د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

شعرهنردی

وکيلي 03.02.2015 12:03

دژبــي په ادب کــي شعــرعـالـي هـنـردی
په ویـنا کي لـوړکمال دمنطـق ئې بل اثـر دی
ځـیـني تــلامـیـذو رحـمـان بــولي شـاعـر
دا اوچـت کلام ئې له هـاتـف نه یـوخـبـردی
دشـعـــر شـــرحـه اومانا ده ډېـر اوچـتـه
ولـي نـظـمونـثـر پکـښې نغښتی یـواَظهَـرّدی
شـعــردی مـوزون لــه ګــړو اوښه وزنه
مـنځـپانګه اوځـلائې دمـنطـق لکه یـولمردی
شــعــردشاعــر دآندو واند نه کــوي وده
لـوړوکښتې په انسان پــوري تړلی مکرردی
شعراخلي رنګ له ټولني دشاعرپه هـاند
رمــزونه او وانــدونه دښکلا ئې بـل هـنردی