د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په انګلستان کې د افغان ځوانانو ژوند

یاسر الهاشمي 27.01.2015 18:05

هغه هيوادونه چې اسعار يي نسبت نورو هيوادونو ته لوړ ارزښت لري، هلته د خلکو مصارف هم لوړ دي.
د اروپايي اتحاديي او انګلستان پولي واحدونه د نړۍ په بازارونو کې تر کويټ هيواد وروسته په ترتيب سره دريم او دویم ځای لری، همدا لامل دی چې افغان ځوانان غواړې اروپا ته اوبيا په ځانګړي توګه انګلستان ته د کار لپاره په غير قانوني ډول ولاړ شي.
خو، دوی پدې نه دې خبر چې انګلستان کې د پيسو ګټل او ژوند کول څه اسانه ندی. ځينې وخت داسې هم کيږي چې د يو شخص ورځنی مصرف د هغه د عايد څخه زيات شي، بيا نو د کور(افغانستان) نه پيسې غواړي.
هغه افغان ځوانان چې د انګلستان دولت لخوا ورته د اوسيدو او کار جواز ورکول کيږي اکثرا دوی په انګليسي ژبه باندې نه پوهيږي او د دوی د زده کړې کچه هم ټيټه وي، له بلی خوا دوی د انګلستان له محیط سره هم نا اشنا وي نو ځکه دوی نشي کولای چې ښې دندې پيدا کړي.
په انګلستان کې افغان ځوانان يا خو د ډيرو ناچيزو پيسو په بدل کې هوټلونو کې کار کوي، يا په دوکانونو کې شاګردي کوي چې د هغې عايد هم چندان ښه نه وي.
د بی بی سي د راپور پر اساس د يو افغان کارګر ځوان ورځنی عايد په انګلستان کې ۳۰-۴۰ استرلينګ پونډ دی چې په يوه اونۍ کې ۲۱۰-۲۸۰ استرلينګ پونډه کيږي، پداسي حال کې چې د یوې اونې مصرف ۱۹۰ -۲۲۰ استرلينګ پونډه دی.
په انګلستان کې د اوسيدو کرايه او همدارنګه د خوراکي توکو قيمت لوړ دی، د مثال په ډول د یو کسيز اطاق کرايه د يوې هفتې لپاره تر ۱۰۰ پونډه دی او د يوې هفتې لپاره د يو کس د خوراک مصرف هم ۵۰ پونډه کيږي؛ د برق، ګاز، انټرنټ، موبايل، د صحت مصارف، کالي مينځل او د موټر کرايه چې ورسره حساب کړئ نو ۱۹۰- ۲۲۰ استرلينګ پونډو ته رسيږي.
که پورتنېو مصارفو سره د کاليو او بوټانو اخيستلو پيسې هم يوځای شي بیا نو دغه شخص ته د سپما لپاره هيڅ هم نه پاتی کيږي، يو جوړ پتلون ۶۰ استرلينګ پونډه او يو جوړه بوټان بيا ۶۶ استرلينګ پونډه کيږي.
په اوسط ډول يو افغان کارګر په انګلستان کې د مياشتی ۲۰۰-۲۵۰ استرلينګ پونډ خالص عايد لری چې ۱۵۰۰۰ څخه تر ۲۰۰۰۰ افغانۍ کيږي. اوس نو دغه افغان ځوان له دې پيسو څخه څومره کور ته وليږي او څومره د ځان لپاره وساتي؟
آيا دا منطقي ده چي يو سړی دی ۱۵۰۰۰ ډالره مصرف کړي او بيا په يو بل هيواد کې د کورني، ملګرو او خپلوانو څخه لری ورځ مزدوري وکړي او هلته هم د میاشتې ۱۵۰۰۰ څخه نيولی تر ۲۰۰۰۰ افغانۍ پورې پيدا کړي؟
پداسې حال کې چې دلته يو افغان مزدور کار(دياړي مار) د مياشتې ۱۵۰۰۰ افغانۍ پيدا کوي او هغه چې په هوټلونو کې شاګردي کوی بيا د میاشتې تر ۲۰۰۰۰ افغانۍ پورې پيدا کوي.
که هماغه پيسې چې يو شخص يي لندن ته په تګ مصرفوي همدلته پرې کار و بار شروع کړي، څو ګټې به وکړي:
د خپل هيواد په بيارغاونه او اقتصاد کې به يي رغنده رول لوبولی وي؛ سربیره پردې به د خپلې کورنۍ، ملګرو او دوستانو ترڅنګ وي او په خپله ټولنه کې به خوشحاله ژوند ولري.