د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د پلار لیکونه

عطا محمد میاخېل 27.01.2015 11:50

   له پنده ډکه کیسه   
ژباړن : عطا محمد میاخېل
   یوه کس خپله مېرمن ، دوه زامن او یوه لور په کور پرېښودل او خپله د یوې مړۍ حلالي روزي د پیدا کولو په موخه یوې لرې سیمې ته لاړ ، اولادونو یې له ده سره ډېره زیاته مینه لرله او نوموړي ته یې بې اندازې درناوی درلود .
   څو موده وروسته پلار یې خپل لومړنی لیک دوی ته را واستاوه ، زامنو یې پر ځای      د دې چې لیک پرانیزي ، چې څه پکې لیکل شوي دي ، ټولو په خپل وار سره ښکل کړ او وې ویل : دا لیک د هغه چا له لوري رالېږل شوی ، کوم چې موږ ورسره بې کچې مینه لرو ، وروسته یې پاکټ شوی لیک په یوه بخملي پوښ کې ونغاړه او په المارۍ کې یې کېښود ، وخت په وخت به یې را اخیسته دوړې او خاورې به یې ترې څنډلې او بېرته به  یې په همغه پوښ کې تاواوه ، د پلار له هرلیک سره به یې ورته کړنه ترسره کوله .
    کلونه تېر شول پلار له اوږدې مسافرۍ بېرته را وګرځېده ، کله چې کورته راغی، ګوري چې پرته له یوه زوی څخه یې په کور کې نور هېڅوک نه دي پاتې ، له هغه څخه یې وپوښتل : مور دې چېرته ده ؟
زوی یې وویل : هغه ډېره ناروغه شوه ، موږ پیسې نه درلودې ، چې د هغې درملنه مو پرې کړې وای ، نو له همدې امله  یې ناروغي  ورځ تر بلې سختېده ، چې بالاخره یې له دې نړۍ سره د تل له پاره مخه ښه وکړه .
 
  پلار په حیرانتیا سره وویل : ولې ؟ زما لومړنی لیک مو نه و پرانیستی ؟ د لیک ترڅنګ مې په پاکټ کې تاسو ته ډېرې پیسې را لېږلې وې !
زوی وویل : نه !
پلار یې بیا وپوښتل : ورور دې چېرته دی ؟
زوی وویل : د مور له مړینې مې وروسته ، داسې څوک نه وو ، چې هغه ته یې نصیحت کړی وی او سمه لاره یې ورښودلې وای ، هغه هم له بدو کسانو سره ملګری شو او له هغوی سره یوه نامعلوم لوري ته لاړه چې تر اوسه یې درک نه دی معلوم !
پلار په حیرانتیا سره وویل : ولې ؟
ما په خپل دویم لیک کې هغه ته لارښوونه کړې وه ، چې له بدو خلکو څخه لرې ګرځه ، د ښو او بدو خلکو ځانګړتیاوې مې ورته په لیک کې په  ګوته کړې وې ، هغه لیک مو هم ونه لوست ؟
زوی وویل : نه !
پلار یې یو ځل بیا وپوښتل : خور دې چېرته ده ؟
زوی یې ځواب ورکړ : له هغه هلک سره یې واده وکړ ، کوم چې تل به یې د هغې د غوښتلو له پاره زموږ کورته مرکه را لېږله اوس د هغه د ژوند ملګرې ده او له هغه سره یې ژوند په ډېر کړاو تېرېږي .
پلاریې په خواشینۍ سره وویل : هغې هم زما لیک ونه لوست ؟ چې پکې لیکلي مې وو ،  زه له دې کوژدې سره مخالف یم ، ځکه چې دا هلک نه یوازې دا چې عزت نه لري ، بلکې له یوې ښې کورنۍ سره تړاو هم نه لري ؛ او په دې اړه مې په لیک کې ورته منطقي دلایل هم ذکر کړي وو .
زوی وویل : نه !
اوس نو د څه په اړه فکر کوئ ؟
دا چې ټوله ملامتیا په اولادونو کې وه ، د دې پرځای چې لیکونه ولولي ، تر ښکلولو او په سترګو موښلو وروسته به یې په بخملي پوښ کې ساتل .
د هغې کورنۍ په اړه فکر وکړئ ، چې څنګه یې د خپلې ټنبلۍ او ناپوهۍ له امله د هوسا ژوند څومره ښه فرصتونه له لاسه ورکړل او د سترو بدمرغیو په لومه کې را ګیر شول .
کله مې چې دا کیسه واورېده ، په ناڅاپي ډول مې په رپک باندې  په ایښي قرآن عظیم الشان باندې سترګې ولګېدې چې په څو ښکلو پوښونو کې تاو وو .
له ځان سره مې وویل : افسوس زموږ پر حال .
له قرآن عظیم الشان سره زما کړنه د هغو هلکانو له کړنې سره ورته ده  کومه ، چې د پلار له لیکونو سره یې تر سره کړې وه .
زه هم قرآن مجید ښکلوم ، په خپلو سترګو پورې یې موښم ؛ ډېر درناوی یې کووم ؛ ښایسته بخملي پوښونه ور اغوندم ، په ډېر درناوي سره یې په المارۍ کې ږدم ، مګر تلاوت یې نه کووم او هغه څه چې پکې لیکل شوي ګټه نه ترې اخلم ، په داسې حال کې هغه څه چې په قرآن کریم  کې دي ، زما د ژوند تګلاره ده .
قرآن عظیم الشان مې را واخیست له یوې سیپارې تلاوت وروسته مې ښکل کړ او له ځان سره مې پریکړه وکړه ، چې هېڅکله به له قرآن مجید څخه جلا نه شم ، هر وخت به یې تلاوت کووم .