د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

غیر قانوني سفرونه او د بې تابعيتي

یاسر الهاشمی 29.01.2015 22:41

ځینې افغان ځوانان پدې نيت له ناقانونه لارو څخه په استفاده ځان اروپا ته رسوي تر څو د اروپايي هيوادونو تابعيت لاسته راوړي.
خو له بده مرغه چې په اروپاېې هيوادونو کې د تابعيت اخيستل ډير ستونزمن دی او هر چا ته تابعيت نه ورکول کيږي. د مثال په ډول که چيرې يو شخص وغواړي د انګلستان هيواد تابعیت لاسته راوړي بايد په لاندې شرايطو برابر وي:
- د ۱۸ کلنی عمر يي بشپړ کړی وي
- په قانوني ډول انګلستان ته داخل شوی وي
- پنځه کاله يي په انګلستان کې ژوند تیر کړی وي
- په انګليسي ژبه خبرې کول او په انګلستان کې د ژوند کولو په اړه کافې معلومات ولري
- د ښه شخصيت څښتن وي او جرمي سابقه ونه لري.
نور اروپايي هيوادونه هم د تابعيت په برخه کې انګلستان ته ورته شرايط وضع کړي او يواځې هغه چاته تابعيت ورکوې چې په قانونې ډول اروپا ته راغلی وي.
هغه اشخاص چې په غير قانونې ډول انګلستان او يا نورو اروپايي هيوادونو ته داخليږي، په لومړي قدم کې دوی بايد د پناه غوښتنې درخواست ور کړي. کله چې د پناه غوښتنې درخواست يي قبول شو بيا کولای شې چی د تابعيت لپاره درخواست ورکړي.
دا چې اروپا ته د غير قانونې مهاجرتونو کچه ورځ تر بلې مخ په زياتيدو ده نو اروپايي هيوادونو هم د پناه غوښتنې شرايط سخت کړي دي تر څو يو شخص و نه توانيږې په اسانۍ سره پناه واخلې، داسې بویه چې اروپا کې تابعيت اخيستل ناممکن دی.
دانګلستان په شمول په ځينو اروپايي هيوادونو کې د پناه غوښتنې پروسه تر دوو کالو پورې ځنډيږي او په دغه موده کې پناه غوښتونکي شخص سره د بې تابعيته اشخاصو په شان چلند کیږي.
د حقوقو د اصولو له مخې کله چې يو شخص د بل هيواد د تابعيت لاس ته راوړلو لپاره درخواست ورکوي او يا بل هيواد ته د پناه غوښتنې په منظور سفر کوي د متبوع هيواد حمايت او ملاتړ د لاسه ورکوي او دغه شخص د لاندې ستونزو سره مخامخ کيږي.
- تعليم نشي کولای
- د صحې خدماتو د لاسرسۍ څخه بې برخې کيږي
- په ازاده توګه د سفر کولو حق له لاسه ورکوي
- که چيرې د کوم شخص لخوا دده پر حقوقو تيری وشی نو د ملاتړ حق هم د لاسه ورکوي، ځکه چې دغه شخص د پوليسو له ګرفتاري له ويری نشي کولای کومې مرجعې ته مراجعه وکړي.
په نتيجه کې ويلی شو چې په غير قانوني ډول سفرونه د دې لامل کيدای شي تر څو تاسې د يوې اوږدې مودې لپاره د تابعيت څخه محروم شئ او تابعيت څخه محروميدل تاسې د خپل اساسي حقوقو څخه بې برخې کوي.