د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

نیمګړې کابینه، د پارلمان ژمنۍ رخصتي او لاس تر زنې ملت

منور ولید 01.02.2015 13:46

د چهار شنبې ورځ چې د ۱۳۹۳ هجري لمریز کال د دلوې (سلواغې) میاشتې له (۸ مې) نېټې سره برابره وه ، د ملي شورا په تالار کې د پارلمان وکیلانو په ژوندۍ بڼه نامزد وزیرانو ته د صندوق په اېښودلو سره سري (پټه ) رأیه ورکړه . (۸) وزیرانو او د ملي امنیت نامزد ریْس د تایْید رأیه خپله کړه . (۱۸) نوماند وزیرانو ته چې په هغو کې دوه تنه یې ددوهم تابعیت لرولو پر سر له خپلې کاندیداتورۍ څخه تېر شول . د پاتې(۱۶ ) نوماند وزیرانو له جملې څخه (۵) تنه یې د اشرف غني له خوا ، او (۵) تنه نور یې د عبدالله عبدالله له خوا د پارلمان له (۲۵+۱) رأیې څخه محروم اعلان شول ، (۶) نور یې د ځینو نورو ستونزو له کبله لا د مخه شړل شوي وو . د پارلمان غړي د ژمنیو رخصتیو په پلمه د ملت له کوره ووتل ، او د بودجې تصویب یې هم په تعلیق سره اعلان کړ . خو د سه شنبې ورځې تر غرمې پورې د وکیلانو تر مینځ په پارلمان کې د نوې کابینې یو تابعیته او دوه تابعیته نامزد وزیرانوته د رأیې پر سر خورا ژور داسې لفظي اختلافات موجود وو چې کله کله خو یې پر سر د ښځینه وکیلانو تر مینځ فزیکي شخړې هم پېښې شوې . وکیلان د ؤلسمشر او اجرأیه ریْس له خوا د ځنډېدلې کابینې له امله ډېرتلوسې (بیړې) نیولي وو . ځکه له یوې خوا د ژمنیو رخصتیو او تفرېح وخت پرې تېر ېده ، او له بل پلوه هغه  دوه زړې هوکړه چې دوی په خپل مینځ کې سره کړې وه چې دوه تابعیته نامزد وزیرانوته به د تایْید رأیه نه ورکوي ـ خو بیا وروسته دوی په خپلو کې په دوو ډلو سره ووېشل شول . ددوی د رأیو ورکولو پر سر  ستونزه تر تېرې سه شنبې پورې ټوله ورځ همداسې لانجمنه پاتې وه . خو د چهار شنبې په ورځ یې یو ځل بیا خپلې رأیې ورکول پیل کړل .
دا چې دوی څه شي دېته اړکړل چې نامزد رد شوو وزیرانو ته بیاځلې رأیه ورکوي لاندې څو احتمالات وجود لري :
۱ ــ  د کابینې تر وړاندې کولو د مخه د افغانستان د پارلمان په تړاو په رسنیو کې ځینې را پورونه خپاره شول چې د پارلمان ښځینه وکیلا نې د امریکې سفارت ته د شکریې بارکزۍ او څو تنو نورو ښځینه وکیلانوپه ګډون د پارلمان د نورو وکیلانو په استازیتوب د امریکې په ملاتړ ورغوښتل شوې او هغوی د امریکې له سفیر سره هوکړه لیکونه لاسلیک کړي دي . خبري رسنیو داسې ګنګوسې هم خپرولې چې دغو وکیلانو د کومې معاملې له مخې د امریکې له سفارت څخه پیسې تر لاسه کړې دي .
۲ ــ پارلمان بېرېدلی ؤ چې د کرزي د کابینې تر یو مخ شړلو وروسته به ګني ددوی نوبت وي ، ځکه اشرف غني مجبور دئ چې ځانته صادقه، متخصصه او کاري کابینه وټاکي ، خو ممکن اوسنی پارلمان به د ځینوهغو با نفوذه وکیلانو له لاسه دې کابینې ته د اعتماد رأیه ورنه کړي ، چا چې د کرزي د حکومت پر مهال په پارلمان کې په غوڅ اکثریت د خپلې خوښې مقننه ځواک تشکیل کړی او په خپله خوښه به یې حکومتي کابینه سره اړوله ـ را اړوله . ځکه اوس به ممکن همغه وکیلان د اشرف غني کابینې ته د اعتماد رأیه ور نه کړي او افغانستان به په لوی لاس د ذی دخلو سیمه ییزو او نړیوالواستخباراتي کړیو پر مټ د بحران خواته بوځي چې د خپلې خوښې اجرأیي ملګري نه په کې محسوسوي . نوکه داسې وشي ، د پارلمان وکیلان په دې ګومان دي چې که څه هم زموږ قانوني یوکال نور وخت د وکالت دورې ختمېدو ته پاتې دئ ، سره له دې کېدای شي اشرف غني به پارلمان منحل اعلان کړي ، او موږ به بیا څوک په دوه توت هم وانه خلي ، ځکه موږ په خپله تېره څلور کلنه دوره کې  د ملت د استازو په توګه ملت ته هېڅ هم نه دي کړي .
۳ ــ  د پخوانۍ کابینې ځینو پنجشېري غړیو په ډاګه ویل چې پنجښېریان په دې کابینه کې وهل شوي ، اومجاهدین له صحنې و ایستل شول . خو بیا نامزد وزیرانو ته د پارلمان له خوا د رأیې ورکولو دا ثابته کړه چې د ډاکټر عبدالله عبدالله او اشرف غني د دواړو خواوو نامزد وزیرانو د اعتماد معیاري رأیه نه ده تر لاسه کړې .  ډېری اوزبېک او هزاره توکمه نامزد وزیرانو هم د تایْید رأیه پوره نه کړه . خو د پنجشېریانو دا ډڼدوره بې ځایه ، او خپله اندېښنه یې پر ځای ده .ځکه چې پخوا ټوله کابینه او پارلمان له پنجشېریانو جوړ وو ، اوداځل بیا پنجشېریان په کې پیکه ښکاري .    
۴ ــ  له بلې خوا پنجشېریانو ویل چې له غرب څخه د روزل شویو کمونېستانو سېلاب راروان دئ ، موږ باید هڅه وکړو چې پارلمان وهڅوو ، ترڅو هغوی دغو دوه تابعیته کمونېستانو او تېکنوکراتانو ته د تایْید رأیه ور نه کړي .ځینې پنجشېري کړیو په دې اړه آن پارلمان ته قطعنامې لېږلې دي چې کېدای شي د پنجشېریانو دغو هڅو هم په پارلمان باندې ځه اغېز ښندلی وي .
 ۵ ــ  د پارلمان په وکیلانو پسې داسې ډنډورې هم غږول کېدې چې د پارلمان هرغړي له ( دوه زرو ډالرو در واخله بیا تر لس زرو ډالرو او یوه راډو ساعت پورې له نامزد وزیرانو څخه رشوتونه ، جذیې او باجونه ټول کړي ، چې سیاسي مبصرینو او شنونکوهم په دې اړه ځینې توضیحات د مېډیا له لارې ورکړل .
۶ ــ  د رأیو ورکولو پر مهال په غوڅ اکثریت هغو وکیلانو هم د هغه نامزد وزیر په اړه شنه کارتونه پورته کړل د چا پر ضد یې چې د ناکامولو هڅه کوله ، خو نوموړي نامزد وزیر د رأیو په ورځ (۱۸۰) رأ یې ترې خپلې کړې . خو په دې راز به یوازې هغه وکیلان پو هېږي چې د مخه یې مخالفت کاوه ، او د رأیو په ورځ یې بیا تر ټولو مخکې شنه کارتونه پورته نیولي وو .
۷  ــ  اوس چې مقننه قوه په ژمنیو رخصتیو تللې ده ، دکابینې تقریباً دوه ثلثه هم نه شته او یوازې (۹) تنه یې و ټاکل شول ، نن سبا به لوړه هم وکړي . خو دولت به د دری ګونې قوې په نشتوالي کې څه کوي ؟ که څه هم پارلمان وویل چې کله د کابینې (۱۸) تنه نور غړي د ؤلسمشر او اجرأیه ریٌْس له خوا برابر او دوی ته د تایْید د رأیې له پاره ور وپېژندل شي ، دوی به هغه دم ګړۍ د رأیې ورکولو له پاره حاضر شي . خو خبره داده چې دغه پارلمان پرته له رخصتیو کله هم حاضر نه ؤ ، هره ورځ به یې نصاب نیمګړی ؤ ، او هېڅ فیصلې ته به نه حاضرېدل . نوکه دا ځل ؤلسمشر او اجرأیه ریْس پاتې وزیران هم و نوموي ، د پارلمان دغه په افغانستان او نړۍ کې خواره واره وکیلان به څوک سره را ټول او حاضرکړي ؟ نه ! هېڅکله نه ! په کار خو دا وه چې د کابینې پاتې غړو ته د رأیو ورکولو پرمهال باید پارلمان موجود وای . ځکه ددوی رخصتي د ملت ترګټو او زیانونو غوره نه ده . ملت دوی ته رأیه وکړې اودوی ژمنه ور سره کړې چې د ملت هرې رأیې ته به په درنه سترګه ګوري . خو اوس داسې ښکاري چې دوی ته خپلې ګټې د ملت ترګټو غوره دي . که نه نو د دوي هغه ژمنتیا اوبو وړې که څه ؟
ملت پر دوی باندې باورکړی ،دوی باید د خپل ملت باور ترخپلو پښولاندې نه کړي . د ملت رأیې ته دې په درنه سترګه وګوري . او په خپل دې کار سره دې د ؤلسمشر او اجرأیه ریْس لاسونه تر شا نه ور تړي . ځکه چې ؤلسمشر او اجرأیه ریْس پرته له کابینې هېڅ هم نه شي کولی .
تر هغو چې د پارلمان ژمنۍ رخصتۍ پای ته رسېږي مجبور ملت او دولت به دواړه لاس تر زنې ورته ناست وي . دا چې ددې رخصتیو تر پا ی ته رسېدو پورې به ملت او دولت دواړو ته څومره ملي تاوانونه ور واوړي ، هغه به وروسته معلومه شي . خو دم ګړۍ پارلمانې معززینو د دولت او ملت ترګټوخپلو ژمنیو رخصتیو ته تر جېح ور کړې ده . ښه خو داده چې دوی بېرته راشي ، او پاتې نامزد وزیرانو ته دې خپله رأیه ورکړي ، تر څو د دولت او ملت دغه دری ګونې تشه سلامته ډکه شي . الله دې باقي خیر پېښ کړي .