د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

زمونږ هیلی او ولسی جرګه یا د هیواد مقننه قوه

محمدقسیم دقیق 29.01.2015 12:00

زمونږ هیلی او ولسی جرګه یا د هیواد مقننه قوه (یا قانون جوړونکی قوه)
د نور نړۍ ترڅنګ زمونږ ولسی جرګه هم د افغانستان د اساسی قانون په اساس قانون جوړونکی او پدی قانون کی د بدلون راستونکی قوه ده.
خو زمونږ مقننه قوه د نور نړۍ برخلاف تل داسی پریکړی او قوانین جوړ کړی چی تل هر څه ددوی په چوپړ کی وی.
په تیرو کلونو کی په ځانګړی ډول په ۲۰۱۴ کال زمونږ مقننه قوی (ولسی جرګی) خپل ځان او خپلی کورنۍ ته د دایمی مصونیت په سیاسی پاسپورت غوښتنه، د معاشو لوړیدو، او بلاخره په مفته یا پرته د زحمته د لسانس، ماسټرۍ او ان د دوکتورا القاب او امتیاز ترلاسه کول ددی دلالت کوی ددغی جرګی سره د ځان غم دی نه د مظلوم ولس.
پرځای ددی دغه مقننه قوه زمونږ ملت ته داسی یو چوکاټ جوړ کړی چی تاریخ یی په یاد ولری، په زخمونو یی د مرهم پټۍ ولګوی او د برطانیه د ولسی جرګی مثال نور نړۍ ته وګرځی، خو برعکس داسی پریکړی یی په خپل حق کړی چی نورو وروسته پاتو او پرمختللو هیوادونو ته زمونږ د ورووسته یو بل لامل په ګوته کوی.
زمونږ ولسی جرګی یو ځل بیا تیره ورځ وښوده چی څومره مسلکی، بی تنظیمه (بی غرضه)، پرته د قومی او سمتی تعصبونو او خپل مسولیتونو تابع ولسی جرګه ده.
زه د ننګرهار د وکیلانو نومونه نه شم اخیستلای، خو دوی خپل ځانونه پیژنی چی تر اوسه پوری دوی پدی هم خبر ندی چی اساسی قانون څو فصلونه لری؟ څو مادی لری؟ او څرنګه دغه قانون رامنځته شوی دی. دا چی ننګرهار ته د سولی، فرهنګ، ادب او پوهی زانګو وایی نو د دا نورو ولایتونو غړی به په کوم حال وی.
خبره دا ده چی دا هر څه په لوی لاس د ځینو سیمه ایزو مغرضو او افغان دښمنه هیوادونو او نړیوالو قدرتونو د لاس الی دی. او په یو ډول نه ډول ددی مغرضو کسانو لاسپوڅی ګرځیدلی دی.
پرته له شکه چی ځینی با احساسه او هیواد پرسته وکیلان هم لرو، خو د ګوتو په شمیر دی او ددوی رول یی د صفر سره ضرب کړی دی.
د ولسی جرګی غړی مو د ښونځیوو ماشومان ندی چی دوی د ژمنی رخصتیو لپاره خبلو کورونو ته ستنیږی، دوی له سړی هوا او یخنۍ به مری چی د رخصتیو په لور روان دی.
دوی باید افغان حکومت پداسی بحرانی حالت کی پرینږدی. بلکی ددولت څخه د رد شویو وزیرانو لپاره د نویو وزیرانو غوښتنه په کلکه وکړی ترڅو زمونږ د هیواد وګړی له ټپه دریدلی حالت څخه راوباسی او د ملت په زخم د مرهم پټۍ کیږدی.
خو دلته هر څه بلی خوا ته روان دی. ولسی جرګه د ولسو ریښتونی استازی وی او د ولس د منځ څخه را ویستل شوی وی.
ددوی کړنی او کارنامو ته چی ګورم ، فکر کوم چی دوی سل په سلو کی د افغان دښمنه کړیو له خوا پر افغان مظلوم ولس تپل شوی دی. نه د افغان ولس د منځ څخه.
د کرزی د حکومت په لومړیو وختو کی د داسی ټوپکمارو راوستل په هغه وخت کی یوه غوښتنه وه ځکه چی د وخت حکومت ته یی شاید نوری ستونځی جوړی کړی وای او مهارول یی اړین خو. خو د وخت په تیریدو دغه نالوستی، بی احساسه او ټوپکمار زمونږ په مظلوم ولس د اوږو پیټی شو او ورځ تربلی مو ستونځی لاپسی ډیروی.
زه لدی لیاری پر ځوان، پوه او افغان هیواد مینو وروڼو غږ کوم چی دا څه تیر شول هغه د یو لوست او عبرت په شکل په پام کی ونیسی او سر اوسه د راتلونکی ولسی جرګی لپاره پوره چمتوالی ونیسی ترڅو په هیواد مین او پوه استازی په ولسی جرګی کی ولرۍ. که نه نو ددی جرګی غوندی به هم بی سواده، بی کیفایته، بی احساسه او پرځان مین استازی په ولسی جرګه کی ولری.