د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په خوب کې رسوا شوې غله

عطا محمد میاخېل 01.02.2015 12:47

لنډه کیسه
ژباړن : عطا محمد میاخېل
په کور باندې وارخطایۍ  او اندېښنې خپل تور څادر غوړولی و ، هر چا یوې او بلې خوا منډې وهلې ، تر څو ورکه شوې غاړه کۍ او بنګړي پیدا کړي ، د پروین زړه ټوپونه وهل ، رنګ یې الوتی او حال یې ډېر خراب و ، هره شېبه یې خپلې شونډې په غاښونو چیچلې . خاوند به یې ورته ویل : وه ښځې ښه فکر وکړه چېرته به دې ایښي وي ، هېر شوي دې دي.
   مګر پروین په تته ژبه ویل : نه نه ښه مې یاد دي ، کله چې د شکیلا له واده نه بېرته کورته راغلم ، غاړه کې مې له غاړې ، بنګړي مې له لاسونو وویستل او په بکس کې مې کېښودل : نه پوهېږم ، چې ولې مې غاړه کې او بنګړي ورک شوي دي ؟ ستونی یې را ډک شو او ورو یې ژړا پیل کړه .
   هغې له خپلو طلاوو سره ډېره زیاته مینه لرله او په ورکېدو یې ډېره غوسه او خواشینې وه ، او ځان یې نه شو کنټرولولی .
   د کور په بله خونه کې جمیلې د ډېرې وېرې او خپګان له امله یوه او بل لوري ته قدمونه وهل . هغه له خپل  کار څخه پېښمانه وه او نه پوهېده ، چې ولې یې دا کړنه ترسره کړې ده، اوس به د مور اوپلار پوښتنو ته څه ډول ځواب ورکوي .
   هغه ډېره وېرېده ، که چېرې مور او پلار یې پوه شي ، چې دا کار دې ترسره کړی دی ، څه به ورسره وکړي .
   د پلار غږ یې اورېده ، چې مور ته یې ویل : وه د جمیلې مورې ! له هغې ورځې تر ننه څو ورځې تېرې شوې دي ؟ کوم پردي سړي دې کورته ، تګ و راتګ کړی دی ؟ ښه در په یا د کړه ، معلومه به شي !
   پروین ، چې رنګ یې الوتی او د هرې شېبې په تېرېدو سره د خپلې غاړه کۍ او بنګړیو له پیدا کېدو څخه ناهیلې کېده ، وویل : ژر تر ژره څوک غل ونیسم . د کالي وینځونکې ګلالۍ مور د ډوډۍ پخونکي ( نانوای ) رجب مېرمن ، د شبنم مور ؟  څوک ؟  زه په هغوی ټولو باور لرم ، چې هېڅکله دا ډول کار نه کوي ، یو عمر یې په دې کور کې اوبه او ډوډۍ خوړلې او کار یې کړی دی .
   په همدې شېبه د منصور ورور سره له مېرمنې او اولادونو د دوی کورته راغلل . پروین چې د لېوره ښځه په خپل وړاندې ولیدله په شونډو یې مسکا خپره شوه ، تابه ویل ، چې هېڅ هم نه دي پېښ شوي او خپلو مېلمنو ته یې ښه راغلاست ووایه .
   ملېمانه دوه شپې او دوه ورځې د دوی کره پاتې شول . په دې دوه ورځو او شپو کې پروین خپلې ټولې اندېښنې او غمونه هېر کړل او په خپل ذهن کې یې ځای نه ورکاوه ، داسې نه چې کومه ورځ د لېوره  ښځې له پیغور سره مخامخ شي . مګر د هغې پر ځای جمیله ډېره خواشینې او نا آرامه وه . له ټولو پټ به یې ژړل او نه پوهېده چې څه وکړي .
   لمر لا خپل زرین څادر له سیمې څخه نه و ټول کړی ، چې مېلمانه خپل کورته لاړل ، یوځل بیا د ورکې شوې غاړه کۍ او بنګړیو په باب د منصور او پروین اندېښنو زور واخیست .
په هغه شپه جمیلې د کور ټول کارونه ترسره کړل ، ډېره ستړې شوې وه ، غوښتل یې ، چې ویده شي . د کوټې په یوه ګوښه کې یې ځانته ځای جوړ کړ او بړستن یې په خپل سر را کش کړه ،  وروسته یې د بړستنې له څنډې څخه خپل مور و پلار ته وکتل او بیا په ژړا شوه ، څو شېبې وروسته هماغسې خوب وېوړه .
    پروین او منصور حیران او اندېښمن ناست ول .
   منصور پروین ته مخ ور ور وګرځاوه او وې ویل : د جمیلې مورې ! ښه دې وکړل ، چې زما د ورور او د هغه د مېرمنې په وړاندې دې څه ونه ویل ، کنه نو تر څو چې ژوندۍ وې د هغوی له پېغورونو او ریشخندو څخه به نه وې خلاصه شوې . وروسته یې سر د خپلې مېرمنې خواته ورنږدې کړ او وې ویل : اصلي غل باید پیدا شي .
   پروین لاس تر زنې ناسته وه ، د خپل خاوند خبروته یې غوږ نیولی وؤ او هماغه ډول د اندېښنو توپاني څپو په مخه کړې وه ، نه پوهېده ، چې څه وکړي ؟
  جمیلې عادت درلود ، چې په خوب کې به یې خبرې کولې ، په همدې وخت کې یې داسې خبرې پیل کړې :
ما ... ما څه کړي وای ، هغه له ماسره مینه لرله او ما د خپلې مورې طلاوې ورکړې .     هی هی زه څومره بې عقله وم . په ما یې څه ، چې بایسکل یې ورک شوی وؤ ............ قیسه ! زما د مور طلاوې دې څه کړې ؟ هغه بېرته راکه ، زه به مې مور ته څه ځواب ورکووم ...... هی هی .
  د جمیلې د خبرو په اورېدو سره پروین او منصور حیران شول ، یو بل ته یې وکتل .  هېڅ باور یې  نه کاوه ، چې جمیلې دې دا کار تر سره کړی وي .
   جمیلې یو ځل بیا خوله پرانیسته او خبرې یې پیل کړې ، خو دا ځل مور و پلار یې د هغې په خبرو پوه نه شول .
   پروین حیرانه وه ، غوښتل یې ، چې جمیله را ویښه کړي ، مګر منصور یې مخه ونیوله، ورته وې ویل یې چې ویده شي  او تر سبا پورې انتظار وباسي ، چې جمیله نور څه وایي .
   دواړه له زرګونو اندېښنو سره وېده شول .
    جمیله د دوی مشره لور ، نازدانه او د ښو اخلاقو لرونکې وه . هېڅکله یې باور نه شو کولای ، چې دا کار دې هغې کړی وي . پروین نیمه شپه له خوبه را ویښه شوه او تر سهاره یې سترګه پټه نه کړه ، د نورو ورځو په پرتله نن له خوبه ژر را پاڅېده او تر پخوا یې زیات د جمیلي حرکتونه څارل .
جمیله په بېړې له خوبه را پاڅېده ، په کراره یې خپل مخ و لاسونه پرېمنځل او د چای په پیالې پسې لاړه .
   پروین په کراره هغه را وغوښته ، خپل څنګ ته یې کېنوله او ورو ـــ ورو یې د خپلې غاړه کې او بنګړیو په اړه  له هغې سره خبرې پیل کړې .
  جمیله ډېره وارخطا او رنګ یې والوت ، کله یې چې خبرې کولې ، نو ژبه یې بنده ـــ بنده کېده ، پروین ، چې کله د هغې  حالت ولید ، نو ور معلومه شوه ، چې غاړه کې او بنګړي جمیلې غلا کړي دي .
  هغې غوښتل ، چې د غلا د څرنګوالي او لاملونو په اړه نوره هم پوه شي ، نو له دې امله یې په ډېرې مهربانۍ سره جمیله په مخ ښکل کړه او ورته وې ویل : لورې ! څه فکر کوې ، چې دا کار به چا کړی وي ؟ زه پوهېږم ، هغه څوک تا لیدلی کوم ، چې زما غاړه کې او بنګړي یې اخیستي دي ، ووایه مور دې درنه ځارشه ، زه پوهېږم ، چې ته خبره یې !
   جمیله چې تر سخت روحي فشار لاندې راغلې وه ، اوښکو یې له سترګو څخه د ګرېوان په لور لارې جوړې کړې ، ټول ځان یې له ډېرې وېرې رپېده ، په همدې حال کې یې په دوه خوا او لوړ غږ وویل : مورجانې ! ستا غاړه کې او بنګړي ما اخیستي دي .
   پروین په لوړ غږ چیغه کړه : تا ولې ؟ څه دې کړل ؟ څه دې کړل ووایه ؟
   جمیلې په ژړا د دروازې لورته اشاره وکړه او وې ویل : ستا طلاوې مې هغه ته ورکړې،  قیس ته ..... د دې خبرې په کولو سره ژړا یې لا زور واخیست او زیاته یې کړه مور جانې ! بد مې کړي ..... توبه مې ده .
   پروین په غوسه وویل : وه نجلۍ ! قیس څوک دی ؟ د خدای په قهر ککړه شې .
  جمیلې خپلې مورته د قیس په اړه ټوله کیسه وکړه او وې ویل : د ښوونځي په لار کې د قیس په نامه له یوه هلک سره مې لیده کاته وشول او دواړه سره دوستان شولو ، ورو ـــ ورو مو دوستي په مینه بدله شوه ، قیس به هر وخت ماته قېمتي ډالۍ راوړلې او ویل به یې ، چې ژوند هغه دی ، چې ښه تېر شي ؛ ما به هم کله نا کله هغه ته پیسې ورکولې . له ورځو یوه ورځ مې  ولیدل ، چې هغه ډېر ژاړي ، کله چې مې د ژړا د لامل پوښتنه ترې وکړه ، هغه را ته داسې وویل : بایسکل مې ورک شوی او د پلار له وېرې نه شم کولای ، چې کورته لاړ شم . ما ډاډ ورکړ او ورته ومې ویل : ته نن کورته لاړ شه ؛ یو څه بانه کړه تر سبا پورې یې زه چاره کووم .
    کله چې په هغه ورځ کورته راغلم ، هر څومره چې وګرځېدم پیسې  په لاس رانغلې ، نو سترګې مې ستا په غاړه کې او بنګړیو پرېوتې ، هغه مې غلا او سبا د ښوونځي په لار کې کله چې قیس زما لیدو ته راغی ، نو هغه ته مې ورکړل ، تر څو یې خرڅ کړي او په پیسو یې ځانته بایسکل واخلي . قیس ډېر خوښ شو . د همغې ورځې په مازدیګر یې نوی بایسکل واخیست ، کله چې له ښوونځي څخه رخصته شوم ، نو را وېښوده .
مګر له هغې ورځې وروسته ، نه پوهېږم ، چې قیس ولې زه پرېښودم او لاړه ؟
ما له ځان سره فکر وکړ ، چې کېدای شي له دې وېرې به یې پرېښې یم  ، داسې نه چې زه پېښمانه شم او یا په دې اړه چاته څه ووایم ، نور زما لیدو ته رانغی .
   وروسته خبره شوم ، چې هغه له بلې نجلۍ سره ملګری شوی دی ، مګر باور مې نه شي.
   جمیله څو شېبې خاموشه وه ، وروسته  د پسرلنۍ ورېځو په شان یې ژړا پیل او زیاته یې کړه : ما فکر کاوه ، چې د دې غلا پړه به د بل چا په غاړه شي .
وروسته یې په ژړا پروین ته وویل : مور جانې ! ما وبښه !
   پروین د خپلې لور له وهلو و ټکولو او ښکنځلو وروسته په ژړا شوه . منصور چې د دروازې له شا د دوی خبرې اورېدلې وې ، مداخله وکړه او خپله مېرمن او لور یې آرامه کړه او جمیلې ته یې په ډېرې حوصلې سره ډاډ ورکړ او وې ویل : لورې ! د قیس کور چېرته دی ؟
جمیلې وویل : زما ټولیګوالې حمیرا لیدلی دی . درې واړه د حمیرا کورته ورغلل ، شېبه وروسته له حمیرا سره د قیس کره ورغلل . کله چې د دروازې زنګ یې وواهه ، نو قیس له کوره را ووت . کله چې هغه جمیله او نا پېژاندي کسان ولیدل  ، وارخطا او رنګ یې والوت .
شېبه وروسته یوه ستره دعوه پیل شوه ، د قیس مور له خپل زوی او د جمیلې مور له خپلې لور څخه ملاتړ کاوه او قیس د انکار په ژبه ویل ، چې جمیله درواغ وایي ماته یې څه نه دي راکړي .
   شاوخوا ګاونډیان او لارویان را ټول شول او د دوی د ناندریو ننداره یې کوله .
په همدې وخت کې د قیس پلار له دندې څخه د کور په لور را وګرځېده او د سیمې وکیل هم راغی ، لنډه دا چې دواړه کورنۍ د پولیسو یوې نږدې حوزې ته لاړل ، په پای کې قیس د پولیسو د مسولانو په وړاندې اقرار وکړ ، چې جمیلې ده ته د خپلې مور غاړه کې او بنګړي ورکړي دي ؛ ده په هماغه ورځ خرڅ کړي ؛ بایسکل یې پرې اخیستی دی او اوس چې له دې مسلې څخه یوه اونۍ تېره شوې ، له هغو پیسو څخه ده سره څه نه دي پاتې . د قیس پلار هم د خپل زوی جرم ومانه او وې ویل : کله مې چې پیسې پیدا کړې ، نو د دې قېمت به ورکړم .
   د قیس موراو پلار ، چې یو یې معلم او بل یې د دولت مامور وو ، په ډېر عذر او زارۍ سره  د جمیلې مور او پلار ته وویل : اوس خو له موږ سره دومره پیسې نه شته چې د یادو طلاو تاوان درکړو او له تاسو سره دا ژمنه کوو ، چې په راتلونکې کې به دا پیسې خامخا درکوو .
   د پولیسو مسولانو د جمیلې له مور او پلار څخه وغوښتل ، چې د قیس مور او پلار ته بښنه وکړي .
   د جمیلې پلار ، چې ولیدل ملامته یې لور ده ، هغوی ته یې بښنه وکړه او ټول په خوشالۍ سره د خپلو کورونو په لور روان شول .
جمیلې خپله ملامتیا ومنله او له خپل مور او پلار سره یې په کلکه ژمنه وکړه ، چې په راتلونکې کې به دا ډول کړنې نه ترسره کوي .