د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ښځه دتاوتريخوالي قرباني

مجيد ژړاند 23.01.2015 19:54

يوه ټولنه هغه مهال دتکامل پړاوونه وهلی شي چې نر اوښځه خوشاله، له مينې ډک ژوند ولري.
زموږ وروسته پاتې ټولنه کې چې تر ډېره دسواد او زده کړې له خواږه نعمت څخه بې برخې يو، نو دښځو پروړاندې تاوتريخوالي پېښې هم زياتې تر سترګو کېږي.
ښځه چې دکور ډېوه او دټولنې نيم وجود دی، خو لا هم ډېر انسانان شته چې همدغه نيم وجود په خپل فلج کوي.
په کوم کور کې چې ښځه نه وي، کورنۍ نيمګړې ده، کورنۍ چې نيمګړې شوه ، روزنه نيمګړې کېږي.
په بدو کې دنجونو ورکول، په کم عمر او ددوی له خوښې پرته يې په لوړ ولور پلورل خو دورځې عادي خبرې دي.
ډېر هغه کسان چې ځان غيرتمن وښيي ، نو ښځې ته دمشورې حق نه ورکوي ، دخبرو واک يې ځينې اخيستی وي.
په نه خبره وهل ټکول کېږي، داټول زموږ پرناپوهۍ دلالت کوي، اسلام ښځه دنارينه لپاره او نارينه دښځې لپاره جامه ګرځولې ده، خو موږ په خپله همدغه جامه په تن نه پرېږدو .
دکورنۍ په خبرو کې خو پرېږده چې مشوره ځينې واخلو ډاکتر دتلو مخنيوی يې کوو، همداسې ورته ډېرې خبرې شته چې ښځه ورسره لاس او ګرېوان ده.
دحضرت محمد ص مبارکه بي، بي عايشه رضه الله تعالی عنه هغه څوک وه چې تر ټولو زيات حديثونه يې روايت کړي دي.
اسلام ښځې ته دانتخاب حق ورکړی دی، هغې ته دزده کړو اختيار ورکړی دی ، خو موږ تر ې داحق اخيستی دی، که چېرې په کورنۍ کې ښځه له زده کړې برخمنه وي، نو خپلو اولادونو ته به ښه سالمه روزنه ورکړي.
پورتنۍ خبرې مې تر دې پورې وکړې چې همدا نن ورځ ډاکتر ته يو څوک راغی چې خپله مېرمن يې ددرملنې په موخه ډاکتر ته راوستې وه، ډمېرمنې چادري په وينو ککړه وه، دکلنيک کارکوونکو ورسره خپلې لومړنۍ مرستې وکړې.
دمېرمنې پوزه ماته شوې وه، کله چې يې ډاکتر له خاوند نه وپوښتل چې دمېرمنې پوزه څنګه ماته شوې ده؟ دهغه ځواب دا وو چې له سګي( څاه) نه يې اوبه راويستې او څا ته لوېدلې او پوزه يې ماته شوې ده .
دا ډېره جالبه وه چې يو څوک څاته ولوېږي او يواځې دې پوزه ماته شې ، لاس ، مخ ا ونور وجود ته دې زيان نه وي رسېدلی.
دمېرمنې پوزه ډاکتر صيب! ورته پانسمان کړه او انتظار خانې ته يې ولېږله، کله چې هلته مېرمن له نورو مېرمنو سره کېناسته ، نو دخاوند دظلم کيسه يې ټکي ، په ټکي وکړه:
ـ سهار چای لږ ناوخته شو، مېړه له خونې راووت ، بې له دې چې ما ته يو څه ووايي ، تبريې راواخيست او زما دويشتو هڅه يې وکړه، له نېکه مرغه چې تبر پڅه خوامې پر پوزه ولګېده او پوزه مې ماته شوه.
همدغه سړي هم ځان دخلکو په وړاندې ملامت باله، ځکه يې رښتيا خبره له خولې نه وتله ، زموږ دکورونو مېرمنې اتلانې دي، هرڅه زغمي ، خو چاته شکايت نه کوي، رنځ ګالي خو خاوند ته دې جرات نه شي کولای چې يو ځل يې ډاکتر ته بو ځي.
هغه مهال چې نارينه ښځې ته ټول اسلامي او انساني حقوق ورنه کړي، تر هغه پورې به له دغه ډول بدبختيو سره لاس او ګرېوان يو.
همدغه ټولو ستونزوته په کتو سره چې يواځې موږ او تاسو ورسره مخ يو ، رنځ ګالو، نو داپوښتنه راسره پيدا شي چې اخر موږ څوک يو، اسلام منو خو داسلام قوانين پرځان عملي کولی نه شو .