د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د مور مینه

عطا محمد میاخېل 25.01.2015 13:27

په زړه پورې کیسه :
ژباړن : عطا محمد میاخېل
پرون شپه مې خوب لیده چې مړ شوی یم .
لومړۍ ورځ یوه پرښته راغله او راته وې ویل :
څه غواړې ؟
ورته ومې ویل : اوبه !
وې ویل : لاړ شه هغې غونډۍ ته وخېژه او اوبه وڅښه ، کله چې هلته لاړم په یوې سترې چینې مې سترګې ولګېدې ، له هغې چینې څخه مې  په مړه خېټه اوبه وڅښلې .
درېیمه ورځ بیا هغه پرښته راغله او وې ویل : نن څه غواړې ؟
بیا مې وویل : اوبه !
هغې وویل : لاړشه هغې غونډۍ ته وخېژه او اوبه وڅښه ، کله چې لاړم ، ګورم چې چینه ډېره کوچنۍ شوې ده ، په مړه خېټه مې ترې اوبه وڅښلې .
اوومه ورځ بیا نوموړې پرښته راغله او وې ویل : څه غواړې ؟
بیا مې وویل : اوبه !
هغې بیا وویل : لاړشه هغې غونډۍ ته وخېژه او اوبه وڅښه ، له یادې چینې څخه مې اوبه وڅښلې .
څلوېښتمه ورځ بیا هغه پرښته راغله او وې ویل : نن څه غواړې ؟
بیا مې وویل : اوبه !
هغې یو ځل بیا خپله تېره خبره تکرار کړه او وې ویل ، چې هغې غونډۍ ته وخېژه او له هغې چینې څخه اوبه وڅښه .
 کله چې هغه ځای ته ورسېدم ګورم ، چې د اوبو څاڅکي ډېر کم شوي دي ، بېرته را وګرځېدم او له هغې څخه مې وپوښتل :
دا ولې ؟
هغې په ځواب کې وویل : لومړۍ ورځ ټولو دوستانو ، د کورنۍ غړو ، قوم ، مور او خپل خپلوانو دې ستا له پاره اوښکې تویې کړې ، درېیمه ورځ یوازې ملګرو او مور دې ستا له پاره اوښکې تویې کړې ، اوومه ورځ هم یوازې ملګرو او مور دې ستا له پاره  اوښکې تویې کړې ، مګر څلوېښتمه ورځ یوازې او یوازې مور دې وه چې ستا له پاره یې اوښکې تویولې ، دا څاڅکي ستا د مور اوښکې دي ، چې د تل له پاره تویېږي .
کله چې را ویښ شوم ، او د خپلې مور لاسونه او پښې مې ښکل کړې ، نو پوه شوم  چې د مور مینه تل پاتې ده .