د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

امبریولوژي او د هغې څانګې

عطا محمد میاخېل 21.01.2015 12:07

د یوناني کلمو یعنې Embryon د ریشم په معنا او Logous چې د علم معنا لري څخه اخیستل شوې ده امبریولوژي د مورفولوژیکو علومو یوه برخه یا څانګه ده چې د ژوندیو موجوداتو د نطفې د تکامل د اساساتو او د جوړیدو میکانیزم څرګندوی د دې ټکي په ویلو سره چې امبریولوژي جوړیدل تشکل او تکامل په درې ګونو مراحلو یعنې د رشیمي دورې نه مخکې مرحله ، د رحم په منځ کې د ژوند مرحله او د زیږیدو نه وروسته مرحله ( پړاو ) مطالعه کوي او څیړي ، د دې له پاره چې تکامل د زیږیدو په وخت کې نه تکمیلیږي چې د عضویت ځني غړي ( اعضا ) او سیستمونه لکه تناسلي غړي ، حواسي غړي ، د اندوکراین سیستم او عصبي سیستم وروسته له زیږیدو نه بشپړیږي . د زیږیدو نه مخکې انکشاف تر زیږیدو نه وروسته انکشاف څخه ډیر ګړندی وي چې بنسټیز او ژور بدلونونه ( تغیرات ) منځته راوړي ، خو د دې سره سره یې د انکشاف میکانیزم په دواړو دورو کې یوشان دی سر بیره پردې د امبریولوژي د څانګو په پوهیدو او د جینتکي او محیطي فکتورونو د درک او پوهې په واسطه هغه څه چې نارمل انکشاف خرابوي او د ولادي نقصاناتو سبب ګرځي ، کولای شو چې امبریولوژي داسې با اهمیته وګڼو : امبریولوژي د انکشاف علم دی ، چې د انسان د ژوند پیل او هغه بدلونونه چې له زیږیدو نه مخکې انکشاف کې منځ ته راځي هغه په برکې نیسي .
د جراحۍ په برخه کې د امبریولوژي د اهمیت اوارزښت په هکله باید ووایو چې اوس د جنین د جراحي درملنه د امکان وړ ده ، مخکې له زیږیدو او د ماشومتوب په عمر کې د پیچلو جراحي عملیاتو په اجراء کولو سره کلنیکي پوهه لوړه شوې ده ، خو په عمومي نظر سره د معمولي ولادي انومالیواو د هغو د اسبابو د پوهیدو له پاره امبریولوژي اهمیت لري او ډاکټران په دې بریالي کوي تر څو د انکشاف او انومالیو اساس او بنسټ تشریح کړي او هغوی د زیږیدو نه مخکې حالات احساس کړي ، د امبریولوژي د تاریخچې په هکله باید ووایو چې دبشري طبابت په تاریخ کې زرګونه کاله مخکې انسان په دې باندې نه پوهیده چې د غنمو یوه دانه (تخم ) څنګه په یو بوټي باندې تبدیلیږي او حاصل ورکوي او یا یوه هګۍ څرنګه په یوه چرګه بدلیږي او بالاخره یونوی زیږیدلی ماشوم یا انسان څنګه د نطفې څخه منځ ته راځي او تکا مل کوي او څرنګه چې له دې سره دا علاقه موجوده وه چې په دې راز باندې پوه شي چې د دوی مبداء او منشاء څرنګه ده ، دوی څنګه انکشاف کوي ، څنګه زیږي ( متولد کیږي ) او ولې ځینې خلک غیر نارمل دنیا ته راځي وروسته له هماغو لومړیو مراحلو څخه داسې منځ ته راغلل چې احساساتو او پوښتنو ته یې ځواب ورکړی دی .
په پخواني هند کې ، په لرغونو دوروکې یعنې نږدې 1416 م کاله مخکې له میلاد نه د امبریولوژي په هکله یوه لنډه رساله لیکل شوې ده چې د هندوانو یو مقدس کتاب وو او د Garbba Upanishad په نامه یادیده په دې کتاب کې لومړني نظریات د ریشم په هکله په لاندې ډول وړاندې شوي :
د وینې او دمني د یوځای کیدلو نه ریشم منځ ته راځي وروسته له جنسي مقاربت
( نږدیوالي ) نه چې القاح صورت نیسي منځ راغلی موجود د یو ورځني ریشم Kalad په نامه یادیږي ، وروسته له دې چې اووه شپې تیریږي پوکاڼۍ یا آبله
( Vesicle) منځ ته راځي ، وروسته له 14 شپو نه دیوې مدورې کتلې ( spherical mass) په شکل تبدیلیږي او وروسته له یوې میاشتې نه د چنجي په شان کتله شي بیاپه
( frime mass ) باندې بدلیږي وروسته له دوو میاشتو نه سر ( head ) منځ ته راځي او بالاخره وروسته له دریو میاشتو نه یې علوی او سفلی اطراف ( غړي ) ښکاره کیږي .
دیوناني مکتب پیروانو هم د امبریولوژي په برخه کې څیړنې کړي دي چې په دې دوره کې لومړنی ریکارډ د ( Hippoerates ) په نامه ټینګ شوی دی چې یو نامتو یوناني ډاکټر و ( 377ـــ 460 مخکې له میلاد ) او هیپو کرات یا د طبابت پلار په دې هکله چې دانسان ریشم څنګه انکشاف کوي داسې نظر درلود : که تاسو 20 یا زیاتې د چرګې هګۍ واخلئ او هغه د دوو یا زیاتو چرګو د مراقبت لاندې ونیسئ او پس له هرې ورځې نه یوه هګۍ د دوی له پښو لاندې را واخلئ او ماته او معاینه یې کړئ تاسوته به په حقیقت کې هماغسې چې زه یې وایم څرګنده شي او د دې چرګې د انکشاف ( ودې ) طبعیت د انسان انکشاف غوندې دی ، په منځنیو پیړیو کې چې په دغه دوره کې ساینس او تکنالوژي په ورو توګه وده کوله ، د دې با وجود قرآن شریف په اوومه میلادي پیړۍ کې نازل شو چې د مسالمانانو معظم مقدس کتاب دی او د امبریو لوژي په هکله په هغه کې داسې ویل شوي دي انسانان د نر او ښځې د افرازاتو د یوځای کیدو نه منځ ته راځي او هم څو اخځونه موجود دي چې ویل شوي دي چې انسان د نطفې یا وړې قطرې ( څاڅکي ) څخه منځ ته راخي ( خلق الانسان من علق ) په هغه ځای کې همدارنګه بیان شوي چې حاصله ارګانیزم شپږ ورځې وروسته د نارینه او دښځې د یوې تخمې نه په رحم کې منځ ته راځي او هم په مآخذ کې داسې یادونه شوې چې ابتدایي ریشم لکه حجرې غوندې دی او وروسته د ژوول شویو موادو غوندې کیږي د ډیرو معلوماتو له پاره دې قرآن کریم کتاب ته مراجعه وشي باید ووایو چې د قرآن کریم فارسي ترجمان مولانا جلال الدین بلخي د امبریولوژي په هکله په یوشعر کې داسې ویلي دي :
تو علقه بودی خون شدی آخر جنین موزون شدی
پیش من آی ای آدمی تا زینتت موزونتر کنم
 
د امبریولوژي څانګې :
د امبریولوزي د بیلابیلو مسایلو د پوهیدو له پاره دا لاندې څانګې تفکیک شوي دي .
1. عمومي امبریولوژي ( Genral Embryology ) :
عمومي امبریولوژي هغه علم یا پوهه ده چې د تکامل عمومي قوانین تر بحث لاندې نیسي .
2 . خصوصي امبریولوژي ( Special Embryology ) :
هغه پوهه ده چې د ژویو یا حیواناتو تکاملي خصوصیات ( ځانګړتیاوې په ډله ییز یا ګروپي ډول مطالعه کوي د مثال په توګه د کبانو امبریولوژي ، د مرغانو امبریولوژي، د انسان امبریولوژي او داسې نور ...
3 . طبي امبریولوژي ( Medical Embryology ) :
هغه علم دی چې د انسان د تکامل عمومي قوانین ، نورم نه خارج ( وتلي ) تغیرات ، د انومالیو د منځ ته راتلو علتونه او همدارنګه مختلفې لارې چارې چې په امبریولوژي باندې اغیزه کوي ، مطالعه کوي .
4 . مقایسوي امبریولوژي ( Comparative Embryology ) :
هغه پوهه ده چې د حیواناتو یا ژویو د ډول ډول ډلو تکامل په مقایسوي توګه مطالعه کوي .