د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کليوال دبيا په لور

مجيد ژړاند 21.01.2015 11:56

کليوال دبريا په لور
که طالع او هنر دواړه سره کېږدي
زه خوشال به پکې ونيسم هنر
کليوال ادبي ملګري ټولنه چې بنسټ يې نژدې دری کاله وړاندې په (۱۳۹۰) ل کال دسلواغې په مياشت کې کېښودل شو.
ددغه ټولنې رهبري ښاغلي غني غالب کوله ، چې دروان کال دوږي دمياشتې پر دوولسمه نېټه په شهادت ورسېدل ، چې دنوموړي شهادت دټولو فرهنګيانو دخواشينۍ لامل وګرځېد .
که څه هم دکليوال ادبي ملګري ټولنې دری کلن مزل کې دليکوالو ځينې اثار دچاپ په ګېڼه پسووللي دي، علمي سمينارونه يې داير کړي ، دغزني مرکز او اندړو ولسوالي کې دپسرلنۍ مشاعره هم تر سره کړې ده .
کليوال ادبي ملګري چې تل يې يواځينی هيله ا و موخه خدمت او چوپړ کول دي، سږني کانکور کې يې کليوالو ځوانانو سره دانتخاب او ځينو نور مهمو مسايلو اړوند يې دری ورځنی ورکشا پ په لاره اچولی و.
کليوالو يواځې په سمينار بسنه کړې نه ده ، بلکې اونيزې دوامداره غونډې چې دهر ‎ې اونۍ لپاره په ځانګړو موضوعاتو باندې لکچرونه ورکوي.
په وروستيوکې يې دکتاب په نوم سيالي هم په لاره اچولې ده ، چې دمحصلينو او زده کوونکو له تود هر کلي سره مخ شوي دي .
کليوال ادبي ملګري وياړي چې دمګړۍ دری ټوکه کتابونه تر چاپ لاندې او په نژدې راتلونکي به دمينه والو تر لاسونو ورسېږي.
کليوال ادبي ملکري ټولنې دخپلو هيلو او غوښتنو دانعکاس لپاره دغږ په نوم مياشتنۍ خپرونه هم لري .
له نېکه مرغه دوه ګڼې يې لوستونکو لاس ته وررسېدلې دي او دريمه ګڼه دچاپ تر خونې رسېدلې ده.
کليوال ادبي ملګري ټولنه په کليوالي مينه پايي ، خلوص او صداقت يې دپرمختګ پړاوونه وهي.
نور هم خپلو هڅو ته دوام ورکوو، پرمختګ کوو او ډېر څه به لاسته راوړو .
لا به ډېر ګلونه واه شي په دې باغ کې
دګلزار دغوړېدلو يې اغاز دی.