د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

غزل

امين الله بهار 01.02.2015 13:07

دا مي علت د غريبۍ خبري نه کوي اوس
زما نا سازه زينده ګۍ خبري نه کوي اوس

چي ماتيده به له مستۍ خبري نه کوي اوس
ما سره هغه ليونۍ خبري نه کوي اوس

زما کوچۍ ميني زما د پاره دا هم وکړل
د پيڅول او د کيږدۍ خبري نه کوي اوس

زه او زړه دواړه پري جرګه شوو د ماښام په ګډون
د شپې ملګرې ډيوه ګۍ خبری نه کوي اوس

جزبي يي اوس هم فولادي دي پري غلت چي نه شي
دا بريت خرييلي د لنګۍ خبری نه کوی اوس

د زړه درزا مي ليوني احساس پخپله لمس کړه
جپتيا ده شپه ده او سپوږمۍ خبري نه کوي اوس

بهار اوس نه کوي خبري بهار سا ورکړې
لاس ورته پورته کړﺉ ترې ځۍ خبري نه کوي اوس