د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دارواښاد محمدمعصوم(زرمتی)مړینی دتسلیت

خانجان حقمل 29.01.2015 22:24

دارواښاد استاد ډګروال محمدمعصوم (زرمتی )په یاددخواشنۍ پیغام!

په خواشینۍ سره می خبرترلاسه کړ چی زما دترور زوی محمدمعصوم جان دهغه اوږده رنځ له کبله دامریکامتحده ایاتو کلیپورنیا ایالت کی داجل پریښتی ته لبیک سره وفات شوی اوهلته خاوروته سپارل شوی ،دده روح ته دالله (ج) په وړاندی ددوعا لاس لپه کووم الله ج د ورته مغفرت نصیب کړی ، اوپاته اولادونو،وروڼو اوخویندو،اوپه دردمنودوستانو ته صبرجمیل غواړم، ارواښاددمرحومی والدی له غیږی جدا کیدوورسته زیاتره پرورش پالنه دمکتب دشمول تروخته زموږپه کورکیده، لمړۍ زدکړی یی دزرمت سهاکوابتدایه ښونځی کی اوبیادانجینری پوهنځی ته کامیابی ورسته داقتصادی مشکلاتوله جهته حربی ښونځی ته تبدیل وفارغ شواوبیامتحده ایالاتوکی په بورس سره تحصیلات تکمیل اوحربی ښونځی کی دانګلسی استا‌ذ په حیث دنده درلوده ، دده تشه نه جبرانیدونکی ده،دهغه دتګ لاری هڅوهاندله فیض نه نه تنها خپل فامیل اوزموږفامیل بلکه دکلیومنطقی حتی دهیواد په کچه یی شاګردان تنویر اوجامعی دخدمت مصدرګرځیدلی ،چه دده په نوم یودهاتی ښونځی فعلاخپل کلی کی فعال اوتقریبآ دهیوادپه کچه یی ۱۲ دوری د اردوصاحب منصبان روزلی وفارغ کړی ،داچی هغه دحربی ښونځی دانګسی استاد،اوبهترین ژباړن وؤ دهیوادیوملی شخصیت وه ،کوم حزبی تړاویی هم نه درلود،دجهل وناپوهۍ خلاف دعلم پوهنی داعی وه ،له تقاعد وروسته په کابل کی جنګونو په وخت دملل متحد دفترکی دبی وزلوافغانانوسره دمرستودنده په غاړه واخیسته اوبالاخره دوخت دنظام باندی له نیوکوسره (خاد)لخواګرفتار اودنظام له سقوط لیږمخکی خلاص او پښاور کی خپلواولادوسره یوځای شو ،بیایی هم دملل متحد(یو این ایچ سی ار)سره دمهاجرینو برخه کی دنده واخیسته ،ورسره یی دسویډن تعلیمی موسیسی کی دتعلیمی نصاب په رابطه چی دده رشته وه دژباړن په حیث دنده اجراکوله ، ترڅویی چی صحت یی کارکولو تقاضا نشوای پوره کولی په دوجه داولادونوسره امریکاته مهاجراودرنځ له کړاونو ورسته یی خپل روح ته وداع ویلی، متاسفانه نن یی کابل کی دمرحوم دفاتحی مراسیمو ته دشراکت کی د لنډوورځوپه وجه له دوستانونه معذرت غواړم انالله و انا الیه راجیعون ، روح دښاد اویاد د تل وی ، دمرحوم دماما زوی ډاکترخانجان حقمل