د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ولې د قومي او ژبنیز سیاست بازار ګرم دی ؟

پوهیالی رباني وحدت 01.02.2015 01:22

سیاست د قدرت  د لاسته راوړلو اوساتلو  لوبه ده، دعلمیت، شتمنی،مهارت ترڅنګ د قدرت د لاسته راوړلو یوه لاره هم  په ټولنه او خلکو کې دنفوذ، درنښت او محبوبیت درلودل دي ، په همدې اساس سیاستوال هڅه کوي، چې د خلکو د هیلو، غوښتنو او اړتیاو په پام کې نیولو سره د بېلا بېلو شعارونو، میتودونو او  وسایلو په  مرسته  خلک  په ځان  راټول کړي .

په نورو هیوادونو کې هغه سیاستوال او مشران دخلکو  په زړونو کې ځای پیدا کولای شي، چې د سیپیڅلتیا ، علمیت، مهارت  ترڅنګ  ،  ملي ګټو ، ارزښتونو  او قوانینو ته  ژمن او  وفادار وي . ، مګر له بده  مرغه زیاتره  افغانان د خپلو قوم  دهغه  سیاستوال  او مشر ملاتړ کوي، چې  ملي ګټو او قوانینو  پرځای  قومي او ژبنيزو  ګټو  ته لومړ ېتوب  ورکوي .

دا  تریخ حقیقت  او  واقعیت  باید ومنو هرڅومره، چې یو سیاستوال  او مشر ډېر متعصب او قوم  پالونکی  وي  په  همغه اندازه  يې په خپل  قوم  کې  نفوذ او  ملاتړ  ډېر وي ، ددې  خبرې د ثبوت لپاره  ګڼ  شمېر ژوندی  بېلګې  وجود لري .همدارنګه  د نورو  ولسواکو هیوادونو بله  ځانګړنه  داده ،چې هلته  سیاسي ګوندونه  او سیاستوال  د ملي سیاست  په چوکاټ  کې  فعالیت کوي  او د ملي  ګټو په چوپړ کې  وي ؛خو برعکس په افغانستان  کې زیاتره سیاسي  ګوندونه  دملي ګټو  پرځای د  قومي او ملاتړ کوونکو هیوادونو د ګټو لپاره کار کوي، همدا لامل  دی، چې د هیواد زیاترو سیاستوالو او مشرانو د ملي سیاست  پرځای قومي سیاست ته مخه کړيده .

قومي  ټیکادران  قومي او ژبنیز سیاست د خپل  قوم د سوکالۍ او ښیرازۍ لپاره  نه کوي بلکې د قوم، ژبې  او سمت څخه  خپلو سیاسي او شخصي  ګټو ته د رسیدا لپاره د یوې وسیلې په توګه  ګټه اخلي  او د همدې  قومي او  ژبنیز سیاست په برکت  نن د شهرکونو ، لوړپوړیزو ودانیو ، لس ګونو لوکسو موټرو .... او سیاسي قدرت  خاوندان  دي .ځکه  دوي پدې  پوهیږي ،چې  اوس  د ملي سیاست  پرځای د قومي سیاست  سیزن  دی .

داچې د هیواد زیاتره سیاستوال او مشران زمونږ له ملاتړ او احساساتو څخه ناوړه ګټه اخلي ،یوازې دخپلو ځانونو دسوکالۍ او پرمختګ په فکر کې  دي ،نو نور باید اجازه ورنه کړو چې دا قومي سوداګر زمونږ په سرنوشت لوبې او معاملې وکړي .

په هرصورت افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی ، هرافغان ددې ګډ کور پر وړاندې ایماني ، حقوقي او وجداني مسووليت لري . ددې ګډ کور ابادول ، سوکالي ،خپلواکي ، پرمختګ ،ثبات، امنیت او نیمګرغي هغه وخت شوني ده، چې دافغانانو ترمنخ د کرکې او تعصب درول شوي د ېوالونه ونړول شي او ټول افغانان یوبل ته د ورورولۍ او همکارۍ رښتیني لاسونه ورکړي ،هغه سیاستوال او مشران له ټولنې وشړل شي ،چې دتعصب او نفاق په بل شوي اورباندې د خپلو شومو موخو لپاره تېل پاشي او د هغو سیاستوالو ننګه او ملاتړ وشي ،چې فکر ، احساس او سیاست يې ملي وي.

پوهیالی رباني وحدت

دخوست شیخ زاید پوهنتون دحقوقو او سیاسي علومو پوهنځي استاد.