د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

امپریالیزم او د هغه ځانګړتیاوې

عطا محمد میاخېل 28.01.2015 11:06

امپریالیزم (Imperialiam) د لاتیني ایمپریو ( Imperium) له ریښې څخه اخیستل شوی او په لغت کې د مطلقه قدرت او امپراتورۍ په معنا ده په اصطلاح کې امپریالیزم د قدرتمندو دولتونو له خوا د پراختیا غوښتونکي اقتصادي ، سیاسي لوړتیا غوښتنې ( هژموني ) سیاستونو کړنې دي چې پر نورو ملتونو او یا هیوادونو عملي کیږي . دغه اصطلاح د امپریالیزم ( د پانګوالۍ ډیر لوړ پړاو په توګه ) د کتاب د خپریدو څخه وروسته له ځانګړي سیاسي نفوذ څخه برخمنه شوه ، ددغه کتاب د لیکوال په نظر په اقتصادي برخه کې د امپریالیزم اصلي ځانګړنه او جوهر دا دی چې په پانګوالو هیوادونو کې په اقتصاد او سیاست کې د انحصاراتو تسلط ټاکونکی او تصمیم نیوونکی رول تر سره کوي ، د دغې دورې سترې ځانګړنې :
1 . د تولید تمرکز او د پانګې تمرکز چې د انحصاراو مونو پول د رامنځته کیدو سبب کیږي او به اقتصادي ژوند کې پریکړی نقش لري .
2 . بانکي پانګه له صنعتي پانګې سره ګډیږي او د هغې پر بنسټ مالي پانګه او لوړه الیګار شي رامنځته کیږي .
3 . د امپریالیزم په پړاو کې د کالیو د صادرولو پر ځای د پانګې صادرول ځانګړی ارزښت تر لاسه کوي .
4 . نړیوالې اتحادیې او کنسرسیومونه جوړیږي ، دغه اتحادیې د کارتلو ، تر استو ، کنسر سیومونو په بڼه له اقتصادي پلوه جهان په خپل منځ کې ویشي .
5 . د امپریالیزم په پړاو ( مرحله ) کې د نړۍ د ځمکو ویش د پانګوالۍ په ډیرو لویو او شتمنو دولتونو پای ته رسیږي او دهغه د نوي پیل مسله مطرح کیږي .
ویلای شو چې د انحصاراتو په تسلط کې د مخ په ودې هیوادو د اقتصادي ، سیاسي ، ټولنیز او فرهنګي ژوند انحصار په خپل اقتدار او واک کې راولي . امپریالیزم په خپل بشپړتیایي پړاو کې دولتي انحصاري پانګوالۍ ته رسیږي .
امپریالیزم په جهان کې د غربت اساسي عامل او مخ په ودې نړۍ کې د خپلو ګټو د تر لاسه کولو د پراختیا غوښتنې علت او لامل دی یوه بله مهمه پدیده چې له نولسمې پیړۍ څخه ناحل شوې شلمې پیړۍ ته وارده شوه د امپریالیزم مسله وه .
امپریالیزم یوه پخوانۍ پدیده ده چې د یوه هیواد له سیاسي پولو څخه بهر د نفوذ او تسلط زیاتیدو ته ویل کیږي ، په نولسمه پیړۍ کې یعنې له 1840م کال دغې اصطلاح څخه د فرانسې د بهرني سیاست له پراختیا سره په سیاسي فرهنګ کې نوې معنا پیدا کړه او له 1870 م کال څخه تقریبا ټول اروپایي هیوادونه د ځان له پاره د مستعمرو جوړولو په سبب د امپریالیستي هیوادونو جز شول معمولا لویدیځ تاریخ لیکونکی د
1818 م څخه تر 1880 م پورې زمانې محدود د مستعمرې جوړونې او د لویدیځ امپریالیزم پیړۍ یادوي مار کسیستي تیور ستانو هم د لینن په تعریف تاکید کړی دی او دغه پیړۍ یې په حقیقت کې د پانګوالي انحصاراتو پړاو بللی دی همدارنګه چیني کمونستان له 1968 م کال څخه په خپلو لیکنو کې په سیوسیال امپریالیزم تینګار کوي لکه چې وویل شول د صنعتي انقلاب په وسیله په حقیقت کې د پانګوالۍ د پراختیا او تکامل د تولید زیاتوالی په ګودامو کې د کالیو تولید او سر په سر لویدل ، د لومړنیو ارزانو موادو په خاطر او اروپایان یې په افریقا او آسیا باندې یرغل ته اړ کړل په بیل کې امپریالیزم له ځانه ډیر تاو تریخوالی ښوده ، ځکه یوازې د قیمتي صنعتي کالو په بدلولو او د ارزانه لومړنیو موادو په رانیولو راضي وو ، خو له 1780 م کال راهیسې په اروپا یي ټولنو کې څو پیښې وشوې ، چې په یوه وار اروپایي ښکیلاکګر په ډیر زیات تاو تریخوالي په خپله نوې بڼه د مستعمرو په جوړونه کې هڅې د نړۍ په هره برخه کې چې پاتې وو ، پیل کړې ډیرې مهمې پیښې چې په دغه وخت  کې رامنځته شوي دا دي :
1 . د امریکا د خپلواکۍ جګړه چې له ډیرو وینو تویولو څخه وروسته په 1775 م کال پیل او په پای کې په 1776 م کال د جولای په میاشت کې یې د بریتانیا له امپراتورۍ څخه خپله خپلواکي تر لاسه کړه دغه پیښه ، یعنې دا چې د لومړي ځل له پاره یوه ملت وکولای شول له ښکیلاکګر څخه خپلواکي لاسته راوړي او دا د ټولو ښکیلاکګرو دولتونو په پاره د خطر زنګ و ، نو له همدې امله د دې سبب شو چې په دوو د لیلونو د خپلو مستعمرو د ساتنې له پاره په تاو تریخوالي پیل وکړي لومړی دا چې هغه د بل ښکیلاکګر هیواد له لاس څخه وساتي او دوهم دا چې مستعمره ملتونه د خپلواکۍ په فکر کې نه شي .
2 . د امریکا د بریالیتوب او پیدا کیدو سره په 1776 م کال د آدام سمیت مشهور اثر د
( ملتونو پانګه ) په نامه چې ( لومړی په 13 ایالتو کې ) هم خپور شو سمیت په دغه کتاب کې چې په حقیقت کې د ده شاهکار هم ګڼل کیږي داسې استدلال کوي چې د یوه هیواد او ملت پانګه له تولید څخه زیاتیږي او نه یوازې سوداګري او په دې وسیله د مرکانتیلیستانو د عقایدو رد کړی دی ، نو سوداګري او قدرت چې د بورژوازۍ دوه وزرونه ګڼل کیږي د مستعمرو په ساتلو او تاکید باندې ټینګار کاوه .
3 . او بالاخره لکه چې ومو ویل همدا صنعتي انقلاب و چې د اروپایي امپریالیزم په فلسفه کې یې زیات بدلونونه رامنځته کړل له دوهمې نړیوالې جګړې څخه وروسته او د اروپایي ښکیلاکګرو کمزورتیا په ځانګړې تو ګه د انګلستان او فرانسې ، ډیرې مستعمرې په ظاهري او تر یوه حده رښتینې خپلواکۍ ته ورسیدلې که څه هم د هغوی  ځای بل ښکیلاکګر یعنې د امریکې متحده ایالاتو ډک کړ د خپلواکۍ ته رسیدلی نوی هیواد په دې باور وو چې له ښکیلاکګرو څخه پر ځای پاتې د لومړنیو خنډونو په لرلو او صنعتي اطلاعات به په آسانۍ سره وکولای شي د خپلو ستونزو په له منځه وړلوپیل وکړي که څه هم خپلواکۍ ته رسیدلي نوي هیوادونه په ظاهري او کمزورې سیاسي خپلواکۍ بری موندلی و ، خو د هغوی فرهنګي اغیزې او اقتصادي تړلتیا ښکیلاکګر هیواد ته په آسانۍ سره له منځه نه تلل په همدې سبب د هغوی غیر مستقیمې تړلتیا وې له پر مختللو صنعتي هیوادونو سره په ځینو وختوکې ان له پخوا څخه هم زیاتې شوې په بله وینا ښکیلاکګر هیوادونه د سیاسي خپلواکۍ په بخښلو اړ شول ، خو اقتصادي او فرهنګي تړلتیا یې هماغه ډول وساتلې به دغه پړاو کې ده چې ښکیلاک خپلې نوې مرحلې او پړاو ته وارد شو یعنې نوی ښکیلاک چې هر اړ خیزه زبیښاک یې له خان سره درلود .