د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د افغاني ادب په تیوري کې د «مښود» تعریف

نجیب منلی 20.01.2015 10:01

د اوړي شپې وې. د مدیترانې د غاړې یو ښار ته تللې وم. هلته مې کار کاوه . کار مې تر مازیګره و. مازیګر به چې خلاص شوم د سمندر غاړې ته به تلم. زما لامبو نه زده او نه پوهیږم چې ولې مې نه زده کیږي؟ شاید د دوه سوه ساعتونو نه به مې زیات په اوبو کې تیر کړي وي مګر تر اوسه پورې چې زه اوبو ته ورنږدې شم په کې ډوبیږم. کله چې د بحر غاړې ته لاړ شم ، دا مې هم نه خوښیږي چې نور خلک د ماهیانو غوندې لامبي او زه د زړې میښې غوندي، شلمه خېټه، پر ساحل پروت یم. همیشه مې هڅه دا وي چې یو داسې ځاې ته لاړ شم چې هلته څوک نه وي. دلته هم په همداسې ځایونو پسې ګرزېدلم.

د ویرجینیا وولف کتاب راسره و.

هغه مهال خدای بخښلې اسد آسمایي ژوندی و. د اسد آسمایې یوه ځانګړتیا دا وه چې د ډیرو لیکوالو ډیرې ویناوې به یې په خپلو لیکنو او خبرو کې نقلولې. کله کله به یې لا د کوم ناول د کرکټر له خولې هم ځینې قولونه راخیستل. هغه له فارسي او پښتو پرته په بله ژبه سم نه پوهېده. ډېر څه یې لوستي وو خو څه یې چې لوستي وو په فارسي یې لوستي وو. ده به چې د کوم لیکوال خبره راخیستله نو هغه خوند چې په اصلي متن کې به و د ده په اقتباس کې به ورک شوی و خو دی پر خپل عادت کلک ولاړ و. زما او د هغه به سره تل په دې خبره جنجال راته. ما ورته ویل چې خپلې خبرې وکړه د نورو خبرې مه کوه .

ویرجینیا وولف سره مې کومه خاصه علاقه نه درلوده. یوازې د اسمایي تکراري «نقل قولونو» را ته تلوسه پیدا کړې وه. خو اوس یې د لیکلو جادو زه هم تر تاثیر لاندې راوستی وم.

سوال راته پیدا شو چې ولې د دې خلکو ادب دومره زورور دې چې په ما هم تاثیر کوي او زمونږ په ادب کې دا شی نشته یا په کې ډېر لږ شته؟

مهم سوال دی. مونږ هم که خپلو لاپو ته وګورو، د یو پینځه زره کلن فرهنګ دعوه کوو او ځان له چا  کم نه ګڼو، لا یو څه ځان را ته تر نورو لږ لوړ هم ښکاري، نو بیا ولې زموږ ادب هغومره په زړه نه نښلي؟ څه شې په کې کم دی؟

په همدې فکرونو کې ډوب وم. سترګې مې د ساحل پر یوه څنډه ونښتې چې د یوې لویې خونې په اندازه سمندر د لویو لویو کمرونو په منځ کې ننوتی و. هلته هیڅ څوک هم نه وو. د بحر پر غاړه خلک په پستو شګو څملي خو دې ځاې کې پستې شګې نه وې، ښې غټې غټې تیږې وې، تېرې تېرې تیږې وې چې سړی به پرې ګرزیده پښې یې ژوبلېدلې. دلته یو بل خطر دا و چې زه په دغه ځاې کې یوازی وم او که چېرته مې د باد څپې سر په کومه ډبره لګولې واې نو شاید په اونیو، اونیو هم څوک راباندې خبر شوی نه وای.

په اوبو کی ګرزېدلم. کله به مې سر تر اوبو لاندې کړ. په اوبو کې مې نظر په شنو شنو غمیو ولګیده. نور ویرجینیا وولف هم پاتې شوه، ادب هم پاتې شو او دغربي ادب او پښتو ادب پرتله هم پاتې شوه. هر څه پاتې شول، د دغو شنو غمیو په راټولولو مې پیل وکړ. یو ساعت، یو نیم ساعت همداسې لګیا وم.

دغه غمي تیږې نه وې. زما مسلک ځمکپوهنه ده، په دې پوهیږم چې تیږه څه وي. دغه غمي د ښیښې ټوتې وې . د شرابو بوتلونه چې سیلانیانو تش کړي وو او بحر ته یې غورځولي وو، د بحر په تیږو مات شوي وو، د باد او د سمندر څپو له ډبرو سره دومره سولولي وو چې واړه واړه غمي یې ترینه جوړ کړي وو .

تقریباْ سل یونیم سل غمي مې راټول کړل. په همدغه جریان کې زه په یوه خبره پوه شوم.

خوشحال بابا وایې:

پښتو ژبه ده مشکله د دې بحر مونده نشي
هم ماوته یو څو بحره په ډیر مښود راغلي

د مښود کلمه زمونږ په ادبیاتو کې چا تر اوسه پوره نه ده ترجمه کړې او مفهوم یې دقیقاً نه دی افاده شوی. زه په دغه ځاې کې د مښود په مانا پوه شوم .

مښود له مښلو نه راغلی. دغه د بوتل ښیښې د سمندر موجونو له تیږو سره مښلې وې. په غمیو بدلې شوې وې. په دې کې بیا هغه د شرابو بوتل نه ښکاریده، په دې کې بیا هغه د ښیښې بوتل نه ښکارېده. په دې کې یو نوې موجود و چې د خداې په دنیا کې یې ځانګړې هویت درلود. هغه بوتل چې په فابریکه کې جوړ شوی و، هغه هم له شګو نه جوړ شوې و. شګې ویلې شوې وې، په یو شکل ترې یو ظرف جوړ شوې و، رنګ ورکړ شوی و. دا د تحول یوه برخه وه. بیرته هماغه بوتل راغلی و، د بحر په زړه کې، څه بېرته په شګو او څه په دغو په غمیو بدل شوې و. په دغه ځاې کې زه د مښود په مانا پوه شوم او په دغه ځاې کې زه په دې پوه شوم چې ولې د نورو ادبیات قوي دي او ولې زمونږ ادبیات لا هم کار غواړي.

که څوک له دېواله رالوېدلې لوټه راواخلي او بیرته یې په هماغه دېوال ور وولي نه هغه لوټه په دېوال پورې نخلي او نه د دیوال هغه مات شوی ځای پرې جوړېږي او نه کومه بله نتیجه ورکوي. بس یو کار و، وشو.

که چا دغه د لوټې غورځولو د عملیې عکس اخیستی وي ، کېدای شي چې یو هنري عکس ترېنه راغلی وي، په مجله کې به چاپ شوی وي، خلکو به ورته کتلي وي، تبصرې به پرې شوې وي، خو دیوال ته به یې څه ګټه نه وي رسولې. ادب همدغسې دی .

موږ چې څه را اخلو، له ټولنې یې رااخلو، له چاپېریال څخه یې رااخلو، له خپلو خلکو یې رااخلو، له خپل ځانه یې رااخلو. که بیرته یې کټ مټ په هماغه شکل ټولنې ته وړاندې کړو، هیڅ مو نه دي کړي ، هسې مو ځان خوشحاله کړی دی.

زموږ پر سړکونو، زموږ پر پیاده روونو د بوتلونو ټوټې پرتې دي او کیداې شي چې زموږ د ماشومانو پښې پرې غوڅې شي. زموږ ټولنې بوتل مات کړی دی، موږ یې ماتې ټوټې رااخلو، ټولو ته یې بیرته په مخ کې اچوو ورته وایو دغه ستاسې تولید دی، اوس پرې لوڅې پښې ګرزئ! که پښې مو ژوبلېږي هغه ستاسې کار دې. چې داسې مو کول دا مو سزا.

زه که غواړم چې له ټولنې یو څه واخلم او بیرته یې د یو هنري اثر په شکل ټولنې ته وسپارم نو باید کار پرې وکړم. هغه کار چې سمندر د بوتل پر ښیښو کړی و، هغه کار چې د یو بوتل ماته ټوټه یې په غمي بدله کړې وه ، هغه کار باید زه وکړم.

دا کار څنګه کیږي؟

د کنډو شوي دېوال د بیا رغولو له پاره نوې خټه په کار ده. که خاوره یې له بل ځایه راشي او که د رالوېدلو لوټو وي، باید لمده شي، پخه شي، هغه کنډو شوې ساحه باندې باید لاس ووهل شي نو بیا کېدای شي چې کنډو بند کړو. له دې سره به هم د دېوال د یوې برخې د ړنګېدلو نخښې لاښکاري. مرمت کار باید له ډېر مهارته کار واخلي چې په اول نظر یې د ترمیم څرک و نه لګي.

له ښیښو او حتی پلاستیک څخه جوړ شوي غمي او مرۍ هم همداسې دي. هغه وخت په سینګار کې کارول کېدای شي چې شګه په مهارت ښیښه شي، نفت په مهارت پلاستیک شي، رنګ شي، بیا دا ښیښه، دا پلاستیک و توږل شي، مخونه او زاویې یې را وایستل شي چې رڼا په مناسب ډول منعکسه کړي.

هنري اثر هم همداسې وبوله. ټول محتویات یې د لیکوال له ټولنیز او طبیعي چاپېریال څخه راغلي دي خو که کټ مټ هماغه څه چې راټول شوي بېرته په هماغه بڼه ټولنې ته ورکړل شي، ټولنه یې د هنر په نامه نه مني.

ځینې لیکوال داسې انګېرې چې ریالیزم ټولنې ته خپل انځور لکه چې دی، بېرته په مخ کې ایښودل دي. دا یوه ستره تېروتنه ده. د هندارې جوهر که هر څومره صاف وي، د کامرې لنز که هر څومره دقیق وي، منعکس شوی انځور له واقعیت سره ډېر توپير لري.

د فرانسوي لیکوال، ستندال دا خبره اوس د هر چا پر خوله ده چې «ناول د ټولنې هنداره ده». د یو لیکوال له ویناوو څخه یوه، له خپل اصلي چاپېریال څخه ایستل شوې جمله کېدای شي چې ډېره بې ځایه وکارول شي.

ستندال وایي : « ناول یوه هنداره ده چې پر لاره ګرزي. کله ستاسې سترګو ته د اسمان شین رنګ منعکسوي او کله هغه چټلۍ چې د لارې په خټینو ډنډونو کې پرتې دي. خو هغه سړی چې هنداره پرلارو ګرزوي، تاسې پرې د بداخلاقۍ تور لګوئ. د هغه هنداره چټلۍ ښکاره کوي او تاسې هنداره تورنوئ! ورشئ هغه لویه لاره تورنه کړئ چې خټین ډنډونه په کې دي، یا تر دې هم غوره، ورشئ د لارو تفتیشوونکی راونیسئ چې د اوبو د ډب کېدلو او د خټینو ډنډونو د جوړولو مخه یې نه ده نیولې.»

د ستندال په وینا که ناول هنداره هم ده، ګرزنده هنداره ده او دا ګرزنده هنداره د یو چا په لاس کې ده. هنداره پر هره لاره نه ګرزي، یوازې پر هغو لارو ګرزي چې ګرزوونکی یې انتخابوي. هنداره چې څه ښکاره کوي، هغه څه دي چې د ګرزوونکي ورته پام دی او د هندارې مخ یې وراړولی دی.

لیکوال او شاعر او په ټوله کې هر هنروال، که ناول لیکي، لنډه کیسه لیکي، تکل لیکي، غزل لیکي، طرح لیکي، انځور کاږي، مجسمه جوړوي، ساز کوي، سندره وایي او که بل هر څه کوي د یو متفکر موجود په توګه د خپل ځانګړي ذهني دریځ (سبجکټیویزم) څښتن دی. که هر څومره منفعل هم شي (هره کړنه یې د یو بهرني عیني واقعیت په غبرګون کې وي) بیا هم چې د څه کولو (څه لیکلو) خبره راځي نو هغه ډېر منفعل شخص په طبیعي توګه فاعلي حالت نیسي. نو چې هنروال له خپل ذهني دریځ څخه نه شي وتلای، هنر یې د ده د فردي مشخصاتو محصول دی.

که خبره یوازې ادب ته محدوده کړو، لیکوال او شاعر چې ټولنې ته « ایینه په لاس کې ورکوي» نو هغه هنداره ورته مخې ته ږدي چې ده جوړه کړې یا یې کم له کمه غوره کړې ده. اوس نو که شاعر او لیکوال ټولنې ته ناهمواره هنداره کښېږدي، ټولنه په کې خپل ځان نه شي پېژندلای. که هنداره ناهمواره هم نه وي، جوهر یې هم ډېر عالي وي، په جوړولو کې یې هم پوره دقت شوی وي خو که ټولنې ته یې سمه په مخ کې کښې نه ږدو، کږه وي، نو بیا هم ټولنه په کې ځان نه شي لیدلای

موږ ادب ته د تقدس تر پولې اهمیت ورکوو، له ادیب څخه ډېره لوړه توقع لرو، د بریالي ادیب په پېژندلو کې هم چندان ډېر نه تېروځو. موږ له ادب څخه غواړو چې د ټولنې په اصلاح کې راسره مرسته وکړي.

له شپاړسمې زېږدیزې پېړۍ را په دې خوا، زموږ پوهانو غنایي ادب د شاعر او لوستونکي د ښکلاییز ذوق د خړوبولو یوه لار بللې، کیسه ییز ادب ته یې دعبرت د سرچینې په سترګه کتلي دي او تعلیمي (Didactic) ادب یې خلکو ته د مالوماتو د رسولو وسیله ګڼلې ده. ظاهراً د پينځلسمې پېړۍ او نولسمې تر منځه غالب ټولنپوهنیز ګومان دا و چې ټولنې ته پوهه نه ده رسېدلې نو ځکه په کې بې لاري پیدا شوې ده.

د شلمې پېړۍ له پیل سره د ټولنیزو اصلاحاتو مفکوره تر موږ هم راورسېده. په کابل کې د مشروطیت نهضت او د انګرېز تر سلطې لاندې افغانستان کې د تجدد مفکورې وده وکړه، هم د حکومت اصلاح او هم د ټولنې اصلاح د ورځې موضوع شوه. افغاني ادبیاتو کې پښتو ته هم توجه وشوه. هم دري ادبیاتو او هم پښتو ادبیاتو ته نوي وظایف وټاکل شول. ادب باید د ټولنې د مالوماتو د زیاتولو تر څنګ ټولنې ته نوي فکرونه هم راوړي وای او هغه زاړه فکرونه او زاړه دودونه چې د وخت له غوښتنو سره نه جوړېږي خلکو ته یې وروپېژندلي وای، له منځه یې وړي وای.

هماغومره چې د تېرو پېړیو ادبیاتو خلکو ته د معلوماتو د رسولو په برخه کې خپل رسالت ښه تر سره کاوه، هماغومره د شلمې پېړۍ ادبیاتو د ټولنې په اصلاح کې د پام وړ بریالیتوب نه درلود. د کورني تاوتریخوالي موضوع د راحت زاخېلي له «کونډې جینۍ» (۱۹۱۷) را په دې خوا زموږ د ادبیاتو یو تکراري موتیف دی. په زرګونو شعرونه، په سلګونو کیسې په دې اړه لیکل شوې دي. په وروستۍ لسیزه کې، چې غربیانو افغانستان ته مخه کړې ده، د همدې موضوع شاربلو ته په میلیونو ډالر هم وقف شول خو لاس ته راغلې نتیجه چندان د قناعت وړ نه ښکاري.

که له ټولو میتودولوژیکو ستونزو سره سره د کورنی تاوتریخوالي په برخه کې د افغاني ادبیاتو لاسته راوړنې او د مرګ د سزا پر وړاندې مبارزه کې د اروپایي ادبیاتو اغیز سره پرتله کړو، د ځمکې او اسمان فرق به په کې ووینو. علت یې څه دی؟

موږ د ګڼو ناکامیو تر څنګ ځینې فوق العاده بریاوې هم لرو. په کابل کې د جوړ شوي تلویزیوني سریال «د کونډې زوی» مرکزي کرکټر، شاد ګل، له ډېرو افغانانو سره شل، پینځه ویشت کاله وروسته هم خبرې کوي. د ډاکټر اعظم اعظم له خوا لیکل شوی تلویزیوني سریال چې په پېښور کې جوړ شوی «ستړی مه شې» همدغه شان بریالی دی او له دوو لسیزو وروسته هم کله کله اورو چې «په لندن کې خو داسې نه وو». د دغو بریاوو راز په څه کې دی؟

د پښتو ادبیاتو هغې برخې ته که نظر وکړو چې لوستو لیکوالانو په کتابي بڼه پنځولي دي او کله کله د «دیواني ادبیاتو» په نامه هم یاد شوي نو له ګڼو تکراري او کلیشه یي انځورونو سره مخ کېږو (دري ادبیات هم له دې ستونزې لېرې نه دي پاتې شوي). حتی هندي سبک چې یوه ځانګړتیا یې په شعر کې د انځور پالل دي، د پېچلتیا په یو کلیشه یي میکانیزم بدل شوی دی او د دې پر ځای چې نوی تولید ولري هماغه د پینځلسمې او شپاړسمې پېړیو انځوریز محصولات په نوو پکېجونو کې وړاندې کوي.

د انځور په پنځولو کې هغه شاعران چې خپل چاپېریال د پرانستي کتاب غوندې لولي تر نورو بریالي ښکاري. خوشال وایي:

په بل چا مې پیرزو نه یې د یار غمه
ته زما د زړه د مات کودي ریحان یې

له پښتني کلیوالي ژوند څخه راخیستل شوی ساده انځور دی خو د خوشال په شعر کې په زړه منګولې لګوي.

په پښتو ادب کې لنډۍ او، تر یوه حده، په دري ادب کې دوبیتي هم کله کله همدغسي انځوریزې ښکلاوې لري:

توتان پاخه، مماڼې تورې
زه د موزي د ډوډۍ څه پروا لرمه

یا:

شمالی لاله زار باشه به ما چی
زمستانش بهار باشه به ما چی
شوم در پیره و روزم ده تعلیم
رفیقا انتظار باشه به ما چی

ولې دغه انځورونه تر ګڼو نورو – د ماهرو او تکړه استادانو له فکره راوتیو – انځورونو په نسبت ډېر جذابیت لري؟

د دغو، او دې ته ورته پوښتنو ځواب په هغو تیوریکي ابزارو کې چې موږ یې لرو – د بدیع او بیان صنعتونه او له غربي منابعو پور شوې ادبي تیوري – نه شته. د دغه راز انځورونو د جوړولو لارښود چا نه دی جوړ کړی او په دې هم تر اوسه نه پوهېږو چې څرنګه داسې کیسې او مطالب ولیکو چې پر ټولنیزو مناسباتو اغیز وښندي.

پورته یادو شوو موضوعاتو او مثالونو ته که ځیر شو نو یو ټکی په کې جوت ښکاري. کله چې موږ له خپلې ټولنې او خپل چاپېریال څخه یو څه را اخلو او بېرته یې په هماغه شکل ټولنې ته ورسپارو ډېر بریالیتوب مو نه په برخه کېږي خو کله چې له ټولنې او چاپېریال څخه یو څه راواخلو، له نورو فکرونو، واقعیتونو، تجربو او خیالونو سره یې یوځای کړو او په نوې، غیر مترقبه بڼه یې په هنري اثر کې وړاندې کړو نو د بریالیتوب چانس مو څو چنده ډېرېږي.

خوشال د پښتني کلیوال ژوند یو ډېر عام واقعیت (چې کټوه یا منګی شي کودي یې څوک نه غورځوي، ګلان په کې کري)، یوه ډېره سولېدلې تشبیه (زړه مات کودی دی) او یو نسبتاً مشهور تصور (د یار غم سړي ته ګران وي) راخیستي، سره یې کوشېر کړي او یو نوی کیفیت یې ایجاد کړی دی.

د لنډۍ شاعرې د پښتنو مېرمنو اقتصادي ښکېلتیا ته فکر کړی، د خپل چاپېریال امکانات یې سنجولي او د خپلې ازادۍ له پاره یې ترې وسیله جوړه کړې. موزي فکر کوي چې مېرمن یې د خپل مادي ژوند د بقا له پاره د هغه ډوډۍ ته ناسته ده خو غیرتي پښتنه – که څه هم شاید د خیال په دنیا کې – د خپلې اقتصادي خپلواکۍ اساسي توکي په خپل کلي او خپل غره کې لټوي. د ژوند عادي صحنې دي خو سره ګنډل یې ساده کار نه و.

عسکر خوارکي د شمالي غاټول، خوندوره فضا او د ملګرو انتظار داسې سره اوبدلي چې څوک یې د بېلولو تصور هم نه کوي.

همدغه شان «د کونډې زوی» او له لندنه بېرته راګرزېدلی پښتون خپلې ټولنې او د هغې ناخوالو ته په طبیعي توګه ګوري خو هغه خیالونه او تصویرونه چې هنرمند سره پیوند کړي دي د مخاطب عواطف بې اغیزه نه پرېږدي.

په ادبیاتو کې دغه عملیې، د خوشال پر پله، «مښود» بللای شو: له ټولنیز او طبیعي چاپېریال، د ژوند له شېبو، د خیالونو له لېونۍ نڅا څخه ځینې برخې را اخیستل، هغه د وخت له ډبرو سره جنګول، د تېرو څنډو توږل، د زیږو سطحو ښویول، د رنګونو امتزاج او سل نورې، دې ته ورته عملیې اجراکول او له هغه وروسته یې د هنري اثر له لارې مخاطب ته بېرته ورکول د «ادبي مښود» له پاره یو مناسب تعریف کېدای شي.

 دا هم د تصور وړ خبره ده چې د مښود دغه مفهوم په افغانستان کې د ادبیاتو د تیوري د بحث له پاره یو په زړه پورې د پیل ټکی شي.