د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

له ؤلسمشر څخه د ملت غوښتنې

محمد انور ولید 03.02.2015 12:06

پرون یکشنبه د سلواغې په (۱۲مه) نېټه د جمهور ریْس ویاند نظیف الله سالارزي د حکومت د رسنیو په مر کز کې یوې خبري غونډې ته په خپله وینا کې  وویل چې : ((جمهور ریْس محمد اشرف غني د ملي دفاع وزارت له مسؤولینو ، ددې وزارت د تېلو له قراردادیانو ، او له هغه شرکتونو سره چې په دې قرارداد کې پاتې راغلي ، د دفاع وزارت له سرپرست او ددې وزارت د تدارکاتو د څانګې له مسؤولینو ، د (آی آر ډي اس )سیستیکا ، د آیساف له مسؤولینو او د سیګار ددفتر له نماینده سره د حکومت د اجرأیه ریْس دوکتورعبدالله عبدالله په وړاندې وکتل او په اړه یې توضیحات ترې وغوښتل  نوموړي زیاته کړه : جمهورریْس وویل چې پر دې سر بېره دې  دیاد وزارت  (۷) نور ډول ډول قراردادونه هم و څېړل شي . ))
سالارزي په دې کنفراس کې دا هم وویل چې له یاد وزارت سره شوي قراردادونه ټول ریْس جمهور لغوه اعلان کړل ، او دایې هم وویل چې قراردادیانو ته به د حساباتو تر تصفیې پوري پیسې نه ورکول کېږي ، اود ملي دفاع وزارت د بر رسۍ تر ختمېدو او نوي اعلان پورې نوره خریداري نه شي کولای ، او هم یې ددې وزارت د تدارکاتو مسؤولین د تحقیقاتو تر ختمېدو پورې ممنوع الخروج په ګوته کړل او د یاد وزارت ټولې دوسیې او د ( آی آر ډي اس ) صلاحیتونه یې د ریاست جمهوري د ملي تدارکاتو په تشکیلاتو پورې ور وتړل .
پخوا ؤلسمشر د هرات ، ورپسې د فراه  او په دې وروستیو کې د کندوزولایت په فساد کې ښکېل چارواکي له د ندو ليرې کړل او د ځینو دوسیې یې لويې څارنوالۍ ته وسپارلې .
د بند یانو پوښتنه او ارزونه یې هم وکړه . د ځینو ولایتونو له خلکو سره د وېدیو یي کنفرانس له لارې وغږېد او د هغوی د ستونزو جاج یې واخیست . ځینو نورو ته یې پلاوي وټاکل ، او مکمل راپور یې ترې وغوښت . په ځینو ادارو کې یې له سره داسې مشروطې ټاکنې وکړې چې له ټاکليو خلکو څخه ورځنی ، هفته وار ، میاشتنی ، شپږ میاشتنی او کلنی کاري راپورغواړي . او د مبایْېل خپلې خاصې شمېرې یې هم د خلکو په اختیار کې ور کړې تر څو له هر افغان سره په خپله مستقیماً خبرې وکړي او پرته له واسطې د هر چا خبره خپله واوري .  
برېښنایي ، چاپي او تصویري رسنیو هم دا خبرنشر کړ . خلک هم  ددې خبر په اورېدو ډېر خوښ وو ، ځکه چې ګني له دې سره به د تېلو بیې را و لوېږي او په خپله خوښه جګوکړیو کرأیو او د نورو توکوپه بیوکې به کموالی راشي . ځکه د تېلو او ګازو غټ قراردادونه هم په دا تېرو (۱۲) کالو کې د داسې کسانو په واک کې وو چې زوراو واک  به ور سره ؤ او تل به یې بې کیفیته تېل او ګاز پر خپل غریب ملت باندې په لوړه بیه پلورل .
هغوی به هم له مجبوریته را نیول ، د واردولو ، صادرولو ، پېر او پلور او احتکار چارې یې هم همدغو معامله ګرو په خپلوکې سره تر سره کولې ، خو ټس یې د خوار ملت له غریب جیب څخه پورته کاوه .
دا چې په تېرو ژمنیو یخنیو کې په خورا سړه هواکې څومره خلک د سون موادو د نشتوالي او بې کیفیتۍ له امله یخنۍ او بې کیفیته ګاز وژلي ، موږ او تاسې ټول پرې خبر یو . ناڅاپه به په بازار کې تېل او ګاز ورک شول ، او د شپې له خوا به په لسګونو او سلګونو د تېلو ټانکرونه او د ګازو ډبې پاکستان ته اړول کېدلې . او دا کارد دست فروشانو پر وس هم نه ؤ پوره . همدلته بې اسرې ملت پر خپل دولت باندې بې باوره ؤ .
خو که  دا ځل ؤلسمشر د هغو خوراکي موادو له واردوونکو سره خپل حساب کتاب پیل کړي چې دا (۱۳) کاله یې فقیر ملت تر ستوني نیولی او د خپلو ماشومانو د خولې وچه ډوډۍ یې د احتکار او زیاتې قېمتۍ له لاسه ترې اخیستې ده ، خلک به نور هم د ؤلسمشر له دې اقداماتو څخه ډېرخوښ شي . ځکه د خوراکي موادو د کرانو بیو له امله په مرکز او اطرافو کې د کورنیو ګدایانو (سوالګرو ) ګراف دومره لوړ شوي چې پخوایې چېرې ساری هم نه ؤ لیدل شوی .
د خوراکي موادو بیې په دا تېرو (۱۳ ) کالو کې داسې لوړېدلې چې د خپل هېواد غلې دانې به یې د حاصل پر وخت ترې ټولې کړې ، د ګاونډیو هېوادو په میلونو ( ماشیني ژرندو ) کې به یې په عصري ډول اوړه کړې ، وروسته به یې اوړه په خپلو شخصي ګودامونو کې ذخیره کړل ، بیا به یې د قذاقي او پاکستاني اوړو په نوم په لوړه بیه وروسته له ډېر ځنډ څخه پر خپلو هېواد والو باندې پلورل . چې دا لړۍ همدا اوس هم روانه ده .
د برښنا شرکت او ښاروالۍ ستونزه هم د مخکیني حکومت یو پاتې میراث دي چې باید ؤلسمشر یې له سره تصفیه او پاک کاري کړي . که نه نو ددې ناروغۍ مخه نیول به تر ټولو ستر ګواښ وي .
روغتیایي څانګې هم جدي نظارت او تصفیې ته اړتیا لري ، چې باید د تقلبي دواوو او نورو مافیایي کړیو مخه په کې ونیول شي . خلک د روغتیا له نوي ټاکل شوي وزیر څخه تمه لري چې لومړی په پر مختللې طبّي تکنالوجۍ سره روغتیا پال وروزي ، او بیا پر مختللې طبّي تکنالوجي هېواد ته را وړي ، ترڅوعا م ؤلس له روغتیایي ستونزمن حالت څخه پرې وباسي .
بله ستره ستونزه چې ؤلسمشر ته په میراث ور پاتې ده هغه د تعلیمي نظام ـ په تېره د لوړو زده کړو نا انډوله چارې دي چې د ځوانانو پر (آی کیو) باندې ملنډې وهل کېږي . کله چې د زده کوونکو (۱۲) کلنه خواري په قصدي توګه په اوبو ور لاهو شي ، هغوی بیا له مخالف لوري سره لاس یوکړي . ؤلسمشر دې یوه داسې تعلیمي ملي سترا تیژي جوړه کړي چې ددولت ، ملت ، جومات ، مدرسې ، ښوونځي او پو هنتون ترمینځ مفکوروي واټن له مینځه پرې یوسي ، ترڅو زموږ بچیان د پردیو سیمه ییزو استخباراتي توطیْو ښکار نه شي او هېواد مو له عالمانو او پو هانو ډک شي .
د ستونزې بل اړخ په تېر دور کې په دولتي ادارو کې د وړ او ناړه مأمور تر مینځ نه توپير او د اهلو کسانو حقوق پر ناړه کدرونو باندې خوړل وو، چې کاربه پر اهل کار خلکو باندې کېده ، خو امتیازات به یې نا اهله آمرینو ته ورکول کېدل . په کار پوه کسان هم له خپل ؤلسمشر څخه غواړي چې نور د تېردور په څېر ددوی حقوق پرناوړه کسانو باندې ونه خوړل شي او حق حقدار ته ورکړل شي . ځکه دا مأمورین هم د افغاني ټولنې  یوه غټه لوستې باتجربه برخه ده چې باید پام ور ته وشي .
اوس خو له ستونزو اوکړاوونو څخه د ستړي ملت په کالبوت کې د ؤلسمشر په دغه کړنو سره  لږ څه د امید نوې سا و چلېده . دولت ته په کار ده چې خپل ملت نورپر خپلو پښو ودروي او د هرکس او ناکس له احتیاجه یي خلاص کړي .  
که چېرې د سون او خوراکي توکو پر بیو ، پېراو پلور او ټول نظام باندې حکومت سمه څارنه او نظارت وکړي ، خپل ملت به د دغو کورنیواو بهرنیو مافیایي کړیو له منګولو نور وژغوري . ځکه په هېواد کې د مخالفینو پر ژرنده باندې د اوبو ور زیاتېدو او نا امنیو یو سترعلت همدغه لوږه ، مجبوریتونه او نا انډوله چال چلند دئ ، چې که چېرې دغه مجبوریتونو، محرومیتونواو نا برابریو ته د پاي ټکی کېښودل شي ، خلک به له مجبورۍ څخه بیا طالبانو ته نه ورخي . د دولت پرضد به ټوپک په لاس کې نه اخلي . او هم به ځانمرګي واسکټ نه اغوندي . او نه به د تریاکو او مخدرو موادو د جوال خوله له چا سره نیسي .