د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

جمعیت إصلاح د جمعیت إفساد په لومه کې

عبدالله آشنا 27.01.2015 10:48

کله چې د الله تعالی مبارک نوم، دهغه د ښکلي استازي او ګران پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم، اسلام، شریعت، اصلاح ... او داسې نورې کلمې د انسان غوږونه واوري یا سترګې وويني نو د مسلمان په زړه کې له واک او اختیار پرته خوښي را وټوکوي او له دغه کلمو او نومونو سره انسان ته سکون او آرامتیا په لاس ورشي. دا ټول هغه وخت چې په انسان کې په یادو څيزونو ایمان او باور ځای ولري. ددې موضوع او حقیقت سر له هغه څه پیل کیږي چې الله تعالی ورته د انسان طبیعت مناسب او وړ پیدا او خلق کړی دی.
له لدې موضوع سره تړلی بل حقیقت دادی چې کله دغه کلمې او نومونه له خبل مدلول او مفهوم څخه پرته د بلې موخې او مقصد لپاره د چل او ول په شکل وکارول شي، که ليرې وي او که نژدې، یاد چل او ول له منځه ځي او اصلي شکل او څېره را برسېره کیږي او د قضیې هر لوری ښه یو او بل ته وپېژندل کیږي. دغه شان رسوا کیدل یا د اصلي څېرې را بربنډ کېدل انسان بیا سخت ځوروي او هر وخت ورته د یادو شویو پاکو او مقدسو کلمو د بې ځایه کارولو په غوصه ورولي او زړه سخت دردمن پاتې وي.
ګران لوستونکي به خامخا د افغانستان په کچه د جمعیت إصلاح له نامه او یا ځېنو د اسلام تر شعار او ښکلي نامه لاندې د یاد شوي جوړښت له کړو او وړو سره آشنا او بلد وي؟
که داسې نه وي نو په افغان پلازمېنه کابل ښار کې خو به یې ددې ادارې تجارتي علمي مرکز یعنې د سلام پوهنتون لیدلی وي؟
که داسې هم نه وي نو بیا خو به یې خامخا د اسلام ترنامه لاندې عربو، ایرانیانو او ډیرو نورو نړیوالو ورانکاره ادارو ته د افغان حکومت په ضد د یوې ډلې منسجمی او تنظمي کړنې او منډې ترړې لیدلې وي؟
که داسې هم نه وي؟ نو بیا راشئ چې پدې خطرناکه موضوع ټول خبر شو او یوازې یې د اسلام د سپېڅلي دین څخه ددفاع او دهیواد د ملي ګټو ساتنې په موخه ورته لاس یو کړو او پرینږدو چې زمونږ د ګران هیواد او سپېڅلي دین په سر سوداګري وکړي.
د جمعیت إصلاح جوړښت د همدې ډلې د رسمي انټرنټي پاڼې په استناد ۱۳۸۲ هجري لمریز کال کې رامنځته شو، خو د تفصیل په استناد یې ددغه جوړښت بنسټګر او متفکر غړي یې د شپېتمې لسیزې له نیمایي په همدې هڅوو بوخت بلل شوي دي. حقیقت دادی چې جمعیت إصلاح تر زیاته بریده پورې په پېښور کې د فرهنګي مرکز، سپاه دانش، دانشجویانو او دمحصلانو د پخوانیو جوړښتونو څخه پکې راټاله شوي کسان او غړي دي. ډېری یې د فرهنګی مرکز کسان دي چې له هماغه وخته دوی له پردیو سره په ناسته ولاړه او هغوی ته د مادیاتو په مقابل کې د پرګرامونو چلولو ښه کاري تجربه او مخینه لري.
الله تعالی شاهد او ګواه دی چې د هجرت په وخت کې هم کوم جوړښت به جوړیده، یوه لوري به مادي او فکري څانګې ورته برابرې کړې او بیا به په هغه چا پسې ګرځیدل او یا به ورسره تیار په ګوته شوي کسان وو چې یاد شوی فکر او مغزي جګړه پرمخ بوځي. ددغه شان جوړښتونو سخت او خطرناک اغیز دا وو چې تر زیاته بریده یې په اسلام ټینګ ځوانان په مادیاتو او نورو انساني غرایزو بوخت او عادت کړل. یاد جوړښتونه به کله د اخوان المسلمین، کله د اهل حدیثو، کله دجهاد او کله کله به د اسلام ترنامه لاندې رامنځته کیدل او کله چې به یې خپلې موخې ته رسېدنه یقني شوه او یا به دبلې کومې لوبې وخت راغی نو بیا به زوړ جوړښت له منځه ولاړ، یا به له بل کوم نوي جریان سره مدغم کړل شو او یا به ورته بل نوم ورکړل شو.
ددغه شان جوړښتونو په داخل کې بیا هماغه تجربه کارې څېرې وي چې له ډېرې مودې یې په دغه شان لوبو او د پردیو لپاره د پرګرامونو په عملي کولو کې ښې غښتلې وي. په جمعیت إصلاح کې هم کټ مټ همداسې ده او په ټول جمعیت اصلاح کې یوازې پنځه کسان دي چې دغه ټول ورانکاره پلانونه د اسلاميت ترنامه لاندې د ځوانانو له اسلامي جذبې په استفادې سره د پردیو لپاره عملي او ځان ته پکې مادې جنت جوړوي.
ددې ډلې یاد پنځه کسان، د اسلام او الله په نامه له خلکو د پیسو په راټولو کې خورا زړه او پخوانۍ عملي تجربه لري، په غلا اود مسلمانانو په غولو کې خورا ګړندي دي، د خپل ځان لپاره ښې مادې مزې او چړچې عملي کولای شي، که پرون له الرابطة العالم الاسلامی، سعودي عربستان، قطر، اماراتو او نورو لوریو د پیسو په لاسته کولو کې ماهر وو نن یې له یادو مواردو سره سره د ایران د خامنیي خدایۍ ته هم په مکر او حیلې لاره موندلې ده. د سلام پوهنتون، د سیمییزو ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکز ترچتر لاندې چې له هر لوري شونې وي دوی پیسې ترلاسه کوي. حال داچه د سلام پوهنتون د بنسټ معنوي ډبره په دې شکل کیښودل شوه چې هر افغان بچي او بچۍ ته د لوړو زده کړو لاره په وړیا ډول برابره کړي. مګر داسې ونشول، ځکه پدغه جوړښت کې شته پنځو ښامارانو د رابطة العالم الاسلامی، ایران او نور پیسو چېرته بسنه کوله، دوی غوښتل چې یوازې تر یاد شوي نامه لاندې افغان ښه په خوند ‌چور او تالان کړي. چې همدا چور او تالان لا اوس هم روان دی او همدا اوس ددې ډلې یو ماهر مداري او مداح مصباح الله عبدالباقی د قطر په هیواد کې دی تر څو له قطري شیخانو خپلې ونډې او پلانونه را واخلي او د عملي کولو لپاره یې غملړلي هیواد افغانستان ته راوړي.
ګرانو هیواد والو تاسو لږ ځېرشئ دغه پنځه ښاماران که له یوې خوا له عربي نړۍ سره اړیکې پالې او د هغوې پلانونه عملي کوي بیا له بلې خوا یې ایران هم دومره ځانته نږدې کړی دی چې بل لوري ته دهغوی لپاره هم کارکوي او ایراني پلانونه هم دلته پلي کوي. داسې موثق معلومات شته چې دغو پنځو ماده پرستو او د اسلام په نامه سوداګرو په پټه د ایران هیواد ته په دې لنډو وختونو کې سفر کړي او هلته یې د ایران له خورا لوړو او اغیزمنو چارواکو سره ناسته لرلې او له تړونو او ژمنو وروسته بیا هیواد ته را ستانه شوي دي.
افغان ولس اوس پدې نه پوهیږي چې دغه شان کسان ولې زمونږ د شته ادارو د رڼو سترګو په وړاندې ددغه شان کړنو لپاره لېچې رانغاړی خو د مه څوک نشته او نه هم څوک دومره ورته ویلای شي چې که یې کوي هم نو د اسلام د سپېڅلي نامه لاندې یې مه کوي. ځکه دا ستاسو خپل شخصي کوم ملکیت او فکر ندې چې حقوق یې تر تاسې پورې تړلي وي. له الله تعالی وډار شئ اود هغه په مبارک دین او دغه ځورېدلي ولس نور سوداګري بس کړﺉ!
د الله تعالی په نامه مې دې قسم او سوګند وي چې دهجرت له دوره تر اوسه چې کوم شیان ما د اسلام په نامه ولیدل او یا زما د سترګو په وړاندې عملي شول که زه د الله تعالی په دین نه پوهیدای او یا مې په خپله پدغه لاره کې څه سړې او تودې نه وای لیدلې نو اوس به مې د اسلام له نامه هم تېښته کوله او ویل به مې چې دا څرنګه دین دی چې پیروان یې داسې څه ترسره کوي چې حیوانات یې هم په عملي کولو بد او خلقتی فطرت څخه لېرې ښکاري.
ګرانو لوستونکو!
زه دا نه وایم چې په جمعیت اصلاح کې ټول را ټول شوي مسلمان وروڼه او درنې خویندې به په هغه لوبه خبر او یا به پکې مسؤول وي چې کوم شي ته ما اشارې وکړي، خو په هغوی دا شته چې پدې اړه پلټنې وکړي او ځان ته حالت معلوم کړي او له هغې وروسته له یوچا سره د الله او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم د سنتو تر عنوان لاندې ولاړ شي.
د هجرت له وخته چې کومې کېسې ګورم سخت زړه مې ډک شي، بیا چې کله زیات وژاړم یو څه مې زړه تش شي، خو دافکر راسره پیدا شي چې دغه راز ولې له خپلو نورو مسلمانو وروڼو او خویندو سره شریک نکړم، بیا چې کله د راز لیکلو قلم ته ګوتې کړم او په پاڼه یې راکاږم بیا دا فکر راسره پیدا شي چې احتیاط کوه چې کوم مسلمان پرته له ګناه تورن نکړې، بد نوم ورته یاد نکړې او بالآخره داهم راته نیغ په سترګو کې راپورته شي چې همدا اوس د قیامت ورځ ده او د الله تعالی په وړاندې ولاړ یو .... خیر دی اوس الله تعالی ته یې ووایه... بیا چې کله له خیال او فکر نه حقیقي دنیاګۍ ته سترګې راواړوم بیا می زړه راتنګ شي خو د خدای جل جلاله په فضل او کرم سره داسې آیتونه مې سترګو ته ودریږي چې ایله مې زړه پرې سوړ او موړشي:
1- الله تعالی د بقرې سورت په ۹ او ۱۰ آیت کې ددغه کسانو په اړه فرمایلي دي:( يُخَادِعُونَ اللّهَ وَالَّذِينَ آمَنُوا وَمَا يَخْدَعُونَ إِلاَّ أَنفُسَهُم وَمَا يَشْعُرُونَ (9) فِي قُلُوبِهِم مَّرَضٌ فَزَادَهُمُ اللّهُ مَرَضاً وَلَهُم عَذَابٌ أَلِيمٌ بِمَا كَانُوا يَكْذِبُونَ (10) سورة البقره
2- د سورت صف په ۲ او ۳ آیت کې دغه شان کسانو ته داسې فرمایي: ( يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا لِمَ تَقُولُونَ مَا لَا تَفْعَلُونَ (2) كَبُرَ مَقْتًا عِنْدَ اللَّهِ أَنْ تَقُولُوا مَا لَا تَفْعَلُونَ (3) سورة الصف
3- الله تبارک وتعالی دغه شان کسانو ته د هغوی د عمل جزاء د البروج سورت په ۱۰ آیت کې داسې ذکر کړې ده:(إِنَّ الَّذِينَ فَتَنُوا الْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ ثُمَّ لَمْ يَتُوبُوا فَلَهُمْ عَذَابُ جَهَنَّمَ وَلَهُمْ عَذَابُ الْحَرِيقِ(۱۰) سورة البروج
4- ددغه شان کسانو په دنیا کې د ټولو اعمالو او کړنو په اړه چې دوی خپل اسلام، هېواد او ټول ولس خرڅوي الله تعالی داسې فرمایي:( )وَسَيَعْلَمُ الَّذِينَ ظَلَمُوا أَيَّ مُنقَلَبٍ يَنقَلِبُونَ (227)

خدایه!
ته شاهد او گواه اوسه چې څه شی چې زما لید ته راغلي وو هغه مې ستا بنده ګانو ته ولیکل او دې ته مې وهڅول چې د اسلام د مبارک دین او نور مقدسو کلمو تر عنوان او سرلیک لاندې د پسونو په شان ځان قربان نه بلکې هر څه ته ښه ځير شي، ویې پلټي او بیا له حقیقت موندلو وروسته چې کله ځای د اخلاص او ستا په مینه د قربانۍ راشي هلته د اب الانبیاء، اب التوحید، حضرت ابراهیم علیه الصلاة والسلام په شان اور ته ور ودانګي. دغې ته بیا مینه وایې او همدې ته بیا دالله په لاره کې فرباني ویل کیږي. دیوې ښې ریښتینې اسلامي ټولنې په هلیه.....