د ایزابیل ماتیک په نامه د چارلي ابدو مجلې یوه کارکوونکې مسلمانه شوه
01.02.2015 13:44 الاصابه ویبپاڼې خبر ورکړی ، چې د ایزابیل ماتیک (Isabelle Matic ) په نامه د فرانسوي چارلي ابدو مجلې یوې کار کوونکې د اسلام مبارک دین ومانه او مسلمانه شوه .
نوموړې پر چارلي ابدو مجلې باندې د سعید ، شریف او حمید په نامه د درې تنو ځوانو مجاهدینو له برید وروسته ، د اسلام د مبارک دین په رښتینولۍ له اعتراف وروسته د اسلام مبارک دین ومانه او مسلمانه شوه .
ایزابیل ماتیک د خپلې مسلمانېدو خبر په خپله فېسبوک پاڼه باندې په فرانسوي ژبه په داسې ټکو لیکلی وو :
ژباړه : پرون ما د اسلام لومړنۍ رکن پرځای کړ :
اشهد ان لا إله إلا الله وأشهد ان محمد رسول الله
نوموړې د هشام بهلول په نامه له یوه مراکشي خبریال څخه په خپله فېسبوک پاڼه کې مننه کړې او ویلي یې دي ، چې نوموړي زما د مسلمانېدو خبر د مراکش په یوه ورځپاڼه کې خپور کړ . نوموړې وړاندې زیاتوي :
ژباړ : د چارلي ابدو مجلي په دفتر باندې د برید له تر سره کېدو وروسته زه مسلمانه شوم .
ژباړه : هغوی په نبي کریم (ص) باندې ریشخند وهي ، په داسې حال کې ، چې د هغه شخصیت او مقام ته هېڅ زیان نه رسېږي .
تازه مسلمانه شوې مېرمن د رسول الله (ص) د ژوند لومړنیو شېبو ته په اشارې په خپل بل پیغام کې وایي : د مکې خلکو به د اسلام په ستر لارښود حضرت نبي کریم (ص) باندې ریشخند واهه او هغه به یې غانده ، خو نبي کریم (ص) به په موسکا د هغوی له خبرو تېرېده .
ایزابیل ماتیک په خپل بل پیغام کې وړاندې لیکي : د بې عقلانو ځواب خاموشي ده ، دا موږ ته پیغمبر (ص) را ښودلي دي .
ژباړه : که چېرې چارلي څه شی خپروي ، نو هېڅ پروا یې مه ساتئ او فتنه خپرونکو ته ارزښت مه ورکوئ .