د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د انګلستان له سفره پښېمانه ځوان!

یاسر الهاشمی 22.01.2015 14:03

ياسر احمد د لغمان ولايت اوسېدونکی ده او ۲۰۱۰ کال کې يي هوډ کړی ؤ چې انګلستان ته ولاړ شي، خو دا چې ولې د انګلستان له سفر څخه پښيمانه شو داسې راته وويلې:
کرۍ ورځ مې د سفر پر اړينو توکو نيولو تېره کړه، ځکه چې راتلونکې اونۍ مې له قاچاقبر سره د تلو وخت ټاکلی و، ماښام مې له پلار سره د خپل تره ليدو ته د مخ ښې په نيت ورغلم. تره مې په يوه لرې ولايت کې دنده لرله، زما په ليدو ډېر خوښ شو، خو چې کله مې خپل تصميم او انګستان ته د تګ خبره ورته وکړه، ډېر خوابدې او حيران شو.
وې پوښتلم څه مجبوری يې چې وطن او کور پرېږدې؟
ورته ومې ويل: دلته حالات خراب دي، امنيت نشته، پوهنتون ته په اسانۍ لار موندل ستونزمن دي، دولت په فساد کې ښکېل دی، بې روزګاري زياته ده او د پېسو ګټل د سړي ملا ماتوي.
تره مې په عاطفي بڼه وويل: زويه! تر موږ څو ځل خوشبخته ياست، شکر وباسئ، موږ چې کله ځوانان وو، هېڅ مو هم نه درلودل، خو يوازې هيله مندي وه چې د هېواد پر جوړېدو يې ډاډمن کړي وو.
هغه وخت په ټول لغمان کې درې ښوونځي ول چې خلکو به په کې زده کړې کولی، په ټول مکتب کې به ايله ۳ يا ۴ ښوونکي ول او همغوی به ټول مضامين تدريسول.
خپله زموږ ښوونځي زموږ له کوره شاوخوا ۲۰ کيلو متره لرې و، سړکونه نه و او موټر هم چا نه پېژانده، زموږ ډېری کارونه پر څارويو او خرو تکيه ول. د ورځې به مو کرونده کې کار کوه او د شپې به مو د ډيوې يا سپوږمۍ رڼا ته مطالعه کوله.
تره می زياته کړه، ته چې د کومو ستونزو په خاطر وطن پرېږدې دا په دې نه ارزي چې ځان او کورنۍ په لوی لاس له دومره مالي او ځاني زيان سره مخ کړې.
ځکه تاسې ته ټول سهولتونه برابر دي، په هر کلي کې يو ښوونځۍ شته او تر ۲۰ زیات ښوونکي پکی تدريس کوي، او ټول مسلکی او باتجربه خلک دی.
هغه پېسې چې ته يې انګلستان ته په تګ لګوې، که نيمايي يې همدلته په ځان مصرف کړې، ښې زده کړې او روزنيز پروګرامونه پرې تعقيب کړې، نو څه وخت وروسته به دې زما په څېر ښکلې وظيفه وي؛
ځکه وطن ستاسې په څېر ځوانانو ته اړتيا لري، تاسې چې خپله انرژي د بل په خدمت کې مصرفوئ نو دا خوار وطن به خاورې جوړ شي، خير دی لږ سختي تېره کړئ، الله تعالی به اساني راولي، هرڅه به سم شي، خو که موږ لږ خواري وکړو.
اوس خو موبايل او انټرنيت ته لاس رسې لری د نړۍ هر قسم معلومات چې و غواړې پکې پلټلې شې. هر وخت چې وغواړی د استادانو اوملګرو سره دې د افغانستان او نړۍ په هر ګوټ کې اړيکه ونيسې.
په هر ولایت کې پوهنتون شته، پوهنتونونه په عصري وسايلو سمبال دی او د دولتي پوهنتونونو ترڅنګ خصوصي پوهنتونونه او روزنيز کورسونه او تعليمي مراکز هم جوړ شوي تر څو د ډيرو ځوانانو لپاره د زده کړي زمينه برابره کړي.
که چيری يو ځوان دولتي پوهنتون ته لار نشي موندلای، کولای شي چې په خصوصي پوهنتونو کې خپلی زده کړی تر سره کړي.
هغه هېوادونه چې نن موږ ورته زړه ښه کوو او غواړو ورشو، څه فکر کوې چې دوی ته پرمختګ چا ورکړی؟
هغوی هم زموږ په څېر له ستونزو او کړاوونو راوتي او دا هرڅه يې ګاللي دي، ځکه خو اوس څه نا څه ارام دي، خو که موږ هلته هم لاړ شو، تر دې به له ډېرو مشکلاتو سره مخ يوو.
لومړی خو يې سفر د مرګ په کومي کې دی، اغزنې لارې او د بحري او ځنګلي ځناورو ګواښ او د ځايي پوليسو لخوا نيول يې مخامخ خطر دی.
دغه راز بيا هلته د هغه هېواد قبولي اخيستل هم څه وړه خبره نه ده، زړه چاودی غواړي آن تر دې چې بېرته يې رالېږل يا ډيپورټ کول هم په کې شته.
کار روزګار هم په کې ډېر په مشکله پيدا کېږي، خلاصه دا چې څوک ورغلي بيا يې ښه ورځ نه ده ليدلی، خو د کورنۍ د شرم په خاطر په کې بدې ورځې تېروي.
موږ بايد د نورو وطنونو پرځای خپل وطن جوړ کړو، خو دا ابادي وخت، ځوانه انرژي، زغم، لوړ همت او لوستي ځوانان غواړي.
د تره له دې پورته خبرو وروسته مې خدای شته له تيار پيل کېدونکي سفر څخه مخ واړوه او د خپل کور او وطن يوه سپوره مړۍ مې د خارج پر سلو بېلډنګونو هم پېرزو نه شي، بس يوه شپه ژوند دې وي خو له خپلې کورنۍ او خپل وطن کې دې وي، نه په پردۍ خاوره د احتياجۍ دروغجن ارام ژوند.