د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

مایکوبیولوژی پیژندنه

محمدظاهر امیری 04.02.2015 12:08

د پـــيـــل خـــــبـــري

د مايکرو بيولوژي په علم پوهيدل يوه ضروري خبره ده ځکه چي يو ښه سالم ژوند د ترسره کولو لپاره ضروري ده چي د مايکرو بيولوژي په برخه کي پوره معلومات ترلاسه کړو. ځکه چي دا مضمون انسانان د يوي نوي کوچني جهان سره بلد او اشنا کوي يعني داسي جهان سره په سترګو ليدل يي ممکن نه دي بلکه بي لدي ځانګړي وسيلي نه چي مايکروسکوپ نوميږي ضروري دي. د مايکروسکوپ لاندي په غور سره و وينو يوه نوي دنيا به مونږ ته را څرګنده شي چي دا نړي يو خطرناکه او د امراضو توليدونکي ضرري اجسام وي.
د دي مضمون په لوستلو سره شاګردان د خپل صحي وقايع او قوانينو به پوه شي ترڅو وکولي شي چي ځان ته د ژوندانه صحي محيط برابر کړي.
او زيار مي ويستلي دي ترڅو د دي کتاب په ليکلو کي د نويو، علمي او معتبرو کتابونو څخه کوم چي د اعتبار وړکتابونه وي استفاده شويده.
ټول مکروبونه ، پرازيتونه او ويروسونه هم په مفصله توګه څيړل شويدي او کوښښ مي کړيدي چي ګرانو لوستوونکو په زړه پوري او د هغوي په ورځني ژوند کي د ګټي اخيستلو په برخه کي زيات معلومات را ټول او ليکل شويدي. اميدوار يم چي دغه کتاب ګرانو لوستوونکو ته په زړه پوري او ګټور وګرځي ترڅو د دي لپاره نورو علاقه مندانو او د خپل چاپيريال د وګړو سره مرسته وکړي. ترڅو چي د صحي قوانينو په رعايت کولوسره بلد شي او ګرانو لوستوونکوسره به د هغي د حفظ الصحي په ساتلو کي زياته مرسته وکړي .
ومن الله التوفيق

فــــــــهــــــــرســــــــــــت

١ – سريزه ------------------------------------------------------- (١)
٢ – مايکروبيولوژي څه ته وايي ----------------------------------- (٣)
٣ – د مايکروبيولوژي تاريخچه ------------------------------------ (٤)
٤ – د مايکروارګانيزمونو طبقه بندي او نوم ايښودنه ----------------- (٧)
٥ – د نباتاتو طبقه بندي ------------------------------------------- (١٠)
٦ – پوپنکونه ---------------------------------------------------- (١٢)
٧ – ويروسونه -------------------------------------------------- (١٣)
٨ – ابتدايي بکتريا ------------------------------------------------ (١٦)
٩ – عالي بکتريا ------------------------------------------------- (١٧)
١٠ – د Spilla او Vibro ارګانيزمونه ---------------------------- (١٨)
١١ – د بکتريا اناتومي او مارفولوژي ----------------------------- (٢٠)
١٢ – اميونالوژي ------------------------------------------------ (٣٩ )
١٣ – دبدن داخلې مدافعې ------------------------------------------ (٤٥)
١٤ – انتيجن ----------------------------------------------------- (٤٨)
١٥ – دوينې ګروپونه --------------------------------------------- (٤٩)
١٦ – انتې بادې -------------------------------------------------- (٥٢)
١٧ – سيرالوجې (Alergin ) ------------------------------------- (٥٦)
١٨ – رکتسيا،ويرسونه اوپليورونمونيا ډوله اجسام ------------------ (٥٧)
١٩ – ساختمان او ميتابوليزم -------------------------------------- (٥٩)
٢٠ – ويروسونه ------------------------------------------------- (٦٠)

٢١ – بکتريايي ويروسونه ---------------------------------------- (٦٤)
٢٢ – پليورونمونيا ډوله اجسام ------------------------------------ (٦٨)
٢٣ – حقيقي فنجيان ---------------------------------------------- (٦٩)
٢٤ – پروتوزوا -------------------------------------------------- (٧٥)
٢٥ – د ريزش ويروس ------------------------------------------- (٧٨)
٢٦ – شيري ----------------------------------------------------- (٧٩)
٢٧ – چيچک ---------------------------------------------------- (٧٩)
٢٨ – د کولمو مايکروارګانيزمونه --------------------------------- (٨١)
٢٩ – Salmonella ---------------------------------------------- (٨١)
٣٠ – Typhoid Fever ----------------------------------------- (٨٢)
٣١ – د پوستکي له لياري د ناروغي توليد ------------------------- (٨٤)
٣٢ – ماخذونه --------------------------------------------------- (٨٦)











سريزه :
مايکروبيولوژي عبارت له هغه علم يا پوهي څخه دي چي د ډيرو کوچنيو ژوندي اجسامو څخه کوم چي په سترګو نه شو ليدلي بلکي د هغوي د څيړني او مطالعي لپاره مايکروسکوپ ته اړتيا ده او معني يي کوچني جراسيم يا پوهه ده .
د ماکروبيولوژي په هکله هغه وخت څيړونو ښه نتيجه ورکړه کوم وخت چي مايکروسکوپ اختراع شو. د مايکروبيولوژي په هکله ډيرو پوهانو او عالمانو څيړني او تحقيقات کړي دي . لاکن د لومړي ځل لپاره يو فرانسوي عالم چي ارن برګ نوميده د مايکروبيولوژي په علم کي ډيري څيړني تر سره کړيدي.
پدي کتاب کي مکروبونه کوم چي نباتي ناروغي منځته راوړي په پراخه اندازه مطالعه شوي دي. همدارنګه يو شمير نور چي د پرازيتونو په نامه ياديږي هم د دي مضمون د عنوان لاندي مطالعه کيږي او د دي سره سره يو شمير نور کوچني ژوندي اجسام لکه Virus , yeast Ricktisia , هم د دي مضمون اړوندو مطالعي لاندي نيول شوي دي.
پدي کتاب کي ټول مايکرو ارګانيزمونه په علمي ډول طبقه بندي شوي دي او د طبقه بندي نور علمي نومونه هم د څيړني لاندي نيول شوي او د هغوي په برخه کي ټولي اسانتيياوي کوم چي د بيولوژي پوهانو د بين المللي کنګرس کي رامنځته شوي دي يادونه شوي ده . همدارنگه حيوانات او نباتات په جلا جلا توګه د مطالعي لاندي نيول شوي دي چي لوستونکو سره به مرسته وشي.
په پاي کي د محترمو لوستونکو څخه هيله کوم کچيري کومه غلطي او خطا د دي کتاب ليکلو په اوږدوکي شوي وي را په ګوته کړي تر څو د هغوي په اصلاح کي به د زړه له کومي هلي ځلي وکړم .
نوموړي مضمون د ښووني او روزني پوهنځي د کيميا او بيولوژي ځانګي څلورم ټولګي کي په اوني کي (٦) ساعتونه لوستل کيږي. او هيله من يم چي ګرانو لوستونکو ته په زړه پوري وګرځي او د دي په لوستلو سره په خپل ځان کي يو څه صحي بدلون را منځته کړي .
و من الله التوفيق

پوهاند محمد ظاهر ۤ” اميري”
د کيميا او بيولوژي څانګي آمر

« مــــايــــکــرو بـــيـــولـــــوژي »

مـــايـــکـــرو بـــيــــولــــوژي څـــــه تــــه ويــــل کــيــږي:
مايکرو بيولوژي ( Micro biology ) د دوه يوناني تورو څخه اخيستل شويده چي مکروب ( (Microb او Logy ( پوهه او جراسيم ) ته ويل کيږي. دا ټول مکروبونه کوچني اجسام دي، ټولو ژونديو اجسامو ته مالي او جاني تاوانونه اړه وي . پدي پوهيږو چي مکروبونه د سترګو پوسيله نه ليدل کيږي يعني د دوي د ليدلو لپاره مکروسکوپونو ته اړتياده .
دا مضمون په ابتداد کي د باکتريالوژي په نوم ياديده لاکن وروسته معلومه شوه چي يو شمير نور مايکرو ارګانيزمونه هم شته دي چي د بکترياو څخه توپير لري او د دي مضمون د عنوان لاندي مطالعه کيږي . لکه وايروسونه ( Virus ) ، باکتريا ، خميرمايه ( yest ) ، Recketsia ) ) پوپنک (Molds ) ، Protozoa او فنګسونه Fungus ) ) .
د Bacterium نوم د يو جرمني عالم ارن برګ( EHREN BERG ) پواسطه په 1828 کال کي ايښودل شوي دي . بکتريوم په يوناني ژبه کې څاڅکي ته وايي چي په پخوا زمانو کي واړه ارګانيزمونو د کشف لپاره د تلوين طريقه کشفه شوي نه وه او يو څاڅکي مايع مستقيماً د مايکروسکوپ لاندي مطالعه کيدل .
د دغو له جملي څخه يواځي Protozoa په حيواني عالم پوري اړه لري او نور ټول د نباتاتو پوري مربوط دي .
په 1878ع کال کي د مکروب نوم يوفرانسوي عالمCharles Emmennel پواسطه کيښودل شو .
د مايکرو بيولوژي په علم کي د زماني د بدلونونو سره سم ډير تغيرات منځته راغلي دي چي په اوسني زمانه کي هغه ارګانيزمونه چي د مايکرو بيولوژي د عنوان لاندي څيړل کيږي. د نباتاتو په کنګدم ( ( Kingdom کي طبقه بندي شوي دي. کوم ارګانيزمونه چي د حيواناتو په کنګدم کي طبقه بندي شوي دي د پروتوزوا په نوم ياديږي چي د يو جلا مضمون يا parasitology د عنوان لاندي څيړل او مطالعه کيږي ځکه چي د نباتاتو او حيواناتو صفتونه او فزيالوژي سره فرق لري .
په پخوا زمانو کي انسانان پدي نه پوهيدل چي د امراضوسبب واړه مکروبونه وو بلکه په هغه وخت کي خلکو د امراضو د سببونو لپاره غير علمي دلايل وړاندي کړي وو چي په اوس وخت کي هغوي ته خرافات وايو. پدي کي هيڅ شک نشته چي ځيني پخواني دلايل اتفاقاً يوه ريښتينې دليل په حيث ثابت شويدي.
ليون هوک د مايکروسوپ کاشف په لومړي مرحله کي موفق شو چي ارګانيزمونه په حقيقي شکل سره د مايکروسکوپ لاندي معاينه او رسم يي کړي
د ليون هوک څخه وروسته نورو عالمانو د هغه کارونه ثابت کړه چي اوس د ناروغيو سببونه مکروب ګڼل کيږي .

« د مــــايــکــرو بــيـــولـــوژي تــاريــخــچـــه »
په اوسني وخت کي د ځينو استثناتو څخه پرته نور ټول معلوماتونه د لويديزو منابعو څخه اخيستل شويدي . نو لدي امله د مايکرو بيولوژي په تاريخ کي ليويس پاستور (فرانسوي)، ليون هوک ( هاليندي ) د مايکروسکوپ کاشف، کوخ( الماني) او نور پوهان د دي مضمون موسسين ګڼل کيږي .
داسي حقايق موجود دي چي د دوي علمي کارونه ثابتوي. پاستور په اول کي کيميادان او بيا د بيالوجست په حيث ډير کارونه کړيدي . د هغه اکثره نظريات تراوسه پوري صحيح ګڼل کيږي. هر مملکت په خپل کتابونو کي د خپلو علماو زيات تعريف او توصيف کوي چي هر يو يي په خپل ځاي سره اهميت لري .
جنر ( Janner ) يو انګليسي عالم دي چي د اطفالو چيچک Smalpox واکسين منځته راوست لاکن دي ليکوال ته محقق منابع نشته چي ايا دا قسم واکسين د مخه په ختيځ هيوادونو کي مستعمل دي او که نه؟ اوسني کتابونه جنر د واکسين کاشف ګڼي .
ايراني منابع وايي چي رازي نوم يو عالم لومړي شخصيت وو چي الکهول يي کشف کړي دي چي د الکهول يو عربي لفظ دي او ډير علماء عربان د الکهول جوړولو سبب ګڼي.
فخررازي يو افغان دي چي په هرات کي زيږيدلي ده د کيميا او طبابت په ساحه کي ډير کارونه کړيدي. په تهران کي يوه لويه موسسه د سيروم او واکسين جوړولو په نوم د فخررازي په وياړ جوړه شويده .
همدارنګه عربان د شيدو د ساتلو لپاره د پنير جوړول مخترع ويل کيږي. لاکن د پخواني يوناني منابع څخه داسي معلوميږي چي يو قسم پنير د عسي ع د تولد څخه مخکي جوړيده. شايد ډير اساسي علمي شيان د ختيځ علماؤ پواسطه منځته راغلي وي.
د ژونديو اجسامو منځته راتلو تاريخ 6 بيليونه کاله مخکي ټاکل شويدي .
د شنو الجيانو فوسيلونه تقريباً يو بيليون کاله مخکي تخمين ( اټکل ) شويدي . لاکن د مايکرو بيولوژي تاريخ د يو څو سلګونو کاله مخکي اټکل شويدي . د دغو ژونديو اجسامو ژوندانه د تثبيت لپاره معتبره منابع موجودي دي چي مونږ دلته د هغوي څخه يادونو کوو :
Jan sen : په 1546 کال کي ژوندي اجسام يي دناروغيوعاملين وګاڼه.
Leouwenkock : په 1676 ع کال کي لومړني سړي ؤ چي د مايکرو ارګانيزمونو مشاهده اعلان کړه .
Vonplenciz : په1762 کال کي وويل هره ناروغي د مختلفوعضويتونو پواسطه منځته راځي .
Jonner : انګليسي پوه په 1796کال کي دچيچک واکسين ((Small pox وپيژنده
Appent : په 1810 ع کال کي د Napoleon د غذا د ساتلو ساتل يي په قطي کي جايزه واخيسته .
Pasteur : په 1857 ع کال کي د مکروبي خاصيتونو طبعيت يې د تخمر په عمليه کي اعلان کړ او د بيولوژي د پلار په نوم هم ياديږي .
Lister : په 1870 ع کال کي د جراحي په عملياتوکي د مکروب ضد مواد استعمال کړل .
Pasteus: په 1885 کال کي واکسين anthrax اوRabies واکسين تهيه کړل.
Winogradsky : په 1890ع کال کي Nitrofyng Bacteria بکتريا يي د خاوري څخه جلا کړه .
Ehrlich : په 1895 ع کال کي د انتيجن anti-gen او د انتې بادې anti body” “ د معافيت تيوري اعلان کړه .


Rabies * د ليوني سپي ناروغي څخه عبارت دي .
«د مايــکــرو ارګــانـيـزمـونـو طـبـقـه بـنـدي اونـوم ايـښـودنـه»
څرنګه چي د مايکرو ارګانيزمونو تعداد او نوعيت زيات دي نو د دوي د پيژندلو لپاره يو اساسي طبقه بندي لازمه او ضرور ده . ځيني مفکر اشخاص داسي سوال منځته راوړي چي په مکروبونو او حيواناتو کي طبقه بندي مهمه نه ده ځکه چي دوه حيوانه د سلوک او شکل له رويه يو د بل سره په يو رنګ نه دي . او دا نظريه د عالمانو پواسطه هم ثابته شوي ده ( ځيني استثنا موجودي دي ). سر لدي چي طبقه بندي د مکروبونو د پيژندني او مطالعي لپاره ډيرګټور دي.ځکه بي لدي چي مکروبونه طبقه بندي شي بله چاره نه ده.
د مايکرو ارګانيزمونو په طبقه بندي کي ځيني مشکلات شته دي چي د هغوي فوسيل نه پيدا کيږي چي د فوسيل ( ( Fossil له مخي د مايکرو ارګانيزمونو اجداد تعقيب او پيژندل کيږي .
د مايکرو بيولوژي د مکروبونو نومونه د Genus او Species څخه جوړ شوي دي چي د علمي نوم شکل غوره کوي . دا ميتود په ټوله نړي کي استعمال لري چي د مکروبونو د پيژندلو لپاره اسانتيا برابره وي . د مثال په ډول د لاندي مکروبونو نومونه ذکر کيږي .
1 – : Penmcillium Rogue forti يو ډول فنګس دي چي راګه فورتاي (Rogue forti) پنير په جوړولو کي استعماليږي .
2 – My co bacterium tuberculosis : يو ډول مکروب دي چي توبرکلوز ناروغي منځته راوړي .
3 – Plasmodium Vi vax : يو ډول پروتوزوا ده چي د ملاريا ناروغي منځته راوړي .
4 –Neisseria gonorrheae:يوه بکترياده چي د سوزاک د ناروغي سبب کيږي.
د مکروبونو نوم ايښودلو کي د Genus نوم د لاتين او د يوناني ژبي څخه اخيستل شويدي . يا دا چي د يو سړي نوم او يوناني ژبو شکل ورکړل شوي دي. چي مثالونه يي دا دي .
١ – د Pasteurilla نوم : د Pasteu څخه اخيستل شوي دي.
٢ – د Ncisseria نوم : د Albert Neisser څخه اخيستل شوي دي.
٣ – د Corryne bacterium نوم : د يوه ميله ماننده کلپ شکل معني ورکوي.
٤ – د Bacillus نوم : د وړوکي ميله معني لري.
په پورتني binomail سيستم کي د genus او species اخرني حرف يا د خپل genus سره اواز ورکولو له نظره مطابقت ولري يعني کله چي genus مذکر مونث او يا بي طرفي معني ولري د species اواز او معني د خپل genus سره سمون وخوري. د genus لومړني حرف Capital او د species لومړني توري Small توري ليکل کيږي.
د مکروبونو په طبقه بندي کي ځيني اختلافات وجود لري. ځيني عالمان فکر کوي چي بکتريا د نباتاتو په ډله کي شامل دي او پروتوزوا د حيواناتو په ډله کي بايد و څيړل شي. برخلاف ځيني علماء داسي فکر کوي چي د ارګانيزمونوخواص د نباتاتواوحيواناتوسره مشترک دي چي د زماني د تيريدو سره خپل شکل او خواص د اوسني مکروبونو په ډول بدل کړيدي.
تراوسه پوري د binomail سيستم يو بين المللي قبول شوي علمي نوم ايښودل شوي دي چي د ټولوعلماؤ پواسطه قبول شوي دي.
مايکروارګانيزمونه په خپل ځايونو کي په لاندي ډول طبقه بندي کيږي.
١ – د Bergy طبقه بندي چي د binomail په سيستم ارګانيزمونه طبقه بندي کړيدي.
٢ – د Haechel طبقه بندي چي دprotiste په ډول مايکروارګانيزمونه په جلا کنګدم کي طبقه بندي کړيدي.
٣ – د حرارت د ضرورت په هکله بکتريا په Thermophili , Psychrophilic , Mesophilic طبقه بندي شوي دي.

« مايــــکـــرو ارګـانــيـزمــونه »
بـکـتـريـا د مــورفــولــوژي لـه نــظــره پـه څـو ګـروپـونـو ويـشـل شـويدي :
پورتني طبقه بندي په لاندي ډول په جلا جلا ډول شرح کوو :
د برګي طبقه بندي : Bergy Classification پرته له ارګانيزمونو څخه پوهانو ټول ژوندي اجسام په دوه کنګدمونو ويشلي وه .
١ – د حيواناتو کنګدم .
٢ – د نـبـاتاتـو کنـګـدم .
وروسته لدي علماو دا پريکړه وکړه چي ارګانيزمونه بايد په جلا کنګدم کي طبقه بندي شي. ځکه چي د دوي خواص د عالي حيواناتو او نباتاتو څخه توپير لري.
برګي ( Bergy ) نومي يو عالم دي چي مايکرو ارګانيزمونه په لاندي ډول طبقه بندي کړيدي چي په ټوله نړي کي رواج او مستعمله ده . د برګي نومي عالم په کتاب کي ټول نباتات په پنځه ډيويژنونو ( ( Division ويشل شويدي. او مايکروارګانيزمونه د نباتاتو په ډله کي طبقه بندي شويدي او حيوانات په يوه جلا کنګدم کي راوړلي شويدي .

« د نـبـاتـاتـو طـبـقـه بـنـدي »
هر ديويژن لرونکي د متعددو ديويژنونو دي او لرونکي د يو زيات شمير اعضاو دي چي لرونکي د مشترک خاصيتونو دي . د مثال په ډول د حيواناتو په عالم کي ټول فقاريان يې ( ( Chordata د فايلم لاندي څيړل کيږي چي لرونکي د لوړو اعضاو د جسمي اعضاو له امله دي. لاکن څرنګه چي مختلف فقاريا ن يي ( د ماهي څخه نيولي تر انسان پوري ) د دي فايلم لاندي مطالعه کيږي. نو لازم دي هغه ويشني چي د فايلم څخه وروسته موجودې دي په لاندي ډول دي .
Species-Genus-Family-Order-Classes-Phylum-Kingdom
د دي لپاره چي دا سيستم ښه روښانه شي انسان د مثال په ډول طبقه بندي کوو
Kingdom - Animal .
Phyllum - Chordata ( Vertebrates ) .
Class - Mammalis ( all animals that give milk ) .
Order - Primated ( all animals ranging through tree
Tries m monkeys , apes and man ) .
Family - Homonidae ( no tail or cheek pouch ) .

Genus - Home ( man , including early man ) .
Species - Sapiens ( modern man ) .
لاندي مثال د نباتاتو عالم په برخه کي مطالعه کوو :
Kingdom - Plant .
Phyllum - Protophyta ( blue – green algae bacteria ,
rickettsia and Virus .
Class - Schizomy cetes – ( bacteria ) .
Order - Eu bacteriales ( spherical cells or
straightrods)
Family - Micro coccaceae ( spherical cells in mass
groups of Four or packets of eight cells ) .
Genus - Staphylo coccus (spherical cells in Irregular
masses Which utilinzed glucose ) .
Species - Staphylo coccus aureus ( spherical cells in
clusters Typically showing or cmge
pigment in colonies )

« د نـبـاتـاتــو د عـالــم مـايـکـرو ارګـانـيـزمـونـه »
د نباتاتو په عالم کي د فايلم په عوض د Division اصطلاح استعماليږي چي په لاندي ډول په عمومي ډول د هغوي طبقه بندي صورت نيسي :
Division I – Protophyta ( Primative plants ) .
Division II – Thallophyta ( Thalus plants , etc ) .
Division III – Bryophyta - ( mosses , etc ) .
Division IV – Pterophyta ( Ferns , etc ) .
Division V – Spermatophyta ( seed and flowering plants ) .
د پورتني پنځو ديويژنونو له جملي څخه Spermatophyta مکمل دي چي لرونکي د ګل او تخم دي او همدارنګه شين رنګ ( کلوروفيل ) هم لري يعني د کلوروفيل پواسطه د نور په موجوديت کي ګلوکوز جوړوي .
او د ټولو څخه ابتدايي ډيويژن پروتو فايتا دي چي عبارت له بکتريا ( ويروسونه او رکتسيا rickttsia ) څخه دي . دا ديويژن د مايکرو بيولوژي له رويه ډير مهم دي چي مونږ ورته خپل پام اړه وو .
د تيلو فايتا په ديويژن کي الجيان او فنجيان شامل دي . الجيان کلوروفيل لري او فنجيان کلوروفيل نه لري او بي رنګه دي پدي نباتاتو کي خميرمايه ، مرخيړي ، پوپنک او نور شامل دي چي په طبابت کي پوپنک او خميرمايه yeast , mold ډير مهم دي . خمير مايه مايکروسکوپي نباتات دي چي لرونکي د واحدي حجري دي چي په عمومي ډول په خوږو اوبو ، غذا ، شيدي او نورو کي پيدا کيږي . دا مايکروسکوپي نباتات د تخمر عمليي Fermentation سبب کيږي چي په خپل ذات کي يو ډول تجزيه ده چي د Wine او د beer په جوړه ولو کي مهم رول لري. او علاوه لدي د ناک ، کيلي په جوړه ولو کي په ډيره اندازه استعماليږي . په عمومي ډول خميرمايه د انسانانو لپاره بي ضرره دي لاکن يو ډير کم شمير يي مضر او ناروغي منځته راوړي.
« پــــوپـــنــکـــونــه ( Molds ) »
په ګرمه او مرطوبه هوا کي د غذايي موادو له پاسه د کتابونو په پوښ ، تکو ( ټوټو ) ، کاغذي ديوالونو او نورو کي په شين ، سپين رنګونو سره د رشتو په شکل څرګنديږي .
پوپنکونه مختلف د استعمال ځايونه لري د مثال په ډول ځيني انواع يي د پنير په خوش مزه کولو کي استعماليږي. لاکن يو نوع يي چي Pencillium notatum نوميږي له هغه څخه د Pencillin دوا جوړيږي او يو شمير نور يي د انسانانو لپاره خطرناکه ناروغي منځته راوړي .
بکتريا وحيدالحجروي نباتات دي او دغټوالي له امله نسبت پروتوزوا او فنجيانو ته ډير کوچني دي نو نه شو کولي چي په سانتي متر ، انچ او نورو اندازه کړو بلکه دوي په مايکرون اندازه کيږي .
يو مايکرون د ملي متر زرمي برخي سره مساوي وي.او ١ = 1M Rickettsia د شکل او د غټوالي له رويه د بکتريا سره ورته والي لري او يواځي د نمو له رويه د بکتريا څخه توپير لري. يعني بکتريا کولي شي په ژوندي اجسامو کي نمو وک‌رې لاکن رکتسيا د خپل نمو لپاره ژوندي موجود ته اړتيا لري. نو له همدي امله دوي دطفيلي Parasite په نوم ياديږي. رکتسيا د محرقه Typhus ناروغي د تبي سبب کيږي .

« ويــروســــونـــه »
کوچني ژوندي اجسام دي چي د الکتروني مايکروسکوپ پواسطه ليدل کيږي . ځکه چي ډير کوچني اجسام دي چي کوچنيوالې يي 0.027M او د ټولو څخه لوي يي 0.4 M په شاوخوا کي قطر لري . دوي د رکتسيا په شان د ژوندوي اجسامو له پاسه ژوند کوي. ويروسونه مختلفي ناروغي لکه انفلوينزاInfluenza شيري , Measeles ريزش يايخ وهلي Common Cold او نورو سبب کيږي .
د طبقه بندي اصولو د اسانتيا لپاره په ملل متحد کي د بيولوژي کتګوري په لويه غونډه کې ځيني عمومي قوانين وضع کړل شويدې چي مونږ يي په لاندي ډول تري يادونه کوو.
١ – د ارګانيزم کلاس ( ( Class : د کلاس نوم په اخر کي دmycetes راځي لکه Schizo mycetes .
٢ – د ارګانيزم اردر ( Order ) : د اردر نوم په اخر کي ales راځي لکه Pseudo mono dales .
٣ – د ارګانيزم فاميلي ( Family ) : د فاميلي نوم په اخر کي aceae راځي لکه Entro bacteriaceae .
٤ – د ارګانيزم جنسGenus : د جنس په اخر کي د genus د جنس نوم په لاتين او يوناني ژبو ليکل کيږي او يا د يوه سړي نوم ته د لاتين ژبه ورکول کيږي . د مثال په ډول Bacillus وړوکي ميله يي شکل ، Sarcina د يو بندل معني لري همدارنګه Pasteurilla چي د يو لويس پاستور نوم څخه اخيستل شويدي ذکر کوو . د جنس نوم لومړني توري هميشه په غټ توري ليکل کيږي.
٥ – species : لومړني توري يي کوچني توري وي او عموماً توصيفي کلمه ده لکه alba ( سپين ) د يوه ارګانيزم نوم هميشه په binomail په سيستم ليکل کيږي چي د سويدني عالم C.V linneus نبات پيژندونکي پوسيله 1777 – 1778 ع کال کي طرح شويدي . د بکتريا نوم د جنس Genus او سپيسيز سره يو ځاي د يو واحد نوم ليکل کيږي .

1) Parasite: پرازيت ژوندي اجسام دي چي د ميزبان بدن په داخل کي ژوند کوي او خپل غذايي مواد د ميزبان څخه لاسته راوړي .
All living organism

Plant kingdom Animal kingom
Phyllum or ……...…. Protophyta ………….. Thallophyta
Division ……….. ( most primitive
( Plant an bacteria )
Sub – division ……. Eumycota……. Algae lichens

Class … micro tato biotis
( Virus ) Phycomycetes
Basidio mycete schizomycetes
schizophyceae ascomycetes
bllu green algae Fungi – Imperfect

Order ……. Pseudo mono dales
Chlimydo bacterialel
Bypho micro bales
Eubacterales
acteno mycetales
caryo phanales
baggiatoales
myxo bacteriales
myco plasmatales

spiro chaetales
»د ارګـانـيـــزمــونــو طــبـقـه بندي د مــورفــولــوژي لـه نـظـره »
Morphological classification » »

د ارګانيزمونو شکلونه د مايکروسوپ لاندي ليدل کيږي او د رنګ اخيستلو نوعيت او خواص پدي قسم طبقه بندي کي ډير اهميت لري . پدي سيستم کي ټول بکتريا وي په لاندي ډول طبقه بندي کيږي .
الف – ابتدايي بکتريا : هغه بکترياو ته وايي چي بسيط ، واحدالحجروي ساختمان ولري او هيڅکله د Mycelium شکل نه غوره کوي .
١) کاکس (Coccus) :کروي شکل او يا تقريباً کروي ډوله شکل لرې.
٢) بسيل ( Bacil ): سلندري يا ميله يي شکل لري ځيني يي د سګريټ شکل لري ځيني يي زنځيرډوله دي چي sterpto bacilli نوميږي ځيني دوه جوړه يي يا Diplo bacilli دي .
٣) ويروسونه (Vibrio ): منحني په شان شکل لري. دا د کامه ( ،) شکل هم لري او ځيني يي د “ S “ شکل لري .
٤)Spirilla :دا بکتريا فنري شکل لري او ځيني تاوشوي استوانه يي شکل لري.
٥) Spirochaetes : تاوشوي تار او يا فنري شکل لري. لاکن د فنري بکترياو څخه د ارتجاعي کيدو له امله توپير لري پدي معني چي يي خپل بدن ته يو خوا او بلي خوا ته حرکت ورکولي شي .



ب – عالي بکتريا :
دا بکترياوي د څانګو په شان شکل لري. غير متحرک دي او مايسيلونه منځته راوړي د ( actinomycetes ) ارګانيزم د يوه ښه مثال په ډول دلته ذکر کيږي.
ج – مدور ( Coccus ) بکتريا :
د دي مفرد Coccus او جمع يي د Cocci په نوم ياديږي. دا بکتريا د تلوين په لحاظ او يا د دوي خواص څرنګه او يا څو څو بکترياوي سره يو ځاي ليدل کيداي شي طبقه بندي کيږي .
مـــدور بــکـتـريــاو په لانـدي ډول نـومـونـه غــــوره کـــړيـــــدي :
١) Diplo coccus: هغه مدورګرام مثبت بکتريا ته وايي چي دوه دوه سره يوځاي ليدل کيږي چي Diplo د دوه چنده معني لري لکه Diplo coccus pheumonia .
٢) Strepto coccus : هغه مدور ګرام مثبت بکتريا ته ويل کيږي چي د زنځير په شان يو ځاي ليدل کيږي او په عمومي ډول د انګورو د وږي په شان شکل لري . لکه Strepto coccus pygon او Strepto د زنځير معني لري.
٣) Staphylo coccus : دا بکتريا د يوي ټولني په شکل ليدل کيږي لکه Staphylo coccus aures .
٤) Gaffkye : هغه ګرام مثبت بکتريا ته وايي چي څلور ، څلور ارګانيزمونه سره يو ځاي وليدل شي لکه Gaffkya tetra gina .
٥) Sarcina : دا بکترياوي د مکعبي يا مستطيل په شکل ليدل کيږي چي سارسينا د بندل يا د ګروپ معني لري او همدارنګه هغه ګرام مثبت بکتريا ته ويل کيږي چي اته ، اته ارګانيزمونه سره يو ځاي وليدلي شي لکه Sarcina litea .
٦) Neisseria : هغه ګرام منفي مدور ارګانيزمونه دي چي دوه دوه يو ځاي ليدل کيږي لکه Veilonella pavula .
د – بـسـيـل Bacil شـکـلـــه بــکــتــريــا :
سلندر شکله بکتريا د ځينوخواصو د لرلوله امله په لاندي ډول ويشل شويدي.
١) اسيد فاسټ بسيلAcid Fast bacil : دا ډول بکتريا اسيد فاسټ دي او د نورو بکترياو څخه جلا خواص لري لکه توبرکلوز بسيل او نور .
٢) ګرام مثبت سپور لرونکي بسيل : پدي ګروپ کي دوه ډوله ارګانيزمونه ليدل کيږي .
الف – بسيل : سلندر شکل ان روبيک بکتريا ته Clostrikium وايي .
٣) ګرام مثبت سپورنه لرونکي بسيل: هغه بکتريا ته ويل کيږي چي سلندري شکل لري لاکن سپور منځته نه راوړي لکه Coryne bacterium ارګانيزم .
٤) ګرام منفي بسيل : هغه بکتريا ته وايي چي ګرام منفي سلندري شکل لري او ځيني حرکت هم کوي.

Spirilla » او Vibro ارګــانــيــزمـــونـــه »
ګرام منفي او لنډ سلندري شکله بکتريا چي د منحني شکل يي غوره کړي وي پدي قسم بکتريا کي شامل دي . د وبريو څخه V.Cholera او د سپيريلا څخه Sp. Minus د مثال په ډول ذکر کوو.

Spiro chaetes » ســــپـــايـــرو کــيــټـس »
دا ډول ارګانيزمونه سلندري شکل لري لاکن د فنر په شان تاو شويدي . ځيني يي لنډ او ځيني اوږده جسمونه لري . د دوي حرکت بي له لکي څخه صورت نيسي. د پتوجنک اتواع يي په دري جنرا (Genera ) ويشل شويدي .
١) بوريلا ( Borrella ) : دا قسم ارګانيزمونه اوږد مارپيچي شکل لري چي په اساني سره رنګ اخلي او د پيچونو امواج يي پراخه دي .
٢) تري پيونيما ( Trreponema ) : د دغو ارګانيزمونو څخه نري او تاو شوي موجونه سره نږدي واقع شويدي. د دي ډول ارګانيزمونو تلوين مشکل دي اوT. Palidum يي يو ښه مثال دي .
٣) ليپتوسپايرا ( Leptospira ) : دا ډول ارګانيزمونه د فنر په شان تاو شويدي چي د سلندر شکل يي غوره کړي او د سلندري قطر او د منځني موجونو يي د دواړو پورتني ارګانيزمونو څخه نري او لنډ دي. د دي ارګانيزمونو مشخصاتو څخه يو يي دا دي چي د پورتني ارګانيزمونو په توګه مستقيم فنر ماننده شکل نه جوړوي. ليکتروهيموريجي Lecterohaemorrhogeas) ) ارګانيزم د دي جنرا ښه مثال دي .اکتي نوماسيت ( Actinomycetes ) ارګانيزم د دي جنرا ښه مثال دي .
٤) اکتي نوماسيت ( Actinomycetes ): دا ډول ارګانيزمونه د فنګس په شان شکل لري لاکس بکتريا دي. د دي په ډله کي Streptomycos , Nocardia او Actinomyces شامل دي .



What is Gram Positive and gram negative ? *
ګرام ( Gram ) د يو عالم نوم دې معني يي رنګ دي . هغه بکتريا ته چي د ګرام پواسطه رنګ ورګړل شي او آبي رنګ واخلي ورته ګرام مثبت ويل کيږي او هغه بکتريا ته چي د ګرام رنګ ورکړل شي او ګلابي رنګ واخلي نو د ګرام منفي په نوم ياديږي . او نور مايکرو ارګانيزمونه دا ډول رنګ نه اخلي .

»د بکــتـريا انــاتــومــي او د هــغــوي مــارفــولـــوژي »
بکتريا يو واحدالحجروي ژوندي موجود دي چي د ژوندانه صفتونه پکي ليدل کيږي . کله چي يوجسم ته ژوندي وايونو لاندي صفتونه بايد ولري. بايد د توا لد او تناسل ( Reproduction ) اوصاف ولري .
١ – د خپل ميتابوليزم ( Metabolism ) او د انرژي د پيدا کيدو لپاره د غذا د اخستلو او هضمولو قدرت ولري .
٢ – د ميتابوليزم اضافي مواد د خپل بدن څخه د ايستلو قدرت ولري.
٣ – په خپل محيط کي ( Enviromental ) خپل بقا لپاره د لازمو بدلونونو وړتيا ولري .
٤ – د ميوتيشن ( Mutation ) د پاره مستعد وي .
٥ – په مايکروبيولوژي کي ارګانيزم هغه ژوندي جسم ته ويل کيږي چي د ژوند په وروستي سرحد کي واقع شوي وي. د ويرسونو په باره کي قوي نظريات موجود دي چي ځيني علماء ورته ژوندي او ځيني ورته د ژوند ي ګمان نه کوي .
د بکتريا سلول د عالي حيواناتو د سلول سره يو قسم نه دي. ستاسي د پوهيدلو لپاره د مثال په ډول د دواړو سلولونو يو، يو رسم وړاندي کوو . د ژوند د تعريف په باره کي د ساينس د رنګ انکشاف سره سم هميشه مشکلات پيدا کيږي. ځيني علماء يو ډول او ځيني يي بل ډول تعريف کوي . په عمومي صورت سره پورتني تعريف د ډيرو علماؤ په نزد مفيد نظريات ښکاري.

Cell wall Developing cross wal
cytoplasm ديوي بکتري حجري شکل
Flagella

Nuclear
body
Fim BRIAE Plamamembrane Capsule


» د بـکــتريـا مـورفــولــــوژي »
د مورفولوژي لغت معني شکل او ظاهري جوړښت دي. پدي فصل کي مونږ د شکل ، حجروي جوړښت او د بکترياو جوړښت څخه بحث کوي. بکتريا په دري لويو ډلو ويشل کيږي .
١ – کوکسئ Cocci : لرونکي د کروي شکل دي.
٢ – بسيلي Bacilli : لرونکي د استوانه يي يا ميله ډوله شکل دي .
٣ – فنري ډوله Spiral Form : لرونکي د منحني يا فنري شکل دي.


اول – کوکسئ Cocci :
دا نوم د جمع دي او مفرد نوم يي کوکس Coccus دي. دا بکتريا په مختلفو ترتيبونو سره ليدل کيږي د مثال په ډول په واحد شکل سره ، په جوړه يي شکل او يا د اوږده زنځير په شکل هم ليدل کيږي .
د دي بکتريا ځيني کوچني ګروپونه په لاندي ډول شرح کوو .
الف – Strepto Cocci : دا بکتريا په زنځيري شکل ليدل کيږي چي Strepto د زنځير معني لري .
ب – Diplo Cocci : دا بکتريا په جوړه اي شکل سره ليدل کيږي . Diplo د دوه چند معني لري .
ج – Staphyllo Cocci : دا بکتريا د يوي ټولني په شکل ليدل کيږي
او په عمومي شکل د انګورو وږي په شان شکل لرې .


DiploCoccus Strepto Coccus
Gaffky m
Staphyllo
Coccus
Sarcina

Vibrio Baccilli
Spirilum
Spirall Spiro
Chete

Diplo Bacilli



د بکترياو مختلف ډولونه او شکلونه :
دوهم – بسيلي Bacilli :
دا ډول بکتريا ميله ډوله شکل لري ځيني د سګريټ په شان او ځيني د ګوګردو لرګي په شان شکل لري او ځيني بيضوي شکل لري چي دا د Cocco bacilli په نوم ياديږي. ځيني يي زنځيري شکل لري چي د Strepto bacilli په نوم ياديږي او ځيني جوړه اي شکل لري چي diplo bacilli په نوم ياديږي .
دريم – فنري شکله بکتريا Spiral form :
دا بکتريا فنري ډوله مختلف شکلونه لري او په لاندي ډول توضيح کيږي.
الف –Vibrio : دا بکتريا د ( ، ) کامه ډوله شکل لري چي ځيني يي د (S ) شکل هم لري .
ب – Spirilla : مفرد يي Spirillum دي او حقيقي فنري شکل لري.
ج – s Spirochete : دا بکتريا هم فنر ډوله شکل لري لاکن د فنري ډوله بکتريا سره د هغو د ارتجاعي بدن د لرلو له امله سره توپير لري پدي معني چي خپل بدن ته يوي خوا او بلي خوا ته حرکت ورکولاي شي .

»د بـــکـتـريـا د حـجـرو جــوړښـټ »
د بکتريا حجره د حيواني حجرو په شان جوړښت لري. چي هر يو يي ځانګړي دندي لري په عمومي ډول دا جوړښتونه په لاندي ډول تشريح کيږي

»قــمــچـيـنــونــه Flagella »
عبارت د يوي اوږدي رشتي څخه دي چي قطر يي 100 m M ته رسيږي . دا قمچينونه يا په حجره کي دننه او يا د حجروي جدار له پاسه قرارلري او لرونکي د M 70 – 1 اوږدوالي لري . لاکن په عادي ډول M 35 – 15 پوري اوږدوالي لري . په ژوندي حجره کي استوانه يي شکل لري، په غير حيه حجره کي په موجي شکل ليدل کيږي . د ويښتانو تار په اندازه نري دي او د حرکي عضوي په حيث استعماليږي .
په مختلفو بکترياو کي د قمچينونو شمير توپير لري. همدارنګه د قمچينونو موقعيت هم د بکتريا په حجره کي توپير لري لکه هغه بکتريا چي لرونکي د يوه قمچين دي دا اعضاوي لرونکي د حجري په قطبي برخو کي قرار لري دي . هغه بکترياوي چي د دوه څخه زيات قمچينونه ولري نو د حجري په مختلفو برخو کي يې قمچينونه واقع دي .
هغه بکترياوي چي په خپل يو قطب کي يو دانه قمچين ولري Mono trichous او هغه چي قمچين د حجري په يوه خوا کي دوه او يا زيات ولري Lopho ticous . او هغه چي د حجري په دواړو خواو کي د دوه څخه زيات قمچينونه ولري د amphi tricous . او هغه بکتريا چي 12 – 8 دانو پوري قمچينونه د حجري په مختلفو برخو کي ولري د Peri tricous په نوم ياديږي .

Mono trichous amphi trichous
Lopho trichous

Peri trichous

کيمياوي تجزيه ښودلي ده چي د بکترياو قمچينونه د يو ډول پروتيني موادو څخه جوړ شويدي چي د Flagelline په نوم ياديږي . دا ډول پروتين د هغو پروتينونو سره چي د حيواناتو عضلاتي انساج يي جوړ کړيدي يو شان او مشابه دي. قمچينونه په عمومي ډول د بسيلي او فنري ډوله بکترياو کي موجود دي. هغه بکترياوي چي قمچين ولري حقيقي حرکت لري او هغه چي قمچين نه لري حقيقي حرکت نه لري. نو لدي امله حقيقي حرکت د هغه حرکت څخه بروني حرکت Browni an movmet په نوم ياديږي توپيرلري
بروني حرکت د مايع ماليکولونو د بمبارد پواسطه د هغه ژوندي جسم له پاسه چي په هغه کي موجود دي صورت نيسي او په پاي کي داسي په نظر راځي چي ژوندي جسم لرونکي د حرکت دي پداسي حال کي ژوندي جسم حقيقي حرکت نه لري نو د مايع د اهتزازي حرکتونو سره چي د هغه په مسير کي او د ماليکولونو نور خط السير په اثر د هغه په جريان کې قرار لري.

»د بــکــتــريــا تــکــثـــر Reproduction »
حقيقي بکترياوي واحدالحجروي ارګانيزمونه دي چي د ساده عمل او يا Binary Fission عمل پواسطه د يوه سلول څخه دوه سلولونه منځته راځي. د تکثر په عمليه کي د يوه بکتريا سلول حجم تقريباً دوه چنده کيږي او بيا په مساوي صورت په دوه برخو ويشل کيږي او دوه حجري منځته راځي . د يوه نوي ارګانيزم د پيدا کيدو څخه وروسته دفعتاً نوي سلول د خپل مور نه جلا کيږي او يا دا چي د زنځير او د نورو مختلفو شکلونو يو د بل سره نښلي . د ښو شرايطو لاندي ارګانيزمونه په چټکي سره تکثر کوي چي په هر يو نيمه ګړي کي ځيني بکتريا يو ځل تکثر کوي پدي صورت کي لږ وخت کي ميليونونه ارګانيزمونه منځته راځي. کچيري يو بکتريا په هرو شلو دقيقو کي يو ځل تکثر وکړي. پس د ٢٤ ګړيو څخه وروسته 1 x 10 چنده کيږي .
دلته ځيني مهم سوالونه منځته راځي چي ولي يو سلول دوه سلوله کيږي. دا سوالونه په لنډه توګه داسي طرح کوو.
١ – څه شي سبب کيږي چي يو سلول د منځ څخه په مساوي صورت دوه ځايه کيږي؟
٢ – کوم شي د دوه نوي حجرو پروتوپلازم کنترولوي .
دا پوښتني يواځي په بکترياو کي نه پيدا کيږي بلکه په عالي حيواناتو او نباتاتو کي هم موجودې دي چي تر اوسه واضح ځواب يي معلوم نه دي. ځيني پوهان نظريه څرګندوي چي د سلول پروتوپلازم مقدار يوه اندازه لري که چيري د هغه اندازي څخه زيات شي د يوه سلول څخه دوه سلولونه جوړيږي. يعني ځيني خواص د پلار او ځيني خواص د مور نه نوي پيدا شوي حجره کي منځته راځي .
تجربو ثابته کړيده چي دوه قسمه بکتريا چي ځيني اوصاف يي سره مخالف وي يو ځاي په مناسب محيط کي کلچر شي ځيني بکتري منځته راځي چي د دواړو قسمونو اوصاف په يوه ارګانيزم کي ليدل کيږي، دا عمل په بکتريا کي Conjugation نوميږي .
دا موضوع په مشرح ډول د وراثت يا جنيتيک په مبحث کي توضيح شوي وي يو ډول تکثر په ځيني بکتريا لکه Actinio myeces کي ليدل کيږي. يعني په سلول کي د يو ډول تار په شان (Filament ) جوړه وي چي وروسته دا فلامنت په متعددو نورماله حجرو بدليږي . سربيره پردي ځيني بکترياو د budding پواسطه هم تکثر کوي چي پدي طريقه کي د مور حجري څخه نوي پنډک منځته راځي. کله چي د پنډک نسل په کافي اندازه غټ شي د مور حجري څخه جلا کيږي او د نوي سلول په صورت ژوندون پيل کوي .

»د بـــکــتـــريــاو د تــکــثــر وخــت »
مخکي مو وويل چي بکترياوي Binary Fission پواسطه د يوه سلول څخه دوه سلولونه منځته راولي يعني د يوي حجري څخه ٢ ، ٤ ، ٨ ، ١٦ او نور همداسي تکثرکوي. هغه موده کي چي دوه سلولونه منځته راځي د Generation time په نوم ياديږي. ټول بکترياوي يو ډول جنريشن وخت نه لري ځيني زيات او ځيني لنډي وي. د مثال په ډول F. Coli د 15 – 20 دقيقو پوري جنريشن وخت لري. يو شمير نوري بکترياوي شته دي چي دهغوي جنريشن وخت تر څو ګړي پوري رسيږي. د جنريشن تعداد او د جنريشن وخت معلومولو لپاره دا لاندي فورمولونه استعماليږي .
د جنريشن تعداد لپاره N = log b – log B فورمول او د جنريشن وخت لپاره Q = t فورمولونو څخه استفاده کيږي .
د پورتني فورمولونو د پوهيدو لپاره لاندي معلوماتونه ضروري دي .
B – 1 د بکتريا اولني تعداد .
b – 2 د بکتريا اخرني تعداد .
t – 3 د وخت اندازه چي د تکثر لپاره ايښودل شويدي .
G – 4 د جنريشن وخت .
n – 5 د جنريشن تعداد .
Log – 6- د يوه عدد لاګ د لس په اساس Ontheba 10 .
ستاسو د معلوماتو لپاره يو خلص جدول چي د مختلفو بکترياو د جنريشن وخت ښئيي وړاندي کيږي.
کله چي په وجود کي داخل او ټول د ژوندانه شرايط ورته مساعد شي تکثر پيل کيږي. ځيني ارګانيزمونه په لنډه موده کي خپل اختصاصي مرض علامه ښيئي او ځيني يي تر ډيره مودي پوري د مرض علامه ښودلي نه شي. دا موضوع مستقيماً تر يوي اندازي پوري د جنريشن وخت سره ارتباط لري ، ځيني نور عوامل وجود لري چي د ناروغي پدي برخه کي ډير اهميت لري چي وروسته هغو څخه څيړنه کيږي. د دي جدول په لوستلوسره د يوشمير بکتريا د جنريشن وخت مونږ ته ښيئي.

»د جــــنــريــشــن وخــت په مـــخــتــلــفــو بـکـتـريـاو کــــي »

د بــــکـــــتــــري نـــــــوم
مــــحــيـــط د حرارت درجه په سانتي ګريډ د جنريشن وخت په دقيقه کي
Bacillus mycoides
Bacillus thermo philus
Escherechia Coli
Escherechia
Myco bacterium tuberculose
Staphylo coccus aureus
Strepto coccus lactis
Strepto coccus lactis
Treponema palidum برات
برات
برات
شيد و
مصنوعي
برات
فرکتوز برات
شيدو
دشيوي خصي ٣٧
٥٥
٣٧
٣٧
٣٧
٣٧
٣٧
٣٧
٣٧ ٢٨
٣ ، ١٨
١٧
١٢.٥
٧٩٢ ، ٩٣٢
٢٧ – ٣٠
٤٨
٢٦
١٩٨٠

« د بــکــتريــا د تـکـــثـر ګـــراف »
کله چي بکتريا په يوه مساعد محيط کي زرع شي دفعتاً په تکثر پيل نه کوي. د بکتريا تکثر او د هغه اندازه په مختلفو شرايطو کي فرق کوي. د محيط حرارت ، د غذايي موادو اندازه ، د محيط PH (پي ، ايچ) د بکتريا د تکثر اندازي ته ډير تاثير اچوي او د تکثر اندازي ته محدوديت پيښوي. د بکتريا د تکثر اندازه په عمومي ډول د ګراف پواسطه ښودل کيږي چي په لاندي ډول دلته ښودل شويدي.

Broth *:دا محيط د زيمنه، ښوره ډوله محيط څخه عبارت دي (پښتوقاموس)
ليګ (LAG ) مرحله : پدي مرحله کي بکتريا تکثر نه کوي declining لاکن تر يوه وخت پوري زرع حجرات ډير فعال او د خپل عادي حجم څخه ډير غټيږي. امکان لري چي پدي مرحله کي ځيني انزايمونه چي د سريع تکثر لپاره ضروري دي جوړ کاندي او ځاي د پراخه تکثر لپاره چمتو کړي .
همدارنګه بکتريا د خپل محيط سره ځاي موافق کوي او د دي مرحلي په وروستي برخه کي بکتريا په غير منظم ډول په تکثر شروع کوي.
د لاګ مرحله ( Log ) : پدي مرحله کي هره حجره په منظم ډول د جنريشن وخت په تناسب تکثر کوي يعني په هر معين وخت کي د يوي بکتري څخه دوه حجري منځته راځي. پدي مرحله کي دا لاندي خواصونه په بکتريا کي ليدل کيږي.
١ – بکتريا د کيموتراپي په مقابل کي ډير حساسيت لري .
٢ – ميوتيشن پدي مرحله کي ډير واقع کيږي
٣ – د بکتريا مارفولوژي پدي مرحله کي يو قسم وي .

« د بــکــتــريـــا غـــذايـــي مـــــواد »
بکتريا يو ژوندي موجود دي چي د ژونديو اجسامو سره د غذايي موادو له لحاظه ورته والي لري. که څه هم ځيني بکتريا په خپل منځ کي سره نږدي او ځيني سره توپير لري ځيني يي تر متنوع شرايطو لاندي ژوند کولي شي لاکن ځيني يي په يو خاص محيط کي ژوند کوي. او يا داچي تر اوسه پوري هيڅ يو لابراتواري محيط ورته هم پيدا شوي نه دي چي په عمومي صورت يو زيات شمير بکترياو په مناسب لابراتواري محيط کي کشف شويدي. د مثال په ډول اپي کولاي ارګانيزمونه په متنوع شرايطوکې شنه کيږي. پداسي حال کي چي ګونوکاکس gono coccus په معينو شرايطو کي زرع کيږي او يا ژوندي حجرات د دي د کلچر لپاره ضرور دي. بکتريا د هغو ژونديو اجسامو څخه دي چي په خپل منځ کي د تغذيي له رويه يو د بل سره توپير لري. يو قسم ارګانيزم د يوه شرايطو لاندي ژوند کوي او بل يي مختلف د ژوندانه شرايطو ته اړه لري. دا لاندي تشريح پدي برخه کي رڼا اچوي.
١ – ټول ژوندي ارګانيزمونه د انرژي منبع ته ضرورت لري، هغه ارګانيزمونه چي د لمر رڼا د انرژي منبع په حيث د خپل استفادي لاندي راولي د Photo troph ويل کيږي. هغه ارګانيزمونه چي د کيمياوي موادو څخه ( شحم ، کاربوهايدريت ، هايدرو کاربن ) د انرژي د منبع په حيث استفاده کوي Chemo troph ويل کيږي.
٢ – بکتريا کاربن ته اړتيا لري ځيني کاربن د کاربن داي اکسايد په حالت د استفادي لاندي راولي او دا ډول بکتريا ته Auto troph ويل کيږي .
هغه بکتريا چي کاربن د عضوي مرکب په حالت د استفادي لاندي راولي د Hetero troph په نوم ياديږي .
٣ – نايتروجن يو ضروري عنصر دي چي ارګانيزمونه يي په دوه ډوله اخيستلاي شي :
الف – ځيني ارګانيزمونه د ازادي هوا څخه نايتروجن اخلي او بيا يي د عضوي مرکب په شکل بدلوي. د مثال په ډول رايزوبيم rhizobium ارګانيزمونه ذکرکوو
ب – اکثره ارګانيزمونه نايتروجن د مرکب په صورت مخصوصاً د پروتين څخه د خپل وجود د استفادي لپاره اخلي. ځيني ارګانيزمونه دي چي نايتروجن د مالګي په ډول لکه پوتاشيم نايتريت (KNO3 ) په شکل د خپلي استفادي لاندي راولي. امينواسيد په خپل ترکيب کي نايتروجن لري چي د سلول په ترميمولو کي مهمه برخه اخلي. ژوندي سلول يوه اندازه نايتروجن د تخريب شوو موادو څخه د ضايعات په صورت د خپل ځان څخه خارجوي او بايد دا ضايعات د باندينيو منابعيو څخه ترميم شي. انسان او حيوان د پروتين او امينواسيد په صورت کي اخلي. لاکن شخوند وهونکي حيوانات او ځيني نورو حيواناتو کي استثنات وجود لري که څه هم شخوند وهونکي حيوانات بکتريا لري چي يو يا په امينواسيد بدلوي او بيا دا امينواسيد د حيوان هاضمي جهاز پواسطه په وينه کي جذبيږي .

« د بـــکــتـريــا مـيـتـابـولـيـزم Bacterial metabolism »
ميتابوليزم عبارت د يو شمير کيمياوي تعامل څخه دي چي د سلول د ژودانه د فعاليتونو لپاره ضروري دي. دا ډول کيمياوي تعامل د يوه قسم مغلق سيستم پواسطه په سلول کي منځته راځي پدي عمل کي د انرژي توليدول يواساسي مقصد دي. دا انرژي د ميتابوليزم په سيستم کي استعماليږي ځيني بکتريا موجود دي چي خپله د انرژي منبع ( سبستريت ) د غير عضوي موادو څخه لاسته راوړي چي دي ډول بکترياو ته لتوتروف (lithotroph ) ارګانيزمونه ويل کيږي. همدارنګه يو بل ډول ارګانيزمونه وجود لري چي انرژي د عضوي موادو څخه اخلي. دا قسم ارګانيزمونو ته ارګانوتروف ( Organo throph ) وايي .
Photosynthesis : کله چي رڼا ( د انرژي منبع ) د بکتريا د ميتابوليزم د سرته رسولو لپاره استعمال شي د فوتو سنتيسز عمل په نوم ياديږي. اکثره بکتريا ارګانوزوف دي.
Chemosynthesis : کله چي د انرژي منبع د بکتريا لپاره يو کيمياوي مواد وي دا ډول عمل ته کيموسنتيسز ويل کيږي.
Anabolism : کله چي انرژي د بکتريا په سلول کي د نوو موادو په جوړولو مصرف شي دا عمل ته انابوليزم وايي .
Catabolism : کله چي انرژي د سلول د وجود څخه ضايع شي، يا په بل عبارت کيمياوي مواد د سلول په وجود کي تجزيه شي دي عمل ته کتابوليزم ويل کيږي. د انابوليزم او کتابوليزم مجموعي عملونو ته ميتابوليزم ويل کيږي.
رڼا د بکترياو پواسطه جذبيږ انرژي
کيمياوي موادو اکسيديشن د مخصوصوباندونوپواسطه ذخيره کيږي
تجزيه کيدل
کتابوليزم
انابوليزم
ميتابوليزم په عمومي ډول په څلورو مرحلو کي صورت نيسي:
١ – هغه غذايي مواد چي غټوالي يي زيات او د سلول د غشا څخه د تيريدلو وړ نه وي د انزايم په ذريعه په واړو وړو اجزاؤ بدليږي .
٢ – د غذايي موادوجذب کيدل:دتجزيه شووموادود بدن پواسطه جذب کول دي
٣ – جذب شوي غذايي مواد د اکسيديشن لپاره اماده کول: ځيني بکترياوي دا خواص لري چي د خپل انزايم پواسطه مستقيماً جذب شوي ګلوکوز اکسيدايز کوي او په ګلوکانولکتون ( gloconolacton ) يي بدلوي .
٤ – اکسيديشن: اکسيديشن يو کيمياوي عمل دي چي د سبستريت الکترون سره د مربوطه هايدروجن ايون ايستل کيږي. په بيولوژي کي عموماً هايدروجن ورکوونکي ته اکسيدايز مواد او هغه شي چي د هايدروجن ايون قبلوي ورته ريديوسيد ( reduced) مواد ويل کيږي .
د دي نتيجه دا ده کله چي يو شي اکسيدايز شي نو په مقابل کي يوه بله ماده ريديوسيد کيږي او پدي عمل کي انرژي منځته راځي .

« تـــنـــفـــس Respiration »
هغه عمل ته ويل کيږي چي وروستي هايدروجن قبلونکي ماليکولي هايدروجن وي. يا په عمومي ډول هغه عمل دي چي انرژي منځته راولي او يو Oxidation عمليه ده او په دري ډوله دي .
١ – هوازي تنفس Aerobic respiration : يو عمل دي چي د يو قسم مسايل جوړه وي او د Oxidation, Reduction تعامل څخه منځته راځي. دوهمه او وروستي يي هايدروجن قبلوونکي دي چي د ازاد اکسيجن پواسطه صورت نيسي او پدي ترتيب سره انرژي توليديږي .
٢ – ان ايروبيک ريسپايريشن An aerobic respiration : Obligate دا هغه قسم تنفس دي چي بغير د ماليکولي اکسيجن څخه نورو غيرعضوي موادو هايدروجن قبلوونکي په حيث وظيفه ترسره کوي. لکه نايتريت، سلفيت، کاربونيت (Co3) او نور مرکبات. لکه تيتانوس بکتريا، سپايرويست،سفلس، بسيلي، سپورتوليدونکي Clostridium او نور. غير هوازي بکتريا خپل د ضرورترور انرژي د تخمر عملي په وخت کي (Fermentation) اخلي او کاربنداي اکسايد ازادوي .
٣ – اختياري هوازي تنفسFacultative : د هوا اکسيجن په موجوديت او نه موجوديت کي تنفس ترسره کولي شي، دا ډول بکتريا په هغه هوا کي چي لرونکي د لږ مقدار اکسيجن وي ژوند کوي دا ډول بکتريا دmicro aerophilic په نوم ياديږي، د دي ډلي بکترياو څخه چي د ناروغي د منځته راوړلو سبب کيږي عبارت دي له Strepto cocci او Typhoid bacilli څخه .
« تــخــــمـــر Fermentation »
داسي يوعمل دي چي وروستي هايدروجن قبلونکي عضوي مرکبات وي، پدي صورت کي مختلف کيمياوي موادلکه الکهل lactic acid, ethanol فاميک اسيد Succinic acid او نورمواد لاسته راځي، پدي صورت کي کاربنداي اکسايد او ځيني وخت ازاد هايدروجن منځته راځي. تخمر يو ډول اکسيديشن دي چي انرژي ورڅخه لاسته راځي، لاکنaerobic respiration څخه انرژي د توليدولو مقدارسره فرق لري. په مکمل اکسيديشن کي د يو ماليکول ګلوکوز څخه 67 k cal اود lactic acid په تخمرکي 22.5 k cal لاسته راځي. همدارنګه د acetic acid توليد کي د يو ماليکول ګلوکوز څخه 15 کيلو کالوري لاسته راځي.
« د بـــکــتــريــاو انــزايــمـــونــــه »
انزايمونه عبارت له هغو موادو څخه دي چي د کيميا له نظره د کتلست په نوم ياديږي .
کتلست Catalist : عبارت له يوي مادي څخه دي چي کيمياوي تعامل چټک کوي او يا بطي کوي. پداسي حال کي چي پخپله د تعامل په پاي کي د کوم کمي او زياتوالي څخه پرته بدون لدي چي تغير وکړي باقي پاتي کيږي. نو پس ويلي شو چي انزايمونه عضوي کتلستونه دي چي د ژوندي جسم په دننه کي فعاليت کوي .
ټولي ژوندي حجري لرونکي د مختلف ډولونوانزايمونودي. څرنګه چي بکتريا د ژونديو اجسامو له ډلي څخه دي لرونکي د مختلفو انزايمونو دي چي هر ډول يي په يوي مخصوصي مادي باندي تاثير کوي او يواځي يو ډول کيمياوي تعامل صورت نيسي. د انزايمونو دا مشخص خواص د Specificity په نوم ياديږي .
د انزايم وظيفه په عمومي ډول د هغه د نامه څخه معلوميږي پدي معني چي وروستاړي يي د انزايم والي څخه نماينده ګي کوي او پا تي يي يا د هغه له وظيفي څخه او يا داچي د انزايم د تعامل له نوعيت نماينده ګي کوي.مونږ په لاندي ډول يو شمير انزايمونه کوم چي تعاملات سرته رسوي يادونه کوو.
Oxidase * : د تحمض د عملي سبب ( Oxidation ) کيږي .
* Dehydrogenase : د هايدروجن د ازاده کيدو سبب کيږي .
Reductase *: د هايدروجن دعلاوه کولوسره د ارجاع عمل سبب کيږي
*Decarboxylase : د کاربنداي اکسايد د ازاديدو سبب کيږي .
*Amylase : د نشايستي د ټوټه کيدوسبب په ساده قندونو ( ګلوکوز ) بدليږي.
*Lipase : د تيزابي شحمونو د ازاديدو او پارچه کيدوسبب په شحمي
تيزابونو ګلسرول کيږي .
*Protase : د پروتينونو پارچه کيدل په امينواسيدونو سبب کيږي .
د بکتريا انزايمونه په دوه عمده ګروپونوEndo enzyme او Exo enzyme ويشل کيږي .
١ – داخلي انزايم Endo enzyme : څرنګه چي د نامه څخه يي معلوميږي د دي د حجري په داخل کي فعاليت کوي، د دي انزايم اساسي او عمده وظيفه د پروتينونو ترکيب او د انرژي ازادول دي .
٢ – خارجي انزايم Exo enzyme : دا انزيمونه د حجري پواسطه چي په هاضموي بکترياو کي دي وظيفه يي د غذايي موادو پارچه کول په ډيرو کوچنيو او ساده ماليکولونو دي چي د هضم لپاره اماده کيږي. دي انزايمونو ته Hydrolase هم ويل کيږي ځکه چي دا انزايمونه په غذا باندي اغيزه کوي او د کيمياوي تعاملاتو پواسطه غذا د محلول په شکل راوړي چي وروسته د حجري پواسطه (بکتريا) جذب او انرژي توليدوي. همدارنګه بکتريا تليفونو،تلګراف ، برق اوکاغذ لرګني اجسام ، د کورونو په کټارو، عضوي موادو ، قيرسرکونو، د حيواناتوپه اجسامو باندي کوم چي له منځه تللي وي ، په پطرولي محصولاتو او نور پطرولونو په شمول او په نورو حمله کوي او هغه خرابوي او د پام وړتاوان ورته اړوي. همدارنګه بکتريا مختلف حيواني او نباتي ناروغي منځته روړي او حتي ګدامونو ته اور لمبي ورکوي. او د غنمو درمندونه هم له منځه وړي. او ځيني ناروغي لکه Salmonella typhoid (محرقه) او همدارنګه Escherichia coli د انسانانو په کولمو کي ژوند کوي .
په عمومي صورت هغه انزايمونه چي د بکترياو پواسطه ترشح کيږي ټول يي زهري دي او د ناروغيو د منځته راوړلو سبب کيږي. علاوه لدي بکتريا له ځانه زهري مواد هم ترشح کوي چي د Toxin په نوم ياديږي .

« پـه بـکـتـريـاو کـي نـشــونـمـا او د خـواصـــو انـتـقــال »
د بکترياو نشونما: نشونما د يوه ژوندي جسم د حجرو د شمير د زياتوالي او د جسم د لوئيدو څخه عبارت دي. لاکن تکثرد خپله جسم د زياتوالي څخه عبارت دي چي په مختلفو طريقو صورت نيسي. مونږ دلته د ساده تکثرڅخه چي د بکتريا پدي طريقي سره خپل شمير زياتوي بحث کوو .
ساده تکثرSimple fission :
په بکترياو کي تکثر په غيرزوجي ډول صورت نيسي پدي معني چي نوموړي حجري پدي کي مونث او مذکر حجري موجودي نه دي او د القاح عمليه صورت نه نيسي. کله چې مورني حجره خپل وروستي غټوالي ته ورسيږي د هغه په عرض کي يو درز منځته راځي او په دوه حجرو ويشل کيږي. دي ډول ويش ته ساده انقسام يا Binary fission او يا د Simple transverse fission په نوم ياديږي. بايد يادونه وکړو چي د انقسام په وخت کي سايتوپلازم او هسته دوه چنده کيږي او هستوي مواد په دوه مساوي برخو ويشل کيږي چي هره برخه يي نوي حجري ته انتقاليږي. نوي حجري د خپلي نهايي غټوالي پوري نمو کوي او کچيري شرايط ورته اماده شي هريويي يوه نوي حجره منځته راوړي. نوي حجري دخپل والدينو سره ورته والي لري.
لاندي شکل په يوه بکتريا کي ساده تکثرښئي او دا بکتريا دschizomycetes په نوم ياديږي



په بکتريا کي د تکثر چټکوالي ( سرعت ): د بکتريا تکثر په مختلفو جنسونو کي نظرمحيطي شرايطو ته توپيرلري. د تکثر لپاره د محيطي شرايطود برابريدو په وخت کي چي د نيم ساعت څخه موده يي کمه وي پدي معني چي کچيري يو ځانګړي بکتريا د سهار په ( ٩) بجود نسل په توليد شروع وکړي د غرمي په (12) بجو پوري د حجروشميريي (٦٤) او د شپي په (٩) بجو د هماغه ورځي د حجروشمير (١٧) ميليونوته او په (٢٤) ساعتونوکي د بکتريا د حجري شمير تقريباً تر (٢٨٠) بليونو 280٠000٠000٠000 ته به ورسيږي . بايد و وايو چي نوموړي محاسبه تر اوسه نظري شکل لري او په عمل کي ثابته شوي نه ده .


« امــيــونــالــــوژي Immunology »

د امــيــونــالــــوژي تــاريـــح :
اميونالوژي او د هغي علم حقايق تر ډيري مودي پوري د علماو پواسطه پيژندل شوي نه وو. د (16) پيړي په اخره کي د هغه وخت عالمانو پواسطه اميونالوژي مطالعه او ځيني حقايق منځته راغله، هغه عالمانو چي پدي لاره کي ډيرخدمتونه کړيدي مهم شخصيتونه يي پاستور، البرګ ، مچنيکاف او کوخ دي. ډيره موده وروسته د ساري ناروغيو د مجادلي لپاره يي د انسانانو پخواني دښمن دي د معافيت Immunity علم باندي نورو پوهانو رڼا واچوله. ډير هغه مسايل چي زمونږ په اوسني وخت کي د علماو په نزد مهم ښکاري د پخواني عالمانو پواسطه د تيوري په شکل څرګند شوي وه. که څه هم ځيني پخواني نظريات چي په هغه زمانه کي د علماو په نزد کي صحيح ښکاره کيدل. زمونږ په عصر کي داسي نظريات د ځينو حقايقو د څرنګوالي له کبله غير حقيقي ثابت شويدي. د ځيني علمي نظرياتو او پراختيا هغه پخواني غير حقيقي عقيدي ورځ په ورځ له منځه وړي.
ځيني پخواني عقيدي چي د انساجو پيوند او د متنوع پروتينونو ساختمان چي اوس معلوم شويدي د حقيقت ميدان ته راغلي نه وه. اوسني اميونالوژي معلوماتونه د بيولوژي عالمان او ټول د طب داکتران، حياتي کيميادانان او د وراثت عالمانو ته ډيرمهم او د استفادي وړګرځيدلي دي. لدي کبله ډير عالمان د اميونالوژي په باره کي څيړل کوي.
دا ليکونکي د اميونالوژي هغه موضوعاتو ته په خلص ډول اشاره کوي د طب په لحاظ مهم دي .

« امــيــونــالــــوژي Immunology »
اميونالوژي يوعلم دي چي د حيواناتود وجود مقاومت د ناروغيوپه مقابل کي معلومات ورکوي .
« امــيــونــيټي Immunity »
يو ډول مقاومت دي چي د بدن د ناروغيوپه مقابل کي لري. اميونيټي پدي لاندي نومونو ويشل شويدي.
١ – طبعي معافيت Natural Immunity : يعني يو انسان يا حيوان طبعي د يو مرض په مقابل کي مقاومت لري. دا معافيتونه په لاندي ډول طبقه بندي کيږي
الف – Species Immunity .
ب – Race Immunity .
ج – Individual Immunity .
د – عمر ، ځوان او زوړ.
هـ - عادت ، جغرافيايي محدوديتونه .
٢ – کسبي معافيت Acquired Immunity : داسي معافيت انسان اويا حيوان په طبعي صورت سره نه لري بلکه د دي په وجود کي د يوه سبب پواسطه معافيت په لاس راغلي دي. دغه معافيت په لاندي ډول طبقه بندي کيږي .
الف – اکتيو معافيت Active Immunity : په خپله بدن کي داسي معافيت د خپل انساجو پواسطه منځته راوړي، چي يو انسان د طبعي سلسلي په ذريعه په يوه ناروغي مبتلاء کيږي او بدن يي دهغه په مقابل کي معافيت پيداکوي. فعاله يا اکتيومعافيت بلل کيږي.
ب – مصنوعي معافيت Artificial Immunity : په مصنوعي ډول د يو انسان اويا حيوان په وجودکي د لانديني موادو د زرق کولو له کبله منځته راځي –
١ – مړه شوي مايکروارګانيزمونه killed micro organism : واکسين لکه د محرقي واکسين .
٢ – ضعيف شوي ارګانيزم Attenuate organism: د اطفالو د چيچک واکسين.
٣ – توکسايد Toxoid : واکسين د مثال په ډول tetnnus Toxoid واکسين .
٤ – ژوندي ويرولنت ارګانيزم: ځيني وخت ارګانيزم لکه رنجوترافي آتس ويروس د کلوکا په حصه کي د Scarification په طريقه کي د چرګانو واکسين کيږي چي په نتيجه کي چرګانوته د دي ناروغي په مقابل کي معافيت ورکوي.
د اکتيو معافيت اوصاف: دا ډول معافيت د بدن پواسطه ورو ورو منځته راځي لاکن تر ډيروخته پوري دوام کوي. داسي معافيت د تداوي لپاره نه استعماليږي بلکه د حفظ ماتقدم (Prophylaxis ) لپاره تطبيقيږي .
٣ – پاسيو اميونيټي Passive Immunity : داسي يو معافيت دي چي د وجود له خوا منځته نه راځي بلکه د يوه بل انسان په بدن کي جوړيږي او وروسته د بل حيوان په بدن کي د معافيت د توليدولوپه مقصد تزريق کيږي. مونږ کولي شو چي دا معافيت په لاندي ډول تصنيف کړو .
الف – طبعي پاسيواميونيټيNatural passive Immunity : د انسانانو او د حيواناتو بچي وروسته د زيږيدلو په لومړيو دوو مياشتو کي د ډيرو مرضونو په مقابل کي مقاومت د مور نه کسب کوي. داسي معافيت د ويني پوسيله د پلاسنتا څخه تيريږي او بچي تري استفاده کوي. انسان ، بيزو او ځيني نور حيوانات داسي خواص لري، د غواګانو پلاسنټا ضخيم دي او انتي باډي ورڅخه تيريدلي نشي . لدي کبله د غوا فيتس( Fetus ) څخه په تشو کلچر کي استفاده کيږي.
ب – مصنوعي پاسيو اميونيټيArtificial passive Immunity : پدي صورت کي د يو انسان او يا حيوان جوړشوي انتي باډي ( معافيت ) تزريق کيږي. دمثال په ډول دا لاندي شيان ذکر کوو .
انتي توکسين Anti toxin : کله چي انسان او يا حيوان قصداً او په طبعي صورت د تيتانوس په ناروغي مبتلا شي. تيتانوس انتي توکسين Anti toxin Tetanus په خپل بدن جوړ وي او د دي حيوان سيروم د تداوي په شکل د يوه ناروغ انسان چي د تيتانوس په مرض مبتلا وي تزريق کيږي .
همدارنګه اميون سيرومImmun serum او کـــانــــولسنته سيرومConvalescent serum او ګاما ګلابيولينGama globulin د پاسيو معافيت په ډول د مريضانو په تداوي کي استعماليږي .

د پاسيواميونيټي خواص Passive Immunity properties :
١ – فوراً معافيت منځته راځي.
٢ – د معافيت مدت يي کم وي ( د يوه څخه تر دوه هفتو پوري) .
٣ – د تداوي د پاره استعماليږي .

« د طــبــعــي مـعــافــيــت ځــيــنــي تـشـريـحــات »
١ – طبعي معافيتNatural Immunity : دا يو ډول معافيت دي چي په طبعي ډول د يوحيوان په بدن کي موجود وي دا معافيت په لاندي ډول دي-
الف – Species Immunity : دا يو داسي مقاومت دي چي طبعاً په يو قسم حيوان کي موجود وي. دامقاومت په لاندي ډول دي .
الف – Species Immunity : دا يو داسي مقاومت دي چي طبعاً په يو قسم حيوان کي موجود وي او په يوه بل ډول حيوان کي وجود نه لري. په انسانانو کي يو مرض ليدل کيږي چي غواګاني پدي مرض نه مبتلا کيږي. يا داچي د دي عمل معکوساً مشاهده کيداي شي .
ب – نژادي مقاومت Racial Immunity: پدي وروستيو وختونو کي معلومه شويده هغه انسانان چي د پوستکي رنګ يي غنم رنګ لري نسبت سپين پوستو ته Coccidion Iodomycosis مرض په مقابل کي لس چنده دمبتلاکيدوچانس لري. دا موضوع بايد واضح شي چي د نژادي توپير د مقاومت له نظره ډيرمعلوماتونه خپاره شوي دي چي اکثره يي وروسته د مکملي څيړني څخه په عملي او صحيح توګه نه دي معلوم شوي .
پورتني ناروغي که څه هم په معتبرو کتابونو کي چاپ شويدي لاکن حقيقت داسي دي چي تورپوستکي او غنم رنګه انسانان په غربي هيوادونو کي په عمومي ډول هغه کارونه کوي چي د صحي شرايطو سره موافق نه وي، يعني په عمومي توګه سپين پوستکي انسانان شاقه کارونه چي د صحت د پاره مضروي نه کوي که څه هم يو تعداد يي په نسبي صورت نسبت نوروته لږ وي چي د مريضانو په حسابولو سره عملي نه ښکاري. ځيني انفرادي اشخاص چي په خپلو سروکروياتو کي Glucose 6 – phosphate dehydrogenase نه لري چي د دغو موادو نشتوالي د P. Falciparm په مقابل کي مقاومت ورکړي.
ج – انفرادي توپيرIndividual difrenclos: ځيني انسانان په يوه نژادي مرض په مقابل کي مقاومت لري. لاکن يو شمير يي په همدي نژاد کي داسي خواص نه ښکاره کوي. ډير ځوان يا ډير زاړه خلک په زياتو ناروغيو مبتلا کيږي همدارنګه ډير ځوانان د ويروسي ناروغيوپه مقابل کي لږ مقاومت لري. چي په بل حالت کي زاړه وګړي د ويروسي امراضوپه مقابل کي په نسبي ډول مقاومت لري. لاکن د رکتسيايي امراضو په مقابل کي ډير حساس دي. حال داچي ځوانان د رکتسيايي امراضو په مقابل کي په نسبي ډول سره د زاړه اشخاصو په نسبت ډير مقاومت لري. هغو کسانو چي عمر يي د 5 – 15 پوري وي نسبت نورو ته د توبرکلوز په مقابل کي ډير مقاومت لري. همدارنګه نجوني پخوا د بلوغ څخه په Gonococcal Vaginaless نسبت بالغو نجونو ته ډير مبتلا کيږي چي پدي موضوع کي د Estrogen موجوديت د مقاومت په هکله ډير اهميت لري.

٢ – غيرخصوصي عوامل Nonspecific factor:
الف – ځيني چاق سړي د يوه ډنګرسړي په نسبت ژر ناروغه کيداي شي.
ب – عادت: د فريکتوزTrichimosis ناروغي په خنزير کي پيدا کيږي . مسلمانان چي د خنزير غوښه نه خوري د تريکينوسزپه ناروغي نه مبتلا کيږي.
ج – جغرافيايي محدود: ځيني ناروغي په يوشميرخاصوهيوادونوکي وجودلري چي دلته yellow fever او د حماې لکه دار Typhus مرض د مثال په ډول تري يادونه کوو.

٣ – د ارګانيزمونو په مقابل کي د وجود مدافعي :
الف – څنګه چي پوستکي د بدن په خارجي برخه کي موقعيت لري نو د مکروبونو د داخليدو مخنيوي کوي، په پوستکي کي دHorny layer چي په ابي درجي کي ځاي لري داسي خواص لري چي تيزاب پدي برخه کي لږ تاثيرلري. همدارنګه د مکربونو د داخليدو څخه پدي طبقه کي مخنيوي کيږي.
ب – Mucus membrane: پدي ابي تيلوم نسج کي د مکروبونو د داخليدو څخه مخنيوي کيږي. کوم وخت چي مکروبونه پدي طبقه کي تماس پيدا کړي د ميوکس په لرلوسره مکروبونه چاپيره اوبيا Cillary)) ياperistalsis په عمل سره د بدن څخه خارجيږي .
ج – Conjunctiva: د بدن د سلولونو پواسطه يوډول مواد ترشح کيږي چي د مکروب د خپريدني څخه مخنيوي کوي لکه څرنګه چي د سترګوپه اوښکوکي يو ډول انزايم د لايسوزايم lysozome په نامه وجود لري چي دBacteriocidal خواص لري. او نه پريږدي چي په سترګو کي د بکترياو شميرزيات شي .
د – معده او امعا : د معدي او همدارنګه کولمو کي ځيني انزايمونه شته دي چي د بکترياو د تکثر څخه مخنيوي کوي. يعني د ارګانيزمونو د ژوندانه لپاره مساعد ځاي نه دي په پوستکي کي د بدن څخه ځينيacid longchainfatty لکه oleic acid پيدا کيږي چي مکروبونوته د ژوندانه شرايط نا مساعده ګرځوي .
د خولي Streptococcus بيټاهيمولتيکو نه دي او هايدروجن پراکسايد منځته راوړي چي دا مواد د Diptheria او meningococcus ارګانيزمونو ته وژونکي Lethal دي. يو ارګانيزم چي Lacto bacillus acidophilus په نوم ياديږي. Glycogen ته په Vagina کي تخمر ورکوي او په تيزاب يي بدلوي. د تيزابو دا تشکيليدل د ډيرو ارګانيزمونو د موجوديت مخه نيسي .
Commensal ارګانيزمونه په Vagina او کولموکي له منځه ځي چي وروسته د ډيرو ارګانيزمونو لکه Streptococcus او Staphylococcus Camdida albica لپاره زمينه برابروي چي ناروغي منځته راوړي. د انسان او د غوا په شيدو کي يوډول مواد ( Actinin ) په نامه وجود لري چي د Neonatal د ستوني انفکشن مخه نيسي. همدارنګه Lactenin په اختصاصي ډول سره د strep , pyogen ارګانيزمونوبانديBacteriocidal خواص لري.

٤ – د بـــدن داخـــلي مــدافــعـي :
الف – غير خصوصي مدافعه .
التهاب ؛پړسوب؛Inflammation)) يوډول مدافعه ده چي بدن د ارګانيزمونو په مقابل کي غوره کوي او غيرخصوصي مدافعه بلل کيږي. په زخمي شوي حجراتوکي ارګانيزمونه تکثرکوي. د همدغه ځاي Capillary Artericles پراخه کيږي. پدي حالت کي غير طبعي مايع په Intercellular کي جمع کيږي چي وروسته د فبرين Fibrin سره د لمف Chanal تړل کيږي. پدي صورت کي د بدن د مکروبونو د پراختيا مخه نيسي .
پورتني عمل ته Edema وايي او Edema سبب دځيني اوږده زنځيري شحمي اسيدونو ( (longcham fatty Acidد توليديدو څخه منځته راځي. کله چي Anti Inflammatory دواګاني استعمال شي د داډول شحمي اسيدونوتوليد کولو مخه نيسي .
ځيني ارګانيزمونه لکهStaphylococcus وجود لري چي خپل انزايم پواسطه د Inflammatory دفاعي حالت تخريب کولي شي.
تبه Fever : امکان لري چي تبه د بدن دفاعي سيستم وي. ځيني پوهان وايي چي د بدن دفاع لپاره تبه کوم اهميت نه لري. لاکن داسي عقيده موجوده ده چي د بدن د دفاع لپاره اهميت لري. په عمومي ډول سره په بدن کي د دوه ډوله موادو څخه تبه منځته راځي. د pyrogenic مواد د دفاع Thermo regulator تبه کوي چي د بدن حرارت توليدکړي اوتبه پيدا کوي.

داخلي مدافعي په لاندي ډول دي –
د بدن د داخلي مدافعيتونو څخه لومړني مدافع پوستکي دي چي بدن ته د اجنبي يا بيګانه مکروبونو د داخليدو څخه مخنيوي کوي او نه پريږدي چي ناروغي منځته راوړي.
د دي څخه وروسته د بدن داخلي برخه کي هم يو شمير د بدن مدافعين شته چي خارجي مکروبونو ته د ننوتو مخ نيسي. لکه ځګر د زهري موادو يواسطه مکروبونه له منځه وړي. په دوهمه مرحله کي د بدن حرارت درجه ( 37 c ) يعني د حرارت درجه هم يوډول مدافعه ده چي ځيني بکترياوي پدي حرارت درجه کي له منځه ځي. او وروپسي وينه (Blood) ده چي هلته سپين کرويات Leukocyte دي چي د اجنبي موادو يا مکروبونو په مقابل کي مقاومت کوي او هغه فيګوسايت بلع Phagocyte کوي. او د مکروبونود خپريدني مخه نيسي. کچيري د مکروب قوه زياته وي او د بدن مدافعين د دفاع څخه عاجز پاتي شول نو په فعاليت پيل کوي او اړونده ناروغي منځته راوړي.
« مــــهـــم دفــــاعــــي ســـيـــســتـــم »
پدي قسم مدافعه کي اختصاصي انساج رابطه لري او ډيرخصوصي (Specific ) دي چي په عمومي صورت سره په دوه ډوله دي
اول ډول: د سلولو پواسطه مکروب بلع ( Phagocytosis ) کيږي چي د مثال په توګه د رتيکولو اندوتيليل سيستم Reticulo Endothelil ذکر کولي شو.
دا حجرات په طحال ( توري )، د هډوکو په مغزLyphoid Tissue ، ځګر، سږي او په نورو ځايونو کي وجود لري چي ارګانيزمونه بلع کوي او بدن د هغوي د ضرر څخه ساتي .
رتيکولو اندوتيليل يوډول غيرمتحرک او په يوه مخصوصه برخه کي ځاي په ځاي شويدي چي د ويني اوLymph مکروبونه له منځه وړي. يو ډول بلع کوونکي حجرات چي پدي سيستم کي شامل دي د رګونو په داخلي طبقه کي ځاي په ځاي شويدي چي مکروبونه د ويني د جريان سره پدي حجراتو کي په تماس راځي او د دغو حجرو پواسطه بلع کيږي چي يوډول يي Kupfeer cell په نوم ياديږي.
دا ډول حجرات په Liver sinus کي ډيرليدل کيږي. همدارنګه نوري حجري چي د Histocytes يا Macro phage نومونه لري دبلع کولووظيفه سرته رسوي.
د ويني سپين کرويات چي د بلع کولو خواص لري او Reticulo Endothelil حجرو په ډله کي شامل نه دي. په عمومي صورت سره هغه حجري چي د هډوکو په مغزکي Bone Marrow ، لمف نود (Lymph node) ، يوشميرنوري حجري چي د ځګراو طحال په Sinusoid کي واقع شويدي. د Marophage حجرو سره يوځاي په مجموعي د Reticulo Endothelil سيستم په نوم ياديږي. دا حجرات ټول هغه مواد دي چي د Colloid په شکل په وينه کي وي بلع کوي. او همدارنګه ټول پارچه شوي سره او سپين کرويات د ويني څخه له منځه وړي.
دوهم ډول: د ويني دفاعي سيسيتم دي چي د ويني Leucocytes مکروبونه بلع کوي سربيره د ويني سيروم Gama Globulin وجود لري چي توکسين او انتيجن خنثي کولي شي.



« انــــتـــــيـــــجــــن Antigen »
هرشي چي د انسان او يا حيوان په بدن کي د انتي باډي د جوړولو تنبه سبب شي او بيا دا مواد د خپل هومولاګس Homo logous انتي باډي سره پداسي طريقه يو ځاي شي چي د سترګو پواسطه وليدل شي انتيجن بلل کيږي.
د انــــتـــيـــجــــن خـــــــــواص:
١ – په عمومي صورت سره انتيجن د پروتين څخه جوړشويدي، کله کله کاربوهايدريت د انتيجن په مثال خواص لري ، اما کله چي کاربوهايدريت د نورو شيانو سره يوځاي شي د مکمل انتيجن خواص پيدا کوي .
٢ – حيواني پروتين د خپل خاوند په بدل کي د انتي باډي سبب نه ګرځي.
٣ – د انتيجن او انتي باډي ( Antigen and antibody ) عکس العمل ډير خصوصي دي. پدي صورت کي هريو انتيجن د خپل هومولاګس انتي باډي سره يوځاي کيږي او د بل انتي باډي سره نه يوځاي کيږي. ځيني وختونه انتيجن او انتي باډي عکس العمل د دي قانون څخه بل خواص غوره کوي چي انتيجن د غير هومولاګس انتي باډي سره عکس العمل ښئيي چي دي پيښي ته Cross Reaction ويل کيږي.
د مثال په ډول د نمونياټايپ Pneumonia type انتي باډي د ګروپ RBC.A سره او د Beta Hemolytic strepto coccus انتي باډي د خپل بدن حجرو سره په Rheumatic Fever کي عکس العمل ښيئي
٤ – مخلوط انتيجنونه Mixed Antigen : د راز راز انتي باډي توليدولو سبب ګرځي. ځيني انتيجن په مخلوط انتيجنونو کي د انتي باډي د توليد سبب کيږي. په استثنايي توګه مختلف انتيجنونه لکه DPT واکسين چي يوځاي او په يو وخت کي زرق شي بدن د ټولو انتيجنونو په مقابل کي مقاومت پيدا کوي.
ځيني مخلوط انتيجنونه هيڅ انتي باډي توليدول نه تحريک کوي چي ممکن په ټول مخلوط انتيجنونو صرف يويي د انتي باډي د توليدولو خواص غوره کوي .
د انــتـــيــجــن خــصــوصــيــت Specifity of AG:
انتيجن په ډير خاص صورت سره خپله انتي باډي اويا داچي ډير نږدي همنوعه سره يوځاي عکس العمل ښئيي. اکثره انتيجن په خپل Species کي خاص وي او ځيني يي د Species په منځ کي حتي د هرعضوي ( Organ ) انتي باډي سره د انتيجن په ډول عکس العمل ښئيي يعني د کليه پروتين د سږي پروتين څخه د د سيرالوجي پواسطه بيليداي شي .
دانسان پروتين دنورو حيواناتو(په استثناديوقسم بيزو) څخه په اساني سره فرق اودتميزوړدي. دانتيجن خصوصيت دانتيجن کيمياوې ساختمان سره رابطه لري. که چيري يوانتيجن دسيرالوجې په لحا ‌‌‌ظ دبل نږدې انتيجن سره فرق و لرې معلوميږې چي ددوې کيمياوې ترکيب سره توپيرلرې.

« د ويــنــې ګـــــروپــــونــــه او Iso antigen »
Iso antigen : په عادي صورت سره انتيجن هغه موادو ته ويل کيږي چي په بدن کي اجنبي يعني د خپل Species څخه جلا د بل حيوان په عضويت کي د انتي باډي تشکيل کولو سبب ګرځي .
په ځينو وختونو کي د يو انسان پروتين په بل انسان کي د انتيجن خواص غوره کوي چي دي قسم انتيجن ته Iso antigen ويل کيږي. د مثال په ډول دلته د ويني ګروپونو څخه يادونه کوو.
د ويني په Erythrocyte کي دوه ډوله انتيجن وجود لري چي مخلوط په حال کي څلور ډوله ګروپونه جوړ وي يعني O – A – B AB
د ويني په سيروم کي دهغه انتيجن په مقابل کي انتي باډي لري چي همغه وينه پکي وجود نه لري. د دي لپاره چي د ويني انتقال د يو انسان څخه بل انسان ته کومه حادثه پيښه نه کړي. لازم دي چي وينه په غور سره معاينه او لازمي ګروپ سره د ويني ورکولو عمليه اجرا شي د انسانانو وينه په لاندي ډول په ګروپو ويشل شويدي.
Antibody in plasma Antigen in RBC Blood Groups
ab …… O
b A A
a B B
…… ab AB

ځيني خلک د A انتيجن په ځاي يو بل انتيجن په خپل RBC کي لري چه هغه ته Ag ويل کيږي او خپله A د AI په نوم ياديږي لدي کبله د ويني ګروپونه د څلور په شپږو ګروپونو ويشل شويدي. د هغو ګروپونو نومونه د BAI – BA2 – AI – O او A2 B2 څخه عبارت دي
O
ab
Ab Ba

AB

کچيري د ويني مخالف ګروپ د انسان په بدن کي داخل شي د انتيجن او انتي باډي د يوځاي کيدو پواسطه د ويني عادي جريان مانع کوي او د مرګ سبب کيږي علاوه لدي په وينه کي يوبل ډول مواد هم پيدا کيږي چي د بدن د انتي باډي جوړولوته تحريکوي . کله چي د Rh مثبت سړي وينه د Rh منفي سړي ته ورکړله شي د Rh مثبت په مقابل کي د Rh منفي سړي وجود انتي باډي جوړوي.
د Rh مثبت انتيجن : Rh انتيجن په نوم ياديږي. په وينه ورکولو کي د Tran fusion حادثه هغه وخت پيدا کيږي چي Rh منفي مريض پخوا د Rh مثبت وينه اخيستي وي او بيا دوباره Rh مثبت واخلي .
د نيويارک % 85 خلک Rh دي. همدارنګه Rh منفي حامله ښځه چي Fetus يي Rh مثبت وي د ښځي وجود د Rh مثبت په مقابل کي انتي باډي جوړوي چي پدي وخت کي دا لاندي واقعات منځته راځي .
١ – Erythro plastosis : يو ډول ناروغي ده چي د تل لپاره هسته لرونکي سره کرويات پدي ناروغي کي موجود وي.
٢ – د جنين سقط .
٣ – مړ بچي زيږول Stil birth .
٤ – نوي زيږيدلي بچي د زيړي سره مبتلا کيږي.
٥ – ځيني نور غير عادي نقايص په اولاد کي يا
Congena Talabnoramalities منځته راوړي.
Auto Antigen: کله چي يو مواد د خپل خاوند په وجود کي د انتي باډي د توليدولو سبب شي دا ډول موادو ته Auto Antigen ويل کيږي. د مثال په ډول د سترګي د عدسي پروتين سيروم اود ماغزو پروتين څخه يادونه کوو.
هيپتين Hapten : يو نا مکمل انتيجن دي چي يواځي د انتي باډي د توليدولو سبب نه کيږي او کچيري د يو بل پروتين سره يوځاي شي يو مکمل انتيجن منځته راوړي. هيپتين د کاربوهايدريت کيمياوي موادو د ذراتو څخه جوړ شويدي. په عادي حالت کي چي هيپتين په بدن کي داخل شي د بدن د پروتين سره يوځاي کيږي او يو مکمل انتيجن جوړوي .
هيپتين + پروتين هيپتين پروتين کمپلکس دانتي باډي دتوليدولو سبب ګرځي.
« انــتـــــي بـــــاډي Antibody »
يو تغير ورکړل شوي ګابيولين دي چي د انتيجن د تحريک کولو پواسطه د حيوان په بدن کي جوړ شويدي او د انتي باډي خواص لري. دا انتي باډي خپل هومولاګس انتيجن سره د ليدلو وړ عکس العمل ښئيي. ممکن انتي باډي د سيروم 10 – 20 فيصده پوري تشکيل کړي.
د انــــتــي بــــاډي اوصـــاف :
١ – انتي باډي د ويني د پروتين څخه جوړ شوي وي او په عادي ډول سره د Gama Globulin او Blobulin څخه جوړ شويدي. لاکن په لږ مقدار يي په الفا ګلابيولين کي شامل دي .
٢ – د پلازما په حجره کي جوړيږي .
٣ – انتي باډي خپل هيمولاګس انتيجن سره سيرالوجيکي عکس العمل ښئيي.
٤ – د انتي باډي Half life ( نيمايي عمر ) د هغوتايپونو له نظره يود بل سره فرق لري. د مثال په د IgG امينوګلابيولين نيمايي عمر( ٢٣)ورځي د Igm پنځه ورځي د IgA او IgD ( ٣ ) او د IgE ( 2.0 ( ورځي دي.
٥ – يو مخصوص امينو ګلوبين د توليد کولو قدرت په بدن کي د وجود د ارثي خواصو پوري اړه لري. يعني ځيني حيوان يا انسان يو مخصوص امينوګلابيولين جوړولي شي او بل يي دارنګه پروتين جوړولي نه شي. دا خواص د معافيت ورکولو قدرت تعينوي.
د انـتـي بـاډي هـيـتـروجـيـنـس : پدي وروستيو وختونو کي معلومه شويده چي ټولي انتي باډي ګاني ترکيب د مختلفو انتيجنونو په مقابل کي يو شان خواص نه لري. د انتي باډي پروتينونه په عمومي ډول د کيمياوي ترکيب په لحاظ سره ډيرنژدي دي.

« د انتـي بـاډي د تـولـيـد کـولـو څــرنګــوالـي »
ډيرو علماو په وروستيو کلونو کي د انتي باډي د توليدولو څرنګوالي په باره کي مطالعي کړيدي. لاکن تر اوسه پوري يوه ځانګړي تيوري وجور نه لري چي ټولو پوښتنو ته ځواب و وايي. دلته يو شمير معتبرو تيوري ګانو څخه يادونه کوو: يو ماليکول فعال انتيجن په کافي اندازه انتي باډي منځته راوړي ( 600 ) بکترياګان اګلو تنيست کوي.
په لنډه توګه بايد و وايوچي دا لاندي تيوري ګاني تراوسه پوري معتبرګڼل شويدي.
١ – د تمثيليت تيوري :Tamplate دا تيوري وايي چي په وينه کي هميشه انتيجن موجود وي چي انتي باډي بايد منځته راشي. يعني وجود د انتيجن له مخي انتي باډي حوړ وي. پدي تيوري کي انتيجن د خښتو قالب په شان د انتي باډي په جوړولو کي مرسته کوي .
٢ – د انزايم تيوري Enzyme theory : پدي تيوري کي داسي نظريه ورکړل شويده چي د انزايم پواسطه پيپتايد ( Peptide ) په انتي باډي بدليږي
٣ – د طبعي انتي باډي موجوديت : په طبعي توګه انتي باډي په Reticulo Endothelial system کي وجود لري او د انتيجن د داخليدو څخه وروسته په بدن کي د مطلوبه انتي باډي جوړول زياتيږي.
٤ – Colonal selection theory : يو ډول مخصوص حجرات دي چي د وجود د پروتين څخه په انتخابي ډول د ټولو انتيجنونو په مقابل کي انتي باډي جوړوي. د انتيجن موجوديت په وجود کي هغه حجرات چي دا ډول انتي باډي جوړوي د تکثر په صورت کي زياتوي او په نتيجه کي د مطلوبه انتي باډي توليد هم زيا تيږي .
د انـتـي بـاډي د تـولـيدولـو ځـاي Site of Antibody formation : اخرني نظريات پدي باره کي دا دي چي انتيجن Reticulo endothelial حجراتو پواسطه نيول کيږي. او د پلازما حجري او نورو Lymphoid tissues کي انتي باډي جوړ وي .
اوس system Reticulo endothelial نوم په Mono Nucleal phagocyte system بدل شويدي.
دا نوم ټولو هغو حجراتو ته ورکړل شويدي چي خارجي او غير مطلوب شيان په وينه او په بدن کي بلع کوي او د Mono. Nuc. System په نوم ياديږي . پدي نوي نوم کي ټول حجرات لکه Free او Fixed مکروفاج Lymphoid tissue او Sinus پکي شامل دي .

« د انـتــي بــاډي د تــولـيــد مـــوده »
د انتيجن د زرق کولو وروسته دوه او يا دري ورځي نيسي چي د انتي باډي موجوديت اندازه شي. لاکن ځيني انتيجن وجود لري چي د ډيرو ورځو پوري د هغه انتي باډي موجوديت اندازه کيداي نه شي . ټول انتيجنونه يو ډول خواص نه لري. انتي باډي وروسته د انتيجن د زرق کولو څخه د ( 1 – 10 ) هفتو کي خپل اعظمي مقدار ښئيي .

« د انــتـــي بــاډي طــبــقــه بــنــدي »
انتي باډي ډير ډولونه لري. علماء نظريه څرګند وي چي ټولو مختلف انتي باډي د معافيت د پاره مؤثره برخه نه لري. اکثره انتي باډي معافيت منځته نه راوړي. ټولي انتي باډي ګاني په لاندي ډول طبقه بندي شويدي.
١ – انتي توکسين Anti Toxin .
٢ – اګلوتينين Aglutinin .
٣ – پرتيپين Pereitipin .
٤ – لايسين Lysin .
٥ – اپسونين Opsonin .
٦ – نيوتراليزيشن Neutralization .
٧ – بلاکين انتي باډي Blokin Anti body .
٧ – Complement fixing Anti body .

« د انــتــي بــاډي دنـــدي »
١ – Phagocytosis : د پاره کومک کوي لاکن Salmonela , Brucela organism ، Tubercle ارګانيزمونه پکي په استثنايي ډول وده کوي او د فايګوسايتوزس څخه ځان ساتي .
٢ – د ناروغي خپريدو مخه نيسي .
٣ – مايکرو ارګانيزم Lyse کوي .
٤ – د ناروغيو په تشخيص کي د سيرالوجي علومو سره مرسته کوي .



« ســـيــرالــــوجــــي Serology »
په ويترو Vitro کي د انتيجن او انتي باډي هغه عکس العمل ته وايي چي په سترګو وليدلي شي .
« الــــرجـــــيــــن Allergin »
هر مواد چي په بدن کي Hypersensitivity او يا Hyposensitivity منځته راوري الرجين بلل کيږي. او يا يو ډول مواد دي چي د الرجي سبب کيږي. ځيني الرجي مکمل انتيجن دي او ځيني يي شحم ، پولي پيپتايد او يا د مايکرو ارګانيزم يوه برخه د نباتاتو شيره او د غذا يوه برخه الرجين ګڼل شويده . همدارنګه فارم الديهايد ، ځيني معدني مالګي ، پنسيلين د ارجين وظيفه اجرا کوي چي په اصل کي د انتيجن خواص نه لري ويل کيږي چي الرجين د کوربه پروتين سره يوځاي کيږي او د يو مکمل انتيجن په حيث د Hypersensitivity سبب ګرځي يعني هيپتين Haptin په ډول د الرجي باعث کيداي شي .
د الرجي ډولونه : الرجي په عمومي ډول په دوه ډوله دي .
١ – فوري الرجي Immediate type :
٢ – بطي الرجي Delayed type :
اول – فوري الرجي : دا قسم الرجي فوراً د خو ثانيو يا دقيقو وروسته د الرجين د داخليدو څخه د يوه حساس شوي حيوان په بدن کي منځته راځي.
دوهم – بطي الرجي Dellayed Hyper Sensitivity : داقسم حادثه ورو ورو منځته راځي چي ډيروخت نيسي په فوري ډول عکس العمل نه ښيئي. دا حساسيت عموماً د بکتريا،Fungi ، وايروسونه Helments ، ځيني فلزات لکه Nickle، ځيني مسموم کوونکي نباتات اونور شيانوپه مقابل کي منځته راځي. د دي قسم حساسيت مهم مثال توبرکولين دي. همدارنگه ځيني رنګونه لکه Paraphenyle Diamene د ديليد ټايپ حساسيت توليدولو سبب ګرځي.اصلاً دا رنګ د هيپتين خواص لري چي وروسته د حساسيت ورکولو خواص بطي کوي. بطي حساسيت ته د يوحساس سيروم پواسطه لکه نور حساسيتونه د يوغير حساس په وجود کي انتقال ورکولي نه شو. د دي قسم حساسيت سبب Lymphocyte تراوسه پوري ګـڼل شويدي. چي په راتلوونکي وخت کي د علمي څيړني څخه وروسته د دي قسم عکس العمل اصلي ميخانکيت به ښه واضح شي.
بطي حساسيت نه يواځي په نسج (Tissue) کي ليدل کيږي بلکه په خپله حجره کي بي له ويني د حساسيت څخه هم حساسيت مشاهده کيداي شي.

Rickettsiae , Viruses and Pleuro Pneumonia » »
« رکــتـسـيا ، ويــروسـونـه او پـليـورو نـمونـيـا ډوله اجسام »

په مايکرو بيولوژي کي د دي ګروپونه موجود دي چي ځيني يي د بکتريا خواص لري هغه عبارت دي له رکتسيا ، ويروسونه او دپليورو نمونيا ډوله اجسامو څخه. مونږ پدي نږدي کلونو کي به مطالعه کړي وي چي لرونکي د مشخص خواصو دي. دغو خاصيتونه نه يواځي داچي دوي يي د بکترياو څخه بيل کړيدي بلکي د يو او بل څخه هم بيلوي. همدارنګه رکتسيا او ويروسونه په انسانانو کي د رنګارنګ ناروغيو د توليد سبب کيږي.

« رکــتــســيــا Rickttsiae »
کشف : Howard Eylor Rickttsiae په 1909 ع کال کي لومړني سړي وو چي دا کوچني مايکروسکوپي ژوندي اجسام يي د يوه ناروغ سړي په وينه کي وليده. څرنګه چي دا کوچني موجوديت لکه بکترياو په شان معلوميدل لاکن هغوي په يوه مصنوعي محيط کي (څرنګه چي بکتريايي زرع کړل) کومه نتيجه يي ورنه کړله .
Rickttsiae او Wildet په 1910 ع کال کي د يوه ناروغ په وينه کي چي همايي لکه دار په ناروغي اخته وه او همدارنګه د هغه سپږي چي د نوموړي ناروغ ويني څخه يي تغذيه کړي وه د دوهم ځل لپاره يا نوموړي کوچني اجسام يي وليدل. د دريم ځل لپاره نوموړي اجسام دProwazek پواسطه پداسي حال کي چي د همايي لکه دار په باره کي مطالعي او څيړني کولي په 1912 ع کال کي په سايبريا کي وليدل شو او د نوموړي عالم پواسطه هم تائيد شو .
په 1916 ع کال کي يو شمير نورو څيړونکو لکه De Rocha – Lima په احترام Rickttsiae او Prowazek دا کوچني ذره بيني اجسام يي د Rickttsiae Prowazekii په نامه ياد کړل . بايد دا ښه روښانه کړي شي چي نوموړي دوه عالمانو يعني Rickttsiae او Prowazek دواړو د دغو اجسامو په باره کي مطالعي او څيړني کولي چي د همايي لکه دار د ناروغي پوسيله يي خپل ژوند له لاسه وړکړل. لاندي شکلونه په ترتيب سره رکتسيا پرواز کي په حجرو باندي د تهاجم په وخت کي ښئيي.







پدي شکل کي Rickttsiae Prowazekii د همايي لکه دارعامل دي.
په حجره کي د حجري دسايتوپلازم په بخه کي حمله کوي.
په چپ خواشکل کي Rickettsia rickettsii چي د Spotsled Fever عامل دي دحجري په داخل کي حمله کوي ليدل کيږي.

« د رکـــتــســيـــا طــبــعـيـت »
دا اجسام د بکترياو څخه کوچني دي او د نورو مايکروسکوپ پواسطه نه ليدل کيږي. دوي د حيواني حجرو په دننه کي نشونما کوي او په عمومي ډول د حجر په دننه کي Obligat پرازيتونو په نامه ياديږي. په لابراتوارکي په مصنوعي محيط کي ( شيدي- اګر- اګر او نور) نه زرع کيږي. د دغو اجسامود کرني محيط ژوندي حيواني انساج دي. کولي شو چي دا ژوندي اجسام په حيواني حجرو او يا د چرګانو په القاح شوي هګي کي ( د چرګانو القاح شوي هګي ) ښه زرع کيږي. معلوميږي دوي د حجرو دننه کي ښه وده کوي او لابراتواري عملياتونه اماده کيږي.
د رکتسيا ښه عاملين ارتروپودا ( سپږي- کيک- کنه او نور ) دي چي د نوموړي حشراتو د چيچلو پواسطه د انسانانو او د نورو حيواناتو په دننه کي داخليږي. دا کوچني ذره بيني اجسام د 0.5 – 0.2 ميلي مايکرون قطر او د 1 – 0.3 مايکرون پوري اوږدوالي لري.

« ســاخـتـمــان او مـيـتـــابــولـيــزم »
د کوچني جسامت او کرني مشکلاتو له امله يو شمير ستونځي موجودي دي چي اوس هم د ميتابوليزم د حقيقي جوړښت په هکله يو شمير ستونځي شته دي او کافي معلومات په لاس نه لرو.
په عمومي توګه دا اجسام معين شکل نه لري لاکن ځيني يي لرونکي يي ميله کره وي شکله وي کپسول او قمچين پکي تر اوسه نه دي ليدل شوي. حجري يي لکه د بکترياو حجرو په شان په ښه ډول نه رنګ کيږي د دوي رنګولو لپاره Giemsa , macchiaia villos او نور استعماليږي .
دا ژوندي موجودات د پايرويک اسيد د اکسيديشن سبب کيږي. د Sulfonmids د استعمال په صورت کي نشونما يا وده يي د دي په عوض کي چي بطي شي چټکه کيږي. نو ويلي شو چي د Sulfonmids د استعمالول ګټور دي او تعداد يي زياتيږي. او له بلي خوا څخه د Para – amino benzoic acid استعمالولو سره د هغوي د رنګ د توقف کولو سبب کيږي او د Tetracyclin د استعمالول په دوي تاثير کوي او د هغوي د انزايمي فعاليتونه دره وي.
« ويــــــــروســـــــــــونـــــــــه Viruses»
ويروسونه نسبت بکترياو ته کوچني اسام دي او د پخوا وختونو څخه د بيولوژي پوهانو ته معلومه ده چي دوي ډير کوچني اجسام دي او د فلتر څخه تيريدلي شي.په حيواناتو او نباتاتو کي د ډول ډول ناروغيود توليد سبب کيږي.
ويروسونه په څلورو عمده ګروپونو تقسميږي.
١ – حيواني ويروسونه : په حيواناتو او انسانانو کي د ناروغيو د منځته راوړلو سبب کيږي.
٢ – نباتي ويروسونه : په ډيرو کلونو کي دا ويروسونه په ګلداره نباتاتو کي د ناروغيو د توليد سبب کيږي. په 1962 ع کال کي په يوه اصلاح شوي مرخړي کي د ناروغي د عامل سبب شويدي او په 1913 ع کال کي يو بل ويروس کشف شو چي په شين آبي الجيانو کي ناروغي منځته راوړي.
٣ – د بکترياو ويروسونه : په بکترياو او په Actinomycetes باندي حمله کوي او ناروغه کوي يي .
٤ – د حشراتو ويروسونه : په حشراتو باندي حمله کوي او د هغوي پواسطه انسانانو ته انتقاليږي.
هغه ناروغي چي د حيواني ويروسونو پواسطه منځته راځي عبارت دي له انفلوئينزا- شيري- چيچک- ريزش- سينه بغل- ژيړي . ويروس په انسانانو او نورو حيواناتو کي د ځيني تومورونو د پيدا کيدو سبب کيږي. س
نباتي ويروسونه په کچالو- بانجان رومي- ګني- جوار- ککو- لبلبو- غنم-شفتالو- لوبيا- وريجي- بادرنګ- الوبالو- مڼه- الو- زردالو- تنباکو او نورو باندي حمله کوي او په هغوي کي د ناروغيو د توليد سبب ګرځي. څرنګه چي د ويروسونو زرع کول په مصنوعي محيط کي منفي نتيجه ورکړه نو لازمه ده چي د هغوي د زرع کولو لپاره د ژوندي انساجو څخه کار واخيستل شي.
د ويروسونو مطالعه د عادي مايکروسکوپ پواسطه صورت نه نيسي بلکي د الکتروني مايکروسکوپ پواسطه صورت نيسي. څرنګه چي جسامت يي ډيرکوچني دي نوپه ملي مايکرون m M اندازه کيږي. ( يو ملي مايکرون د مايکرون دزرمي برخي څخه عبارت دي ) او د يو ميلي متريو زرمي برخي سره مساوي دي. يعني 1m M= 1 M = 1 mm
ويروسونه د جسامت له رويه يو له بله سره توپير لري. همدارنګه د شکل له رويه هم سره توپير لري. جسامت يي د 5 – 12 ملي مايکرون پوري ټاکل شويدي.
« د ويـروسـونـو تـکـثـر او جــوړښــت »
ويروسونه نظر نورو حجرو ته لرونکي د ساده او بسيط جوړښت دي. د ويروس حجره لرونکي د دوه ډوله لوي جوړښت دي.
١ – يو خارجي پروتيني پوښ چي تقريباً % 94 فيصده پروتين لري ( لکه د موزائيک تنباکو ويروس) .
٢ – يوه داخلي هسته چي لرونکي نوکليک اسيد دي .
چيچک د ويروسونو غټوالي نسبت نورو ويروسونو ته لوي دي او د هغوي داخلي جوړښت پيچلي دي او مکعبي شکل لري. پداسي حال کي چي د انسانانو او د نورو حيواناتو ويروسونه لرونکي د کروي جوړښتونو دي. د انفلوئينزا ويروس لرونکي د ميله اي يا کروي شکل دي چي قطر يي 120 ملي مايکرون ته رسيږي .
لکه څرنګه چي مخکي مو و ويل د تنباکو موزائيک ويروس د ستني په شان يا ميله ډوله شکل لري چي د فلتر عمل پوسيله څرګنديږي. دا ويروسونه هم لرونکي د يو زيات مقدار پروتين دي چي د رايبونوکليک اسيد شاوخوا پوښلي ده. پخپله ويروس په خپل ذات کي بي ضرره دي لاکن د هغه R N A ( رايبو نوکليک اسيد ) خطرناکه دي.
د پورتني معلوماتو له رويه ويلي شو چي ټول ويروسونه لرونکي د عين جوړښت يعني د خارجي پروتيني غشاء چي د Capsid په نوم ياديږي. او د يوه نوکليک اسيد (R N A ) يا د (D N A ) پروتيني غشاء پواسطه پوښل شويدي .
کله چي د ويروس د ژوندي جسم څخه جلا شي تکثري توقف کوي او د هغه ميتابوليکي فعاليتونه دريږي. يواځي د هغوي تکثر د ژوندي جسم په ژونديو انساجو کي چي د هغوي پواسطه مخريب شوي وي صورت نيسي.
څرنګه چي د ژوندي جسم په بدن کي انزايمي سيستم موجود دي نو د هغه څخه ګټه اخلي او د ژوندي جسم ميتابوليکي طريقي ته بدلون ورکوي ترڅو وکولي شي لکه د نورو ويروسونو په شان توليد وکړي .
ټول نباتي ويروسونه لرونکي د ( R N A ) او (D N A ) دي او ټول حيواني ويروسونه يا R N A ) او يا (D N A ) په خپل جوړښت کي لري.
Inclusion Bodies : کروي او يا بيضوي شکله اجسام دي چي د حجري په دننه کي د اکثرو ويروسونو پواسطه تخريب کوي تشکيليږي. په ځينو حالتونو کي دا اجسام د حجري په هسته کي چي د ويروس پواسطه تخريبيږي تشکيل او په ځينو حالتونو کي د ژوندي جسم حجري په سايتوپلازم کي ليدل کيږي. دا د ويروس د پيژندونکو او پتالوجستانو لپاره ډير ګټور دي. ځکه چي د ويروس پيژندني لپاره او کوم مرض چي منځته راوړي مرسته کوي .
دغو اجسامو ته مشخص نومونه ورکړل شويدي ترڅو د ويروس په تشخيص او کومه ناروغي چي توليده وي يي تشخيص کيږي. د ځينو مهمو د نومونو څخه يادونه کوو.
Negri bodies – د Rabies ( د ليوني سپي ) لپاره .
Gnarnieri bodies – د Vaccina ( د چيچک ويروس ) لپاره .
Councilman bodies – د Smalpox ( د چيچک ) لپاره .

« د ويــــروســـونـــــو مـــقـــــاومــــت »
ځيني ويروسونه د يخني په مقابل کي مقاومت لري او د (- 70 c) درجي پوري ژوندي پاتي کيدلي شي. لاکن اکثره ويروسونه د 65c – 55c درجو پوري له منځه ځي. ځيني ويروسونه د ايتر ( انفلوئينزاويروس ) پواسطه له منځه ځي.


« د حــجــرو مـقـاومـت د ويـروسـونـو د مـداخـلـي پـه اثـر »
په يوه وخت کي يواځي يو ويروس د بدن يوه حجره د حملي لاندي نيسي. وروسته يو ويروس د يو بل ويروس سايتوپلازم کي دهماغه حجري په هسته کي داخليږي او دواړه ويروسونه کولي شي په يوه حجره کي تکثروکړي.
Inter Feron : علمي څيړنو ښودلي ده کومي حجري چي د ويروسونود حملي لاندي راځي يو منحل پروتين توليدوي چي د Interon په نوم ياديږي. دا ماده د هغو حجرو په دننه کي داخليږي کوم چي د ويروسونو د حملي لاندي نيول شوي وي. کله چي د ويروس ذري په حجره کي داخل شي انترفيران د هغوي د تکثر د دريدو سبب کيږي امکان لري چي په هغوي کي د نوکليک اسيد د جوړولو مانع وګرځي. مختلف انترفيران د مختلفو حيواناتو پواسطه تهيه او د حجرو پواسطه د ويروسونو په مقابل کي د دفاع په خاطر استعماليږي.
د انترفيران او د انتي باډي مقاومت د يوڅو ورځو پوري وي او وروسته له هغه ضعيفه کيږي .
« بـکـتـريـايـي ويـروسـونـه »
ويروسونه داسي موجودات دي چي بکتريا د حملي لاندي نيسي . دا موضوع په 1915 او 1915 ع کلونو کي د انګلسي څيړونکو لکه د Twort او فرانسوي عالم d.Herelle پواسطه کشف شو او d.Herelle هغوي يي د Bacteriophage په نامه ياد کړل چي نن ورځ هغه لنډ نوم ( Phage ) دي. Phage لکه د نورو ويروسونو ، د چنګښو د بچيو او يا د لکي لرونکو چنګښي بچيو په شان دي او د هغوي سرونه ډيرلوي دي او لرونکي د استوانه يي شکله لکي چي شپږ کلکي رشتي لري.
لکي يي ممکن لنډه او يا اوږده وي لاکن د ويروس حرکي عضوه نه شميرله کيږي. د ايزوتوپ تجربو ښودلي ده چي D N A د وروس د سرپه برخه کي د يوه پروتين پوښ پواسطه پوښل شوي. لکي يي هم د پروتين څخه جوړه شويده. کله چي دا ويروس بکتريا د حملي لاندي نيسي. د دي ذري د بکتريا حجرو سره په تماس کي راځي. په ابتدا کي لکي د حجروي غشاء سره بکتريا نښلي چي دا لکي له ځانه انزايم ترشح کوي او د بکتريا حجروي غشاء منحل کوي او وروسته د D N A رشته د ويروس د سر برخي څخه د استواني له لياري د بکتريا حجري په ميزبان کي دننه کيږي .د سربرخه يي D N A نه لري> د حجري د لکي سره د بکتريا حجري باندني برخه کي ځاي نيسي اود حجروي غشاء سره نښتلي وي اود نيم ساعت (30 mints) وقفي څخه وروسته د بکتريا حجره له ځانه متلاشي کيږي يعني منحل کيږي. ( دا عمليه د Lysis په نوم ياديږي ) او يوشمير ځوان او رسيدلي Phage ويروسونه ( 30 – 300 پوري ) ازاديږي .
د Phage د تکثر ميخانيکيت د داخل کيدو څخه آن د حجري تر تخريب پوري ډير په زړه پوري دي او دا دوره د Latent period په نوم ياديږي. پدي برخه کي علمي څيړني سرته رسيدلي. د مثال په ډول کچيري د بکتريا حجري د ويروس د مداخلي څخه وروسته په ( 12 ) دقيقو کي تخريب شي د ( Phage ) هيڅ يوه ذره به ونه ليدل شي. د دي څخه وروسته که د بکتريا حجرو ذري په وقفو سره تخريب شي د Phage ځوان او رسيدلي ذري په زيات شميرسره ترڅو پوري چي حجره په کلي توګه منحله شي وبه ليدل شي. Phage ) ) د حجري په دننه کي دوه مهم فعاليتونه سرته رسوي:
١ – د Phage DNAتوليدوي چي دهري ذري لپاره يوماليکول جوړوي
٢ – د نوي پروتين ترکيب چي د هغه پوسيله سرونه او لکي يي د نوي ذري لپاره لازم دي .
ټول پورتني پيښي د ويروس د D N A د داخليدو له امله صورت نيسي چي د دي په مقابل کي د بکتريا د حجري په وسيله يو شمير انزايمونه هم تهيه او منځته راځي د دي په عوض چي د حجري ميزبان D N Aتهيه کړي Phage هغه تهيه او ترکيب کوي.
امينو اسيدونه د دي په عوض چي پروتين د حجري ميزبان جوړ کړي هماغه پروتين جوړولو لپاره په کار وړل کيږي. انرژي چي د تعاملاتو د اجرا کولولپاره په کار وړل کيږي هغه هم د حجري ميزبان پواسطه توليد او په کار وړل کيږي. د Lateat (پټ يا hiddeb) دوري په پاي کي د Phage ټولي ذري سره يو ځاي کيږي.
د D N A متراکم ماليکولونه سر او لکي سره يوځاي کيږي او په نتيجه کي د حجري ميزبان منحل کيږي او د Phage ځواني ذري باقي پاتي کيږي.



٢ ١








٤ ٣

شکل: د Phage جوړښت اودبکترياپه حجره کي دهغه داخليدل ښئيي.
١) ويروس خپل ځان د حجري سره نښلوي او Phage DNA د لکي له لياري د بکتريا سايتوپلازم کي داخليږي.
٢) په (٨) اويا په (١٠) دقيقو کي DNA د پروتين د توليد لپاره فعاليت پيل کوي ترڅو د نويو ويروسونو لپاره پروتيني پوښ جوړ کړي.
٣) د ( 10 – 15 ) دقيقو پوري ويروسونه د DNA پواسطه ډکيږي.
٤) تقريباً نيم ساعت وروسته د ويروس د حملي له پيل څخه د بکتريا حجره د نويو جوړشويو ويروسونو څخه ډکيږي او په نتيجه کي بکتريايي حجري څخه د ويروس نوي نسل له هغه ازاديږي.














Bacteriaell * د بکتريا معني لري او Phage خوړونکي ته وايي.
« پــلــيــورونــمـــونــيــا ډولــه اجــســـام »
دا اجسام د Roux او د No Card فرانسوي پوهـانو پواسطه په 1898 ع کال کي کشف شويدي. نوموړي اجسام په مواشي کي د سينه بغل ناروغي منځته راوړي. لومړي داسي خيال کيده چي دا ويروس دي ځکه چي د فلتر څخه تيريږي او په بکترياو باندي حمله کوي. له بلي خوا څخه دا اجسام په مصنوعي محيط کي زرع کولو وړدي. نو پس دوي ويروسونه نه دي بلکه يو شمير نور اجسام دي چي د Pleuropneumonia په نوم ياديږي . او مخفف يي Pplo ) ) دي.
دا موجودات وروسته انسانانو ته هم تيريږي او ناروغي د منځته راوړلو سبب کيږي. په عمومي ډول دا اجسام د انسانانو په غاښونو کي پيدا کيږي. او علاوه پردي د ښځو او نرانو په تناسلي جهاز کي هم ليدل کيږي . چي د دي جهاز د تخريش سبب ګرځي.

« مــــورفـــولــــوجـــــي Morphology »
دا اجسام مختلف شکلونه لري او د توالد سيستم کي پيچلي دي. تجربو ښودلي ده چي دوي دا دايري په شکل راځي او د دوي څخه نور اجسام خارجيږي. دا نوي اجسام لرونکي د ميله اي- حلقه اي- فنري- رشته اي او د دانو په شان دي او د شکل تغيريي د محيط پوري اړه لري چي جسم په هغه کي کرل کيږي.
په عمومي توګه په جامد محيط کي کرل يي د Cocci کوکسي په شکلونه ليدل کيږي.د دغو اجساموحجروي پوښ ډيرپوست وي اود حجري داخل لخوا څخه يوه ارتجاعي نازکه طبقه لري چي يوه نيمه قابل نفسوذ غشاء جوړوي.
حجري يي د anailine رنګ پواسيله ښه نه رنګيږي لاکن د Giemsasetain پواسطه ښه رنګيږي. د حجرو غټوالي يي د 125 او د 150 ملي مايکرون په منځ کي دي.

« مــيــتـــابــولــيــزم Metabolism »
څرنګه چي Pplo لرونکي د ډير کوچني جسامت دي. کوم کيمياوي مواد او انزايمونه په عمومي ډول د هغوي په لويو اجسامو او مکروبونو کي موجود وي. په دغو اجسامو کي هم موجود دي. پس ويلي شو چي دوي لکه د نورو ژونديو اجسامو په شان لرونکي د مستقل ميتابوليزم دي. علاوه لدي په خپله حجره کي DNA او RNA دواړه لري. د تيتراسيکلين- کلورامفنيکول او د نورو انتي بيوتيک ( anti biotic ) په وړاندي حساسيت لري. لاکن د پنسلين- ايروتيرومايسين Erythromycine او Bactracine په مقابل کي مقاومت له ځانه ښئيي .

« حــــقــيــقــــي فـــنـــجـــيـــــــان Eumycota »
فنجيان د بکترياو په شان د نباتاتو په عالم کي طبقه بندي شويدي. د عالي نباتاتو څخه د انتقالي انساجو او د کلوروفيل د نه لرلو له امله توپير لري. څرنګه چي دوي کلوروفيل نه لري. نو خپله غذا جوړولي هم نه شي. له بلي خوا نسبت بکترياو ته لوي دي او پيچلي جوړښت لري.
حقيقي فنجيان عبارت دي له ګلسنګونه ، مرخړي ، پوپنکونه او خميرمايه يا yeast څخه. څرنګه چي اکثره پوپنکونه او خميرمايه د ډول ډول ناروغيو د منځته راوړلو سبب کيږي. نولدي امله د څيړني لاندي نيسو.
د فنجيانو ناروغي ګاني د Myceses او د هغوي څيړنه د Medicalmycology په نوم ياديږي.
فنجيان د اقتصاد له نظره د هر هيواد لپاره خاص اهميت لري او په هر کال کي يو زيات مقدار لرګي ، پنبه ، کتان او نور د حملي لاندي نيسي او دهيواد اقتصاد ته لوي تاوانونه اړوي .

« پــــوپـــنـــکــــونــــه Molds »
پوپنکونه د اوږدو رشتو څخه جوړشويدي. او حجري يي په دواړو خواو کي سره نښتي دي. رشتي د Hyphae په نوم ياديږي. د پوپنکونو زياتي حجري په هايفا کي لرونکي د متقاطع ديوالونو دي چي هر هايفا په مختلفو حجرو يي ويشي او هره حجره لرونکي د هستي دي. په پوپنکونو کي د حجري دا ډول ترتيب د سپټيټ هايفا Septate hyphae په نوم ياديږي. د فنجيانو په يوه ټولګي کي هستي نه لري او د يوي حجري په شان څرګنديږي چي لرونکي د يو زيات شمير هستودي. دا ډول جوړښتونه د Coenouytic hyphae په نوم ياديږي.
کومي حجري چي هايفا جوړوي غټوالي تشکيلوي په مختلفو پوپنکونو کي توپير لري چي د هغوي د ټولو څخه لوي يي د ( 10 – 20 ) مايکرون پوري قطر لري. د هغوي تر ټولو کوچني يي يو مايکرون قطر لري.
د رشتو اوږدوالي يي هم سره توپير لري. او د هغه محيط پوري اړه لري کوم چي يي نمو کړي وي. هايفا ډيرماتيدونکي دي او د کوچنيو رشتو سره د تماس په صورت کي هايفا ټوټه ټوټه کيږي.
د هايفا رشتو مجموعي ته Mycelium ويل کيږي. چي د مايکروسکوپ د ليدلو څخه به غير هم ليدل کيږي.
Mycelium د پنبي د يوي ټوټي په شان او يا د وريځي څاڅکي په شان ليدل کيږي. پوپنکونه مختلف رنګونه لکه سپين- تور- ژيړ- آبي- شين او نور دي چي د پوډر يا د ګرد په شکل ليدل کيږي. دا نباتات په عمومي ډول په وچو ډوډۍ ، ميوو او په نورو شيانو کي څرګنديږي. د خپلي نمو لپاره د اکسيجن لندبل ، عضوي موادو او تياره ته اړتيا لري. څرنګه چي ځيني پوپنکونه د کوټي د حرارت په درجه ( 22c ) کي وده کوي لاکن يو زيات شمير يي د نوموړي درجي په کمه اندازي سره وده کوي.
په عمومي صورت سره تود او مرطوب محيط د پوپنکونو نشونما لپاره چټکوالي بښي نو همدا علت دي چي پوپنکونه نسبتاً په تياره او مرطوب محيط کي او يا په اوړي کي په ډوډۍ ، ميوو او په بوټانو کي په ازاده هوا کي ښه څرګنديږي.
پوپنکونه په هغو محيطونو کي چي زيات مقدار قندونه او کاربوهايدريتونه موجود وي وده کوي او په نسبتاً تيزابي محيط کي هم وده کوي. د دي په خلاف بکتريا په تيزابي محيط کي نمو نه شي کولي. همدا علت دي چي پوپنکونه په څپليو ، مربا او په ترشي شيانو باندي ښه وده کوي.
کوم فنجيان چي زوجي او غير زوجي دواړه ډوله تکثر لري د مکمل فنجي يا Perfect Fungi په نوم ياديږي. پدي ګروپ کي Ascomycetes , Phycomycetes او Basidiomycetes شامل دي .

« زوجـــي تـــکـــثــر پــواســطـه د ســــپــور تــشــکـيـــل »
د Phycomycetes مهم انواع عبارت دي له Mucor او د Rhizopus څخه.د دغو پوپنکونو سپورد Zygospore په نوم ياديږي. او زوجي دي چي د عين نبات دوه مشابه يا د مختلفو رشتو د نږدي کيدو پواسطه صورت نيسي.
د Ascomycetes ټولګي د aspergillus او د penicillin له امله ډير اهميت لري. زوجي سپورونه تشکيلوي چي د ascospore په نوم ياديږي. او د ascus په يوه کڅوړه کي تشکيليږي.

Fungi Imperfecti :
پدي لوي ګروپ کي ټول مضر فنجيان شامل دي. دا فنجي غيرزوجي تکثر لري چي د غيرزوجي سپورونو پواسطه توليديږي. دا فنجيان د Imperfect fungi يا د نامکمل فنجيانو او کله د hyphae mycetes په نوم ياديږي.

« د پـــوپــنـکــونــو مـخــتــلــف ډولـــونـــه »
پدي ډله کي آبي پوپنکونه او د ميوو پوپنکونه شامل دي چي مونږ د ډوډۍ پوپنک د نماينده په ډول مطالعه کوو.
د ډوډۍ پــوپـــنـــک: دا پوپنک د تور، شين رنګونو سره د ډوډۍ او د نورو غذايي موادو د پاسه ليدل کيږي او د مهمو پوپنکونو څخه دي. دا پوپنکونه د سپورونو د جوانه وهلو څخه وروسته منشعبي هايفي تشکيلوي چي د هغوي څخه ساقه لرونکي سپورنجيا وده کوي. دا پوپنکونه غيرزوجي سپورونه لري او سپورنجيا يي په ډله ايزه توګه د يوه مشخص او معلوم هايفا له پاسه څرګنديږي چي د Sporangiophore په نوم ياديږي.
يو ګروپ سپورنجيا د يوشمير لنډو او ريشه ډوله هايفي پواسطه اوبه او غذايي مواد جذبوي ليدل کيږي.
شکلونه يي په بله صفحه کي وګوري.

Columella
Sporangium Rhizopus



Sporangiophore
Stolon A



B C


A – structue associoted with asexual reproduction by spores
B – Portion of hyphae .
C – Spore germination .
کله چي پوپنک خپل د پخيدو مرحلي ته ورسيده سپورنجيوفور يي ليدل کيږي. او نجيم تشکيلوي. چي د هغه په داخل کي غذايي مواد، سايتوپلازم او هسته سره را ټوليږي او سپورنجيم د ګنبد په شان شکل ځان ته غوره کوي. واکيولونه همواره شکل نيسي او يو د بل سره مخلوطيږي او وروسته له هغه يو ديوال تشکيليږي چي سپورنجيم په دوه برخو ويشي ( خارجي او داخلي برخي ). خارجي برخه يي عبارت له يوي برخي څخه وي چي په هغه کي سپورونه سره راټوليږي.او داخلي برخه يي يوه شنډه برخه ده چي د Columella په نوم ياديږي. هغه رشتي چي سپورنجيوفورسره نښلوي د Stolon په نوم ياديږي.
د ډوډۍ پوپنک يواځيني پوپنک دي چي خپل غذايي مواد د ژوندي او غيرژوندي انساجو څخه لاسته راوړي. په لابراتوار کي د ډوډۍ او يا کوم بل غذايي موادو له پاسه نمو کوي چي خپل غذايي مواد د انزايم عملي پواسطه لاسته راوړي. څرنګه چي انزايمونه د غذايي موادو په دننه کي ترشح کيږي. غذا د منحل کيدو څخه وروسته لاسته راوړي. د دي ډيرمضراو تباه کوونکي فنجيان دي. سبزيجات ، ميوي لکه خواږه کچالو( Sweet potato ) بادنجان رومي ، خټکي ، شفتالو، الوبالو او نوردي.
خـمـيـرمـايـه yeast : خميرمايه د Ascomycetes له ډلي څخه دي او د مايکروسکوپي پوپنکونو په شان دي. لرونکي د ځانګړي بيلو حجرو دي چي په عمومي ډول بيضوي او يا دايروي شکل لري. د بکترياو څخه د دوه دلايلو له امله يو له بله توپير لري.
١ – دخميرمايه يو زيات شميرحجري دمتوسط بکترياوپه نسبت لوي دي.
٢ – دوي د مختلفو ميخانيکتونو پواسطه تکثر کوي يعني د جواني وهلو يا Budding عملي پواسطه تکثر کوي.
خميرمايه نظر نورو پوپنکونو ته ډير ساده او بسيط دي. لاکن نسبت بکترياو ته پيچلي جوړښت نه لري. پوپنکونو په شان زوجي او غيرزوجي تکثرلري. په زوجي تکثرکي يي سپور تشکيليږي. چي دا عمليه د دوه حجرو د يوځاي کيدو چي کڅوړه ډوله شکل لري. چي د Ascus په نوم ياديږي. صورت نيسي. کله چي سپورونه د پخيدو مرحلي ته ورسيږي څرنګه چي اسکس يواته سپوره اله ده شکيږي اوکوم سپورونه چي دهغه څخه خارجيږي د ascospore په نوم ياديږي. هر اسکوسپور د مناسبو شرايطو لاندي جوانه وهي او يوه نوي د يسټ yeast حجره تشکيلوي.

« پــــروتــــــوزوا Protozoa »

پروتوزوا د ابتدايي حيواناتو له ډلي څخه دي او لرونکي د يوي واحدي حجري دي. چي نوموړي حجره خپل ټول حياتي فعاليتونه سرته رسوي. د غذا د اخيستلو طرز يي نسبت بکترياو ته فرق کوي پدي معني چي بکتريا غذا د منحل په ډول او دوي غذا د جامد په شکل لاسته راوړي.
پروتوزوا څلور ټولګي په لاندي ډول دي :
١ – Sarcodina اميب : اميب د دي ګروپ نماينده دي د کاذبو پښو پواسطه حرکت کوي (Psupodia) اوغذايي موادهم د دي ليارلاسته راوړي.
٢ – Mastigophora قمچين لرونکي : قمچين لرونکي حيوانات Flagilla دي. د دي پواسطه لامبو وهي او غذا لاسته راوړي. دا قمچين د سايتوپلازم څخه منشاء اخلي او د حيوان د حرکي عضوي په حيث دنده سرته رسوي .
٣ – Ciliata : دا حيوانات په خپل ټول اطراف کي ويښتان لري چي د حرکت سبب يي ګرځي او غذا هم د همدي پواسطه لاسته رواړي.
٤ – Sporozoa : دا پروتوزوا نسبت نورو ته کوچني دي په حيواني او نباتي حجرو کي په طفيلي ډول ژوند کوي. مذکر جنس( Gamat ) يي قمچين لرونکي د ازاد او مستقل حرکت دي.
د فلاجيلاتا حيواناتو طفيلي په لاندي ډول دي :
الف – trypansomiasis : پدي کي trypanosomagambiense او Trypanosomarodesiense شامل دي چي د افريقايي خوب يا ناروغي (African sleepi ngsickness) سبب کيږي. دا خطرناکه ناروغي ده د يوه سړي څخه بل سړي ته د tse tse مياشي پواسطه انتقاليږي.
ب – Leishmaniasis : د leeshmania جنين د Kala-azar ناروغي د انتقال سبب کيږي او دا ناروغي Sandfly د يوه سړي څخه بل سړي ته انتقاليږي. لانديني شکل د Trypanosomagambiense دي.





Trypanosomagambiense




د سپوروزوا Sporozoa ټولګي يي کوم حرکي عضوي نه لري او په وينه کي په ازاده توګه ژوندون کوي او سپور د تشکيل پوسيله تکثر کوي. د دي ټولګي مضرمشهور نوع يي Plasmodium دي او ډير مشهوردي . چي د انسانانو، شاديانو او په الوتونکو کي د ملاريا نو سبب کيږي. د دي ناروغي پرازيتونه د Anaphell ماشي پواسطه انتقاليږي چي د چيچلو په وخت کي ٤٥ درجي زاويه تشکيلوي. ماشي دوه مجراګاني لري. چي د يوه پواسطه د انسان وينه څکي او بلي پواسطه د ملاريا پرازيت د انسان بدن کي داخلوي. څلور ډوله ملاريايي تبي موجودي دي.
١ – ( P. V ) – Plasmodium Vivax: په 48 ساعتو کي خپله دوره تکميلوي او عامل يي Benign malaria دي .
٢ – Plasmodium malaria: د دي ناروغي ناقل Quartan malaria نوميږي او د 72 ساعتونو وروسته د تبي سبب کيږي.
٣ – Plasmodium Falciparim: د دي ناروغي د Penicious mal.. په نوم ياديږي په نا معينه وختونو کي تبه توليدوي ( د ژوندانه دوران شکل ).















* 1) Kala-zar : د دي ناروغي پوسيله طحال او ځګر د خپل عادي حالت څخه لوئيږي.
* 2) Sandfly : يو ډول ماشي دي چي په وچو دښتو کي چي د کښت وړ نه وي او تودي سيمي وي پيدا کيږي.

ويروسونه او بکترياګاني چي د تنفس جهاز پوسيله بدن ته داخليږي.
ويروسونه د تنفسي جهاز له لياري د انسان بدن ته داخليږي. د دوي مختلف انواع د مختلفو مرضونو د توليد سبب کيږي چي عبارت دي له انفلوئنزا- شيري- چيچک- Chicken pox , mum ( د چرګانو چيچک ) او د ريزش ويروس توليد وي .
د ريزش ويروس ( يخ وهلي ): ځيني خلک د دي ويروس په وړاندي حساس وي او د هغه څخه کوم چي د ناروغ پوسيله تنفس شويده اخلي او د يخ وهلي په ناروغي مبتلاء کيږي. له بلي خوا په ناڅاپي توګه د ګرمي خوني څخه د يخي هوا ته په ناڅاپي توګه وتلو سره سړي ته د يخ وهلي ناروغي منځته راځي. د دي ناروغي اعراض عبارت دي له يخ وهل- خفيفه تبه- سردردي- د پزي روانيدل او کله کله ټوخي او ستړتيا هم منځته راځي . پخپله ناروغي دومره خطرناکه نه ده. او کچيري دوامداره شي نو د نورو خطرناکو ناروغيو د منځته راتلو سبب کيږي.
انفلوئينزا : دا يوه ساري ناروغي ده او د مرګ سبب هم ګرځي. د دي مختلف ډوله انفلوئينزا عبارت دي له (A,B,C ) څخه . موجود دي چي د هغوي د انتيجن د ترکيب په اساس پيژندل کيږي.Nemococci , Staphilococci,Streptococci، نيموکاکسي،Hemophyllus influenzi ( هيموفيلس انفلوئينزي ) دوهمي متعرضين دي. په ابتدايي توګه ويروس او وروسته يو له پورتني ياد شوو بکترياو څخه حمله کوي. او د مړيني سبب ګرځي. د انتي بيوتيک د زيات استعمال له امله هم نوموړي ناروغ ته ګټور ګرځي ثابيتيږي. د epidemec parotitic mumps په نوم هم ياديږي. دا ويروس د هګي په ژيړ کي وده کوي. په انسان او شادي کي ناروغي توليد وي. د ماغزو، د پانقرانس، خصتي، د Protid غدي له پاسه او حتي په زړه کي نمو کوي. کله چي د Parotid غدي له پاسه وده وکړي. د غوږونو شاتني برخه کي پاړسوب ليدل کيږي او د غذا د تيروالو( بلع ) کولوپه وخت کي ناروغ د تکليف احساس کوي .
شـــيــري: شيري چي د Morbili , Measles او Rubella په نومونو هم يايږي. دا ناروغي په پسرلي کي پيدا کيږي او ډيره شديده ناروغي ده او په عمومي ډول په کوچنيانو کي څرګنديږي.
د دي ناروغي اعراض عبارت دي له ټوخي- شديده تبه- Photophbia د سترګو ديد نه لرل د روښنايي خواته- په ټول بدن کي د کوچنيو دانو پيدا کيدل دي دي. او دا ناروغي د دوهمي حملي پواسطه شدت پيدا کوي چي د هغي پواسطه نمونيا، برانشيت ( Branchitis ) او د غوږونو درد منځته راځي.
شيري يوه ساري ناروغي ده اوپه پُرنفوسه ځايونولکه مکتبونو- سينماګانو اوپه نوروځايونو کي د يوه شخص څخه بل شخص ته خپريږي.
د شيري ويروس په وينه کي ، د ويني ترشحات، خوله ، ستوني، قصبة الريه او په سترګوکي پيداکيږي. او د 100 – 150 ملي مايکرون پوري قطرلري. او د نوم ( ناف ) په شان شکل لري اود چرګانود هګي په نطفه او د زرع محيط انساج يي چي لرونکي د انساني اويا د شادي انساجووي وده کوي. شادي دا ويروس په اساني سره اخلي او عين علامي چي انسانان يي ښيئي شادي يي هم له ځانه ښيئي. د دي خطرناکه ناروغي څخه د خلاصيدوپه خاطر بايد په خپل وخت کي کوچنيان واکسين کړل شي.
چيچک Variola ياSmallpox : د چيچک ويروس دهګي په نطفه کي کرل کيږي او کله چي د الکترون مايکروسکوپ پواسطه مطالعه کړل شي په بيضوي نازکه شکل سره ليدل کيږي. دا ويروس د ډيري مودي لپاره د خپل ميزبان په حجره کي په غيرفعاله توګه پاتي کيږي.(او کچيري زمينه ورته مساعده نه وي).او هغه جوړښتونه يي چي د Guarnieri body په نوم ياديږي تشکيلوي. دوه ډوله ويروسونه چي په انسانانو کي د ناروغي د منځته راوړلو باعث ګرځي وجود لري. يو يي د Variola major او دوهم يي د Variola minor په نوم ياديږي. لومړني يي د شديدي تبي ناروغي سبب کيږي او حتي د مړيني سبب کيږي. او دوهمي يي دومره شديد نه وي د alastriam په نوم هم ياديږي.
ويروسونه د تنفسي جهاز له لياري د انسان بدن ته داخليږي. د چيچک ويروس په اوله مرحله کي د تبي، سردردي، ملادرد او د يخني احساس کوي. د چيچک علايم لومړي په مخ او بيا په مټانو اوپه پاي کي په لاسونوښکاره کيږي. او په وروستيومرحلوکي د سيني له پاسه ، په خيټي ، اوږو او ټول بدن نيسي. د دي ناروغي انتقال د مستقيم تماس پواسطه لکه د خولي ترشحات ، د پزي او هرڅه چي د دغو ترشحاتو پواسطه ککړشوي وي لکه (روجايي ، بالښت ، څادر او نور) پوسيله انتقاليږي.
د مخــنـيــوي طـريــقـــي يــــا لاري:
هغه څوک چي د چيچک په ناروغي اخته وي د هغه څخه بايد ځان ليري وساتل شي او همدارنګه د واکسين تطبيق هم ضروري دي.
رکتسيا چي د تنفسي جهاز له لياري بدن ته داخليږي او د ټولو مهم يي Coxilla burnetti دي د Q – Fever تبي عامل دي.
رکتسيا ډير کوچني موجود دي د ميله ډوله او کاسي په شکلونو ليدل کيږي. دا اجسام حرکت نه کوي. د دوي د کرني لپاره ژوندي انساج په کاردي ترڅو د هغوي وده صورت ونيسي. د 60c درجي حرارت پوري د يوه ساعته پوري مقاومت کولي شي.
* Q-Fever: يوډول تبه ده چي د ضعيف والي،سردردي، ستړتيا، د يخني احساس اوپه نتيجه کي خوله ډيره زياتيږي.
د کاکسيد ويروس بدن ته د داخليدو سره رنشي نمونيا د خفيف ټوخي سره توليديږي. د بقاء دوره يي د دوه يا دري اونيو پوري وي.
د دي ويروس د توليد منبع خاوره ده او د اخته غايطه موادو پواسطه چي په ناروغي اخته وي او د پسونو وړيو پواسطه چي په ناروغي مبتلا وي دي.
دناروغيوتوليدونکي کوم چي د هاضمي دستګاپواسطه انسان بدن ته داخليږي.

مايکرو ارګانيزمونه کوم چي په کولمو کي د ناروغي د توليد سبب ګرځي
د دي ناروغي عاملين د خولي له لياري معدي ته داخليږي چي په چټکي سره کولموته ځان رسوي او د کولموانساجو ته ځان رسوي. د ناروغي ميکانيزم د توليد له امله دا موجودات په دوه ګروپونو ويشل کيږي. يوشميريي په کولموکي او يو شمير نوريي په وينه کي دانساجودخرابوالي باعث ګرځي.
د Salmonella او Shigell د انسان دکولموډيرمهم بکترياګاني دي چي هلته د ناروغي د منځته راوړلوسبب ګرځي. علاوه لديEschroecbia coli هم د کولمو مضرمايکرو ارګانيزمونو له ډلي څخه شميرل کيږي.
دا ارګانيزمونه لرونکي د ګډ خاصيتونو دي.د مثال په ډول د ککړي غذا پوسيله بدن ته داخليږي. ټول يي ګرام منفي ډوله دي او اختياري غيرهوازي دي. څرنګه چي سپور نه تشکيلوي نولدي امله د حرارت پواسطه له منځه وړل کيداي شي.
Salmonella: هره ناروغي چي د سالمونيلا نوع پوسيله منځته راغلي وي د Salmonellasis په نوم ياديږي. دا يو ډيرزيات لوي ګروپ دي او ګرام منفي دي. دا موجودات د لکتوز د تخمرسبب نه کيږي. پس Eschroebia coli او Aerobacter aerogenes يي په ډيري اساني سره تشخيص کيږي او د سالمونيلا ځيني انواع د محرقي ( Typhoid ) او Paratyphoid ناروغي سبب کيږي.
Typhoid Fever : د دي ناروغي عامل Salmonella typhsa دي. دا ناروغي ډيره شديده وي اوپه وړو کولموکي سوزش پيداکوي. دا مکروب لمفاوي سيستم ته داخليږي او دهغه لياري د ويني جريان ته داخليږي چي يو شميرمختلفو انساجو له ځګر، پښتورګو، توري، د هډوکوماغزه او کله کله د زړه د خراب والي سبب هم کيږي. د دي ناروغي پوسيله توري د خپل عادي حالت څخه لوئيږي او د پوستکي له پاسه ګلابي داغونه (په خاصه توګه د بطن په پورتني برخه کي) ليدل کيږي. تبه هميشه موجوده وي. د سردرد څخه علاوه د معدي درد ، ضعيف والي هم د دي ناروغي له علايمو څخه دي .
د دي ناروغي عامل په لومړي دوه اونيوکي د ناروغ د ويني په جريان کي او په غايطه موادو کي پيدا کيږي. په عمومي ډول په غايطه موادو او په ادرارکي پيدا کيږي. کله چي غذايي مواد او مشروبات د مکروب له پاسه چي مچ يي ناقل دي ککړ يا و خوړل شي ناروغي منځته راځي.
د دي ناروغي تداوي د Chloramphenicol د استعمال پوسيله کيږي. د دوه اونيو لپاره ممکن دي.
:Salmonella Paratyphoid د دي انواع يي (A,B,C) تراوسه پوري د Para typhoid Fever تبي د توليد کوونکي په حيث پيژندل شويدي. د خواصو او دصفتونو له رويه Salmonella typhoid سره ورته دي. لاکن د انتيجن ترکيبات يي سره توپير لري.
Para typhoid fever د Typhoid Fever سره يوشان اومشابه دي د A,B,C په مقابل کي واکسين د S.Paratyphoid په وړاندي مثبته نتيجه ورکوي.لاکن د C په وړاندي ډيرکم ليدل کيږي اوپه واکسين کي وجودنه لري
Bacillarydysentry: يوه شديده ناروغي ده چي کولمو دInflanmation سبب کيږي. او شديد اسهالات چي له ځانه سره وينه او بلغم هم ولري توليديږي او دي ناروغي سره ستړتيا، سستي، د معدي درد او نور منځته راځي او د ناروغ د تکليف سبب کيږي. څرنګه Sh.dysenterias د exotoxin په ترشح کولو باندي قادروي (نورانواع يي نه شي ترشح کولي) نو لدي امله د ناروغي شديدوالي د نورو انواعو په نسبت زيات وي. د دي ناروغي د تداوي لپاره د ځينوانتي بيوتيک استعمال لکه Tetracyclin سترپتومايسين ، کلورامفنيکول او نور په کاروړل کيږي.
Vibrio Comma: دا مايکرو ارګانيزم د Asiatic cholera په نوم ياديږي. او د (،) کامه ډوله شکل لري ځيني لومړي ځانګړاو وروسته دزنځير شکل اخلي چي د فنرشکل نيسي. دا اجسام ګرام منفي دي اودځانګړي قمچين پوسيله چي د مجري په قطبي برخه کي واقع کيږي حرکت کوي.
اسيايي کولرا په نږدي ختيځ اوپه ليري ختيځ کي ليدل کيږي. نوموړي مکروب د کولمومخاطي غشاتخريش وي اودخطرناکي ناروغي سبب کيږي.
د دي ناروغي اعراض عبارت دي له کانګي کول، شديد اسهال، د معدي درد او تنده ده. د خيټي عمل يي ډيراوبلن وي اود وريجو اوبو په شان وي. او د ناروغ د بدن اوبه کميږي. حجره چلک کيږي اوکچيري نوموړي ناروغي په شديده توګه تر 12 ساعتونوپوري دوام ومومي د ناروغ دمرګ سبب کيږي
د ناروغ څخه بايد ځان ليري وساتل شي د ناروغ د هغواسباب چي د کانګواوياد اسهال موادوسره ککړشوي وي د تماس کولوڅخه ځان وساتل شي. ناروغ بايد د کورني غړو څخه جلا وساتل شي. او ټول استعمال شوي سامان الات د هغوي پواسطه استعمال شوي وي تعقيم شي. د دي ناروغي د مخنيوي لپاره واکسين وکړل شي. س
د هـغــو نـــاروغــيــوتــولــيــدونـــکـــي کــوم چـــي
د پــوســتکــي له لياري بـــــدن تـــــه داخـــلــيـــږي:
Staphilo Coccus : دا ذره بيني بکتريا د انګورو د وږي په شان کروي او جوړه اي ليدل کيږي. او مختلف انواع يي لکه Staphylo Coccus ، Staphylo Coccus aureus ، Staph.albus, Staph.epidermidis او نوردي . او د دوي له جملي څخه Staph.epidermidis اوStaph. coccus aureus مضردي او نورو څخه زياتي شديدي ناروغي منځته راوړي. د حرارت په وړاندي زيات مقاومت لري. ستافيلو کاکس ګرام مثبت دي اود تراي فينيل ميتلين رنګونو Triphenyl methanel او انتي بيوتيک په وړاندي حساسيت ښيئي. د ستافيلوکاکس ټول انواع د عادي محيطونو په کرنه کي د کوټي د حرارت په درجه کي نمو کوي او هوازي دي. او ځيني يي غيرهوازي هم دي.
ځيني انواع يي د پنسيلين په مقابل کي مقاومت لري چي دا مقاومت يي د Penicillinase انزايم د ترشح په اثر مقاومت منځته راځي. لاکن د يوشمير ستافيلوکاکس له منځه وړلو لپاره ترکيبي انتي بيوتيک ميتاکشي فينل پنسيلين dimethoxy-phenyl penicilline مؤثر دي.
Strepto Coccus Pyogenes: دا مايکرو ارګانيزم هم د پوستکي د تخريش پواسطه بدن ته داخليږي. او ځيني ناروغي منځته راوړي دوي لکه د ستافيلوکاکس په شان ګرام مثبت دي. چي د زنځير په شکل ليدل کيږي. کچيري د ويني په محيط کي وکرل شي د کالوني په شاوخوا کي يو روښان او صافه ساحه ليدل کيږي.
د تل لپاره بايد په ياد کي ولرو چي کچيري زمونږ په پوستکي کي کوم تخريش او يا کوچنيسوري منځته راشي. په فوري توګه د پوستکي هماغه برخه د الکهولو پوسيله مالش او پاک کړل شي. او د دي په وسيله نوموړي ارګانيزمونو داخليدل په بدن کي مخنيوي کيږي.
Clostridiumtetani: دا مايکرو ارګانيزمونه د تيتانوس يا د ack Jaw سبب کيږي. د دي غيرهوازي اجباري او ګرام مثبت دي او حرکت نه لري. او د سپور تشکيل کوي. ميله ډوله شکل لري. او له ځانه ايکزو توکسين ترشح کوي.
د Tri chophton نوع: د پوستکي ، نوکانو د خرابوالي سبب کيږي.
د Micro sporum نوع: د پوستکي او ويښتانو د خرابوالي سبب کيږي لاکن نوکان نه خرابوي .
د Epidermo phytus نوع: د پوستکي او د نوکانو د خرابوالي سبب کيږي. لاکن ويښتانو ته کومه صدمه نه رسوي .
بايد په ياد ولرو چي دا فنجي د انسانانو د ګنجي ( کَل) کيدو باعث کيږي. نو د دي خرابي ناروغي څخه د ځان ساتلو لپاره ټول هغو شيانو سره چي تماس لرو او په خپل ورځني ژوند کي استعمالوو پاک وساتل شي. ترڅو د داسي خطرناکه مکروبونوڅخه په آمن کي پاتي شوي. همدارنګه خپلودوستانو ته هم د پاکوالي توصيه وکړوترڅو نوروطنوال د داډول ياد شووناروغيوڅخه خلاصول ومومي. همدارنګه خپلوټولو لوستونکوڅخه هم هيله کيږي چي خپل د چاپيريال وګړي وپوهوي ترڅو د داسي ناوړه او خطرناکه مکروبونو د اخته کيدو څخه وژغورل شي.
مــــــاخـــــــذونــــــه
١ – اميري – محمد ظاهر – عمومي نباتات – سابي موسسه ( ننګرهار پوهنتون ) – ١٣٨٥ .
٢ – احسان الله ( ژباړونکي او انډيز ) ( اګريوا تاليف – نباتي ناروغي – کابل پوهنتون ١٣٨٦ .
٣ – نائب – محمد آصف – مايکروبيولوژي – پوهنځي تعليم و تربيه ( کابل پوهنتون ) – ١٣٥٣ .
٤ – جلال – احمد شاه – عبدالسلام قادروف – بيولوژي عمومي – کابل پوهنتون – ١٣٦٣ .
٥– دوست محمد – طبي مايکروبيولوژي – پوهنځي طب ننګرهار – ١٣٧٥ .
6 – V.B.Saweder – Microbiology – edition – frob sher
- Company – London – 1965.
7 – Dr Sidiqi – Rahman – Hashumi – TH – Wabab – Sharif – Manghal Fighter – Aliz – Isoik – 14 – Pvt – cp.
8 – Peoia – illinois – Biology – Newyork – Columbus
- Mission – Hills – California .