د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

غالب مې څنګه وپېژاند؟

مجيد ژړاند 23.01.2015 12:09

دليکنې طرحه او خاکه جوړه کړم ، خو چې قلم راواخلم ، توري ورک شي ، پرځان ډاډه يم چې يو څه ليکم؟ خو بیا نو قلم دکاغذ پرمخ کېږدم ،هيڅ ونه شي.
دژوند هره لمحه چټکه او زموږ تر نظر څو چنده تېزه ده، دهغه کلي دزلمي په اړه مې دڅه ليکلو هوډ کړی و ، چې دښار دتيارو قرباني شو، ديو داسې زلمي مينه مې انځوروله چې له برکته يې نن ملګري په کاروان بدل شوي دي.
دهغه زلمي ليکلو ته مې قلم رااخيستی دی چې دمحتسب په ژبه ګناهکار وو، خو دهغه ګنا مينه، دهغه خطا دژبې ستاینه او دملګريتوب حق وو.
زموږ دکلي خلک هم عجيبه غوندې دي، زموږ دښار زلمي په يوه لاره تلو ته زړه نه ښه کوي، موږ لا اوس هم دمينې په قدر نه پوهېږو .
کليوال زلمی له کلي راغی ، په ښار کې يې دکليوالو ملګرو دبنډار جونګړه جوړه کړه، ډېر مينه ناک وو، ډېرې په تول تللې خبرې يې کولې .
څو ځله ورسره مخ شوم، خو ومې نه پېژاند ، دهغه ستړې مشې او روغبړ به له ما داجرات واخيست چې دپېژندګلوي په اړه ترې وپوښتم .
دپښتو هغه يوه لنډۍ ده چې وايي
که زه خبر وای چې بېلتون دی
ما به جانان تر لاس نيولی ګرځاوونه
کليوال دنګ ځوان سره مې خواله و شو، هغه ځان راوپېژاند چې ډېر وخت له پولې هغه غاړه اوسېدلی ، دهمدغه ځوان په څېره دغريبۍ نښې له ورايه ښکارېدې، خو عزم او اراده يې دغره په شان وه، موږ سره ترناستې وروسته يې وويل:
راځئ چې يوه ټولنه جوړه کړو، راځئ چې همدغه کليوال ځوانان په ښارکې په کليوالي مينه وپالو، خبره محاله غوندې راته ښکاره شوه.
له کلي راغلي ځلمي دا هم زياته کړه که مو ددغه کاروان زنګوله وشرنګوله ، ډېر نور ځلميان به مو هم ملګري شي،زموږ ټولنه به وي ، په ښار کې به علمي سمينارونه وي، خپرونه به ولرو ، مشاعرې به جوړ ې کړو.
ما چې په غزني کې دلونګ دکلتوري ټولنې کړنې يادوې ، له ځان سره مې وويل :
ـ موږ ددې کار جوګه نه يو ، دغه کا رزموږ له وسې پوره نه دی، خو کليوال زلمي دټينګ عزم او ارادې خبره وکړه.
عزم او اراده دډېرو ناکامبيو دبرياسرچينه ګرځېدلې ده، ټولنه رامنځ ته شوه ، لکه چې غالب کليوال ځوان وو، نو ټولنه هم کليوال ادبي ملګري په نوم ونومول شوه. کلیوال ادبي ملګري سالار غني غالب شو.
غالب ، په رښتيا غالب شو دیو کلن مزل په ترڅ کې دکليوال ادبي ملګري دټولنې له لورې کتابونه دچاپ له خونې راووتل ، علمي سمينارونه دایر شو، په ښار کې مشاعرې جوړې شوې چې له نورو ولايتونو هم ډېر قلموال او شاعران راغلل.
کليوال ادبي ملګري استازي پکتيا، هلمند او زابل ته وبلل شول، هلته يې دکليوال ادبي ملګري دټولنې په استازيتوب نورو قلموالو سره هم وپېژندل.
خو څنګه مې وړاندې يادونه کړې وه، دژوند لمحې دستر ګو تر نظر ډېر ې چټکې دي، خو نور غالب چې کليوالي مينه يې پاللې وه ، څو ځله يې دهمدغه مينې ګناله کبله ورسره دوخت محتسب حساب کړی وو، ددغه مينې سزا يې هم ګاللې وه.
دروان کال دوږي مياشتې دوولسمه نېټه وه ، چې سهار وختي په ښار کې وسله والو پرحکومتي ودانيو بريدونه پيل کړل ، وسله واله نښته دغرمې ترنهه بجو پورې روانه وه.
ناڅاپه ! مې غوږۍ وشرنګېده .
کريم شرافت راته په ژړغوني غږ دغالب د شهادت خبره وکړه، له لاسو او پښو مې سېکه وخته، هيڅ نه کېدو، له سترګو مې اوښکې بهيدې ، غالب زموږ دملګرو له منځ نه لاړ.
دغالب ډېرې هيلې پوره شوې، هغه دځان لپاره څراغ نه وواخیستی چې دځان لپاره پرې لار ومومي، هغه دځان په فکر کې نه و، خو دملګرو خوښې تر هرڅه ورته لوړه وه.
دغالب په ژوند کليوال ادبي ملګري ټولنې علمي سمينارونه دایر کړو ، دقلموالو اثار چاپ شول.
دغالب له شهادت نه وروسته کلیوال ادبي ملګري ټولنې خپلو اونيزو ناستو ته دوام ورکړی دی، د کتاب په نوم سیالي يې پيل کړې دي.
او س دغالب هغه هيله چې کاشکې يې پرژوند پوره شوې وای ، له مرګ نه وروسته يې هغه هيله هم ملګرو پوره کړه.
کلیوال ادبي ملګري ټولنه اوس دخپل غږ دانعکاس لپاره دغږ چاپي خپرونه لري چې په مياشت کې يو ځل چاپېږي.
ددغه ټولو نوښتونو او پرمختګونو بسنټګر غني خان غالب دی چې نن له قبر څخه زموږ پرزړونو واکمن دی.
غالبه! روح دې ښاده شه.