د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ترکمنستان په افغانستان کې د پراخیتا لپاره ښه زمینه

عبدالغني (هاشمي) 27.01.2015 18:09

ملي وحدت دولت، په ځانګړي ډول په خپله ولسمشر محمد اشرف غني، واک ته له رسېدو سره جوخت، په افغانستان کې د سولې او ټیکاو ټینګښت او اقتصادي پراختیا لپاره د بهرنیو هېوادونو، په ځانګړي ډول ګاوندیو هغو ونډې او رول ته ډېر ارزښت ورکړ او په همدې موخه یې د خپلې واکمنۍ له پیله تردې دمه د تمې خلاف بېلابېلو نړیوالو او ګاونډیو هېوادونو ته ډېر سفرونه وکړل.
د کابینې نوماند وزیرانو د ورپېژندلو پرمهال ولسي جرګې ته د ښاغلي غني دا زغرده څرګندونه او ټینګار، چې په افغانستان کې د سولې او پرمختیا په خاطر د نورو نړیوالو هېوادونو پرتله د سیمې، په ځانګړي ډول ګاونډیو هېوادونو هراړخیره مرسته، همکاري او متقابلې اړیکې ډېرې مهمې دي؛ زموږ ددې ادعا یوبل عینی ثبوت دی. نوموړي په دې خبرو کې په ټينګار سره وویل، چې که د سولې او پرمختیا لپاره د سیمې او اسلامي هېوادونو هراړخیره همکاري راجلب نه کړو، د نړۍ د نورو هېوادونو ونډه به په دې برخه کې د پام وړ اغېز ونه لري.
په دې موخه ددغو سفرونو په لړ کې ګاونډي هېواد ترکمنستان ته د ښاغلي غني وروستی سفر هم د همدغه ارزښت او اهمیت پر بنسټ ترسره شو.
ددې سفر په ترڅ کې د ترکمنستان له جمهور رییس قربانقلي بردي محمدوف سره د ښاغلي غني په کتنه کې دواړو لورو په افغانستان کې د سولې او ثبات ټینګښت، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزو، انرژۍ، ټرانزیټ، فرهنګي او بشري مرستو او د یو شمېر سیمه ایزو او نړیوالو موضوع ګانو په باب بحث او خبرې وکړې.
ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان په اړه د ترکمنستان دایمي بې غرضه مثبت سیاست او په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت په اړه د هغه هېواد رښتینې هڅې ستایلي اوویلي یې دي، چې ترکمنستان زموږ نېک او خیر غوښتونکی ګاونډی هېواد دی او په راتلونکي کې به هم وي.
د ترکمنستان ولسمشر هم له افغانستان سره د خپلو روانو مرستو او همکاریو پر دوام ټینګار کړی او په راتلونکي کې یې هم په بېلابېلو برخو کې د هراړخیزو مرستو او همکاریو ژمنه کړې ده.
ترکمنستان که څه هم ونه شي کړای په افغانستان کې د سیاسي او امنیتي سمون او پراختیا په برخه کې د پام وړ اغېزمنه ونډه ترسره کړي، خو د طبیعي بډایه زېرمو، په ځانګړي ډول سون ګازو د شتون او د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د افغانستان نښلولو له امله د سوداګریزو، پانګونې، اقتصادي او پراختیايي ودې او بډایېنې له لارې په افغانستان کې په مستقیمه یا غیر مستقیمه توګه د اقتصادي پر مختیا، سولې، ټیکاو او امنیت په برخه کې هم اغېزمن واقع شي. پرهمدې بنسټ ویلای شو، چې ترکمنستان ته د ښاغلي غني وروستی سفر پر اقتصادي ګټو سربېره، له سیاسي او امنیتي پاموړ ګټو هم خالي نه وو او نه دی.
ترکمنستان د خپل ښېرازه طبیعي بېلابېلو زېرمو، په ځانګړي ډول ګازو شتون له کبله کولای شي د سیمې هېوادونه د سوداګریزو، پانګونې او اقتصادي اړیکو له پلوه سره غوټه او پیوند کړي، چې، پر اقتصادي ګټو سربېره به د دغو هېوادونو تر منځ د اړیکو د ښه والي په برخه کې هم ډېر ګټور وي، چې له نیکه مرغه په دې صورت کې به په طبیعي توګه دا غوټه او پیوند تر ډېره بریده له ترکمنستانه وروسته د نورو هېوادونو پرتله د افغانستان په ګټه وي، ځکه په لومړي ګام کې د شوي قرارداد له مخې به پاکستان او هندوستان هېوادونو ته د ترکمنستان د ګازو نللی که به هم د افغانستان له خاورې هغو هېوادونو ته غځېږي.
ځينې مهم قراردادونه:
 د ټاپي پروژې په نامه قرارداد غړو هيوادونو (ترکمنستان، افغانستان، پاکستان، هندوستان) ترمنځ په ١٣٨٠لمريز کال کې يو تړون لاسليک شو، چې د يادو څلورو هيوادونو په خوښه د ګازو ددې سترې پروژې د عملي کولو لپاره یې د «ټاپي لمټيد» په نوم يو ګډ شرکت جوړ کړ.
د ۱۳۹۱ لمريز کال د وري په مياشت کې د کانونو پخواني وزير وحيدالله شهراني د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د ګازو د بيې نهايي کولو لپاره د ترکمنستان مرکز، عشق اباد ته سفر وکړ.
شهراني هغه مهال ويلی وو، چې د ترکمنستان ولسمشر په افغانستان کې د دېرشو کلونو لپاره په مناسبه بيه په هر کال کې ۵۰۰ ميليون متر مکعب ګازو په پلورلو موافقه وکړه، چې په ١٣٩٢ لمريز کال کې د همدې پرېکړې تړون لاسليک شو.
د دغه سند له مخې به افغانستان کې د ټاپي پروژې له بشپړېدو وروسته په لومړيو لسو کلونو کې پنځه سوه ميليون متر مکعبه ګاز ترلاسه او دويمه لسيزه کې به يو ميليارډ متر مکعبه او درېيمه لسيزه کې به ١،٥ ميليارډ متر مکعبه ګاز له دغه هېواده وپېري.
هغه مهال د ټاپي پروژې غړو هېوادونو ژمنه کړې وه، چې د دې پروژې ترڅنګ به يوه بله ستره اساسي او بنسټيزه پروژه همپلې کېږي، چې هغه د نلليکې ترڅنګ په نړيواله کچه د لويې لارې جوړېدل و، ترڅو هند او پاکستان د افغانستان له لارې د منځنۍ اسيا له هېوادونو سره ونښلوي.
پردې سربېره افغانستان ته له ترکمنستان هېواده د پخواني ولسمشر حامدکرزي د واکمنۍ پرمهال په لومړي پړاو کې ۳۰ میګاواټه برېښنا ولېږدول شوه، چېترکمنستان ته د اوسني ولسمشر محمد اشرف غني د سفر پرمهال دغه هېواد ژمنه کړې، چې افغانستان ته صادره شوې برېښنا به له ۳۰ میګاواټه ۵۰۰ مېګاواټو ته پورته کړي او پردې سربېره به د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه هم په روان میلادي کال کې دوه برابره شي.
ترکمنستان ته د ښاغلي غني بله لاسته راوړنه د اقتصادي همکاریو پرمختګ، ټرانزیټ، سوداګرۍ او کلتوري پرمختیا، له ترهګرۍ سره مبارزه او د نشه يي توکو د قاچاق مخنیوی، هغه ژمنې وې چې په یوې دولس ماده ییزې ګډې اعلامیې کې ځای پر ځای شوې وې او دواړو ولسمشرانو لاسلیک کړه.
د افغانستان، ترکمنستان، اذربایجان او ګورجستان ترمنځ دټرانسپورټي دهلېز جوړول د همدغې اعلامیې یوه بله برخه ده.
په یادې اعلامیه کې ټینګار شوی، چې د لا زیاتو اقتصادي او سوداګریزو مرستو لپاره دې یو بین الحکومتي کمیسیون جوړ شي.
اوس مهال افغانستان له ترکمنستان څخه دېرش میګاواټه برېښنا پېري او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ راکړه ورکړه په کال کې له یو میلیارډ ډالرو څخه لوړه ده.
په همدې موخه ملي وحدت دولت هم له ترکمنستان سره د اړیکو پراختیا ته پراخه پاملرنه کړې او په دې برخه کې یې ډېر ګټور عملي ګامونه هم پورته کړي دي، چې که د دواړو هېوادنو تر منځ او له دې لارې د سیمې له نورو هېوادونو سره د اړیکو پراختیا، اقتصادي، سوداګریزې او پراختیايي پروژو قراردادونه او تړونونه په همدې چټکۍ او پراخۍ سره روان وي او دوام ومومي، نو په افغانستان کې به پر اقتصادي پراختیا او پیاوړتیا سربېره په دغو پروژو کې د ډېریو افغانانو بوختېدلو او له بل لوري د خپلو ګټو په خاطر د دغو پروژو د امنیت او خوندیتوب ساتلو په موخه د پروژو اړوند هېوادونو پراخو او مسوولانه مرستو او همکاریو پربنسټ به په افغانستان کې په اقتصادي، سیاسي، امنیتي، پراختیايي او نورو بېلابېلو برخو کې ښه او پراخ پرمختګونه رامنځته شي.