې دي

نجیب منلی 04.02.2015 23:11

د جنوري په اومه د فرانسې پر یوې ډېرې پخوانۍ خو د کم تیراژ طنزي اونیزې برید وشو.

د جنوري تر اومې د مخه شارلي هېبدو یوازې لس زره ګډون کوونکي درلودل او یوازې دېرش زره نسخې یې بازار ته راوتلې.

شارلي هېبدو چې پاروونکي کارتونونه، راپورتاژونه، مقالې او ټوکې خپروي په ۱۹۷۰ کال کې تاسیس شوه. تر دې مخکې یو بله نشریه چې هاراکيري نومېده له دې امله د فرانسې د هغه وخت حکومت بنده کړه چې د فرانسې د پخواني ولسمشر شارل دوګولو پر مړینه یې ملنډې وهلې وې. په ۱۹۸۱ کال کې شارلي هېبدو د لوستونکو د کموالي له امله ودرېده. په ۱۹۹۲ کال کې یې بیا، د یو نوي اداري او لیکونکي پلاوي پر مټ بیا خپلې خپرونې پیل کړې. د دې خپرونې شار داو چې په هر څه پورې خندلای شو. په تېره څه کم نیمه پېړۍ کې د سیاسي ګوندونو، مسیحي کلیسا، یهودي مذهبي سازمانونو او نورو له خوا په لسګونو ځله د فرانسې محاکمو د دې نشرییې اړوندې دوسیې څېړلې او فیصله کړې دي.

د ۲۰۱۴ کال د نومبر په میاشت کې شارلي هېبدو اونیزه په پينځه څلوېښت زره تیراژ چاپېده او یوازې دېرش زره نسخې یې پلورل کېدې. د مالي توازن له پاره د پینځه دېرش زره نسخو پلور ضروري و. په دې توګه د ۲۰۱۴ کال په پای کې دا اونیزه له سختو مالي ستونزو سره مخ وه.

د جنوري له اومې را په دې خوا، سره له دې چې د اونیزې تر ټولو تکړه انځورګران ووژل شول، د اونیزې مالي ستونزې نورې ختمې دي.

له برید سره سم د شارلي هېبدو «د ژوندي پاتې شوو ګڼه» چې د جنوري پر څوارلسمه  خپره شوه په اوه ملیونه او درې سوه زره نسخې، هر نسخه په درې یورو، وپلورل شوه چې لس ملیونه یورو خالص عاید یې درلود.

برید او تر هغه وروسته په بېلابېلو هېوادونو کې د دغې بې ارزښتې اونیزې پر ضد لاریونونو د لوستونکو پام ورواړاوه، په څو اونیو کې یې د ګډون کوونکو شمېر له لسو زرو څخه دوه سوو زرو ته ورسېد او دا پرمختګ لا روان دی. د کالني ګډون بیه اویا یورو ده.

د ګډون والو د ډېرېدو تر څنګه په دریو اونیو کې دوه ملیونه درې سوه اویا زره یورو بسپنه هم ورته رلاټوله شوې ده.

پرون (سه شنبې د فبروري دریمه) د اونیزې یو چلوونکي، اېریک پورتو، وویل چې تمه لري چې د ګډون، په بازار کې د پلور، بسپنو او سبسایډي له لارې به دېرش ملیونه یورو لاس ته ورشي.

نور نو تر یو مهاله د دې اونیزې مالي ستونزې ختمې دي.