د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

مبارزه

سیف الله څرګند 28.01.2015 12:11

په افغانستان خو په خاص ډول په پښتون میشته سیمو کی تیر ۴۲ کلنو غمیزو هرڅه بل لوری ته راون کړل. چی بیرته راګرځول به یی ډیره عادی او اساننه خبره نه ده. رغښت او اصلاح ډیر وخت، مادی، معنوی انرژی ومصرف او ډیرو قربانیو ته اړتیا لری. دلته د یوه نسل هرڅه په ډیر بد حلت کی پای ته نږدی کیدونکی دی. په جنګ کی وزیږید، په جنګ کی لوی سو، په جنګ کی په ډیره پراخه کچه برخه واخیسته او ډیر تری اغیزمن سو او لا...

اسلامی ارزښتونه ته احترام او ساتل یی د دی ملت یو ډیره روښانه ځانګړنه ده. خو د اسلامیت. افغانیت، خپلواک او په خپلو پښو ولاړ افغانستان دښمنانو چی تل یی د اسلامی او انسانی تګلاری برخلاف د بل په غوربت، خواری، درپه دری، او ورانی کی خپل خیر غوښتی د دی ملت له سپیڅلی عقیدی او باور څخه په پراخه کچه د خپلو شومو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره کاراخیستی ده

خو د دی ملت د یو روښانه راتلونکی د تحقق لپاره په داسی حلاتو کی مبارزه له مرګ سره ډغری دی. ځکه نه خو دا ملت په داسی ویرجنو حالاتو کی په ډیره اسانه خپل خیر او شر پیزنی او نه هم د دوی تیر ایستل او خطا ایستل له یوه او بل نامه او لباس نه په استفادی سره دونه سخت کار دی. چی د دی وطن دښمنان تر ډیره بریده په کی کامیاب او بر لاسی دی.

حلاتو د سریښو ډنډ ته ورته شکل ځانه ته خپل کړی دی. په هره سطحه او لیول مشکلات او د پرمختګ موانع موجود دی. هره نیکه هڅه د خنډ سره په ډیره اسانه مخ کیداسی. د هغه چا لپاره چی دافغانی کټو د ساتلو کوښښ کوی له هر لوری وهل، له پوښو غورځول، بدنام کول... ممکن دی. د دی هیواد دښمنان په هره برخه کی دخپل نفوذ د پراخیدو کوښښ کوی او هم یی کړی ده چی د ضرورت په وخت کی له هری ممکنه لاری او هرډول وسیلی څخه استفاده وکړی او حالت تر خپله کنټرول لاندی وساتی.

په افغانی ټولنه کی یوځوان دخپلواهدافو تحقق لپاره دمبارزی په دوران کی له ډیرو رونګارنګ ټاپو وهلو سره شاید مخ سی. خو دا او داسی نور شیان هیڅکه باید د دی سبب ونګرځی چی له مبارزی لاس په سرسو او ځان تسلیم کړو. زما مطلب دا نه دی چی د مشکلاتو او موانعو په لیدوسره ماته ومنو او ځان شاته کړو او ځان په دی قانع کړو چی نه کیږی. له داسی ډیر څه سره مخ په مخ کیدل لا د وړاندی باید ومنو او ورسره د مقابلی په لارو چارو فکر وکړو.

سیف الله څرګند
حیدراباد-هندوستان