د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

«څو»دخوشال خان په څوبیتونوکې

محمدعیان«عیان» 28.01.2015 12:06

«څو»دې توان رسي په لوی دریاب کې ګرځه +
په ویاله کې دې زوال وینم نهنګه
خوشال خان خټک دلته «څو»داسې استعمال کړی چې مانا یې«ترڅوچې،ترڅوپورې اوترهغې پورې»ده. یانې ورته وایي: نهنګ جانه ترهغې چې وسه دې رسیږي نوویالې ته مه ننوځه!ځکه چې هلته درته دمرګ خطره ده. نهنګ په غوږ وهي اوپه دې یې خبروي چې ویاله درباندې په اخیره کې وچیږي اوبیاته هم په کې مرې. لیکین په لوي سمندرکې ګرځیدل دې ژوندی ساتي.
همدارنګه داویناپه ټولنه کې هم ښه صدق کوي اودژوند یوه عملي برخه ده. په دې ماناچې څومره دیوه انسان وس بریږي اوڅونه امکانات لري، بایددټولې جامعې په خذمت کې زیار وباسي.ځان یواځې په خپلو خپلوانواوخپلوګټوپورې محدودنه کړي. یابه داسې ووایوچې د کوم هدف اوکومې موخې دپاره یې ملا تړلې وي نوکه په ډله ایزه توګه په یوه لویه لاره روان شي،بیله شکه زرخپل مقصدته رسیدای شي.که په نریولارواو بیلوبیلووړووړوګروپونوکې سرکاوته مخ ته روانیږي نوحتماً یې لاراوږدیږي. راځئ چې یوساده مثال یې وړاندې کړو:
که یوزیات شمیرخلک دمضبوط دسپلین سره په یوه لوي ګوندکې راټول شي نوموخې ته درسیدولاریې لنډه ده اوکه په وړووړوګروپونویاګوندونوکې سیاسي فعالیت ته دوام ورکړي نوپایله به یې هیڅ اوهغه دچاخبره صفروي. دافغانستان د پخواني خلک دیموکراتیک ګوند(مقصدمې خلقیان دي) اوسنی حالت یې ښه ژوندی مثال دی.اوس اوس نن سبا د یاد ګوند غړي په څووړو وړو ګروپونویاګوندونوکې تنظیم دي،خو څوک یې په یوه خبره لا هم غوږنه ګروي اویاهغه دپخوانو خبره څوک یې په خوله پیازهم نه ژویي اودکټۍ یخ ته لویدلي دي. پیکرکوم چې په دغسې حالت کې به دټولنې دردونو ته هم چندانې دوانه شي.ښه اوپخه خبره داده چې ټول په یوه لوي دریاب کې لامبوووهي اویوسترواحدګوندجوړ کړي. بیا نو ویلی شوچې دخپل ولس اوټولنې چوپړته چمتو کیدای شي. بیله شکه چې هره خبره به یې میره اوغوښتنې به یې دمنلو وي.
دسیاست نه به راوګرځواوبیرته به خپلې ادبي څیړنې ته راشو.«څو» به دخوشال باباپه یوبل بیت کې وګورو.دلته د «څو» دتشریح کولونه زمامقصددادی چې په ځینوبیتونوکې «څو»د«ترڅو،څوپورې اوترهغې پورې»په مانادی.یانې چې دګڼڼې، شمیرنې اوعدد مانانه لري.
که چیرې «څو»ځانله وي نومانایې بیلکل دګڼڼې،شمیرنې او عددده.که یوبل اسم ورسره په څنګ کې راشي بیاهم مانایې همدادګڼلواوشمیرلوده.لکه څوکتابونه،څوقلمونه اونور.دې بیت ته موپام راوګرځوئ!
«څو»مې زړه په بې غمیه پسې درومي+
هومره نورتازه غمونه راوصول کا
دلته هم«څو» ترڅوپورې،ترهغې پورې اوترڅومره پورې مانالري.کله کله پې یونیم سړی تیروځي اوداسې پیکر(فکر) کوي چې «څو»دګڼلواوشمیرلوپه مانااستعمال شوی،خوزه پیکرکوم چې مانابه یې په دې بیتونوکې« ترڅوپورې،ترهغې اوترڅومره پورې »سمه وي.
دابیت هم وګورئ!
خوشال یواځې نه دی څوپه ملک کې عاشقان شته
ترڅوپورې چې په ملک کې عاشقان شته نوخوشال یواځې نه دی. دلته هم زماپه اند«څو»دګڼلو،شمیرلواوعددپه مانانه دی.زه وایم چې دابه داسې ماناونه لري چې ووایو«څوتنه» عاشقان چې په ملک کې شته نوخوشال یواځې نه دی.نه؛بلکې مانابه یې داسې وي چې«ترڅوپورې»په ملک کې عاشقان شته نوخوشال یواځې نه دی.
اوپه دې بیت کې هم«څو» ترنظرتیرکړئ!
«څو» ژوندی په دنیاپایم خدای دې نه کا+
ستاڅیره زما د زړه له تختــــې حکـــه
خوشال باباوایي ترڅوپورې چې په دونیاکې ژوندکوم نو خدای دې ستاڅیره زمادزړه له تختې نه لرې نه کړي.
«پای»