د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

الکول او پر بدن یې اغېزې

عطا محمد میاخېل 19.01.2015 12:13

الکولونه دمشبوع او غیر مشبوع هایدروکاربونونو څخه ترکیب شوي دي او د کیمیاوي زهري موادو په ډله کې ډیر لوړ ارزښت لري محمد ذکریا رازي لومړنی څوک وو چې د شرابود تقطیر څخه یې الکول تر لاسه کړل او هغه یې د الکهل په نوم ونومول ، الکول یوه داسې مایع ده چې فرار کوي ( تښتي ) تند او سوزوونکی خوند لري .
د هایدروکسیلي ګروپ هایدروجن په الکولو کې متحرک وي د ساري په توګه چې القلي فلز د الکولو سره تعامل وکړي ، د نوموړي فلز په واسطه هایدروجن آزادیږي او په پایله کې هغسې جامد مرکبونه تشکیلیږي چې په الکولو کې د حل وړ وي او هغه د الکولاتو په نوم یادیږي ، الکولات د تیزابونو د ډیرو کمزورو مالګو سره ورته والی لري او د اوبو په واسطه په بشپړه توګه هایدرولایز کیږي او بیا الکول ترینه په لاس راځي او القلي آزادیږي ، په دې توګه الکولات د الکولو او د القلي اوبو د محلول د تعامل په نتیجه کې نه تشکیلیږي الکولونه په عملي توګه غیر الکترولیت دي الکولونه له تیزابو سره تعامل کوي او ایستر جوړوي . الکولونه د اړوندو هایدروکاربونو په پرتله په ډیرې اسانۍ سره تحمض کوي او په نتیجه کې یې الدیهایدونه یا کیتونونه تشکیلیږي . میتایل الکول د وچ لرګي له تقطیر څخه په لاس راځي او د لرګي د الکولو په نوم یادیږي . دا الکول ډیر زهري وي له دې امله یې په وجود کې ډیره لږه اندازه هم د ړندیدو سبب ګرځي او زیاته کچه یې حتی د مړینې سبب کیږي . دا الکول بې رنګه مایع ده او د ایشیدو تودوخه یې د سانتي ګراد له 64/5 درجو سره سمون خوري له دې الکولو څخه هم د محلل په توګه او هم د نورو عضوي موادو د لاسته راوړلو له پاره کار اخیستل کیږي . د ایتایل الکولو دایشیدو تودوخه د سانتي ګراد له 78/4درجو سره سمون لري او په معاصرو کیمیاوي صنایعو کې یو له مهمو لومړنیو موادو څخه دی چې په شنه رنګه لمبه سوځي دغه الکول کولای شو چې د طبیعي قندونو او د هایدرو لایز شویو نشایستو له تخمر څخه په لاس راوړو چې په انګورو او غلو کې شتون لري . د غلو او شکرو څخه د ایتانول لاس ته راوړل یو د ډیرو پخوانیو عضوي تعاملاتو څخه شمیرل کیږي او تاریخچه یې آن 2500کلونو ته رسیږي ، د تخمر عملیه ( د مخمر په موجودیت ) سرته رسیږي او په نتیجه کې کاربو هایدریتونه د انزایم په واسطه په ایتانول او کاربن دای اکساید ټوټه کیږ ي .

په نړۍ کې په کال کې ملیونونه ټنه ایتانول تولیدیږي او په اساسي ډول د محلل په توګه استعمالیږي د د ایتانول په سلوکې 5 برخې د غلو د تخمر څخه په لاس راځي او ډیره زیاته برخه یې د اوبو او ایتلین د تعامل په نتیجه کې د اسیدي کتلست په شتون سره تر لاسه کیږي .
ایتانول په ننني کیمیاوي صنعت کې د ډیرو غوره لومړنیو موادو په ډله کې راځي ایتانول الکول هم په طبابت کې او هم د څښلو څخه یې معتادین استفاده کوي ، چې دضرورت څخه پرته استعمال یې د روغتیایي او اجتماعي پرابلمونو سبب ګرځي ، الکولي مشروبات د د ډیرو پخوا زمانو راهیسې د نشې په خاطر څښل کیږي ایتایل الکول د فیصدي له نظره مختلف ډولونه لري د طبابت په موخه د انتي سپتیک درمل په توګه د جراحي عملیې او زرقیاتو دمخه د پوستکي د پاکوالي له پاره استعمالیږي همدارنګه ایتایل الکول په صنعت کې د عصارو او جوشاندو په جوړولو او د ځینو شربتونو په ترکیب کې شامل دی .
ایتایل الکول یوه شفافه ، بیرنګه ، ژر مشتعل کیدونکې مایع ده چې ذایقه یې د خولې سوزونکې ده د شعلې رنګ یې آبي دی او په اوبو ، ایتر او کلو رو فورم کې په مختلفو فیصدیو سره مخلوط کیدای شي وروسته د څښلو څخه الکول د معدې او نریو کولمو له لارې په ښه صورت سره جذبیږي او دوینې دوران ته داخلیږي او که د 20  فیصدو څخه یې غلظت زیات وي جذب یې ورو ، ورو صورت نیسي ، دا ځکه د پیلور د تضیق سبب ګرځي او دمعدې محتوی تیریدل کولمو ته څه ناڅه مخنیوي کوي
همدارنګه خواړه هم د الکولو د جذب د سستوالي سبب ګرځي کله چې الکول جذب شي نو په سرعت سره په ټول بدن کې توزیع کیږي ، او د 95  فیصدو په حدودو کې میتابولیزم سره مخامخ کیږي . الکول د یهایدرو جناز ، انزایم تر تاثیر لاندې په اسید الدیهاید او وروسته په استیک اسید باندې بدلیږي هغه میتابولیزم چې د الکولو د متیابولیزم په اثر منځ ته راځي پر انساجو باندې سمي اوزهري تاثیرات لري ، د الکولو یوه برخه په خپل اصلي شکل د ادرار ، خولو او تنفس له لارې اطراح کیږي د یادولو وړ خبره داده چې الکول د اشباع قابلیت لري او دغه حادثه وروسته د هغه څخه چې د الکولو غلظت په هرو سلو ملي لیترو کې 10 ملي ګرامو ته ورسیږي ، شروع کیږي یعنې وروسته له هغه هر څو مره چې د الکولو غلظت له دې څخه زیات شي د میتابولیزم او اطراح سرعت ثابت پاتې کیږي په دې مانا چې که هر څومره د الکولو غلظت لوړ شي یعنې په هره اندازه چې د الکولو مقدار ډیر واخیستل شي په هم هغه اندازه یې نیمایي عمر اوږدیږي او تاثیرات یې ادامه پیدا کوي الکول د ځیګر د انزایمونو د تنبه سبب ګرځي ، په همدې دلیل دی چې په معتادینو کې د تحمل سبب ګرځي یعنې د الکولو معتادین د الکولو د تاثیر لاس ته راوړلو په غرض په منظمه توګه د هغه مقدار ته زیاتوالی ورکوي ، خو که په دوامداره توګه او متوسط مقدار سره الکول وڅښل شي د ځیګر انزایم تنبه کیږي ، او که په دوامداره توګه ډیر مقدار وڅښل شي د انساجو د تخریب له کبله د انزایم د تنقیص سبب ګرځي الکول د شهیقي تنفس له لارې اطراح کیږي چې دغه عمل د دې سبب ګرځي چې غلظت یې په وینه کې په اسانه توګه تعیین شي ځکه دواړه غلظتونه یعنې په وینه او سږو په هواکې سره برابردي ، چې په جنایي او ترافیکي واقعاتو کې ښه مرسته کولای شي .
 
 
 
د بدن په غړو د الکولو اغیزې :
1ـــ کله چې دالکولو ډیر مقدار وڅښل شي د عصبي مرکزي سیستم دنهې سبب ګرځي چې لومړی شعور له منځه ځي او وروسته د مړینې سبب ګرځي کله  چې د الکولو کثافت 500 ملي ګرامه په سل ملي لیترو وینه کې ورسیږي د بصلی فلج او مړینه منځ ته راځي ، یعنې کله چې په وینه کې د الکولو غلظت په سلو کې 0,1 ــــ  0,3  ته ورسیږي د انسان حرکت په عمومي توګه ګډوډ کیږي ، تعادل له منځه ځي خبرې کول ستونزمن کیږي او تغییر والی رامنځته کیږي په دغه حالت کې د انسان هوښیارتیا له منځه ځي او که غلظت یې په سلو کې 0,6 برخو څخه زیات شي په هغه صورت کې تنفس او د رړه حرکتونه ګډوډیږي او د انسان د مرګ سبب ګرځي .
2ـــ محیطي وعایي توسع : د محرک الو عایي په مرکز باندې د الکولو تاثیر د اوعیو د توسع سبب ګرځي چې شخص د ګرمۍ احساس کوي په همدې دلیل امکان لري چې مړینه د پنوموني ناروغۍ له کبله منځ ته راشي ، ځکه اشخاص د الکولو د څښلو له امله ګرمي احساسوي او ځان له سړې هوا سره معروض کوي .
3ـــ څرنګه چې د الکولو د څښلو سره انتي دیورتیک هورمون نهی کیږي چې په دې توګه د ادرار حجم زیاتیږي .
4ـــ د معدې مخاطي غشا تخریبوي .
5 ـــ کله چې په دوامداره توګه الکول استعمال شي د تستو ستیرون هورمون اندازه کمیږي .
6 ـــ په دوامداره توګه د الکولو څښلو سره د اسید یوریک اندازه لوړیږي چې د نقرس د ناروغۍ لامل ګرځي .
7 ـــ په دوامداره توګه د الکولو استعمال سره شریاني فشار لوړیږي همدارنګه د الکولو دوامدار څښل نامطلوب تاثیرات منځ ته راوړي لکه خوار ځواکي ( سوء تغذي)
د معدې مزمن التهاب ، د ځیګر سیروز ، د دماغ وظیفوي تشوش ، د جنون حالت ، د حافظې خطا ، اختالاجات ، انسفالوپاتي ورنیک ، د محیطي اعصابو تشوشات ، عضلي تشوشات ، د تنفس او هضمي جهازونو پورتني برخو سرطان ، د ځیګر سرطان ، د تیو سرطان ( په ښځو کې ) ، د پانقراس مزمن التهاب ، د زړه عضلو تشوشات ، د هډوکو د مغز انحطاط ، د ویټامین k  کموالی ، پسوریازس ، یولړ د اندوکرین ناروغۍ او نورې ناروغۍ منځ ته راوړي د الکولو په حاد تسمم کې چې ناروغ د کوما په حالت وي او یا داچې متوسط ډول وي ناروغ متهیج او نا ارامه وي د درملنې په موخه مخکې تر دې چې د الکولو ډیر مقدار جذب شي د معدې لواژ ضروري بریښي ، دلته باید احتیاط وشي چې د معدې محتوی سږو ته داخله نه شي که ناروغ د تهیج په حالت کې وي مسکن درمل ورته تطبیق شي او که فشار یې ښکته راغلی وي د منبهاتو څخه کار واخیستل شي ، کله کله د مصنوعي تنفس څخه هم کار اخیستل کیږي همدارنګه د ګلوکوز سیروم تطبیق او د کانګو د مخنیوي له پاره د لازمو درملو تطبیق ضروري بریښي کله  چې میتایل الکول وڅښل شي د فورم الدیهاید او فورمیک اسید د تشکل سبب ګرځي چې پر اعصابو باندې ډیر زیات کم تاثیر لري په همدې دلیل دی چې د ړوند والي او مړینې سبب ګرځي ، د میتایل الکول تسمم کې ایتایل الکول توصیه کیږي تر څو ایتایل الکول په انډولیز شکل په میتابولیزم کې د میتایل الکولو ځای ونیسي او په سمي او زهري میتابولیتونو د میتایل الکولو د تبدیلیدو مخه ونیسي کله چې ایتانول د څښلو له پاره نه ، بلکې د نورو هدفونو د تر لاسه کولو له پاره په کار وړل کیږي د میتایل الکولو او ایزو پروپایل الکولو سره ګډیږي .