د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د افغانستان د ابادۍ نسخې

سورګل ژمن تڼی 02.02.2015 10:59

پرافغانستان باندې د امریکا متحدو ایالتونو پوځي تېري پرمهال، ګڼ شمېر افغان روڼ اندو داسې ګڼله چې امریکایان به د افغانستان په آبادۍ کې همغه ډول رول ولوبوي، لکه د دویمې نړیوالې جګړې وروسته یې، د لوېدیځې اروپا، جاپان، سینګاپور، تایوان او لږه موده وروسته سهېلي کوریا په آبدولوکې ولوبوه. په دې کې شک نشته چې د امریکا متحدو ایالتونو هغه مهال، د نوموړو هېوادونو په آبادولوکې وړ مالي او تخنیکي مرستې وکړې. خو
د هغو مرستو یو عمدا علت دا وه چې هغه مهال، بل سوپړ پاوړ (د شوروي اتحاد دولت)، کوم چې د دویمې نړیوالې جګړې یو له څلورو غټو فاتحینو وه، شتون درلود او امریکا له دې امله چې د شورویانو د نفوذ مخه یې په نوموړو سیموکې نیولي اوسي، له هغو دولتونو سره اقتصادي او تخنیکي مرستې وکړې. د دویمې نړیوالې جګړې له پای ته رسیدلو لږې مودې وروسته، د امریکایانو او شورويانو ترمنځ، د پرمختلونکو هېوادونو سره د افتصادې او تنخنیکي مرستو کولو له لارو، په هغو هېوادونو کې د نفوذ کولو هڅې او سیالۍ پیل شوې. خو له ۱۹۹۱م کال وروسته، یانې له هغه مهاله چې شوروي سوسیالستي دولت ړنګ شو، د امریکا متحدو ایالتونو او د هغې نیږدې متحدینو، د نړۍ په اړه سیاسي موخې له بېخه بدلې شوې. اوس مهال چې امریکې او لوېديځې نړۍ کې دموکراسي د دوی له لګښت څخه زیاته شوي ده، دوی غواړي هغه اضافي دموکراسي وهغو هېوادونوته صادره کړي چې هلته د دموکراسۍ کښتي، خو دېکتاتوري او تېل زیات دي. دوی غواړي د دموکراسۍ په بدله کې، له دېکتاتورو دولتونو، دېکتاتوري وشړي او تېل ترې واخلي. دوی خپلې دموکراسۍ تېلو لرونکو هېوادونوته په جنګي بېړیو، جنګې الوتکو، مزایل راکټونو، زغره والو ګاډو او نورو عصري جنګي وسایلو ورباروي او وروړي. هلته په همدې جنګي وسایلو د هغو دولتونو دېکتاتوري سرګرځني کوي او له منځه وړي. خو د دوی وروړي دموکراسي، د هغو ملکونو له دېکتاتورۍ سره د کمیاوي تعامل کولو له امله، بل مرکب یانې انارشي جوړوي. له دې خبرې سره چې د دوی وروړي دموکراسي په کمیاوي تعامل کې په انارشۍ اوړي، خو دوی بیا هم د هغې په بدله کې تېل اخلي. دا ځکه چې هغه سودا د مخه شوي وه . خو لکه چې ټول پوهیږي، د امریکا او متحدینو، په دې سوداګرۍ کې، یوازې همدا یوه د تېلو اخیستلو موخه نه ده نغښتي، بلکې نورې ستراتیژیکې موخې او پلانونه هم لري. زما له دې څو لنډو ټکو یادولو موخه دا ده، ووایم چې اوس وختونه د نړۍ د قدرتمندو دولتونو، همغه د دویمې نړیوالې جګړې وروسته سمدستي وختونو او د شوروي دولت د موجودیت وختونو موخې نه دي، بلکې هغوی اوس په یو قطبي نړۍ کې نورې ډېرې موخې لري.
پرافغانستان د امریکا متحدو ایالتونو په مشرۍ د بهرنیانو له پوځي تېري څه مودې وروسته، ډبلیو جورج بوش څو ځلې د افغانستان آبادولو اړوند، د مارشال پلان ( اشاره د لوېدیځې اروپا مارشال پلان غوندې پلان ته وه) یادونه وکړه. خو دا مهال چې امریکې په نړۍ کې بل رقیب نه درلود، د بوش هغه خبرې لکه چې عمل وښودله، بادونو وړي خبرې وې. امریکایان اوس هم، په افغانستان کې د لسګونو ملیارډونو ډالرو لګولو خبرې کوي، خو د یو شمېر سړکونو له جوړولو [هغه هم د دوی او متحدینو د پوځي حرکتونو د آسانتیاو په خاطر] پرته، نورڅه که د دوی په پیسو جوړهم وي، په نشت حساب دي. د دوی هغه لګښتونه چې د افغانستان پر آبادولو کړي، د انسانانو له وژلو بې غیر، د ورانیو، ړنګونو او سرګردانیو ځای یې هم نه دی ډک کړی.
خو زموږ واکمن اوس چې د امریکا په مشرۍ زیاته برخه پوځونه له افغانستان څخه وتلي او د جګړې ټول زور او دروند بار د افغاني ځوانانو پر اوږو دی، هره ورځ خپلو خلکو ته د هېواد د ژر آبادولو ټتر وهي. د موجوده دولت واکمن، کله خلکوته د ژورو او لمس کوونکو بدلونو سل ورځینۍ ژمنې ورکوي او ورته وايي چې په سلو ورځوکې به داسې لاس ته راوړنې ولري چې تاسې به یې لمس کړئ. کله هم شپږ میاشتې وخت ورکوي او ورته وايي چې په دې شپږو میاشتوکې به داسې ژور اصلاحي بدلونونه راولي چې ولسونه به د هېواد په پرمختیا باندې باوري کړي. سل ورځې خو خطا ولاړې او تشې راوختلې. خو دا چې واکمن به په راتلونکو نورو شپږو میاشتوکې څه ژور بدلونونه راولي، هغه څوک چې ژوند وي، د دوی د شپږو میاشتو ننداره به هم وګوري. زه پرځان نه پوهېږم، ممکن زه په اصطلاح منفي باف (پسیمست) وم، خو داسې فکر کوم چې د افغانستان آبادول او افغانانو ته د کاروبار ځایونو جوړول د لاندې دلیلونو له امله مشکل او له غټو ستونزو ډک دي:
۱- د بهرنیانو سره، او د افغانانو خپلمنځي سخترینې جګړې، اوس پنځه دېرشم کال ته ورګډې شولې او لا دوام لري. په دې جګړوکې تقریبأ له ملیون څخه زیات خلک مړه او همدومره ژوبل او معیوب شول. د معیوبینو لښکرې له جملې څخه شاوخوا اتیا سلنه هغه کسان دي چې د کورنۍ نفقه ګټونکي بلل کیدل او د کورنۍ د ژوند اړتیاو پوره کول، د دوی د غاړې وو. په دې حساب، نه یوازې پخپله د معیوبینو لښکر، بلکې د هغوی کورنۍ هم د دولت مرستوته اړتیا لري. پرمعیوبینو برسېره، هغه کورنۍ چې د خرڅې پیدا کولو کسان یې په جګړو کې وژل شوي (په دې ډلې کې په خاصه توګه هغه سربازان او افسران چې د دولت په امنیتي لیکو کې وو او وژل شوي دي) هم ستر لښکر جوړوي. د شلمې پېړۍ د اتیایمې لسیزې له پیل څخه نیولي بیاه تراوسه (پنځه دېرش کاله)، د افغانستان دولتونو او د دولتونو مخالفو جګړه ماروته، ټول لګښتونه بهرنیانو ورکول او ورکوي یې. خو اوس چې افغانانو ته دغه تنستې ورو ورو بهرنیان ورسستوي او د لګښتونو ټول بارونه د افغانانو پر اوږو ورلویږي، د واکمنو چارې ستونزمنې کوي.
۲- په افغانستان کې یوازې د مخدره توکو د تولید او د دولت په مهمو ارګانو کې د مختلفو مافیه یې ډلو، د ځالو جوړولو ستره ستونزه نه، بلکې د هغې غټې ستونزې ترڅنګ بله غټه ستونزه او معضله په مخدره موادو د روږدو شویو او روږدیدونکو کسانو ستونزمنه او معضله هم ده. همدا پرون د مخدره توکو سره د مبارزې وزارت مرستیال وزیر، په نېشه اي توکو د روږدو وګړو شمېره یو ملیون او شپږه سوه زره (۱۶۰۰۰۰۰) یاده کړه. خو ممکن د هغوی رښتونې شمېرې، له دې یادې شوي شمېرې ډېرې لوړې وي. د هغوی دا شمېرې، د هرې ورځې په تېریدو سره نورې هم په چټکۍ سره زیاتیږي. په مخدره توکو روږدو کسانو منځکې هم، زیاته برخه داسې کسان شامل دي چې د کورنیو د خرڅې پیدا کولو مسئولیت ور د غاړې دی. په حقیقت کې د دغو نېشه یانو او د هغو د یو شمېر کورنیو بار او مسئولیت هم د دولت غاړې ته لوېدلی او لویږي. که موږ د ۱ او ۲ پراګرافونو د دولت د غاړې کسانو شمېرې سره جمع او یو ځای کړو، نو شمېرې یې له درې ـ څلورو ملیونو وګړوهم اوړي. دا پخپله یو غټ بار دی چې د دولت شمځۍ کږولی شي.
۳- د دې خبرې سره سره چې لا تراوسه د افغانستان پوځ او نور امنیتي ارګانونه، د موډرنو وسلو او تخنیک په ټولو ډولونو تجیهز او سمبال نه دي، خو د هغوی کالني لګښتونه زموږ د اقتصادي حالت پرتلې ډېر لوړ دي. که هغه نورهم تجهیز کیږي، دا لګښتونه نورهم لوړ ځي. د پوځونو او امنیتي ارګانو پر نورو لګښتونو برسېره، د افسرانو ترڅنګ د سرتېرو لوړې تنخواګانې ورکول، بله غټه اقتصادي ستونزه ده. حال دا چې همدا اوس په یو شمېر پرمختللو لوېدیځو دولتونوکې امنیتي ارګانوته، هغه ځوانان چې عمرونه یې اتلسو کلونو ته رسیږي، جبرأ نیول کیږي. دا کار همغه ډول کیږي لکه چې پخوا وختونه په افغانستان کې کیدلو. خو اوس موږ اړ یو چې پوځیانو او امنیتي ارګانوته پر وسلو او تخنیک برابرولو برسېره، د هغوی په ملیاردونو ډالرو تنخواګانو ورکړې لپاره هم، د بهرنیو دولتونو مشرانوته لمن وغوړوو. د افغانستان د امنیتي ارګانو همدا د اوس وخت کالنی لګښت (تراوسه زموږ پوځونه هوائي قوا او بشپړه درنه وسله نلري) چې بهرنیانو منلی، څلور ملیارډه ډالره حساب شوي دی. په راتلونکي کې چې زموږ امنیتي ارګانونه نور هم تجهیز کیږي او د زمان په تېریدو سره د هرڅه نرخونه لوړ ځي، هغه لګښتونه به څرنګه پوره کوو؟
۴- د جګړو معیوبینو او د هغوی یو شمېر کورنیو، په مخدره توکو د روږدو او د هغوی د یو شمېر کورنیو او همدا ډول د امنیتي ارګانو د وژل شویو افسرانو او سرتېرو او د هغوی د کورنیو پر لښکرو او د امنیتي ارګانو پر وسلو، مهماتو، تخنیک او تنخواګانو برسېره، د همدې اوږدې مودې او نه تمامیدونکي جګړې له کبله، د بې سوادانو سترې لښکرې جوړې شوي دي او د هېواد ملیونونه خلک، د سختو غریبیو سره لاس او ګرېوان دي. د بې سوادانو لښکرې بل لوی بار دی چې د واکمنو اوږې دروندولی شي.
۵- لکه چې لوستونکي پوهیږي، د هېواد اقتصادي پرمختیا پرچارو باندې، د ټولنې ټولنیز ژوند او حالت باندې په نېغه اغېزې لري. دا پنځه دېرش کاله چې هېواد کې د جګړو اورونه بل دي، د ګڼ شمېر دولتونو استخباراتي سازمانو د خپلو هېوادونو په کټې او د خپلو دولتونو د موخو لپاره، د افغانانو په اخلاقو کې ژور بدلونونه راوستي دي. دوی یو ګڼ شمېر افغانانو ته پر نورو چارو برسېره، د قوم، مذهب، ژبې، مجاهد او غیر مجاهد او نور نومونه ورزده کړي او په دغو نومونو یې سره وېشلي دي. په اوسنيو وختونوکې دغو ذهنیتونو، د افغانانو د نورمال اقتصادي پرمختګ مخه، په کلکه ډب کړي ده. د دغو ذهنیتونو لرونکو ډلو له جملې څخه، هره ډله کولی شي چې د دولت هغه اقتصادي پروژه چې د دوی او یا د دوی د بادارانو خوښه نه وي، د بېلګې په توګه د اوبو بندونه، سبوتاژ کړي. دا پخپله د واکمنو د اقتصادي او ټولنیزو پروګرامونو په وړاندې بل ستر ګواښ او خنډ دی.
۶- که څه هم په وروستیو لسو کلونوکې، ښوونځیو او د زده کړو لوړو مؤسسو او پوهنتونوته د زیاتو ځوانانو د ورتګ خبرې کیږي، خو رښتیا خبره دا ده چې هېواد اوس هم په حقیقي مانا د فني کارګرو او پخو مسلکي کادرونو له سخت کمښت سره مخ دی. ځکه د زده کړو زیاتره مسلکي ښوونځي او د لوړو زده کړو مؤسسې تش په نوم ځکه دي چې د زده کوونکو لپاره یې د ټرېنېنګ او تمرین هېڅ کار ځایونه نشته. حتا دا چې د زده کړو مؤسسو پریو شمېر ښوونکو او استاذانو باندې دا شکونه شته دي چې ایا دوی په هغو څانګوکې چې تدریس کوي، د تدریس کولو حق لري او که نه؟ حال دا چې د هر هېواد د اقتصادي او ټولنیز پرمختګ لپاره، یو بنسټیز شړط همدا د مسلکي کادرونو شتون دی.
۷- په افغانستان کې دومره پانګه نشته چې د اقتصادي ودې په برخوکې بنسټیزې چارې پرې سرته شي. د بېلګې په توګه، موږ د مېسو خالص کولو کارخانې جوړولو لپاره پانګه نلرله، ځکه مو د مېسو کان په ډېرې ټیټې بیې پرچینایانو وپلورلو. که چېرې موږ کولی شوی چې مېس پخپله وباسو او خالص یې کړو، موږ به هغه خالص مېس د اوس پرتله، څو سوه وارې په لوړې بیې د نړۍ بازارونوته ایستلي وای. بله خبره دا ده چې د کانو متخصصین وايي، د مېشو سره د سرو زرو ذرې هم وي. نو هغه سره زر به هم د افغانستان دولت ته پاتې وای. همدا ډول د تېلو د چڼولو او د هغو له بېلو برخو نور شیان جوړول، یا د اوبو برښنا (د هرډول غټې پیمانې انرژۍ، ترټولو ارزانه انرژي) او خړوبولو بندونه جوړول او داسې نورې چارې یادولی شو. بهرني دولتونه هم هغه ډول پانګه افغانستان ته نه ورکوي چې افغانان په هغې باندې بنسټیزې چارې سرته کړي. دا چې د افغانستان دولت، د هېواد کاني خام مواد په داسې بیو پلوري چې له زرو روپیو څخه یوه روپۍ د افغانستان دولت لاس ته ورځي او بیا دولت په هغو پیسو، د دولت پر ورځینيو لګښتونو برسېره، پاس یادې شوي او نورې ټولنیزې ستونزې هم حلوي او د هېواد بنسټیزې آبادۍ هم پرې سرته کوي، که دا چارې ناممکنې نه وې، ډېرې مشکلې خامخه دي.
۸- د افغانستان د اقتصادي او ټولنیزې پرمختیا په وړاندې غټه او ستره ستونزه، د مخدره توکو تولید او د مافیه يي ډلو شتون دی چې په دولتي ادارو کې یې فساد دومره لوړې کچې ته لوړ کړی دی چې د اقتصادي پرمختګونو لړۍ یې ترسیورې لاندې راوستي ده. زه په دې خبرې باوري یم چې اوسنی دولت له مافیه يي ډلو سره په هېڅ صورت پنجې نشي نرمولی. نو ځکه فساد نشي کمزوری کولی او په پایلې کې د هېواد اقتصاد نشي پیاوړی کولی. دا ځکه چې هېڅ پروژه به، بې غیر له غټ او ډبل رشوت ورکړې څخه نه پیلیږي. د پروژو د پرمخ وړلو او پایلو وختونوکې به هم، ورته چارې روانې وي. په دې صورت کې به یا پروژه کاملأ بې کیفیته سرته کیږي او یا به د پروژې د بشپړیده موخې لپاره، دویم او دریم ځل هم همدومره لکه لومړی ځل بودجې تخصیص ورکولوته اړتیا پیدا کیږي.
۹- روانه جګړه (د دولت مخالفینو او مافیه يي ډلو رنګینه جګړه) هغه غټ علت دی چې په هېواد کې یې د کورنیو او بهرنیو پانګوالو د پانګې اچولو مخه، په کلکه ډب کړي ده. له همدې کبله دا ویلی شو، ترڅو چې واکمن په هېواد کې د سولې راوستلو په چاروکې پاتې وي، تر هغو افغانان نباید چې د شخصي پانګوالو (هغوی که کورني یا بهرني وي) و پانګو اچونوته سترګې پرلارو اوسي. ترهغو چې شحصي پانګوالان په هېواد کې پانګې وانچوي، ترهغو په هېواد کې د کاروبار پیدا کولو ستونزې او د هېواد د پرمختلو او ترقۍ خبرې، تشې او خالي خبرې دي.
۱۰- دا خبره هم د هېچا له سترګو پټه نه ده چې دوه واکمنیزه دولت، [ولو که دا ډول دولت هرچېرې وي] هغه هم د افغنستان په حالاتو (خاصتأ اوسنیو حالاتو) کې، د اقتصادي او ټولنیزو پرمختګونو په لارې کې خنډونه جوړوي. ځکه یو څه به د یو واکمن ډلې د خولې په مزې برابر نه وي او بل څه به د بل واکمن ډلې د خولې له مزې سره جوړ نه راځي. په داسې حالتونو کې د اقتصادي او ټولنیزو سمونو تصمیم نیول، سخت ستونزمن کیږي.
د دې خبرو په پای کې به ووایم چې افغاني ټولنه، د پنځه دېرش کلن بهرني پوځي، استخباراتي او مافیه یي تېریو په پایلو کې، دومره پېچلي شوي او ناجوړه شوي ده چې په ساده ګۍ او غیر پلاني، نه سنجول شویو بیړنیو نسخو یې علاج ناشونی دی. د همدې پاس شمېرل شویو علتونو له امله، زما په نظر د هېواد د اقتصادي او ټولنیزو پرمختګونو چاروکې، دولتي واکمن باید له بیړنیو او ناسنجول شویو نسخو له ورکړو څخه ډډه وکړي او د ټولنې منځ کې خپل ټول او بشپړ سپکوي ته بیړې ونکړي.
پای


ا